28.03.2019

جنید شریف

جار دې  شم جارچي

جارچي ته وایه جار وهه

پاچا لیونی نه دی

پاچا په  بنګړیواله مین شوی

له  سره ورته تیر دی

دربار ور څخه  پاتی له شوګیره  سرګردان دی

جهان هم ترینه  هیر دی او خپل ځان هم ترینه  هیر دی  

ملا  وایی فاسق دی

صوفی وایی عاشق دی

حکیم وایی :څلویښت ورځی څلویښت شپی یی

کینوی تیاره کې

پیغلوټه بنګړیواله وایی

جار دی شم جارچي

د ښار خلک خبر که

پاچا په ما مین دی ماتیی راولی په بېړه

چی زه سترګی ور واړوم

په سد کی به راځي

***

پا چا له ښاره لیری  

روان وو د زاړه اشنا دیدن ته

سړک په غاړه دوه میرمنې

سپکې سپورې وایی

د مور و لور  دعوا ده

محشر دی شور ماشور دی

--پیسی دی ولی را نه وړی؟

ما سل ځله ویلی چی پیسې به ما ته راوړې

پیسې به ماته راوړې

ته لاړه شوې بازار ته او کجل دې ځان ته واخیست

لونګ دې ځانته واخیست

--ته کونډه یی زړه یی

زه پیغله یم ښایسته یم

کجل راته  ښه ایسی، بنګړي را ته ښه ایسي

پرون می اوړه واخیستل

نو نن د لونګ وار وو

پاچا وایی دا شخړه مه کوئ

پیسې به درته زه  درکړم

پیغلوټې  بنګړیوالې  

بیا خپلې مورته و کتل

پیغور یی د بڼو لاندی ورتیر کړ

دوهم ځل یی پاچا ته وکتل

نو  داواری موسکۍ شوه

زر زر یی اوښکې پاکې کړې

سپیره  مخ یی ایرو شانته ځپلی

دوه سترګی غټې غټې  حبشي

ویښته یی درمندونه په اوږو باندی خواره

په خیال په متانت  کې مخامخ ودریدله

چې هیر دې نه شي خانه

زه دا دنګه ونه هم لرم     

پاچا په ټټر ولګید

زخمي شو زړه یی بایلود

--وزیر صاحب

دا دوه میرمنی غواړي چی ماڼۍ ته لاړې شی

بګۍ ورته چمتو کړئ

***

ماڼۍ ته چی را ستون شو  

زلمی پاچا مشرانو را چاپیر کړ

تر اوسه که پوی نه وو نو اوس پوی شو

پاچا به دولمتن وی

پاچا به زورور وی

د نورو خلکو واک به ورسره وی

خو خپل واک یی د بل دی

ټولواک دی خپلواک نه دی

-که بله ښځه غواړی

اصیله ښایسته جلۍ  به مونږ درته پیدا کړو

پاچا له  مسلي(۱)سره خپلوي کولای نه شی

پاچا وایی که زه ستاسو پاچا یم

نو زما خوښه همدا ده

همدا جلۍ به وکړم

همدا ددی رضا ده، همدا زما رضا ده

مشران او درباریان سره یو لاس شول

پیغلوټه بنګړیواله یی بندۍ کړه

په ښار کی آوازه شوه

پاچا لیونی شوی! پاچا لیونی شوی!

  ***

جارچی ته وایه  جارووهه

پاچا لیونی نه دی

خپل تخت یی خپل تربور ته وربخښلی

خطونه یی دوو ښځو ته ورکړی

پخپله ی بنګړیواله نکاح کړی ده

اوس تللی بخارا ته

څوک خوښ په امارت دی د اورنګ  

څوک ویاړی د لونګو په فرهنګ  

                                        پاى

۱۔مسلي : يو اتنيک ګروپ دى چې زياتره دجټانو  سره تړاو لري . خوشال بابا وايي :

نه خوشحال واى نه خټک واى نه خاني  واى

چج په لاس تورمسلي واى خو ځواني واى