رسیدن به آسمایی: 14.04.2009 ؛ نشر در آسمایی: 16.04.2009

م. ا. كرگر

 

د بلغاريا له سفر نه

 

 

 

د اسدالله اسد سره د څو ماښامونو

په تروږميو كې

 

له شلو كالو وروسته مې وليد . دا وار يې ږيره پر مخ نه وه . نور هم سپيره شوى وه . ډيره خندا هم نه وه ورپاتې . كله چې مې هغه له ځان څخه د لاري د ښودلو په پلمه مخ كې كړ . ومې ليدل چې اوس ورته هغه جگ قامت هم نه دى ورپاتى . په كړوپو و لو د «غزل شاه زلمى» زما تر مخه روان و . اوكله به يې مخ هم راواړاوه . هم دا خبره يې څو وارې تكرار وله . ځواني اوزلميتوب لاړ وختونو وخوړ . پر موږ عمر تير شو . اوس دادى زړيږو . زه دلته په دې ښار كې هيڅوك نه لرم. كېداى شي يوه ورځ زما مړى اوجسد هم بوى وكړي اوله اونيو وروسته زما گاونډى زما له بوېه په كړاو شي . ټك ټك وكړي اوچې ځواب وانه اوري نو بيا به پوليس را خبروي اوپه كومه كنده كې به مې گوزاروي . خو زه دومره هم له دې زمان څخه توقع نه لرم .

موږ په همدې خبرو خبرو كې دهغه كورته ورسيدو . دهغه پيشو راته ددروازې په مخ كې لكۍ وخوځوله . اوددروازې په بيرته كولو سره يې راته ښه راغلي وويلو .

په زړو كوچونو كښينا ستو اودخپلو كيسو په ويلو يې پيل وكړ . زړه به يې كله تنگ شو بيابه كښيناست . همدومره به يي وويل : واه سړيه ستا هغه مسته خندا څه شوه ولې داسې چوپ يې؟ . كېداى شي هغه ددې له پاره دا پوښتنه كړي وي چې يا خو به خپلو حيرانوونكو خبرو څخه پام بلې ته واړوي اويا دا چې خپلې خبرې ورته اوس چې زه يي په حيرت كې اچولى وم ٬عادي اومعمولي بريښيدي .

دا خبره يي څو څو وارې تكرار كړه . بس دا ښه ده چې اوس لاهم انسانان پاتي يو . نورې خبرې پريږده . له ماسره خو اوس هم دانسان مينه زما په بوده اوتانسته كې اڅڼتل شويده . نور نه پوهيږم .

ورته ومې ويل اسده ليونيه ولې دې خپله سرينده نه غږوي ٬

-له سريندې دي هدف څه دى ؟

- له سريندې مې هدف شعر دى .

- نو داسې ووايه چې شعر ووايه .

- خو همدا وايم چې وچې خبرې اوس خوند نه كوي . ژوند يو لوى پيټى دې ٬ چې هم يې زما اوږې كړوپي كړې اوله تا خو يې  «گوژپشت نتردام» جوړ كړى دى .

سمه خبره دې وكړه . خو كه دا زما قسمت چا ماته په گوتو راكړى واى ٬ ما به هم ورته په رڼا ورځ داسمان ستوري ورښوولي واى .

خو ښه ده چې په لاس دى درنه رغلو كه څنگه ؟

- نو اوس شعر ووايم ؟

- نو  «مهر »خو ستا زده نه دى.

.  «مهر »خو هغې ځوانيمرگې له ما هير كړ . اوبلكې ځان يې رانه هيركړ .

- نو ځكه خو دې دشعر چينه راوخوټيده كه څنگه ؟

- راخوټيدلي وه . خو دمهاجرت اوبې وطنۍ ژوند را ته بيا وچه كړه٬ اواوس ډير لږ شعر ليكم .

په هر صورت ستا د شعر ملكه هماغه وه چې ستاپه ذهن كښيناستله اوته يې شاعر كړې . اوگوره يوې بلې خبرې ته دې پام دى ؟

كومه خبره ؟

- يو وخت مې د مرحوم استاد علامه قيام الدين خادم يوكتاب چې  « نوې رڼا» نوميدله . ولوست . په هغه كتاب كې ستاسو دكلي يو شاعر چې سيد كمال نوميده په باب يوه مقاله راغلې ده . دا مقاله اودسيدكمال دژوند حال ډير په زړه پورې اودردوونكى دى . اودسيدكمال داشعر خو مې ډير زيات خوښيږي چې كوم سندرغاړي ويلى دى .

-كوم شعر :

زلفې دې په مخ كړې دام------ نيسې دهوا مرغان ٬

٬

خلاص به ترې نه نه شم ليلا تور اوربل دې جال دى ٬

ولې دا فرياد كوې ----- موړ به په ديدن شې ته

وخت خو گوره شته لا ډير چربانگ وخت دوصال دى

سپين مخ دې مهتاب دى شغلې يې پر هر لورې ځي ٬

سره نتكۍ دې سره لمبه ده سكروټه په كې لال دى ٬

نوم دې هوا جانه ده --- خلك دې ببو بولي

ستا ددر ملنگ پتنگ قسم چې سيد كمال دى .

***

هغه په كټ كټ وخندل . خپله پيشو چې په غيږ كې يې كښينولې وه ٬ لاس يې پرې تېر كړ وې ويل .

-خو ته له يوې خبرې خبر يې اوكه نه ؟

-نه! كومه خبره ؟

- زه به درته اوس يو راز ووايم . ته پوهيږي چې سيدكمال هم زموږ دكورنۍ پورې اړه لرله . اوهغه دببو جانې په مينه كې همداسي ستې پاتې شو . اوببو جانه پوهيږي . هغه يې پلار سيد كمال ته ورنه كړه . بلكې زما نيكه ته يې وركړه . اوهمدغه ببوجانه زموږ ادې وه .

ډير ښه اوس پوه شوم چې يو خو عشق اومينه هم ميراثي ده . شعر هم ارثي دى او دسيدكمال انتقام له تانه هم په ارثي توگه اخيستل شوى دى .

ټولو په گډه وخندل . اوبيا اسد دا غزلې وويلې :

 

د اسدالله اسد څو شعرونه :

جار دزړه له تلوسې نه ده رنگينه په ولجه كې

داسهار دې څنگه پريووت ماسپښينه په ولجه كې

ربه وگوره چې څه كا داشيطان دستا دځمكې

ورته پريوته بې قدره زما مينه په ولجه كې

ځو روان يو بې منزله په بيړۍ كې دنااهلو

چې دشپې په لاس كې زور دى ورځ ده سپينه په ولجه كې

اى زما دزړگي ياد ه اى زما په مينه ښاده

نن دچا په سينه ټال خورې لونگينه په ولجه كې

داسد ارمان به هلته لكه گل له خارو ووځي

كه زما دوطن پيغله شوه غمگينه په ولجه كې

۱۶--- ۱۲---۲۰۰۵

۲

ژوندون څه دى دعقل په سارا كې خپريده دي

ارام نه راوتنه په سودا كې خپريده دي

خزان نه جار چې راز دى درنگونو پسې ټكى

پسرلې خوږه وږمه ده په هوا كې خپريده دي ٠

ديار دڅڼو ټال كه غوړوي غوټۍ دگلو

زما وجود بس مينه ده ښكلا كې خپريده دي ٠

زما ارمان دمينې دسارا دليونيو

زما تنده ده وړانگه په دونيا كې خپريده دي ٠

۲۴—۱۱—۲۰۰۵

۳

گله زما زړه كه لوړ اوربل ته دجانان نه شوې

دود شولي لمبه شوى خو ټيټ پښو ته داسمان نه شوى

گوره مې نظر ته تږې تږى په سوچ پاتې شو

تاچې ايينه كې ځان ته وكتل حيران نه شوې

زما نو بس باور دسپين سهر دراتلو وشليدو

ته چې دځواني له كلو واوښتې انسان نه شوې

ماته يي درنه چې دې غزل ته قلم راكړلو

خير كه مې گينده ددې ريښكئ ريښكئ گريوان نه شوې ٠

دروند به دې دلبره هر انسان زړه ته ورښكته كړي

كله لكه ځگ چې داوبو په سر روان نه شوي ٠

پوه نه شوم په دې چې دى تيارو ته دپلار كلي كې

اى داسد اهه چې وږمه شولې توفان نه شوې ٠

۱۹—۹—۲۰۰۵ كال

خپل نه كړلو گل ياره قرار ديار دسترگو

پاتې چې له ځانه شوم په لار ديار دسترگو

جار دخپل احسانه چې بې ډاره ورته گوره

څنگه نيغه وخته په دار ديار دسترگو

شپو كې دې دزلفو يم روان اوږده كلونه

ژوند به راكړي بيا راته سهار ديار دسترگو

زه په هر قدم كې دوختونو غوليدلى

رانه غلو باور مې په اقرار ديار دسترگو

اوس كه ورته اه شې اوكه اوښكه زما مينې

لاړ اسد لمبه شو په انگار ديار دسترگو

۱۸-۳-۲۰۰۷

 

تيارو غيږ وركړه رڼا ته دسهار ستورى پريووځي

شپه په تورو غرمو تيره پروت نهار ستورى پريووځي

راغى گل زما انسان چې په ولجه كې دسرو زرو

له پامير اوهندوكش به داختيار ستورى پريووځې

چې سپرلي دروړل ځولۍ كې سره گلان زما دمينې

ياره ستا په سر كې زيب كا دگلزار ستورى پريووځي

بس اجل نيولى راغى ستړى باز زما دغرونو

چې ښكاري وركړى سيخ كې په انگار ستورى پريووځي

نن نه اور شوې نه لمبه شوې داسد زړگيه ولې

سوى اه مې غم لړلى چې ديار ستورى پريووځي

۱—۱—۲۰۰۷

 

داسد دنورو غزلو په هيله .