25.12.2018

سليم شاه

د لندن ادبی بهیر او د اکبر کرګر د دو تازه کتابونو مخکتنه

نن دليکوال او څيړونکي اکبر کرګر  ددوه چاپ شويو کتابونو  دمخ کتنې غونډه  وه .  دا غونډه هم  کاروان رستورانت کېجوړه شوې وه . خو مخکې له دې  چې دغونډې اصلي  موضوع او په دغو ددووتازه چاپ اثارود غونډې د برخه والو تبصرې درته را نکل کړم دتېر په څېر درته دملګرو اوانډيوالانو  انديښني  منعکسوم .

ملګرې او دغونډي ګډون وال چې  له ورځني کاره ستړې ستومانه وو  يو يو را ننووځي  او  دکډوالۍاو له وطنه دليرې والي نوستالژيا يې په څيرو کې له ورايه بريښي. دوې ستړې وي . خو هر يو په دې شکر باسي چې دهيواد دمال ومتاع په چور اوچپاول کې  ونډه نه لري. اوپه هغوټوپکوالو او تنظیواکو لعنت وايي چې په کابل را ننوتل اوان دامان الله خان غازې تر موټره پورې يې  خپلو کورونو ان پنجشير ته وزغلول .  دوى ته ان  د جګړو په مهال  دهغوي مشر٬٬  ددو روز پى درپى  په فيلم کې وايي  چې چيزي کې مال است  بحيث غنيمت تصاحب  و در بين خود تقسيم کنيد٫٫ .

 دغه پنبه قهرمانان  چې  هيواد يې چور اولوټ کړ . اوس دخپلو شرمونو کارنامې دخلکو دمخونو او کرکو په هيندارو کې ويني.

خو ياران چې نن سبا يې له تلويزيونو نه څه اورېدلي وي  يو له بله سره شريکوي .  دوى هر يو چې ليده شي جسمي حضور يې په رستورانت کې دي  خو ذهني حضور يې زرګونه مايله وړاندې په خپل هيواد افغانستان کي دي.

يو کاواکه  ملګري سم دواره بحث را واچاوه  او په څنګ کې يې له بل انډيوال نه پوښتنه وکړه  چې د حکمت ګل خبره خو دې واوريده چې څه يې ويلي دي؟   هغه پرې را غبرګه کړه چې جانى  خو هره ورځ يو ګل ته اوبه ورکوي  ته يې ووايه چې څه يې ويلي دي؟

هغه په ځواب کې وويل  چې حکمت ګل ويلي چې که په ټاکنو کې تقلب  نه واى شوى  زموږ ګوند په سلو کې ديرش څوکۍ ګټلي . نو اوس ورکه کلي . يا رلکه چې په خلکو هم دخپل ځان ګومان کوي.  خو زه وايم  دې بايد پوه شي  چې دتاريخ حافظه   ديار حافظه نه ده  چې هر څه ترې په پنسل پاک پاک شي ،اوخلک هم دومره احمق نه دي  چې خپله دځوانې او زلميتوب کار روايي يې هيره شي  اوهيڅ څوک او س دلنګوټي ،څادر او ږيري سره دخلکو په سترګو کې ورننوتى نه شي .

ملګري خبرلوڅ  زياته کړه چې : دخلکو په تېره دکابل  دښاريانو هغه د۱۹۹۳ او۱۹۹۴ کلونو ناتار او  دوينو سيلا ب هير نه دى . له ضیا الحق سره ستا دکنفدراسیون  مسا له او وعده  لا دافغانستان دخلکو هيره نه ده  چې غوښتل دې افغانستان  ورته دپنځمې صوبې په توګه ډالۍ کړې . او تر اوسه ېې په حافظه کې دجنرال حميد ګل دا خبره پاتې ده چى ويل یي حقاني او حکمتيار  با اعتباره پاکستانيان دي. شرم دى ددې دولت له پاره چې تاته يې جاګير اومستمري معاش حواله کړ . جريبونه ځمکه کور يې درکړ .

تاسې دپنجاب مزدور ياست . ورشه د کاکا ضياءلحق او جنرال فضل حق او حميد ګل په قبرونوکې مجاوري وکه ستا ددي شهيدانو له ملکه سره څه دي؟

خو تاسې ملامت نه ياست . هاغه دنغمي بې بې سندره ده  چې يار همدا کوي همدا .عجبه زمانه ده. هم داسلام مدافع ځان بولي خو داسلام ددفاع له پاره له اسرايلو باج اخلي.

په همدې ګيرودار کې غونډه لا نه و ه پيل شوې چې يو بل اشنا راننووت اوسملاسي يې وويل تاسې خو داسې غلي ياست لکه دسولي دشورا غړې .

اخوا ته مخامخ ملګري ته خداى موقع ورکړه. سملاسي يې وويل چې داشرف غني صيب دې هم په پير رحمت وي  . هغه کسان يې دسولي پر اخور وتړل چې اصلن دسولي دوښمنان دي ،هغه په دې ډول خلکو ته هم ښايي   هغوي چې دسولي  دشورا خانک ته ناست دي همدوى دې چې دمړيو  پر سر جګړه کوي . د دې شورا نوم هم بايد واوړي دجګړې شورا شي  ، دا ځکه چې کله ناکله دا عنوانونه  اوسر ليکونه هم اپوټه وي.

داولياوء په کراماتو کې شک  شرک دى . که اشرف غني ولي نه دى نو خالي هم نه دى .يو وخت يو  ارزان بيه شخص  چې له څوکۍ ليرې شو  هر ستيژ ته چې به برابر شو  نو ويل به يې  چې:٬٬ اشرف غني ! به اين ره که تو ميروې به ترکستان است٬٬ . اوس هماغه دا يراني دالرو خزانه دار ( ارزان بيه صيب) دسولي دشورا منشي ټيکه دار شو .  او دشيبر په غاښې   چې ترکستان ته روان دى  ډنډه پنج په شا  ستمي کوي . څوک نشته چې ورته ووايي هلکه په دې وطن کې خو ارزښتونه وو ، فرهنګ وو . ځوانمردي وه . کاکه ګي اوعياري وه . اخلاق وو  اواخلاقي معيارونه  هغه څه شول .؟

***

دشپي اوه بجې کيدونکي وي چې دغونډې سوسولوف يعني سوله مل صيب شينوارى چې زموږ ددې ټولني ددماغ اکبر حيثيت لري   ورو ميز ته ټک ورکړ .ويل ېې راځئ  چې دخولا ى په نامه   دا غونډه په منډه کړو . اوتاسو لکه چې خبر ياست  اوپه ديوال باندې هم يو انځور يا عکس ويني  دليکوال او څيړونکي اکبر کرګر په دوه چاپ شويو اثارو غونډه او مخکتنه ده. يعني داستاني کليات او بل کيسه تېر مهال اوټولنيز نا خبري شعور . نو ددې کتاب له پاره زه هيله لرم چې غونډه به زموږ ځوان ملګری چې  اوس  په دې غونډه کې ددماغ اصغر حيثيت لري سيد عبدالله نظامي صيب پر مخ بوځي .

دغونډې په پيل کې سم دواره  دافغانستان دادبياتو  طلايي استعداد  عبدالغفور ليوال په ليکه شو  اوداکبر کرګر داثارو دمحتوا يا دونه يې وکړه . يو څو مهم ټکي يې په دې عباراتو څرګند کړل :

زموز دپښتو ادبياتو دمنځنۍ دورې  ادبي اوعرفاني څيړني په   زړه شيوه اوميتود  تر سره کيږي  خو په واقعيت کې  دا ادبيات له نورو پوهنو  لکه فلسفه ،عرفان  ، ټولنپوهنه  ارواح پوهنه  اووګړ پوهني سره ډېري نيږدي اوپيچلي اړيکي لري  اوله بده مرغه په افغانستان کې په  پښتو ادبياتو کې دې مسالي ته  پام نه دى شوي . خو له نيکه مرغه په افغانستان کې هغه کسان دګوتو په شمير دې  چې  يو په کې هم کرګر صيب دى  چې دادبي اثارو په څيړلو کې دټولو پوهنو په سيوري  کي شننې اوڅيړني کوي  . زه ډېر خوشاله يم چې زموږد يو مطرح څيړونکی او ديو حقدار ليکوال  اکبر کرګر  داثارو د مخ کتني له پاره را ټول شوي ياست او دهغه داثاارو نمانځنه کوی .

ليوال صيب په پاى کې کرګر ته دلا برياوو غوښتنه وکړه .  وروسته نظامي صيب  له ښاغلي افضل ټکور نه وغوښتل چې خپلې خبري وکړي .

افضل ټکور وويل :

کيسه،تير مهال او ټولنيز نا خو اګاه. دا دپښتو ژبى دحقدارليکوال ،کيسه ليکوونکى او څيړونکي ښاغلى اکبر کرګردهغه اثرنوم دى چى په دى وروستيو کى چاپ او خپور شوى دى. زما په اند دموضوع له پلوه داپه پښتوژبه کې لومړنى اثر دى چى کرګرصاحب ليکلى دى. کيسى او اسطورى، کيسه او بشريت، دکيسو اسطوروى اړخونه، اسطوره او ادبيات،په رومان کى داسطوره اى کيسو پيلامه، عرفانى اوفلسفى داستانونه دا اوداسى نورى په لسګونو پوښتنى دى چى ليکوال ېې د ځوابولو هڅه کړى ده. په دغه اثر کى څوټکى دزياتى يادونى او ستاينى وړدى. لومړى کرګرصاحب هڅه کړى چى هغى پوښتنى ته ځواب ووايى چى پښتانه اسطوره نه لرى ياپه پښتو کى اسطوره اى کيسى نشته. بل ټکى دا دى چى کرګرصاحب په دغه اثرکې دکيسو دپيدايښت ،ودى او ځانګړتياو په اړه مفصلى خبرى کړى دى. داډول په دغه اثر کى بل څه چى دلوستونکو له پاره ډير په زړه پورى دى هغه دپښتو دفولکلو ريکو کيسوڅيړنه او شننه ده. داډول په دغه اثرکى دځينو نړيوالوافسانو چى دمعاصرو کيسو په وده او پرمختګ ېې زيات اغيزښندلى بيلګې راغلي دي:لکه( دکاليداس شکونتلا) داستان، د(شکسپيرهلمت) ډرامه، دګويته د(فاوست ننداره) د(عابدبرصيصا) داستان، دسلمان رشدى (شرم) د(بلخ دشهزاده ابراهيم ادهم) او د(بودا) داسطورى مقايسوى څيړنه يادولى شو. ښاغلى کرګرصاحب يو دهغو پښتو ژبو ليکوالو څخه دى چى په عرفان، فلسفه اوروانى مسايلو کى زياته مطالعه او ځانګړى صلاحيت لرى. زه ده ته ددغه لوى او ګټور اثر دخپريدو مبارکى وايم اوهغه دخوشال خټک دعا ده ته هم کوم چى ويلى يى وه.

خدايه دومره عمر ورکړى په دنيا کى +چى کاږه کارونه سم کاندى خوشال

 اوږد نيکمرغه  ژونداو برى ورته غواړم.

له افضل ټکور وروسته  شاعر  نظيف الله تکل خپلې خبرې دکرګر په نوښتونو  را ټولي کړي او   په مفصله توګه يې دکرګر په څيړنو اوکيسو کې دابتکار اونوښت په باب خبري وکړي . هغه دا اثار هم دده د نورو څیړنو او هستونو په څیر له نوښته ډک وبلل . .

عبدالله نظامي   له ځوان سياست پوه  ښاغلي عبدالله مياخيل نه  غوښتنه وکړه چې  دکرګر په اثار وخپلې خبري وکړې. .

هغه وويل  څه موده تر مخه مې دکرګر صيب دغوايي هډوکي  يو ناول  ولوست   غواړم په دې هکله يو څه ووايم :

 

د غويي هډوکې دکیسه لیکوال ، د فلسفي او داستاني اثارو څیړونکي د روښان پیژندنې په برخه کې د فلسفي اثارو لرونکي د نوښتګر استاد اکبر کرګر ناول دی چې په یوسل او شپږویشتو مخونو دانش خپروندوېې ټولنې چاپ کړی.

زما غوندې دیو بې وسه شخص لپاره دا ډیره ستونزمنه ده چې ددرانه استاد اکبر کرګر په کتاب تبصره وکړم ، خو غواړم هغه څه چې ما ولوستل او پرې پوه شوم خپل نظر تاسې درنو مشرانو او د ادب له خاوندانو سره شریک کړم.

استاد شپون دې خدای غرق رحمت کړي هغه به ویل چې زه کتاب ددې لپاره نه لولم چې فلاني ملک الشعرا یا فلاني خان دی زه یې ددې لپاره لولم چې څه شی په کې نوي دي او له ښه شامته چې پدې ناول کې هم هغه څه ما پیدا کړ چې دهیواد د تیر تاریخ برخه ده.

ما تردې ناول وړاندې ډیر نور ناولونه او داستاني کیسې هم لوستې خو د مصطفی سالک پاتې شه باران دی او د درانه استاد کرګر دغويي هډوکې یو خاص جذابیت لري چې لوستونکی نه پریږدي چې لاړ شي او دې ته یې هڅوي چې باید ويي لولي چې نور څه پیښیږي.

دغه اثر په یو خاص سبک لیکل شوی زه د سیاست او نړیوالې اړیکو د یو زده کوونکي په توګه چې د نړیوالې اړیکو د تیورې په نوم یو مضمون لولو، ماته دا اثر تقریبا جادویې ریالیزم ته ورته ښکاره شو.

لیکوال د افغانستان دمعاصر تاریخ د تراژیدۍ د مهال د یو افغان مامور کیسه په خورا ظریفو او ساده ټکو پیل کړی.

په کتاب کې تر ډیره کلیوالې او لنډې جملې لیکل شوي چې د لوستونکي په توګه مالپاره خورا په زړه پورې او نه ستړي کوونکي دي.

استاد کرګر خپله سندره ده ، ژبه ده او سمبولونه يې هم خپل دي پدې ناول کې دهغه مهال د واکمنۍ او د بندیانو سره د شوي دکیدونکي چلند او د افغان مسلکي کدرونو د وژولو ، ربړولو او توهینولو کیسه په خورا میړانه لیکلې، دا هرچا لپاره اسانه خبره نه ده چې د خپل حکومت او همفکره ملګرو بد ته بد ووايي.

پدې ناول کې ډیری داسې عجیبې خبرې هم شوي چې زمونږ په ټولنه کې عیب ګڼل کیږي که څه هم تصور داسې دی چې په سخته او بده ورځ کې څوک له چا د ښو توقع نه شی کولای خو دلته د افغاني کولتور او عنعات تر ډیره په پام کې نیول شوي او ښه بیلګه یې دیو کرکټر کیسه ده چې ورته کلچې او ګرمې ډوډۍ راتللای خو نوموړي چاته ست او سلا نه کاوه ،په رښتیا هم دا چاره زمونږ په ټولنه کې یو ډول ننګ ګڼل کیږي.

استاد کرګر د کرکټرونو انتخاب خورا په زړه پورې کړې کله چې د واقعیتونو باره کې فکر کوي نو دخپل روان ساحه او په روانې حالت کې هم یوخواته ځي او له خپل روان سره مشغول وي یعني هرڅه چې کیږي تا په فکر کې اچوي او له ځان سره مو بیايي چې دغه چاره ډیر کم لیکوال په پام کې نیسي او یاهم ورته پام کوي.

په هرصورت استاد خورا په ماهرانه ډول ډیر ښه کرکټرونه کارولي او داسې په استقلالیت یې دا ناول لیکلی، که وویل شي دا یو ډول تاریخي واقعیت دی هم مبالغه به نه وي.

تر ټولو مهمه برخه پدې ناول کې داده چې کله کرکټر له زندانه راوځې نو دا زندان نه یوازې چې نه ورانیږي ، نه یې دروازه بیرته کیږي بلکې زندان لا پراخیږي، زما شخصي برداشت دادی چې وطن په لوی زندان بدل شوی او دلیل یې هم ښايې دا وي د انسان او دشخص فردي ازادي تر پوښتنې لاندې ده.

زه د ځوان نسل څخه یوه غوښتنه لرم هغه دا چې مطالعه وکړي او کوښښ دې وکړي داسې کتابونه دې مطالعه کړي چې تاریخي واقعیتونو او له مبالغې عاري وي او د درانه استاد کرګر دغه اثر یې بهترین مثال دی چې تر ډیره په حقایقو ولاړه ده او هڅه شوې هر هغه څه چې داستاد په وینا په میلمستون (زندان) کې له بندیانو سره کیدل د انسان حقوق او حیثیت ته په کې زیان رسیده.

زه ګران استاد اکبر ګرکر ته ددې بریالي اثر او تازه چاپ شویو اثارو مبارکي ورکوم او د لوی خدای له دربار څخه ورته په ګانده کې د ورته ارزښتمنو اثارو دلیکولو توفیق غواړم .

غونډه چې  دعبدالله نظامي له خوا پر مخ وړل کيده .  سليم حيات ته وار ورکړل شو . هغه وويل :

له ډېره وخته راهيسي دکرګر  صيب کيسي لولم . دکر ګر صيب کيسي دپښتو دنورو ليکوالو له کيسو نه جلا دي . دده په کيسو کې روحي اونفسياتي اوفلسفي حالات  زيات جوت دى . همد امسايل په پښتو کيسو کې لږ دي.

دکرګر کيسي يو لړ ځانګړني لري . يوه ځانګړنه يې داده چې  کيسې ېې پيچلي دي . په دې مانا چې هغه داردو ژبي اصطلاح ده چې کرګر يې هر للو اوپنجو ته نه ليکي   بلکي داهل قلم له پاره ېې ليکي . دې ېې د هغه خلکو له پاره ليکي  چې په دقت سره پرې پوهيږي   اوددې هم پروا نه کوي چې که څوک پري پوه نه شول   ورته مهمه نه ده .

زه اوس په دي نظر يم چې کيسه بايد خپل ستندرد اومعيار ولري . نو ځکه زه هم وايم  کيسه چې لوړ اوعالي مسايل مطرح کوي   هغه  بايد پيچلي وي  اودکوڅي اودبازار خبري خو په رپوټونو کې هم کيږي .

دکرګر صيب دکيسو کرکترونه لالهانده دي . هغه  هڅه کوي چې خپل ځاى پيدا کړي  کرکترونه يې هم جلا ځانګړني لري .

 دکرګر دکيسو بله برخه سمبولونه دي  ژبه يې سمبوليکه انداز کي پر مخ ځي . بله برخه يې انځوريز ى کيسي دي . زه دده په درې کيسو تمرکز کوم اووايم چې که نور هيڅ ونه ليکي همدا کيسي يي دخپل دوران ارمان او حالات راتلونکو ته ليږدوي . يوه کيسه يې له تورتمه روايت دى . بله يې خپه ارواوې اوبله يې  زما دکلي له اسمانه ليرې.  دا درې کيسي ډىرې خبري لري .

زه خو وايم چې که زه اشرف غني واې ما دتورتمه روايت کيسه ايوارد باندي نازوله خو .  له تورتمه روايت کيسه  اونورو کې فلش بک اوانځورونه په حرکت کي دي . هلته مسايل دراوي په رواني دونيا کې ګرځي اوکله نا کله دځمکي پر مخ حضور پيدا کوي .  همدارنګه په خپه ارواوي کيسه کې  په  ستنې پورې تړلي چرګه اوپه بچو باندې وزرې  اچول او هم دارنګه  د دالان په بر سر کې  کونډه مور  اودلور  نهيلو ته دپلار په باب تسلي ورکول په ډېره  هنرمندانه توګه انځور شوي دي  چې ز ه ورته مبارکي وايم .

له سلیم حیات وروسته لیکوال او شاعر دستګیرنایل هم د کرګراو دده د هستونو او څیړنو عمومی یادونه وکړه او هغه ېې هڅاند او نوښتګر لیکوال او څیړونکی ونوماوه .

د مخکتنې وروستی وینا وال سوله مل وو: سوله مل د لیکوال په دواړو اثارو په لنډو وغږید :

هغه وویل : چې کرګر د خپل سبک لیکوال دی او لارېې له هر چا جدا ده . هغه د کلاسیک او نوی رایجو فورمونو ټولې تجربې خپلې کړی دی او هیڅ داسې کیسه ایز فورم به ونه مومی چې ده دی نه وی کارولی . د کیسو د فورمونو د تعدد تر څنګ یی د مضا مینو کثرت هم د کیسو بل امتیاز او ځا نګړتیا ده . هغه د کرګر د شا عرانه نثر بیلګې هم یا دې کړې .

 تاریخ بله موضوع وه چې سوله مل د کرګر د کیسو صفت وګا ڼه او دی ېې په دې برخه کې د پښتو کیسې بې جوړې لیکوال وونوماوه.

فلسفه ، ارواپوهنه او اسطوره د کر ګر د کیسو بله ا و عمده برخه وه چې سوله مل یی یادونه وکړه .

هغه ېې فلسفی لیکوال وباله . او ددده دهغو کیسو بیلګې یی یادی کړې چې د ګڼو معاصرو فلسفی او عرفانی مکتبونو ېې الهام اخیستی دی . لکه دده د جهنم دی هر انسان دبل انسان ،حلاجی ،لکه غڼه پخپل جال کې او نورې  کیسې .

هغه د هغه ځنې کیسې دپښتي ژوند او کلیوالي منا سباتو هنداره وګڼله او د کیسو دا او نورې برخې یی د تاریخ او اتنوګرافۍ ښه مواد وګڼل چې ددې برخې لوستونکي ترې پوره ګټه اخیستی شي.

سوله مل ددده په بل اثر: کیسه ،تیرمهال او ټولنیزه نا خبری باندې هم په تفصیل وغږید . هغه وویل چې په دې مو ضوع نه یوازې په پښتو کې تر اوسه چا کوم څه نه دی لیکلی . د افغانستان ددری ژبو د لیکوالو او څیړونکو داسې اثر هم نه دی ورمعلوم . هغه وویل له دغه اثر پرته نا شونی ده که څوک د معاصرې کیسې روح ته ورننوځی او یا د معاصر ادبی جریان په ما هیت او اهمیت پوه شي.

سوله مل په کتا بونو له تبصرې سره یو ځای کر ګر ته څو پوښتنې هم مخې ته کیښودې :

: 1د داستان لیکنې د مخه ېې د چا داستا نونه لوستلی وو؟

: 2په خوب کې ېې هم کله داستان لیکلی دی؟

: 3د خپلو لومړنیو داستانونو په باب څه وايي؟

: 4د روسانو د یرغل او د ددغې دورې د واکمنۍ د استبداد په باب ېې هنری انځورنه ولې تته ده؟

چې لیکوال پخپل وار کوټلی ځوابونه ورکړل.