29.01.2018

عبدالوکیل سوله مل

د چاغانو بازار

زه په ونه ټيټ او ټول ټال یو نیم متر ونه لرم خو وزن مې په یو سلو لسو هم اوښتی دی. سره غومبری مې لکه رنګه پوکا ڼۍ له ورایه ښکاری . ګیډه مې داسې راوتلې ده لکه د اوو اتوو میاشتو ماشوم مې چې پر ګیډه وي . د څټ غوښې مې داسې اخوا دیخوا ځانګي ته به وای د کوم لوی غوایی ورمیږ ېې چې زما په ورمیږ ایښی وي.

داکتر راته وايي که وزن ونه څارم او هرڅه همداسې پریمانه وخورم او دا لړۍ ونه دروم په ډیروناوړه ناروغیوبه واوړم او که پرې واوړم نو نه یوازې به له ډیر خوراکه پرهیزته اړشم ، ډیرشیان او خواړه به راته بد هم شي . اوزه چې اوس په ګرانۍ ،ټیلو او تمبودریم پوړ ته خیزم او په هر قدم کې ستمي با سم او زړه مې ستړی کیږي،بیا به لومړی منزل ته په ورپورته کیدو هم مزل راته ګران او نا شونی وي. خو زه د داکترانو په خوراک د نه څار د ناوړه پا یلو سره سره له ځا نه سره نه یوازې دا چې پا م نه کوم او غوږ پرې نه ګروم لا هم نوروډیر او ښه خوراک ته زور ورکوم.زما پر دسترخوان اوس نه يوازې رنګا رنګ ترکارۍ، سلاد، د پسه ،چرګ او غوایی غوښې لیکه ایښي وي ، د ما هیانو او غرنیو حیواناتو کبابونه هم زموږ د مینو برخه وي.

پوهیږم چې یوه ورځ به مې دا ډیر او ګټور خواړه لاندې او مخ پر وده وزن به مې له پښو پریبا سي. خو سره له دې مې هم ګټورو او ډیرو خوړو ته شوق ورځ تر بلې زیاتیږي او داسې فکر کوم که پر ما ډیر او ښه خوراک بند شي سبا ته به مړ او بدرنګه یم. زه اوس په دې شوق کې یوازې او ځا نته نه یم . اوس دا  شوق  په ګڼو سوداګرو ، لویو مامورینو ، خا نا نو او ملکانو  غالب دی . اوس به ددې لړۍ او کړۍ هیڅوک ونه ګورۍ چې زما په څیر دې د ښه او ډیر خوراک لیوال او مینه وال نه وي. ځکه خو که هریوله دې کسانو په مخه درشي وبه وینئ چې زما په څیر په غوښو پټ او په پلي تګ داسې ستمي کوی  لکه  زوړ موټر چې سلینسر ېې سوری وي او غراری ېې خیزي.

داسې ښکاري لکه اوس چې په هیواد کې د چا غښت او ډیر خوراک مسابقه روانه وي. چا غښت اوس نه یوازې د ښکلا او ښا یست معیار ګرځیدلی ډیرو ته دسړیتوب او هوښیارۍ نښه هم ده ځکه خو اوس ټول هغه زاړه او تقا عدي مامورین او منصبداران پښیمانه دی چې پخپلو دوترو کې به ېې په کم خوراک ګذاره کوله او هیڅکله ېې د غوړو او ګټورو خوړو وړاندیزنه له حکومته او نه له رعیته کاوه.  نن سبا نه یوازې چا غې نجونې له بل هر وخت ډیر لیوال او او خریدار لري ، دنجونو هم ډنګر ژڼي نه خوښیږي . او هغه نارینه که ېې عمرونه دوه ځل پرې پورته هم وی خو چې چا غ وي له واده ېې سر نه غړوي .ځکه خو زه هم چې اوس مې په شپیتو کلونو کې قدم ایښی او د سر او ږیرې ویښتان مې ګرد سپین دي که سبا وغواړم کومې ځوانې نجلې ته دواده وړاندیز وکړم په ورین تندی مې منی او په ډیر ویاړ به زما میرمن جوړیږي.

زه په رښتیا چې خپل دې شوق او د هغه ناوړه پا یلو ته اندیښمن یم او تل له خدایه غواړم چې اشتها مې ووژني او له ډیرخوراکه مې زړه توری کړي . هره ورځ له ځانه سره پریکړه کوم او توبه باسم چې نور به په هر دسترخوان خواړه راکموم خو پخپل  هوس هیڅ نه غالیبیږم. لکه ډیرخوراک چې اوس زما په ډیر پا خه عمل اوښتی وي.

عجیبه ده نه یوازې زه ځان له دې عمله چې په پوره زیان می دی او دداکترانو په مشورو غوږنه ګروم زما پر شاوخوا راټول  خپلوان او دوستان مې هم له دې عمله نه راګرځوي او لا مې نور هم ډیر خوراک ته هڅوي. هریوېې زما دمیرمن په ګډون پخپل وار راته وايي :

ـ که مې غوښې وتوږل شي او د مخ سورخي مې لاړه او ګيده مې بیرته ورکه شوه بیا به مې څوک عادي نوکرهم ونه نیسي.

دوی ملامت هم نه دي . زما پر خوندور دسترخوان نه یوازې زما کورنۍ اونږدې خپلوان هر وخت راپنډ وي زما د غوړو او مزادارو خوراکونوخیر زما ډیرو دوستانو ته هم رسیږي . زه چې همداسې دننه دکور په منځ کې کورنی غوړ دسترخوان لرم . زما له کوره دباندې زما د لوي باغ په لوی دسترخوان هم هره ورځ زما ډیر دوستان لکه پر مړه لوی غوایی چې د هوا کجیران مښوکي وهي راپنډ وي. او اوس دوی هم د چا غو کسانو سلامته فرقه جوړوي چې هر وخت پرې غږ وکړم ، په نیمه شپه کې مې د پا چا جګړې ته هم ودریدای شي. زما کا کا چې هر وخت ما وویني راته وایی :

ـ هر شی خوره ، په هیڅ شی صرفه مه کوه .چې هیڅ ونه ډار شې.

ما ته خندا راشي. خودی راته وايي:

ـ دا خندا مه بوله . دا دی دپلار آرمان وو.

کا کا مې رښتیا وايي . زه به تل خدای بخښلی پلار ګواښلم او کنځلم چې ولې کم خوراک کوم.پلار غریب مې ګرم هم نه و. ما نه یوازې لږه ډوډۍ خوړه له غوښې مې هم کرکه راتله. چې هر وخت به مې دهغه له ویرې دکوم حیوان که هغه به ما هي هم و،غوښه وخوړه په سبا به مې بیرته راګرځوله. ځکه خو داسې وچ لرګي وم چې له ډیرې ډنګرۍ مې ولي راختلي وو. او دمخ کاسه کې مې هډوکي له ورایه معلومیدل. خور نګ مې تازه او په یوه ساه به په پیچومي لکه غرڅه پورته ختم او هیڅ ستړیا مې نه احسا سوله .  پلار به چې هروخت ولیدم له لیرې به ېې راغږکړ:

ـ که داسې روزه ونیسې او غوښه هم په خوله ونه وهې مړی به درنه جوړ شي.

مور به مې دپلار په پلوۍ وویل:

ـ پلار دې رښتیا وايي زویه ! ډوډۍ او غوښه ډیره خوره چې لږه غوښه واخلې . داسې ډنګر هلک ته څوک خپله لور ورکوي؟

خو ما دپلار او مور په هره خبره او سپار ښتنه او غوښتنه غوږونه کا ڼه اچول او لکه اوس چې څومره د ډیر خوراک لیوال او شوقي یم هغه وختونو کې به مې همدومره ترې ځا ن لیرې سا ته .د غوښې په لیدلو به مې غوني زیږیده . عجیبه دوران او عجیبه زمان و. دا یوازې زه نه وم ګڼ خلک زما په څیر وو. که څه هم ګرد ډیر غریب وو او د غوښې او ښو خوړو د رانیولو وس ېې نه وو. خو که به دبل په دسترخوان هم وربرابر شول پردۍ غوښه او خواړه ېې ښه نه ایسیدل . ځکه خو هیڅوک نه چا غیدل او د نن په څیر له هیچا ګیډۍ نه زنګیدې .

هغه وخت که خلک زما په څیر ډنګر وو خو نوراني او روغ رمټ وواو په سمه او غر کې داسې ګرځیدل که دې له هوسیو سره په مسا بقه کې اچولی وای له هغو ېې هم مسا بقه وړای شوه.

تیره اونۍ مې له ځا نه سره پریکړه وکړه نور نو هر څه په ځان بندوم. په دې کار به دوه ګټې وکړم : یو خو به دداکترانو له ګواښونو خلاص او ددوی مشوره او سپارښتنه به پر ځای کړم او خپل وزن به د څارنې لاندې راولم. او بل به د هغو حیوانا تو د وژلو او حلالو مخه ونسم چې هره ورځ ېې دښار قصا بان زما دکور مخې ته زما سلګونو میلمنو ته حلالوی او بیا ېې دوینوبوی ټوله کوڅه په سر اخلي . خو له هغې ورځې چې ما دا پریکړه کړې ده نه یوازې زما سلګونه دوستان چې زما غوښو زما په څیر پړسولي دي له ما مخ اړولی او سلام ته مې وعلیک نه وایي ډیرو ېې په هر ځای کې په ما پسې د اډنډورې  هم غږولي دی. چې که زما غوړو خوراکونو او ډیرو رنګا رنګه غوښو هره ناروغي ورواړوله د نارغیو د علاج ټول لګښت به ېې زما په غاړه وي.

ځکه خو مې نن وپتیله خپله پریکړه بیرته واخلم ددې پرځای چې د سلګونو ګیډورو دښمني په بیه واخلم ښه ګڼم چې د ځان دښمن شم . ځان مې لا معلوم نه دئ چې کله به راباندې ګوزار وکړي خو زما پر دسترخوان پړسیدلی به مې هر وخت له هغو ژغوری چې  ما د خپلو دسترخوانونو په لوټولو تورنوي او د هیواد د لوی قا ضي په میز ېې پر ما د عرایظوپنډ کتا ب ایښی دی .

سوتهال ـ لندن

دشپې دولس بجې

د ۲۰۱۸ میلادی کال د جنوری ۲۵