20.02.2016

نورمحمد غفوري

د لارې ملګري ته

 

مـــا خــبـر کــړې چې پــه لاره کې ســخــتي ده

ډیـر پیـچــومي شـــته پـاڼـونـــه کړنګي ده

 

لـه ځـنـــګلـونـو، لــوړو غــرونــو تــیـره شـوي

هــــر یـو ډک لـه درنـده وو نـه وحشي ده

 

خــپـل هـدف مې هــم واضـح درتــه اعـلان کـړ

ویــل مې ســخـته ده جـــګړه د تــرقــي ده

 

پــرمـخــــتګ او پـــــه شــاتـګ مـــــبارزه کــې

بس بـــریـا د پـرمخــتګ پــرې تـاریخي ده

 

دغــــه پــــوهــه او عــالي مــــهارت غــــواړي

پــــه مـعـیـن اصـــــل او نـظـم مـــــتکي ده

 

دا د څــــــو ورځـــــو مـنـزل نــه ده مـلګـــریــه

لار اوږده ده او اغــــــزنـــه صـحـرائي ده

 

پـه دې سـخــته او اوږده لاره ســــفــر تـــــــــــه

ضــرورت د ډیـــر قــــوت او انــــرژي ده

 

چې په دی لاره تـیرشـــوي کــــوم ځــوانان دي

یــا قــربان یا ئې صورت زخمي زخمي ده

 

د ســخـتـیـو قـــــربــانـیـو پـــــــــــه قــیمـت ده

ســـتـر سـفـر د انسانیـت او خـــوشبـختي ده

 

مــــوږ کـــفن په ســر تـــړلـــی دی روان یــو

یــا بــه مــرو یــا به نصیب مو پیروزي ده

 

لار کــــــه ډکـه لــــه سـخـتـیــو ده بـــاک نـشـته

مــقدسـه ده د ژوند خـــواســتـه  عــــیـني ده

 

د کارګــــــرو او دهـــــقـان د ارمــــانـــــونــــــو

بـلـــــه لار نـشــــــتــه هـمـــدا د کامـیابي ده

 

څــوک چـې مـــوږ ســره پــه لار مخالفت کړي

پــه جـــــریـان کې د تـــاریـخ ئی بـربادي ده

 

اوس که ځې راســـــره کلــک لاســــونه راکـړه

پښــیـمـانی او پـــه شــا تګ بــیا بی ننګی ده

 

پـــه جــرئت او مــــتانت چې څــوک قـــدم ږدي

پـه ســـنجش چې وړاندی ځي قــــهرماني ده

 

که ځــــان بـایــلو، نــــــو به ځان یـــوازې بایلو

کامــــیـابـي مـــو جــامــعې تــه ســوکالي ده

10.11.81