رسیدن:  27.12.2011 ؛ نشر : 28.12.2011

دستگير روشنيالی

د “ غويی هډوکي”

د ښاغلي کرگر د نوی ناول په هکله څو ټکی

د ښاغلی اکبر کرگر په ناول د “ غويی هډوکي” نه مسلکي تبصيره کوم او نه زه ډا ډول تبصيره کولاي شم. زه به هغه څه وليکم چي ما له دي ناوله زده کړي دي.  دا ناول د يوځل په ځای په څو ځله لوستلو ارزي.  دا ليکنه په افغانستان کي د يوه دوران، کوم چي هره لحظه يي تراژيدي وه، په کوم کي چي زور په ايديولوژي او ايديولوژي په زور تکيه کوله  اوکوم چي د روان ناورين پيل بلل کيږي يو شمير زړه بوگنونکي په وينو ليکل شوي پيښي بيانوي.

د ښاغلی کرگر ليکنه په افغانستان کي د يوې واکمني هڅي بيانوي، کوم چي غواړي ټول د دوي په شان شي او هغوي،  چي د دوي په شان نه دي او يا هم د بل ډول فکر او انديښني خاوندان دي بايد ورسره انقلابي چلند وشي، له مخي لري شي او ورک شي.
هو! ټول هغوي، روشنفکر، تجار، دکاندار، ښوونکی، شاگرد،  مامور، افسر ، جنرال، ملا، نداف، ژورناست، ليکوال، هنرمند... ، چي د بل ډول فکرخاوندان دي. 

د ښاغلی کرگر ليکنه په افغانستان د يوه حالت واکمني بيانوي، په کوم کي چي هيڅوک مصؤن نه دي او هيڅوک نه پوهيږي چي د شپي او يا سبا به څه ورسره کېږې-“ فکر کوم زه در نه ولاړ شم”. ددي حالت په واکمني کي انسانانو په سبا  او راتلونکي باور بايللی دي او په تيره بيا هغوي چي په “ ميلمستون”  کي دي هره شپه د “ ميلمه پال” د راتگ انتظار باسي چي د مرگ په لور يي لارښوونه وکړي- “ کامل کاکا هر مازديگر سپين کالې اغوندي”ږ

دا ليکنه راښيي چي د يو شان کولو په واکمني کي انسان، انساني ارزښتونه څومره بي مفهومه کېږې.  همدارنگه په دا ډول واکمنيو کي د انسان را نيول،  بندي کول ، شکنجه ورکول او ژوند ور څخه اخستل څومره اسانه او جنايت او خيانت څومره ساده کېږې او ټول هغوي چي د واکمنو په شان نه دي جنايت کونکي او خاينان دي.  په افغانستان کي يو په بل پسي لويي انساني غميزې له پخوا څخه د جوړ شويو اصولو په اساس د يو شان کولو د هڅو پايلې دي.

د ښاغلی کرگر ليکنه په “ ميلمستون” کي د ميلمنو په سر د “ ميلمه پال” د ځوړندې تورې تر څنگ د هغوي په سرونو په ټولنه کي د انسان ځورونکو واکمنو دودونو او اصولو ځوړنده  توره هم يادوي- “ د موږ دخلکو ډير بد دستورونه دي. ديوې ښځې چي شپز مياشتي ميړه لادرکه وي، ژوندی مړی يي مالوم نه وي هغوي پري شريعت تطبيق کوي...”


په دي ليکنه کي د چا په ځای په چلندونو او رفتارونو تکيه کېږي او په راتلونکي کي د دا ډول چلندونو او رفتارونو د مخنيوی په منظور ضروري دي چي د چا په ځای ولې ته ځواب ورکړل شي او ددي ليکني په ويلوسره له ويونکو، په تيره بيا له ځوانو ويونکو سره هرومرو دا پوښتنې پيدا کېږې:

- ولې داسي کيدل؟

- څه شی اوکومو اصولو دي ډول چلندونو او رفتارونو ته قانونيت ورکاوه؟