د سليم شاه رپوټ  

د ۲۰۱۹ کال د جنوري ۲۶ نيټه

د عبدالغفور لیوال په ویاړ د لندن میشته فرهنګیانو غونډه

 

دا وار زموږ غونډه  دشاعر او څيړونکي عبدالغفور ليوال په وياړ  د لندن په زړه د اکسفور ستريت په يوه ودانۍ او يوه نااشنا ځاى کې جوړه شوه. ګډون کوونکي په پوره شوق او رغبت سره راغلي وو. هر چا  د خپلو ويلو له پاره  د ذهن او خيال جيبونه ډک کړي وو. کور دې ورته اباد وي چې امين باوري زموږ د ټولوخواخوږي يار ان له بلجيم بروکسل نه له يوې خولې خندا سره راغلي و او په غونډه کې يې ګډون وکړ .

يوه ګډون وال وويل : دا غونډه هم غنيمت دى ،  او د ليوال صيب برکت دى چې موږ دلته را ټول يو . هغه خپله خبره وغځوله ويل يې :

د اجمل يو شعر دى چې وايي : په زمانه يو څو غټان قابض دي +خدايه پر تا باندې مليان قابض دې  او په اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت باندې پيريان قابض دي .

غونډي د شپي د اوه بجو په شاوخوا کې پيل شوه : غونډه د ځوان شاعر او ليکوال سيد عبدالله نظامي له خوا پر مخ وړل کيده .

د هغه د انانس له مخې پروګرام په «ژوند ښکلي دى» سندره پيل شو : د سندرې د اوريدو په مهال ټول غلي او چوپ ول. يو د بل د ټټر اواز او د نفس ويستلو موزيک نه اورېده . شعر او اهنګ ټول له ځانه سره د افغانستان فضا ته يو وړل . هلته چې د اسمان له لمنې د هندوکش غرونه د کابل ګډه وډه ورشو بريښي  اوپښې ابلي بزګر په کې کرونده کوي ،  قلبه کوي  اوپه خپلې قلبې پسې د هله ژر شه اواز کوي . خو ژوند ښکلي دى . سنده اوري ؟!  خو دا پوښتنه هم د اوريدو ده  چې ايا رښتيا ژوند ښکلي دى ؟

وار داکتر مجاور احمد زيار ته ورکړل شو . نوموړي چې زموږ د اکاديميک نسل  له سر لارو نه دى خپلې خبرې داسې پیل کړې :

ليوال هغه څوک دى  چې په متود اوڅيړنه کې په معاصر رمز وراز پوه دى . ده وکړاى شول چې د اساطيرو په بستر نوى واقعيتونه زموږ مخې ته کيږدي .

له داکتر زيار نه وروسته اکبر کرګر خبرې وکړي .

کرګر په هيواد کې د ټولنيزو پوهنو  د څيړنو متود ته په اشارې وویل چې زموږ په هيواد کې څيړنې له دوديزو   متودونو له مخې پيل شوي دي خو کله چې نوى   اوپه نوره نړې کې د زده کړو لرونکي پوهان هيواد ته راغلل د څیړنو د نوو میتودونو کارونه پیل شوه چې په هغو کې د مرحوم حبيب االله تږي  ، مرحوم محمد صديق روهي ، خداى بخښلي بهاوالدين مجروح ، مرحوم داکتر حسن کاکړ  ،   او ښاغلي داکتر زيار نومونه اخيستي شو .زه په مشخصه توګه د زياراستاذ وروستى اثر  «پښتانه د ژبپوهني په رڼا کې» يادوم . د دوى د دې اثر له برکته  په پښتو څيړنو کې نوى ساه وغوړيده .

خو کله چې موږ  په دې لړ کې د ځوان کول څيړنې ګورو تر زياته حده په هماغه دوديز جال کې بند پاتي دي. دوي پښتو ادبيات اوس هم مجرد څيړي . نظم د نظم په چوکاټ  او شعر او کيسه د شعر او کيسې په  چوکاټ کې ګوري. د نورې دونيا د معاصرو علومو لکه ټولنپوهنه  او اروا پوهنه او فلسفه د دوې په اثار وکې  هيڅ نه ښکاري. له نيکه مرغه ما د ځوان  او د طلايي استعداد خاوند عبدالغفور ليوال ټول څيړنيز کارونه په غور لوستي دي.  د ده په اثارو کې د مدرنو او ميتوديکو څيړنو  ښه او په زړه پورې اغيزه شته . ليوال  که په شعر خبري کوي د انسان تحت الشعور او نا خبري شعور له ياده نه باسي . اسطوري او تاريخ ته پام ساتي . لرغوني فرهنګ او په هغه کې د فرديت  مساله  په پام کې نيسي . دا کار او دا لړۍ د هغه په ټولو اثارو کې تر سترګو کېږي . همدا علت دى چې د هغه اثارو ته يې يو معياري او نړيوال  خصلت ورکړې دى.

که مشخص وګړيږو ، د هغه اروايي ښامار اثر چې د فرويد  د ارواپوهني او د کارل ګوستاويونګ د ارواپوهنې په رڼا کې يې څيړلي خوندوره او په زړه پورې څيړنه ده. د چا خبره د سړې زړه پرې اوبه څښې چې تر پاېه يې ولولي .

همدا راز د هغه بل اثر  د اسطورو څيړنه په ادبياتو کې تر اوسه په پښتو ادبياتو کې يو  يواځينى اثر دى . هغه د لومړي ځل له پاره په ميتوديک ډول  اسطوره په پښتو فلکلوريک ادب او هم د معاصرو اسطورو مثالونه راپيژني . دا کار درويش دراني صيب هم کړې دې خو که مبالغه ونه کړم . د ليوال کار ځانګړې خوند په دې کې لري چې زوايد په کې نشته بلکې مشخص په ادبياتو کې په اسطوره او د اسطورو په ارزښت ګړېدلي دي . کار يې ميتوديک خصلت لري ،  يوې او بلي خواته نه ځي بلکې  مشخص موضوعاتي خط تعقيبوي.

را ځو  د ليوال بل شاهکار ته او هغه پنځه منظومي دي ،  چې قدرمن اولسمشر  داکتر اشرف غني د هغو اهميت ته پام کړى دې  او دا  اثر يي  دپښتو ادب په تاريخ کې  د عطف ټکي بللي او د چاپ لارښوونه يې کړي . موږ په ادبياتو کې ښه يو خروار نظمونه او په خروارو شعرونه او داستانونه لرو خو دا بيا د اصيلو  لنډيو ځاى نه شي ډکولي ، او بل دا منظومې دې  چې د يوه اولس د روح او روان  د کروندې حيثيت لري . نو که موږ خپل اولس پيژندل غواړو ،  په تاريخ او فرهنګ بر سيره د دې  اولس اساطيرو ته هم بايد مخ واړوو ،  او هغه را وسپړو ،  چې دا کار ليوال په ډير ښه شان  کړى دى .

زه په خپل وار ليوال ته ددې سترو کارونو مبارکي وايم ، زه په وړيا او ارزانه توګه ده ته د طلايي استعداد خاوند نه وايم  د ده دټولو خبرو سره موافق يم خو له يوې سره په شخړه کې يم او هغه دا چې : ايا ژوند ښکلى دى ؟  او دا زما ذهني پوښتنه ده .

له اکبر کرګر نه وروسته  وار افضل ټکور شاعر ته ورکړل شو :

د ښاغلى ليوال د اوساش اوارشاک منظومه. ارواښاد استاد رشاد وايى «لیوال يو رمزنګار شاعردى» رمزنکارى يا سيمبوليزم يو ځانګړى اسلوب او يوه ځانګړتيا ده. او ښاغلى ليوال صاحب دغه ځانګړتيا لرى. د هغه پنځه منظومى ټولي ډيرى ښکلى او په زړه پورى خوزه دلته يوازى د هغه په يوه منظومه چى اوساش او ارشاک نوميږى څو لنډې خبرى کوم چى په مرکزى افغانستان کاپيسا او باګرام کى تيره شوى ده. په دغه منظومه کى اوساش د حسن مينى ،  وفا او انسانيت سمبول او ارشاک د ميړانى سرښندنى او وطنپرستى سمبول. زما په اند ډیر شیان دغه منظومه کى د ډيرى ستاينى او يادونى وړ دى : اوساش او ارشاک دواړه ديوى جغرافي خو د مختلفو سيمو اوسيدونکى دى. لکه د دغى منظومى ژبه ښايسته او زه پښتون يم دا پوره شوه په دنيا کى يا جمال دى يا جلال په دى منظومى کى هم جمال شته او هم جلال ميړانه او قربانى. دا منظومه له دوه پلوه ښکلى او زړه وړونکى ده چى هم عشقى ده اوهم رزمى. زه ښاغلى ليوال صاحب د دغو منظوم د ليکلو او خپرولو مبارکى وايم او په دى هيله چى په راتلونکى کى دغه ډول منظومى د شعر او ادب مينه والوته وړاندى کړى.

سپين تڼي هم په خپل وار  سره د ليوال  دعدم تشدد په نظرياتو وګړيد  او همدا رنګه د يوې منظومې يوه برخه يې ديکليمه کړه .

 نظيف تکل هم لنډې او کوټلي با مانا خبر وکړې او د ليوال په شاعرى باندې تم شو .

خوښ يم چې د ليوال صيب د نننۍ درنې ستاينغونډې د خبرو يو ګډون وال يم او په اصطلاح د يوسف په خريدارانو کې حساب يم. له نيکه مرغه چې د ليوال صيب شاعري مې لوستې ده او هر ځل مې نوي څه ترې اخيستې دي. ليوال په خپلو ډيرو شعرونو کې د يو فرد په توګه څرګنديږي او د ټولنې بشپړ تصوير دې په مخ کې ږدي. د بر کلي صاحبزاده يم يو مې اس يوه شړۍ دا شعر د کليوال ژوندانه مکمل تصوير دی په يو پښتني کلي کې چې څه شته هغه ټول په دې شعر کې پيدا کيږي. دا د ليوال صيب د شاعرۍ لوي کمال دی چې هم ښاري لوستونکی او هم کليوال لوستونکی دواړه په کې په اسانه ځان مندلی شي. د ليوال صيب په شاعرۍ کې وطنپالنه افغان نشنلیزم او په ټوله کې شعري ادبيت په لوړه کچه شته. ما يې د سلطان له منظومې پر ته نورې ټولې منظومې هم لوستې دي او خوند مې ترې اخيستی دی ،  زه ورته د نوې چاپ شوې منظومې «سلطان» د چاپ مبارکي وايم او په چارو کې بری.

له تکل وروسته عبدالوکيل سوله مل هم په خپل وار سره  د ليوال په اثارو رڼا واچوله وې ويل :

 

هغه لیوال د یو نوښتګر لیکوال او ، شاعر او څیړونکي تر څنګ یو ښه مدیر ،  ټولتنیز فعال ،  سیاست پوه ونوماوه . هغه د شاعر د ورستیو منظومو ټولګه یو نوښت او د تاریخ ، اساطیرو ، فلسفې ، روانپوهنې او عرفان ګډوله وګڼله او هغه یی په آزاد شعر کې د معاصر داستان یوه کامیابه نمونه یاده کړه . سوله مل وویل : که لیوال ډیر تمرکز په هستونه او ایجاد وکړي . کیدای شی اثار ېې د پښتو شعر او کیسې سیمه ایز او نړیوال لوستونکی ومومي ،

له بلجيم څخه راغلي او زموږ د بنډارونو خوږ ملګري امين باوري صيب وويل : په ليوال صيب کې رياليزم ، انسان پالنه  او ملت پالنه سره ګډ شوي دي . د هغه يو اثر کک او زرينه مې چې کله پيل کړه دومره خوږ اثر وو چې مجال مې ونه موند چې کښي ايږدم  بلکې تر پايه مې ولوست . د هغه په ياد اثر کې  کاکه ګي ، ځوانمردي ، انسانيت  اوزړورتوب موازي  اوغبرګ پر مخ ځي .

په پاې کې ليوال صيب ته وار ورکړل شو  چې  په خپلو خبرو غونډې ته د پاې ټکې کيږدي .

ليوال وويل : ما ته ستاسو لوريينه او پيروزوېنه په زړه پورې او له تصوره پورته ده . لومړې خو له تاسو ټولو نه زياته مننه کوم چې د وطن د يو خدمتګار په توګه مو ماته دومره قدر او اعزاز را کړ .

هغه په ژوند ښکلي دى ډېره ښه رڼا واچوله . د هغه رڼا د افغان له کړاوه ډک ژوند په متن کې وه . مهمه مساله دا ده چې انسان مهم دى . د علم او فرهنګ تاريخ را زده کوي  چې له يونان څخه تر وراخوا په لرغوني هند کې علومو کلي او ترکيبې ډول درلود . خو په يونان کې  دا ترکيب په جزيياتو بدل شو يعني علوم هر يو جلا جلا شو  او تخصصي بڼه يې خپله کړه . پوهني هره يو ه جلا جلا مسير تعقيب کړ خو په وروستيو پيړيو کې په بريطانيه کې دا  کامبينيشن يو وار بيا را جوړ شو . موږ د علومو له دغه بيلتون او پيوستون څخه نه يو خبر. په ادبياتو کې هم دا  ناخبري تر موږه را غځيدلې ده . بايد ووايو چې ادبيات هم له ډېرو شيانو سره شريک دي . اسطوره ، فلوکلور  ژبپوهنه ،  وګړ پونه  ادبياتو ته نوى روح ورکوي . زما په نظر هغه ادبي اثر چې  د انسان له رواني ځانګړنو په رڼا کې ونه څيړل شي . هغه اثر نه دى  ،د مثال په توګه  د ښځو په شخصيت کې د ارواپوهني له مخي  چې له يوې خوا ښځي خپله ښکلا پټوي  له بلي خوا ورته جلوه ورکوي  او ښکاره کوي  او دا کار يوازې د ارواپوهنيې په ړنا کې کيداى شي . نو ادبيات بايد د نوى نسل په زيار نوې مسير پرانيزي .

موږ څه غوارو  دا پوښتنه اړينه ده . د نړى تاريخ دا ښۍ چې هنر او ادبيات اوټول ارزښتونه په ټولنيز چال چلند اغيز کوي ادبيات بايد د ملت روح بدل کړي . حماسه دا ده چې د انسان روح کې بدلون راولي . دا مسير چې د انسان د وژنو خصلت بايد بدل کري په سياست نه کيږي . بلکې د هنر په وسيله کيږي .

ليوال ناستو ملګرو ته وويل : هغه امکانات چې تاسې لرې موږ يې نه لرو  زه په لويديځ کې د ژوند په بارونو او سختيو ښه خبر يم دلته ځوړندې ډوډئ نشته . خو موږ په خپل هيواد کې په فکرې قهقرا کې ژوند کوو . په عصر حجر کې يو . دا فکر بايد تاسې  را نوى کړئ .

همدارنګه په پاى کې داکتر وارث وزيرې د ټولو ليکوالو او شاعرانو نه مننه وکړه او د دوې له ګډون څخه  يې قدرداني  وکړه .

غونډه د ډوډى خوړلو وروسته پاى ته ورسيده .