25.02.2018

م .کرگر

د خداى بخښلي استاد عبدالله خدمتگار بختاني  غمجن ياد

نن د فبروري ۲۴ نيټه سهار مهال مې غمجن خبر تر سترگو شو  چې استاد عبدالله بختانې خدمتگار صيب هم له دې فانې نړۍ سترگې پټې کړې . زه  له هغه مهاله چې له کلي کابل ته راغلي وم  له خداى بخښلي استاد سره مې بلدتيا پيدا شوه . چې اوږده ماضي لري .

زه د لومړني ښوونځې په څلورم او يا پنځم ټولگي کې ووم چې د ننگرهار اخبار به د کونړونو د مزار درې ته مزار نورگل لومړني ښوونځي اداري ته راتللو . ما داخبار له  لوستلوسره  نوي مينه پيدا کړي وه ۪

يوه ورځ مې په هغه کې د يوه زلمي عکس وليده چې ځان يي پارلمان ته کانديد کړي وو ۪ هغه عبدالله بختانى  و او بيا وروسته چې زما ملگرتيا او دوستي د استاد او شاگرد په سطحه کې جاري شوه دى هم خدمتگار شو او ماته يي هم وويل چې ته کرگر يي .

زه به د ښوونځي په دوره کې تل د وخت پښتو ټولني ته ورتللم او هلته مې د دوه قدرمنو شخصيتونو خداى بخښلي محمد دين ژواک او استاد مغفور مرحوم عبدالله خدمتگار صيب نه پوښتني ږرويږنې کولي . د کلونو په اوږدو کې  استاد بختانې ز ما په ذهن کې د يو نمونه او مثالي شخصيت په توگه ځاى ونيو . دې اړيکو دکلونو په اوږدو کې د استاد او شاگرد په توگه دوام وکړ . يو مهال ما له  استاد سره  د افغانستان دليکوالو ټولنه کې  دگډ کار موقع پيدا کړه . ان په يوه دفتر کې وو ، ما دهغه دعلم اوپوهي نه بر سيره  د هغه له شخصيت نه ډير څه زده کړل او ماته يې تل د يو سر مشق حيثيت غوره کړ .  

زه په دې وار سره د استاد بختاني په اثارو او څيړنو او ليکوالۍ نه څه نه وايم د هغه په شعر هم څه نه وايم. ٴخو اړينه بولم په يو داسې څه  خبري وکړم چې  د ليد زاويه يي بدله وي . لږ څه د استاد بختانى د ژوندانه داسي گوټونه او خواوى په کې وي چې موږ  د ده په باب يعنې د استاد بختاني په باب لږ عمق او ژورتيا ته راکاږى  د هغه د علميت  او پوهي  بر سيره  چې  په اسلامي علومو، تصوف او عرفان ، او پښتو ادبياتو يې پراخ لاسبري درلود :  

درې ټکې زما له پاره ډير د پام وړ دي 

استاد خدمتگار د يوه ويښ زلمي په توگه

استاد خدمتگار او ملنگ جان لکه د يوې پښتو ټپې دوه مصرۍ

استاد خدمتگار او خداېې خدمتگارغورځنگ  او بيا پاچا خان

دا درې واړه مسالي د خلکو  د بيدارئ او ويښتيا و د پښتني فرهنگ د لا ودې او پرمختگ له پاره اساسي هغه وې . هغه په تانده ځوانۍ کې د خلکو په ويښولو او بيدارولو پيل کړې شعر  داستان ليکني او څيړنه يې همدې هدف ته وقف وه . دا مسايل چې موږ ياد کړل  په دې لنډه طرح کتاب او يا رساله هم ليکل کيداى شي . د يوى رسالې مدخل او يا پيلامه هم کيدای شي   خو زه لنډ څه وايم .   

مشکله ده چې له کومه ځايه يي پيل کړم .  دا درې ټکې  که د خدمتگار صيب د وياړونو او د هغه د ماضي ژوندانه هنداره ده نو د پښتون اولس سرنوشت په کې هم  ښه تعريف کيدلاى  هم شي .

۱

افغان اولس د دويمې نړيوالي جگړي وروسته اوبيا دهند دنيمې وچې له تجزيي وروسته ديوه بل بحران سره   مخامخ شو.  دغه بحران دددوې دفرهنگي اوسياسي موجوديت بحران دترقۍ اوبشپړي خپلواکۍ  ته رسيدلو بحران اويا دويښتيا بحران وو. خدمتگار صيب له هغو زلمو څخه وو چې په ننگرهار هميشه بهار کې يي دويښو زلميانو دجوړيدو اوراټوليدو له پاره هلې ځلي پيل کړي اوتر پايه ددغه غورځنگ سره ولاړ .  زه دلته دويښو زلميانو په اهدافو نه گړيږم . محمد علم بڅرکي صيب يو کتاب کښلې دی .  ددې هدف له پاره دهغه کتنه په کار ده .سره له دې چې په هغه کې هم خبرې  نيمگړي دي .  .

خوخپلې خبري ته راځو :  لکه څنگه چې هر روښانفکري جنبش کاري  استعدادونه دسياسي ژوندانه په يوه مقطع کې اساسي فرهنگي کار ته مخه کوي خدمتگار صيب هم داسې وکړل . له نيکه مرغه  له خپل هوډ سره همداسې ويښ او بيدار پاتې شو . او د نورو لارو يعنې د علم څيړنې او ادبياتو او فرهنگ له لارې يي خپل کار ته دوام ورکړ . او د يوه واقعي، بې تمې اوله حرص او جاه طلبۍ پرته پوه او دانشمند په توگه خدمتگار وپيژندل شو .  

۲

د ننگرهار خاوره  د افغانستان د يوې برخې په توگه  هر وخت د اديب او شاعر  له پاره وتره ځمکه وه او ده . دا د شاعرانو او هنرمندانو ټاتوبى دى . او بيا دملنگ  زيږد ځاى دى . ملنگ جان يوه اندازه زيات او ښايسته زيات څيړنيز او د پيژندني  وړ کار ته اړه لري خدمتگار صيب تر وسه دا کار وکړ او دغه دايرو لال يي وځلاه . هم يې درس ورکړ  او هم يې لورې او استقامت ورکړ . د ملنگان يو شعر دى وايي :

مينې دې ستي کړمه  ودې سوم په اور     اوس مې په ايرو کې لاس وهه چې باد مې وړينه ۪

ملنگ جان د وطن مفهوم د کلي له ساحې راويوست او د ټول افغانستان نقشه يي په دي مفهوم کې ترسيم کړه دا  دملي روښانفکرو کارو .

پاتى دي نه وي چې د ملنگ جان يو شعر يوه چاربيته او يو غزل د هغه الوتکو، توغنديو او ماشينگڼو څخه ډير پياوړي و او دى .   خو د ملنگ جان  شعر د وسلو پرخلاف  انسان بدلوي  پښتون بدلوي د پښتانه انسان په  تن او روان کې د برښنا د پړک په توگه ليکه باسي اوهغه له خوبه راپاڅوي  . دغه شاعر د خدمتگار بختاني د لاس نيالگى او ملگري وو.  وياړ په داسي شاعر او په داسي شخصيت چې همدا يو کار يي د شلو رسالو نه زيات ارزښت لري .  

 پښتنو په دغه حساسه شيبه کې د بيداری غږ ته اړتيا درلوده نو ځکه مور ملنگ وزيږاوه . او بيا د ملنگ جان  او استاد بختاني او پښتون اولس  درې گونې سندرې  د يو اهنگ برخي او  سره غبرگې   شوې .

۳

راځو بلي خبرې ته او هغه د خدايي خدمتگارو او خدمتگار صيب فکري او پښتنې تړاو دي . خدايي خدمتگارو نهضت يو اولسي نهضت و . د پښتنو د ازادۍ مبارز غورځنگ چې په  ظاهرکې يي  حکومت  ونه کړ خو د خپل اولس په زړه او ذهن کې حکمران پاتې شو . د دې غورځنگ مشر پاچاخان اساطيري شخصيت  پادشاه هم نه وو خو پښتون اولس هغه د خپل معنوي پادشاه په توگه ومنلو. د دغه غورځنگ د معنوي نفوذ څخه هيڅوک نه شي منکريدلي.  دي غورځنگ پښتانه راوهڅول ، او په همدغه لړ  کې ملنگ جان راوټوکيد . بختاني هم د دغه غورځنگ د يو خدمتگار په توگه تل د بابا ملنگ سره يا د سرتور ملنگ سره او د ملنگ جان سره وو .

ساده خبره نه ده کله چې د هاليود نه د پاچا خان د ژوند په باب د فيلم جوړولو له پاره ټيم راځي نو په پښتونخوا کې  خدای بښلي ولي خان ته ورځي او په افغانستان کې خداى بخښلي استاد خدمتگار ته ورځي . او له ده نه د پاچا خان په باب خبري اخلي . 

خدمتگار يو بل لوى خدمت کړي دې . او هغه د پاچا خان له خولي نه د هغه د ژوند او جد وجهد په نوم د کتاب کښل دي . دا کتاب زموږ د زمانې  د بايزيد روښان حالنامه ده او خدمتگار صيب هم د دې وياړ لري  او د داسې نورو کارونو وياړ هم

که  خپلې خبرې را ټولې کړو د دغه شخصيت، يعنې خدمتگار شخصيت فکري او رواني شته د دريو جريانونو يعنې ، ويښ زلمي، خدايي خدمتگاري او پښتنې فرهنگ سنتيز دى .

خو پاتې دې نه وي خدمتگار صوفي او عارف هم  و . داسې صوفي نه چې په يوه کنج کې کښينې  او په تسبيحو ځان مشغولوي  بلکې يو شنگ او مستي  يې هم درلوده  . د ده تن او روان چې له نوى کالو په بره وو  د وروستې شيبې پورې يې کار او ليکنې وکړې د هغه په تن او روان کې  پاچا خاني کرکتر په  څرگنده ځليده يو ځانگړنه يې دا وه  چې ان دوښمن يې  هم په ټوپک نه يشت  بلکې هغه ته يې پيغام اورولو د سولي او ترحم پيغام . د انسانيت او ورورۍ پيغام او د پښتنوالې پيغام .

خدمتگار صيب الله دې وبخښه !  

ته بختور يي . ته د افغانستان وياړ يې  . په راتلونکو نسلونو سره به يوځاى ژوندى او ياد اوسي .