21.08.2017

اکبر کرگر

 بنجاره بيا په کلي راغې !

دکلي په مخ ميداني کې بيا د  ماشومانو شور او هلهله جوړه  شوه  . خبره روښانه  نه  وه  . خو لږ ه شيبه  وروسته د ېوې تورې کچرې خاوند د اوږدې لارې  نه د کلي په لور راسم شو . اوږده کالي يې اغوستي و، ښه کلي ته رانږدې  شو ۔يو اوږود تور رنگه هډور سړى و۔ څه دلمر له لاسه اوڅه يې پخپله  پوټکى تور و، ډبل واسکټ يې دکاليو پر سر اغوستى و، دواسکټ په بره توکمه کې يې  پيړ ځنځير مالوميده  چې  جيب  ته غځيدلى  و، مالوميده چې دا دهغه ساعت و۔ د کلي مخې ته را غي دماشومانو څييره ورپسې جوړه وه. په يوه خوله چيغې وې  هو بنجاره کاکا راغى ۔ بنجاره راغي اوبنجاره څه دي  راوړي دي ؟

بنجاره  د کلي په  لويه  ميدانۍ کې خپله کچره ودروله ، خورجين يې ترې کښته کړ ، بيا يې له جيبه د مالغوزي نصوارو  بوتل را وويست ، په پزه کې يې کش کړل.

کلى چې د پيړيو په اوږدو کې  د تاوراتاو غرونو په منځ کې پروت دى . دا مهال يې زاړه ديوالونه نور هم چاودلي اوسوري سوري بريښي . پخوا  هم دهمدې کلي په بليو کې ځاى ځاى دخټگرو له خوا د ټوپکو سوري جوړ شوي وو ۔ هغه ديوالونه چې بهر لارو اوبهر لورې دغرونو په مخ وو  دټوپکو سورې په کې  په بيلابيلو استقامتونو موجود وو. خو دا مهال بې نظمه  سورې  دډزو  او چاودنو سوري  په ديوالونو کې زيات شوي دي ، لکه ديو چا په مخ چى داني را وخيژي او بيا يې خاپونه پاتي شي .

دکلي دمخې گڼې ونې اودېرې هم رنگۍ ښکاري . په پټيو کې فصلونه را شنه شوي دي . خو دپخوا په څير يې مزه نشته ،

بنجاره کاکا دخپلې تورې کچرې سره دکلي په لور راستون شوي اودکلي په ميدانۍ  کې يې خپل خورجين کښته کړى وو. دماشومانو همدې اواز دکلي ټوله مخه نيولي وه چې کاکا څه دې را وړي دي ؟  خو هغه وايي ډېر څه مې را وړي دي ، ډير څه . ټول ستاسو له پاره دي .

بنجاره چې په توره مخ کاسه کې يې شنې سترگې  لکه د ماشومانو دلوبو توشلي ځليدلې . تور پټکى يې  پر سر جوړ که لاس يې پرې  وواهه ، دواسکټ لوى ځنځير يې را وويست ، خپل جيبي ساعت ته يې وکتل . په ډډ اوز يې  دټولې متاع يو لست وړاندې کړ ۔ سيخکونه ، رنگونه ۔خالونه ۔سرخي اوسپيده ۔  سنکيا اوپوډرونه  رنگارنگ بنگړي اوشرنگاني . راسئ واخلئ ، وړيا يې واخلۍ .

دهغه په خبرو کې دټولو ژبو لهجې جوتېدلي ، هندکو اردو ۔پښتو ،پارسي او نورې ۔ مالوميده چې دا هم يو پردې بنجاره دى ، اودنورو ملکونو نه راغلي دى .

څو تنه ميرمنې اونجونې چې هلته رانزدې شوې وې ، اوڅو تنه په خپلو دروازو کې تړلي وربوزونه ولاړې وې ، په خپلو منځو کې يې پس پس کول . مالوميده چې دبنجاره دتېرو ناکرديو په باب خبري کوي . يوې بلې ته وويل :هو! دانوى بنجاره دى ، دا ترمخه دې کلي ته نه وو راغلى  .هغه پخواني خو هماغه چې ورک شو پسى ورک شو !

***

په دې خبرو به دپخواني بنجاره  نادودې دهر چا په ذهن کې را ژوندۍ سوې . دپخواني بنجاره څيره به دهر چا په ذهن کې بيا را حاضره سوه ۔ په تېره  دپاخه عمر کسانو په ذهن کې.

(( دا خو هغه پخوانى بنجاره نه دى . ! دا خو نوى دى. هغه پخواني  چې به دسودا توکي را وړل په کليوالو به يې پلورل . په يوه سترگه ړوند و۔ شنه ږيره به يې هر وخت په نصوارو ککړه وه . هغه ټول مال اوخورجين په خره راووړ . يو خر يې درلود . خو دانوى هغه يې په کچره را وړي ، دى مالداره مالوميږي . دى لږ ځوان اوقوي هيکله  دى . هغه وچ اوډنگر سړى وو۔ دهغه يوه سترگه وه ، دى خپلې شنې سترگي توروي هم ، شونډي يې هم په دنداسه سرې وي ، هغه به سنکيا ډيره راوړله ، ښځو ته به يې سنکيا ورکوله . دنجونو اوښځو له پاره به يې قسماقسم بنگړي راوړل . ان ماشومانو ته به يې په لاسونو کې وراچول . ))

خو دکلي خلکو ته بنجاره تل يو پردى وو، دوى ملامت هم نه وو چې له پرديو يې خاصتا له مطلبي پرديو يې کرکه کوله ، په تيره هغه پردې چې به لا دکومې ناوړه کړنې سبب شول . نو بيا خو به يې ورته منډ په ډبرو ويشته .

دکليوالو په ذهن کې لا دا خبره ژوندۍ وه  چې بنجاره به دښکلا اوسينگارونو له توکو سره دسنکيا پوډر هم راوړل . خو دکليوالې بختورې له مرگه وروسته چې دبنجاره په سنکيايي ځان ډډ کړ ، اويو د غيږې ماشوم ترې پاتې شو. نو دبنجاره په وړاندې دکلي دخلکو کرکه نوره هم زياته شوه . بيا به د  خلکو ډير بدې را تلو . خلکو به ويل په بنجاره کې فساد  دى ، بنجاره نور کلي ته مه پريږدئ . که بنجاره سنکيا نه واى راوړې  هغې  خوارکۍ به ولې ځان واژه ؟ خو دا هم ديادولو ده چې دپاخه عمر خاوند اعظم نادودو بختوره چې نوى پيغله وه  ليونۍ کړه پلار يې په بدو کې ورکړه  ، خو له واده وروسته ورته نه ځواني پاتې شوه اونه هم  ښکلا بلکې هره ورځ دهغې مرگ و ، ميړه به يې غير حق په لښتو شړکوله ، اوکله به يې ځوړندوله،  نو ځکه يې وپتييله چې خپل ژوندانه ته دپاى ټکې کيږدي ، له بنجاره نه اخيستې سنکيا يې لپه کړه  اوتر سهاره  ونه رسيده .

هو ! بنجاره بنجاره دى . يوه ورځ سهار وختي چې د دوبي موسم و ، خلک په کلي کې په بامونو ويده وو، پټي شوديارې شوې وو،  لمر لا  څړيکه نه وه وهلې ، يو نيم  سړى دلمانځه له پاره پاڅيدلى و ۔ چې دکلي لاندې اخوا وړاندې دسهيل په لور  په پټيو کې يو شور ماشور  را پورته و ، خلک په شور له خوبه پاڅيدل . ژرنده گړي يو بل بنجاره چې په همدغه ژرنده کې  شپه وه ،په ناموسي اودعزت او وقار په مساله شخړه وه . بنجاره ترې منډه اخيستي وه ، هغه ديو پردې په توگه دخلکو  د دود اوعزت خيال نه و ساتلي . ژرنده گړي هغه له ويالي نه دټوپ په وخت کې را نيولي او پنځه شپږ چاکو گان يې  وهلي و.بنجاره په وينو کې ليت پيت پروت و، مساله  حساسه وه ، قاتل حکومت ته ځان سپارلي و، خو د کلي خلکو يې ننگه کړي وه او پر ناموس باندې په ننگه کې يې دهغه ضمانت وکه ، ازاد شو. هغو خلکو ته عزت عزت وو ، ننگ ننگ وو .

***

خو دا مهال چې نوى اومالداره بنجاره کلي ته را ننوتې دى . ټول خلک ورته حيران دى . ميرمنې اونجونې چې دمخه به يې دتوکو داخيستلو له پاره ليوالتيا ښوده اوس نه ورنږدې کيږي . دټولو په زړونو کې کرکه ده . بنجاره يو پردى دى . کليوال له پرديو بده وړي . له پرديو يې هيڅکله ښه نه دي ليدلي . بنجاره په سنکيا باندې دډيرو خلکو ژوند اخيستى دى ، لا په ذهنيتونو کې دهغه نادودي ۔چالونه اونيرنگونه ناست دى . دهغه دبې پتۍ اوبې ننگۍ داستان لا خور وور دى . خو بيا هم يوه زړه بوډۍ ورنږدي کيږي .  بنجاره ته ستړي مه شي وايي :

ځواب ورکوي : خواره مه شي توړۍ .

ـ  څه دي را وړي دي ؟

ډير څه ،سيخک ۔ميخک ۔خالونه په درجنو ۔رنگونه په پنډونو ۔ سنکيا ښه ډيره . بنگړې دهر لاس له پاره .

نو سنکيا دې هم را وړې ده ( په حيرانۍ پوښتي ) ؟

هو بيخي ، زياته ،ځکه خلک يې خوښوي ، دخلکو ورته اړتيا ده .

- سنکيا خو خلک وژني کنه !

- نور نه پوهيږم  خو خلک سنکا غواړي .

بوډۍ له ځانه سره وايي .((امم))

بنجاره بيا پيل کوي : (( زه خو ستاسو کې دچوپړ له پاره کې دلته کې راځم ، دادومره  کي لار کې  چې وهم  نو کى غواړم  چې کې  ستاسو چوپړ وکم (وکړم )  . تاسې خلک کې خو کې  بازار ته  کې تلى  نه شي . نو ځکه کې  زه درته راځم . ))

- نو سنکيا دڅه له پاره ؟

ـسنکيا خو ډېر ضروري  دى . ټول خلک  کې يې له ما غواړي . حشرې وژني ، زنده سرې وژني . اوداسې نور  او اورېدلي مې دې چې ستا سو په چم گاونډ کې  حشرې اوخزندې زياتي شوي دي ، دانسانانو په څير دې  دميږيانو په څير دى ،.،.

نوبنگړي ؟

هو بنگړې مې هم کې را وړي دي ، دهر لاس له پاره مې کې راوړي دي . دميرمنو کې بنگړي ۔ دنجونو کې بنگړي ۔ دماشومانو بنگړي ۔دنارينه و اوزلموکې  بنگړي ، دغټانو او مشرانو بنگړي .

دميرمنو بنگړې مې په دا پورې کلي کې خلاص کړل . نو دا لوي پنډ ؟

هو! دا هم بنگړي دي .

نو دادنجونو نه دي ؟

بنجاره نرئ خندا کوي وايي نه ۔ دادنجونو له پاره کې  نه دي .

- نو دچا له پاره دي ؟.

دا مې خاص کې ستاسو دکلې دغټانو له پاره  کې راو ړي دي . لږه بيه يې هم جگه کې ده .

نو نورو ځايونو کې هم نارينه بنگړي اچوي ؟

- ولي نه .دابنگړي يو کرامت لري . هغه نارينه  کې چې زما بنگړې کې په لاس کې ونه لرې ، يا له کلي شړل کيږي  اويا کې هغه  کې دبرښنا په پايه را ځوړنديږي او ساه يې خيژي .

دا غټان چې کې  ژوندي دي ، ددوى په لاسونو کې  زما بنگړي دي . زما بنگړې ددوى عمر اوږدوي .

 اگست  ۱۵ کال ۲۰۱۷  لندن