20.10.2016

عبدالقادرمسعود

د ادب او فرهنگ د سمندر مواج

د مرکی دوهمه برخه

۱۲ ــ پوښتنه : ستاسې پراند نظم یا شعر او نثر څه  توپیر لري؟ او دا راته ووایاست،  د خلکو په راویښولو او د ملي ولولو په راپارولو کې شعر زیات اغیز لري او که نثر؟ آیا تاسوهم نثرونه لیکلي دي اوکه نه؟

ځواب : نثر یوغیرمنظوم کلام دی چې ټول انسانان خپل ورځنې چارې پرې سمبا لوي او یو تر بله افهام او تفهیم ترسره کوي.

همدا شا ن په نثرلیکل شوي داستانونه  له تاریخي روایتو نه  نیولی ترلنډ و کیسواو ټول په علمي بیلو بیلو برخوکې څیړنیزکتا بونه چې د ټولنیز ژوند روښانه هنداره جوړوي، او له  برکته  یې ورځ  تر ورځې دا برخه لا بډایه  کیږي. اطهرپرویز(ا د بڅیړنه) چې ژباړنه یې څیړندوینه عاقله سادات ده داسې لیکي:

“شعر له احساساتو سره تړاو لري او دا د شعر روح دی، دلته خیا ل  له احساسه پیدا کیږي اوخیا ل د شعرترټولو مهم توکی دی، خیا ل د شاعر په ‌ذهن کې داسې پیدا کیږي لکه د شکل د سیوري  په څیرله پخوا ورسره یو ځای وي.”

یانی دا چې تخلیقی عمل هغه دواړه په یووخت کې په خپل ځان کې سره را نغاړي عام خلک پدې تیروتنه کې دي، چې شاعرپه خیا لی نړۍ کې اوسي اوهرڅه چې لیکي هغه د اعتبار وړ نه دي او د خپلو خبرو د اثبا ت لپاره وایي، چې شاعرله هغې ژبې کار اخلي چې له ورځنې ژبې سره توپیرلري، هغوی د دې پرځای چې خبرې په ساده الفاظو وکړي برعکس پخپلو خبروکې له استعارې څخه کاراخلي اود دې پرځای چې ګرامري اصول په پام کې ونیسي په عروضي دود نظمونه لیکي په داسې حال کې شاعرترټول ډیرحقیقت پال دی، د هغه په ژبه کې تصنع نشته په مصنوعي  ژبه  او لهجه نه بلکې  په خپل ځانګړي انداز خبرې کوي. 

د خلکو په  راویښولو کې تاریخ  په  وار وار ثابته کړې ده چې شعري  ژبه  توره  له تیکی ایستلو ته  ورته  ده او د بی باوروِ غورځنګونو او بیا دغورځنګونو بریا  لامله ګرځید لی ده. زموږ په  ویاړلي دښمن وژونکوغورځنګونوکې د ملالی دا غیرتي تلپاتې او توریاله  ناره چې :

که په میوند کې شهید نشوې

خدایږو لالیه بې ننګی له دې سا تینه

د شمله ورو غازیانو په مټو کې د نوي زوراو میړانې یوه  داسې انګازه  وپاروله  چې د غلیم  تعرض ماتولو ته بل قیامتي تعرض  رامنځته کړه  او تاریخي  ویاړ یي افغاني غازیانو ته ور په برخه کړه  چې  د نړۍ تاریخ  پوهان او تاریخ  لیکونکي ورته ګوته په غاښ پاتی دي. دلته د یوې لنډۍ زور په هغه نا برابره جګړه کې د یوې اوږدی سیاسي وینا سره هیڅ نه پرتله کیږي. ښایي په  زغرده  اعتراف وکړو چې د شعر اغیز د نثر په پرتله نه  یوازې په رزمي چال چلند بلکې د ورځني ‌ژوند په ټولو برخو کې ډیردی. د ساري  په توګه :

ما د رته وې پوره به یې نه کې

د یارانې خبرې ګرانې دي میېنه

په پورتنی لنډۍ کې مینه د کلیمې په رښتني مانا که له خپلې مینې سره مینه وي یا هم د دیني عقیدی له پلوه چې په خوله یوه او په عمل کې بل څه وي اویا دا چې د سیاست په ډګرکې له خپلې ورکړه شوې ژمنی په بله اوړي ټولوته لوست ورکوونکې ده او د کارپه پیل کې هر یوه ته  د نه پښیمانی سوګند ورکوولو ته  نه هیریدونکې نغوته ده. زه د نثر کومه ټولګه  نه لرم اود مقالو په برخه کې مې له (۱۳۴۴) لمریزکال نه چې د استقلال لیسی د خپلو بیلوبیلو ټولګیو د دیوالي جریدو رامینځته کوولو او چلوول مسول وم، اوهم د انیس، هیواد، اصلاح، پامیر په خپرونو کې مې لیکنې خپاره شویدي. بیا په پېښورکې چې له دریو مجلو(ارتقا، اقتصاد او مادرافغان) سره مې رسمي کارکاوه دالړۍ مې تانده ساتلی وه. همداسې د سباوون او څرک مجلی ایدیتور او د رابطه مجلی (په پا رلمانی چاروکی د دولت وزارت خپرونی) بنسټ ایښید ونکی او د تحریرغړئ.

همدا رازما، په (۱۳۸۳) لمریز کال په ملی شورا کې د سلاکاری ترڅنګه د افغانستان ښځوشبکی ته ) د پنځوسو فعالو میرمنو بیوګرافي  چاپ ته چمتوکړ او د نوموړي موسسی لخوا چاپ ته ورسیده.

 ۱۳ - پوښتنه : که چیرې د خوشال خان خټک او رحمان بابا شعرونه ته ځانګړې پاملرنه وکړو، ښایي د شعرونو ډیرې بیلګې او خواوې یې د بڼې او محتوا له مخې توپیر، ونه لري خو څه داسې خواوې او څیزونه هم شته، چې د دوی شعرونه سره بیلوي.تاسو په دې اړه څه لید لرئ؟

ځواب : د خوشحا ل خا ن خـټک ادبي ښوونځی(مکتب) چې د خټکو په ادبي مکتب هم نومول کیږي په یوولسمه هجري پیړۍ کې رامنځته شو. د دې ادبي ښوونځی لارویان په لومړي سرکې پخپله د همدی ادب سالارد کورنی غړی  له ځینو زامنو لکه  اشرف خان هجری، عبدالقادرخان خټک، سکند رخان، صدرخان خټک  او نورو لیوالانو دي.

د خوشحا ل  ادبي مکتب په اړوند څیړنوال محمد حکیم تڼیوال داسې لیکي :

۱ـ پښتو ادب یونوي پرمختیایي  پړاوته داخلیږي اود دې پراختیا له پاره یې شعوري هڅې پیلیږي.

۲ـ د مسجع او متکلف نثر پرځای ساده، روان اود خلکومحاوری ته نژدی نثر لیکنه پیلیږي، او د خټکو ځانګړی لیکدود (رسم الخط) رامنځ ته کیږي.

۳ ـــ په شاعری کې حما سي، رزمي او ملي روحیه  ډیره  پیاوړي کیږي اود پښتو له ټولنیز ژوند څخه رنګ اخلي.

۴ ــ پښتو شعرد مضمون له پلوه بشپړشو. په پخوانیو عشقی، عرفانی، وعظیه اخلاقی موضوعا تو برسیره د ټولنیز ژوند  بیل بیل موضوعا ت، تاریخي پیښې، پرټولنه انتقاد، د وطن اوقوم سره مینه د ده په شعرکې په پراخه پیمانه منعکس کیږي. 

۵ـــ پښتو ادب ته د شرقی شاعرۍ ټول ډولونه، لکه غزل، قصیدی، رباعی، مثنوی او مربع  بر سیره مسد س، مثمن ، ترکیب بند، ترجیع بند، ذوالقافیتین  او نور ډولونه  په پښتو شاعری کې په پراخه پیمانه رواج مومي.

۶ ــ د پښتو ملي کیسې (لکه آدم خان اودرخانۍ، دلې اوشهۍ) ولیکل شوې اوهم له نورو څخه ډیرې کیسی وژباړل شوې اود پښتو د قصصي او حکایوی ادب  پانګه درنه شوه.

۷ ـــ د دې ادبیات د موضوع د رنګارنګۍ اوهنري ارزښتونو له پلوه ښه  بډای کیږي او د سیمی  له  ادبیاتو سره د سیالۍ  څنګونه وهي.

۸ ــ شاعران په خپلی ژبې برسیره  په  فارسي ژبه هم شعر وایي.

د دې سترنامتو ویاړلي شخصیت قلمي یا د ګارونه  د پښتو ژبې لپاره یو داسې بنسټ دی چې د نړیوال ادبپاهونو ورته ، درناوی کوي او د خپل دکتورا  تیزسس بشپړ کړی اوکوي. د دوی د شعري سمندر مرغلرو ته په نغوته کې ښاغلی څیړندوی عبد ل ا لظاهر شکیب  : د خوشال خټک اشعار د قافیی، فورم او بدیعي ښکلا له نظره ترعنوان لاندی پنډ کتاب لیکلی چې په شپږوڅپرکیو کې داسې خلاصه کیږي:

لومړی څپرکی: د موضوع پسمنظر

دویم څپرکی: د خوشا ل ادبی ژوند ته یوه کتنه

دریم څپرکی: د خوشا ل خټک د اشعارو قا فیوی اړخ

څلورم څپرکی: د خوشا ل خټک د اشعارو بیلابیل فورمونه

پینځم څپرکی: د خوشا ل خټک په اشعارو کی بدیعی ښکلا وې

شپږم څپرکی: معنوی ښکلاوې .

چې په ټولیزه توګه د دې ټولو ډولونو شمیر(۱۳۲) ته رسیږي او هریویې ترلنډی تبصری وروسته د شعري مثا لونه سره توضیح شوی دي.

د یادونی وړګڼم چی د همدې معتبراثر له لومړی څپرکی نه په لنډه دا برخې درنو لوستونکو د ګټی پورته کولو لپاره وړاندی کوم :

د هند په نیمه وچه کې د خوشال مطالعه له پښتونخوا سره کابو یو وخت پیل شوې ده، علامه اقبا ل لاهوری (۱۸۷۳ یا۱۸۷۷ ـــ۱۹۳۸م)  لومړنی هندي عا لم  دی، چې د   خوشا ل خان په باب یې په انګریزي ژبه یوه مقاله لیکلی او نوم یې ورته ا یښی دی  (افغا ن جنګیالی شاعرخوشا ل خان خټک) دا مقاله په حیدرآباد دکن کې د خپریدونکی (Islamic cultur  ) نومې مجلې د(۱۹۲۸) زیږدیز کا ل د جولای په ګڼه کې چاپ شوې ده.

د علامه اقبا ل لاهوري د مقا لې د نشر پر کال (۱۹۲۸) زیږدیزمېرمن خدیجه بیګم فیروزالدین  په  پنجا ب کې پرخوشا ل خان بابا  کار شروع کړ او د خپلی دوکتورا    (P.H.D) تیسس یې په انګریزي ژبه د خوشا ل خان پرژوند او کارباندې لیکلی دی.

دا تیسس په خوشال خان لومړني لیکل شوی تیسس دی چې خدیجه بیګم فیروزالدین د خپل نهه کلن کړاو وروسته بشپړکړی دی. دغه تیسس په انګریزی ژبه دی،چې له انګریزي ژبې څخه پروفیسوراقبا ل نسیم خټک په ارد و ژبه ژباړلی او له اردو ژبې څخه په پښتو ژبه باندې پر کال (۲۰۰۹) زیږدیز کال ښاغلی اجمل ښکلې ژباړلې دی. دا تیسس دوې  برخې لري لومړۍ برخه یې لس فصله لري، چې دوه یې د خان کورنۍ او اسلافو دي او، اته بابه بابه یې د ده پرژوند لیکلي دي، چې له زوکړې ترمړینې ټول حالونه په کې راغلي دي، پټه دي پاتی نه وي، چې دغه تیسس پرخوشا ل غالبا لومړنی مستقل اثرهم دی، چې د ده د ژوند احوال په بشپړه توګه بیانوي.

علامه اقبال له دې تیسسه خبر و او مېرمن خدیجی ته یې د دې تیسس په باب مشورې هم ورکړي وئ، لکه خدیجې چې د تیسس په مقدمه لیکلي دي:

" زما بله مجبوري ذاتي نوعیت لري اوهغه دا چې د خدای بخښلی سرمحمد اقبا ل سره د یوې وعدې له کبله په دې پړه  ووم، چې زه به د خوشال په سیاسي سرګرمیو یوباب به خپله مقاله کې ځایوم، زه امید لرم چې زما دغه ارتکاب جرم به قابل معافی وګڼل شي."

تردې وروسته بیا ډیر یو بهرنیانو د خوشال خټک پرآثارو د دکتورا تیسسونه لیکلي دي چې د پښتو ادب  لپاره د ډیر ویاړځای دی اوښایي په دې برخه په خپله افغانان  او د پښتو ژبی مینان نوښتګر ګامونه  پورته  کړي.

د رحما ن بابا تصوفی،عرفانی ادبی مکتب :

 د پښتو لرغوني ادب پیاوړی اونوښتګرشاعررحمان بابا(۱۰۴۲ ـــ ۱۱۲۸) لمریز منحصرفرد ته ځانګړی تصوفي، عرفاني ادبي سبک  بنسټګر اوخاوند.

د رحمان بابا د کلام اغیزه په تصوفي او عرفاني نړۍ بیساری ده او آن تردې کچې چې د دې ښکاک (جاذبی) مینه وا ل یې له شعرونو نه د خوند اخیستلو برسیره  د خپل ژوند راتلونکی خیر ښیګڼی ته فا ل لیدنه هم کوي او په ډیره درنه سترګه ورته ګوري.

دتاریخ په اوږد وکی دیوه ادبی مکتب بڼه غوره کړې ده ا ود رحمان بابا تصوفي عرفاني ښوونځی (مکتب) نوم یې خپل کړئ دی.

ښاغلي څیړنوا ل محمد حکیم تڼیوال په خپل اثر(د پښتوشعرسبکونه) کې د دي ادبي مکتب د پلویانو او ادبي ځانګړنې په تړا و د اسې لیکي :

 د دې مکتب نومیا لي پلویان : یونس خیبري، معزالله مومند، اخوان ګدا، حافظ الپوری، میانعیم متی زی، عبدالعظیم راڼیزی، عبدالرحیم هوتک، مطیع الله اونوردي. اوادبي ځانګړني:

۱" ـــ د دې مکتب پلویا ن زیاتره د اخلاقو او نصایحو د بیان خوا ته ډیره پاملرنه کوي.

۲ ــ د تصوف او عرفا ن پیچلی مسلی په ساده، روانه، خوږه او رنګینه ژبه بیانول د دې ادبي مکتب ستره ځانګړنه ده.

۳ ـــ د عربي، پارسي ژبوکلما ت، اصطلاحات، تشبیهات او استعارې په پراخه پیمانه پښتو شاعرۍ ته راننوتې دي.

۴ ـــ د پښتو شعر وده  موند لې ا و ډیرو شاعرانو د خپلو اشعارو دیوانونه  ترتیب کړې دي.

۵ ــــ په دې ادبي مکتب کې د پښتني چا پېریا ل خپل رنګونه په ځلیدو دي او دهندي سبک اغیزې په کې ډ یرې نه لید ل کیږي.

۶ ــــ د دې مکتب د پلویانو شاعرانو په ځینواشعاروکې د هنراو شاعرانه خیالونو نړۍ خپلې ځانګړنې لري، انځورونه اوخیالونه یې ساده، مګرډیر ښکلي، په زړه پورې او د لوړ ادبي معیارو نه برخمن دي.

۷ ــــ د دې ادبي مکتب پلویان واقعیتونو ته ډیره  پاملرنه کوي او د خیا ل پلویتوب او تابعیت په کې ډیرکم دی."

دهمدي پورتنیوځانګړنوسره ښه به وي چې ګران لوستونکي پخپله د دواړو ادبي مکتبونو په اړه د قضاوت ذهني نیلی وځغلوي او د توپیرونو پوله مشخصه کړي.

۱۴ــ پوښتنه : تاسې په شعرو ادب کې اسطوره څه ډول راپیژنئ (تعریفوئ)؟

ځواب : کله چې انسان په لرغونو زمانو کې ژوند کا وه، له اوسني ژوندانه  سره ‌ډیر توپیرلري. ابراهیم واشقانی براهانی داسې لیکي:

اسطوره له عربي ژبې راغلې ده چې په المنجد کې داسې لولو: الاسطوره ج اساطیر: القصه اوالحکایه وفیها مزیج من مبتدعات الخیال والتقالید الشعبیه: چې له خیا ل او لرغونو زمانو سره ګډ والی لري.

په عربي ژبه کې اسطوره له یونانی اصل  چې له انګلیسي لغت سره د یوې کورنۍ ګڼل کیږي د تاریخ په مانا ده.

همدا راز ښاغلي طایرځلاند په خپل اثرادب اوتجربه کي د( یویشتمی پیړۍ کې د اسطورې ادبي ارزښت ) ترعنوان لاندې داسې لیکي:

په هغه وخت کی چې انسان د ښاري ژوند خواته نه وګرځیدلی اوهغه اسانتیاوی یې نه وې ترلاسه کړې چې د ژوند د پرمختګونو، ضرورتونو له پاره لازم وې، نه هم د جغرافیایی  انکشافاتو سره اشنا و، خپل ژوند یې په یوه محدوده سیمه کې تیراوه، نو ذهن یې ترډیره محدود اودعقلي دلایلو په نتیجه کې د راپورته کیدونکو مسایلو په پرتله یې په توهماتو یقین زیات و. هغه انسانان چې د ساینسي تجربو لیری وو دهغوی په ‌ذهن داسې تصورات حاکم وو، چې له مخی یې د ژوند ژواک ډول اوطریقه  ټاکله.

په همدې وخت کې د بیلابیلو موجوداتو په اړه د هغوی په ذهن کې ځینوتصوراتو ځای نیولی و، د خامارانو (ښامارانو)، ښاپیریو د خدای، ملایکو، بزرګانو  د لمر، سپوږمۍ او ځینو نورو موجوداتو په اړه یې کیسې جوړې کړې وې او په هغې ټولنې کې  ورته د حقیقت په سترګه کتل کیدل، چې په واقعیت کې په هغه یوحقیقت نه بلکې د انساني مخ پر ودې ذهن د تخیل هغه دنیا وه چې هغوی به له ځان سره تصورکوله."

بې ځایه به نه وي چې په همدی برخه کې یو اسطورییز داستان چې استعاره جوړښت یې هم د پام وړ دی کټ مټ را واخلم.

"وایِي یو ځوان په خپله سیمه کې د یوخان په لورعاشق شو، خان د دې لپاره چې وګوري غوښتونکی یې څه ډ ول سړی دی په هغه کې شرطونه ټاکي، چې په پوره کولوسره به یې لور ورکوي. ځوان په خپلو یو شمېرشرطونو کامیابیږي، خود وا ده  د زیاتو مصارفو ترلاسه کولو لپاره یو بل هيواد ته روانیږی، په خپل آس د یو نامعلوم  ښار په لوري روانیږي  او په لاره کې د ډیروسختو سره مخ کیږي، خو ښارته په رسیدلود یو ډیر عجیبه  وضعیت سره مخ کیږي ټول خلک خفه وي او ښار ژورخفګان ټپ کړی وي، دی له چا پوښتنه کوي، چې خلک ولی خفه دي او د خلکو د ترپرئ کید و لامل  پوښتنه کوي، یو بل څوک ورته  وایي چې له څه مودې راهیسې په دې ښا رکې څه بلا روږدې شوې چې هره ورځ د دې سیمې څخه یوه پېغله دې، ښامارته راوړلی کیږي، چې کله ښامار وږی شي نو خپل ټاکلی ځای ته ځان رسوي اود کلي له خوا ورکړل شوی ډالۍ په خورا ښه تندي مني. که چیرته د ښا ما ر په دې شرط کې چې هره ورځ باید یوه پیغله ورته کیږي، کمي راشي نو ښامار به ټول ښاروخوري. له همدي ویرې خلک په ډيرې پاملرنې سره د ښامارشرط مني او په خپل ټاکلي وخت د کلي یوه پیغله ترښاماره رسوي.

ښارته راغلئ  نوی ځوان د دې کیسې په اوریدلو حیرانیږي خو د خلکوسره یوځای په ډولۍ پسې روانیږي چې د دې ښارد واکمن لورښامارته وړلې کیږي. ډولۍ په یوځای کې کيښودل کیږي او د ښارخلک ترې بیرته په ستنه راځي.

مسافرپه هم هغه ځای کې پاتي کیږي اوورځې د ډولۍ خوا ته په ډولۍ کې ناسته پیغله چې په تنها دشته کې ځوان وګوري نوحیرانه شي، چې ټول خلک ولاړل دا ولې دلته پاتې شوئ، پیغله ځوان ته وایي چې د ښامار وخت رانږدې کیږي اوکه له دې ځایه ولاړنه شئ نوښامار به یې وخوري.ځوان پیغله له نږدې ګوري چی خورا ښکلی وي، ورته وایي چې ته بی غمه شه خو، زه ډیرزیا ت ستړی یم باید یوه شېبه دمه شم، خوچی کله ښامارراځي نوبیا مې ویښ کړه.

پیغله مسافرته وایي، چې د ښامار د راتګ نښی دا دي، چې مخکې ترې باد وباران راځي، مسافرد جینی په زنګانه سر ږدي او ویده شي، شېبې وروسته ډیرزیات تیزتوپان اوسیلی پیل شي اوبیا ورسره باران هم پیل شي. د پېغلې له سترګو اوښکې راروانې شي او د مسافرپه مخ څاڅکې تویې شي مسافر له خوبه راپورته  شي او پوه شي چې اوس ښامار را رسیږي، ښاما ر له قهره تا ویږي خوځوان ته وایي چې دی باید له دې ځایه لاړشي کنه وبه یې خوري. ځوان وايي چې څو هغه ژوندی وي ښاماربه ښا ما ربه دهغې پیغلې خوړلوته پرې نږدي.

لنډه دا چی د ځوان او ښامار سره جنګ کیږي اوځوان په دې توانیږي چی ښامارپه توره نیم کړي او پېغله جینۍ بېرته د پلا رکورته روانه کړي.

د ښا مار په مرګ په ښارکې خوشا لي جوړه شي د ښا ر د واکمن لورهم لوړه وکړي چی یواځې مسا فرځوان سره واده کوي.

د فولکلوریک  داستا ن دا برخه د اسطورېي ادبیاتو یوه ښه نمونه ده، خو ممکن د اوسني ساینسي پرمختګونو اود شعورد ودې په دې پېرکې خلک د ښامار اومسافرځوان کیسې ته په ښه نظر ونه ګوري. ځکه چې اوس هرچاته معلومه شوه چې نه خوښامارشته او، نه هم د کوم ښار او ښامارترمنځ دا ډول تړه کېښودل شوې چې هره ورځ دې ورته له ښاره په ډولۍ کې دې یوه پېغله وروړي څوښارترې په اما ن وي.

داسمه ده چې د دا ډ ول پوښتنوکولو ګنجایش پیداکیږي،خوهغه مها ل چې کله په اسطوره

کې دا وړتیا نه وي چې د وخت دغوښتنوسره دې ځان اومعنا بد له کړي د دې اسطورې تخلیق پر مها ل دقیق معلوما ت چې علت څه و چې دا ډول اسطوره  تخلیق  کیدله خو اوس هم دا ډول اسطورې بې معنا نه دي. په حقیقت کې د اسطوریی ادبیا تو ژبه استعاراتی  وي، او په استعاراتي ژبه کې دا وړتیا اوصلاحیت وي چې هغه د وخت په تیرید و سره ځا ن ژوندۍ وسا تي، د بيلګې په ډ ول په پورته یا دې شوې اسطورې کې یا کړلی شوي کردارونو او، واقعاتو څخه موږ یو ډول نورې معنا وې هم اخیستلی شو.

ښا ما ر په استعاراتي جوړښتونو کې تل د شخص لپا ره استعما لیږي چې ډیرظالم وي او د خلکو په حقوقو او ملکیتونو قبضه کوي. د ښا ما رد راتګ سره  باد او باران کېدل او توپا ن راتګ د هغه مها ل د بحراني وضعیت استعا راتی اظهاردی چې کله د خلکوحقونه تلف شي، پیغله ورکول زموږ د ژبنیو جوړښتونو له مخې دعزت او وقار استعاره ده، زموږ په ټولنه کې ښځه د یوې کورنۍ او، یا قا م عزګڼلی کیږي، کله چې د یوقام ټولنه کې ښځه د یوې کورنۍ پیغلی ته څوک په بده سترګه وګوري په حقیقت کې دهغې معنا دا ده چې حیا اوعزت یې  ترې واخیست په دې اسطوره کې هم په ښا ر د ښامار روږد کیدل  او بیا د ښا رد خلکو له خوا هره ورځ یوه ورځ پیغله ورکول په دې معنا ده چې خپل عزت اوغیرت له لاسه ورکوي. په دې اسطوره کې د ښامار وژنه په حقیقت کې د هغه د بغاوت نمونه ده چې د دا ډول ښامارصفته انسا ن یا ځواک څخه یې د آزادۍ په معنا ده اوهغه ځوان ته چې له ښاماره یې د پیغلو ژوند خلاص کړئ وي او بیا هغې سره د ښارد واکمن لورواده په حقیقت کې د ولسي درناوې ورکولواستعاراتی معنا ده. ممکن له دا ډ ول نورو اسطورڅخه لوستونکی نورې معناوې هم واخلي ځکه چې دا یو ډول استعاراتی  اظهاردی، کوم چې د وخت له تیرید و سره خپلې معنا ګانې هم بدلوي. اوهمدا هغه څه دي چې په یويشتمه پیړۍ کې د اسطورو ادبي ارزښت روښانه کوي.

 ادب چې موږ د انساني ذهن او شعوراظهارګڼو  نو اسطورې د انساني ذهن د نړۍ یوه رنګینه برخه ده، ځکه چې دا، د انسان حسي تجربی دي او ادب د همدا ډول تجربو د فنکارانه  اظهارنوم دی.

دلته د historia  اوhistori وییونه ژوندی یاد مهرداد بهارایراني له هندو اروپایي له ریښې vid د سانسکریت له کورنۍ vidya  اولرغونی فارسي سره چې د پوهې په معنا ده همغږی ګڼي. په دې توګه اسطورې اصلا د بشر پیژند ګلوی لپاره د تاریخ  په اوږدوکې  یو رپوټ ګڼلای شو چې د ساینس science علم  له پیدایښته  را وړاندی له څوعلمي لارښوونو نه په ګټه اخیستو سره یې د هستی تفسیرولو لپاره کاراخیست.

په ادب اوشعر کې د اسطورې د پښی منډ  په  تیره لرغونو آثاروکې ‌‌ډیرترسترګوکیږي.

۱۵  ـــ پوښتنه : لنډۍ په پښتني وګړني ادب کې ډیر مهم شعري او سندریز ځیل (ژانر) دی. تاسې لنډۍ د څومره والي، ټولیزوالي، ګرانښت و منښت له پلوه څه ډول ارزوئ؟

ځواب : لنډۍ په پښتني وګړني ادب ډیربیساری اغیزه لرلی ده اولري یئ. د لنډۍ ژبه دومره چې لنډه ده هومره هم خوږه اوهرچاته یعنی نرینه اوښځینه وته منلی او د ژبې پرسرده.

لنډۍ د شمیریا څومره والی له پلوه بې شمیره او د ټولیزوالی ګرانښت اومنښت له پلوه هراړخیزه او د ژوند ټولې برخی په کې ځای لري نو له همدی کبله د تاریخ په اوږدو کې د هرچا د پام اود ستاینی وړدي. څو بیلګې په لنډه توګه:

ټولنیزسلوک او د مینې اهمیت چې له دواړو لورو ښایي د همیشني پاملرنې وړ وي داسې ښکلې بلنه څرګندوي:

 مینه په تلو راتلو زیاتیږي

کله راځه کله به زه  درځم  مینه

په پورتنی لنډۍ کې مینې ته د مقابل لوري هڅونی سره سره یوې پټې ادبي اخطاریې څرک هم څرګندیږي اوهغه دا چې:

مینه په تلوراتلوزیاتیږي

که ته رانشې زه هم نه درځم مینه

دا مطلب که په ساده ژبه وویل شي د ګیلی بڼه غوره کوي اودوو دوستانو ترمنځ لفظي شخړې لامل ګرځي، خو د لنډۍ په خوږه ژبه د مینې ښکاک ته یوه مینه ناکه بلنه ده.

 

۱۶ ـــ پوښتنه : تاسې د لنډیو معنوي او حماسي انځورونه او تشبیهات څه ډول ارزوئ؟ مهرباني وکړئ د دغو انځورونو او تشبیهاتو څو بیلګې را ته پر ګوته کړئ.

ځواب : لنډۍ زموږ د پښتو ادب شعري شعورکروندې یوه  بډایه او استثنایي ویاړلې، تلپا تې او لمریزه ګلورینه څانګه ده چې د نړۍ ادبیاتو ورته  برخه کې بیساری ده. لنډۍ د انساني ژوندانه  ټولو برخو باندی خپله ځلانده اغیزه شیندلی ده او داسې کومه برخه ورنه پاتی نده چې د لنډۍ حضور په کې نه وي.

ما نا دا چې د  پيښو انځورونه  که د یوې اوږدې بوللی په ژبه کیږي لنډۍ یې په خوږه اوډیره لنډه ژبه په عبرتناکه او ډ‌یره سلیسه اغیزناکه  بڼه اوریدونکیو ته وړاندې کوي.

د لنډیو تشبیها ت خورا هڅوونکي او احساس پارونکي دي تردې کچې چې هیڅ بله شعري  ژبه ورسره سیالي نه شي کولای. د ساري  په  توګه :

جانان می سر په وطن کیښود

په تار د زلفو به کفن ورته  ګنډ مه

د زلفو په تارولی؟  آیا محبوبه یې په ډیره آرامۍ او په کړس کړس خندا له خپلو خورو زلفانو کوم تار، راشکوي او د خپل شهید یارکفن پری ګنډی؟ که خپلو خورو، ورو زلفانو ته چې د خپل غازي تورزن یار ته یې دغیرت په لوپټه کې پټه ساتلی او له یوې خوا له

ډیرې ناهیلی او له بلې خوا هم د پښتني غیرت له بشپړې مینې او درانه هیبته لاس وروړی  موټۍ  موټۍ یې راشکوي اوپورتنی لنډۍ د زړه له سوزه په سویو، سویو ساندو او لړزیدلي غږ نوروته  اوروي چې هرضمیروال انسان له ځان سره ژړوي.

یاهم د مینې په برخه کې :

که ته مې  روغ  لیونی نکړی

بیا مې د بنګو پیاله مه بوله مینه

دا ژوره تشبیه په دومره ساده، روانه اواغیزمنه بڼه پرته د لنډۍ له جولۍ په شعري بله جولۍ کې خوندوره  نه  بریښي اوناشونې ده.

یا هم په ټولنیزه غچ اخیستونکې بڼه :

ځوانانو پاڅئ  توره  واخلئ

په وطن جنګ دی غلیما ن راغلې دینه

یا:

دغلیم مخ په سکاره تورکړئ

چپه یي سپورکړئ چی سرټیټی ځي مینه

یاهم:

غلیم ته داسې ماتي ورکړئ

چې ور په یاد شي ځان سره توبی کوینه

زه وایم:

ما د لنډیو زرین ټا ل کې

وزنګوئ چې مې جنت په برخه شینه

۱۷ـــ پوښتنه : په لنډیو کې د نورو تشبیهاتو تر څنګ  د بیلابیلو ګلونو تشبیهات ځانګړې ځای لري، چې ډیر ساده خو هنرمندانه پر کار اچول شوې دي. تاسې د دې لامل دک او دلیل څنګه ارزوئ؟

ځواب : ګل د طبیعت یو ډیره زړه  را ښکونکې او د ښکلا ستره بیلګه ده چې د هرانسان او په تیره  د هرشاعراوهنر‌ي ذوق پارونی لپاره کوډ ګره ښکاک لري. دا چې د ګلانو تړاو له لنډیو سره به څه وي، دا یوه طبیعی خبره ده چې لنډۍ د تاریخ په اوږدو کې د غوره او لړزیدلي احساساتو ترجماني کوي او په تیره بیا د کوچیاني ژوند سره ډیره نژدې اړیکه لري، اوهم له بلې خوا په پښتني ادب کې هر ښه او د منلو کار، ګل ته  ورته  بولي لکه: احمد ، ګل سړی دی، ګل کاردې وکه یعنی سم کاردې وکه (وکړ). د خدای پامانی په وخت وایی: مخ ته دې زیړي ګلونه او داسی نور.

څنګه چې ګل یوه طبیعي مینه ناکه اوښکلی هستي ګڼلای شو د همدې مینې له کبله په پښتوکې ډیری نومونه لکه : ګل ولی، ګل علم ، ګل خان او همدا راز ښځینه نومونه : ګلمکی، ګلالی، ګلانه، ګل غوټۍ، ګلپاڼه ، ګل لښته اونور. همدا راز په سوونو لنډۍ لرو چې له ګل سره ښکلاییزه اوډنه لري لکه:

ګل می په لاس درته  ولاړیم

یا ګل مې واخله یا رخصت راکه مینه

 یا:

ګل مې  په ګل خوله ګل ته خاندي

ګلغوټۍ شونډي یې پرګلو ناز کوینه

یاهم په ګلانو د خپل ‌ذوق ګل ته مینه ناکه رتبه ورکول:

ګلا ب له اصله شهزاده دی

رامبیل چا مبیل یې نوکران نیولي دینه

په با غ کې مه ګرځه دلبره

ګلاب شرمیږي مخ په پاڼو پټوینه

په پای کې ښایي ووایم چې له ګل سره تشبیه کول دغوره دوستی، مینې ، درناوي اونه هیریدونکی معنوي ارزښتناکې خاطرې یادونه ده چې د ژوند مادي اړخ ته سمبولیکه ناتورالیستي ښکلا په برخه کوي، دا پدې چې انسان پخپله د طبیعت په لمن کې زیږیدلای اوله طبیعت سره یې مینه تلپاتی ده نو ځکه لنډۍ پخپل وار د شعري هرې بلې څانګې نه په ډیره لوړه کچه له ګل او بیا په تیره له ګل سره چم ګاونډ پا تیږي او د ګلبوټي له یوه ښاخه  د ګل په ستاینه کې د زړه حال په شاعرانه انداز د طبیعت مینانو او لیوالو ته ډالۍ کوي.

۱۸ ـــ پوښتنه : په پښتو ادب کې د متلونو په برخه کې څه لید لرئ، اوپښتو متلونه  د نورو ژبو په پرتله څه ډول ارزوئ؟ آیا تاسو په خپلو شعرونو کې له متلونوڅخه هم ګټه اخیستی ده او که نه؟ که مو اخیستی ده نو اغیز یې پر خپلو شعرونو څه ډول څیړئ؟

ځواب:

زما په اند متلونه کټ مټ له لنډیوسره په غوره او لنډ ه وینا له لنډیوسره ډیرورته والی لري، پدې ما نا اوتوپیر چې لنډۍ په شعري ژبه اومتلونه په نثري بیا نوي. لکه :

چی هلته نه کا ر، هلته څه کار...

 که همدا  لنډه او ګنډه خبره توضیح کړې شي یوه لویه بیانیه ترې جوړیږي. خو، که د نورو ژبو متلونه را واخلو د ما نا له پلوه به  زموږ له متلونو سره ورته  والی ولري. لکه ، فرانسوی  متل :

 یعنی توده مینه ژرسړیږي. اوموږهم وایوچېl،amour chaud se refroid vite

توده یې مه خوره. مانا یې دا ده چې په هرکارکې حوصله اوسوچ کول ګټوردي او ښایي د هرکارسرته رسول په متانت وشي چې پایله یې  پښیماني رامنځته  نکړي.

پایله به داوي چې متل په هرژبه کې د هرې ټولنې د کړو، وړو اوفرهنګي ځانګړتیاوسره

سره اصلی منخپانګه یې کابو ورته پیغام لري اولامل یې همدا ده چې انساني ټولنیز ژوند د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې ډیرې شریکې ریښې لري اوهرومرو به د ژبې په واسطه په یو ډول نه یو ډول له یوې ټولنې و بلی ته لار مومي.

۱۹ ــ پوښتنه : یو شمیر شاعرانو او لیکوالو د خپلو څیړنیزو اونوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره د بهرنیو لیکوالو آثاراو شعرونه  ژباړلي دي. ستاسې پر اند د بهرنیو آثارو ژباړه او یا زموږ د آثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب و فرهنگ د ودې او پرمختګ لپاره څه اغیز ښندلای شي؟ او دا راته وویاست چې تاسې پکې ونډه اخېستې ده او که نه ؟

ځواب:

انساني ټولنه اړینه ګڼي چې د یوبل پر ژبه سم پوه شي اود خپل هم نوع له ټولنیز، ادبي ،سیاسي، اقتصادي، پوځي او... اود ژوندانه له هراړخیزسلوک نه خبرشي. دا خبریدل یوازې او یوازې د تش په نامه خبریدلو په مانا، نه بلکې د نورو ټولنو له نویو پراختیایي لاس ته راوړنو نه د خپلې ټولنې د ځانګړیو شرایطو سره سم، سمه ګټه ترلاسه کول دي.

کوم هیوادونه چې دفرهنګي ودې شونتیا لري د نویوعلمي  پرمختګونو نه جاج اخیستل د سمدم  راژباژلو په وسیله ترسره کوي. د ادبیاتو په برخه چې د ټولو علومو ناموس ګنل کیږي  ټوله نړۍ لوړاو ګټورګامونه پورته کړي دي او دا هڅه چې د ژوند توفاني سمندر له څپوسره غوټه خوړلې ده خپل پایښت ساتي.

که د نړۍ ویښوملتونو له رخی پرته د حضرت سنایی بلخی، رحمان بابا، خوشحال خان خټک، مولاناجلال الدین محمدبلخی، د خیام رباعی ګانی او داسې سلګونه نور شاعرانو شعرونه په خپلو ژباړلی دي زموږ لرغوني شاعرانو لکه... عبدالقادرخټک د شیخ الاجل مصلح الدین سعدي ګلستان (ګلدسته) په پښتوشعر راژباړلی. په همدي توګه ډیر نور ګټور آثار په پښتو خوږه ژبه راژباړل شوي دي.

ماهم ترخپلي وسې دا، آثار ژباړلې او لیکلي دي:

 لومړی: چاپ شوي

ــــــــــــــــــــ

۱_  سود به چلاویک (لیکوال: میخاییل شولوخوف. دري ژباړه: سرنوشت یک انسان (دیوه انسان برخلیک)

۲_د حکیم عمرخیام د (۲۲۳) رباعی ګانو ژباړه: دری ځلی چا پ شوي ده.

۳_د امام خمینی د رباعی ګانو پشتو ژباړه.

۴_ورد (2000) په پشتو.

۵_ورد  (2003) په پشتو.

۶_اکسل   په پشتو.

۷_ویندوز  په پشتو.

۸_اکسس  په پشتو.

۹_لیک لیکنه.  ژباړه

۱۱_د نصرالدین فکاهی گانی پشتو انگلیسی.

۱۱_د نړې له څلورو کونجونونه  طنزونه.

۱۲_نوی لیک لیکنه.  تا لیف

۱۳_د ښځو حقونو په برخه کې (تالیف).

۱۴ – awn د َافغانستان ښځو شبکې ته سیاسي ټولنېز لکچر نوټ  لیکنه

۱۵ – د اتلانو اتل  د اثر عبدالرحمن عزام اثر پښتو ژباړه.

۱۶_ د پیغمبرانو داستانونه.

۱۷ـ د حضرت ابوالمجد مجدود  بن آدم سنا یی څلوریزې.

۱۸ـ د مولانا میرزا عبدالقادربیدل (۱۳۵) څلوریزی . (ترچا پ لاندې)

۱۹ – شعر پوله نه پیژ ني د، نهو شاعرانو د څلوریزو ژبا ړه.

نا چاپ آثار:

۱_  پشتو شعر دوه ټولګې.

۲_  دری شعر یوه ټولګه

۳ ــ  د استاد خلیل الله خلیلي د رباعي ګا ڼو ژباړه

۴_  د جا پا ني شاعرانو (۳۸) ترانو ژباړه چې د ښاغلي  برنا  کریمي  په  مټ په  د ري ژبا ړل شوي.

۵_  د محمد فقیر فروزي پنجشیر د رباعی ګانو ژباړه

۶  _  دستهای کثیف اثر ژان پل سارتر فرانسوي به دري برگردانی شده.

۷_ د رحمان با با، خوشحال  خټک، حمیدمومند او نور ګن شمیر شاعرانو بیتونو ژباړه په دري.

۸_    د افسر رهبین(۱۹) مرثیی دهند سمندرسونامی په اړوند پښتو ژباړه.

۹_  د جاپاني اوومې اولسمې پیړۍ شعرونه چې داکتربرنا کریمي په دري راژباړلي دي.

۱۰  _ د نورو ګڼو شاعرانو شعرونه په پښتو.

 

سوزیدلي آثار:

ـــــــــــــــــــــــ

۱_ دمولا نا جلال الدین بلخی (۱۱۰۰) دوه ییزې.

۲_ د تولستوی(رستاخیز) اثر ژباړه.

۳_ د ژانلافیت اثر(هغوی چې ژوندي دي)

۴_ د ژانلافیت اثر(بیرته راګرځو د نسرین ګلونه راټولوو)

په پښتوژبه راژباړلي او دا، ادبی لارمې دژوند ملګرې کړې ده.

 څوکاله ترمخه مې د افغانستان له پخوانی ولسمشر حامد کرزی نه دګڼو نورو لیکوالو سره یو ځای د میرمسجدی خان فرهنګي لوړه درجه مډال او تقدیرنامه ترلاسه کړه.

 

۲۰ ـــ پوښتنه : ښاغلی صدیق کاوون طوفاني چې زموږ دهیواد یو پیاوړی او نوښتگر شاعر او پیژندل شوی ادبي شخصیت دی ، د استاد زیار  د علمي او ادبي شخصیت په اړه په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي:

(....زیار صیب د خپلو نورو سترو کارونو تر څنګ، د نویو ژبپوهنیزو او ادبپوهنیزو لارو چارو په د ود ونه کې خورا ډېر زیار اېستلی او له بې شمېره ستونزو سره یې مبارزه کړې ده.

په اوسنۍ پښتو ژبه کې د ښاغلي ډاکتر زیار د قلم له برکته اوس اوس يو زیات شمېر داسې لغتونه اوګړنې استعمالیږي چې څو کاله مخکې چا اورېدلې هم نه وي او پر ځای یې د نورو ژبو له تورو او لغتونو څخه کار اخېستل کېده...)

د کاوون صاحب د خبرو پرلاسوند تاسې په پښتو ادب کې او په تیره بیا په شعر کې د ژبې پوخوالې، سوچوالې، قوت او بیان، فصاحت او بلاغت، میړنتوب او حیا، دروندوالې او سپیڅلتیا څه ډول ارزوئ؟

ځواب:

د پښتو ادب معاصربیساری څېړونکی، شاعر، لیکوال اوکره کتونکی اود پښتودرنې ژبې د پایښت او، ودې نه ستوماتیدونکی ژمن مین د پښتو ادب هرمعاصر لیکوال باندې د څلورو لسیزو را پدی خوا د استاذﺉ حق لري، چې زه ورته د اوږد عمراو سوکاله ژوند هیله کوم.

رښتیا خبره او نه هیریدونکی واقعیت دا دﺉ چې استاد زیارد ډ یرزیارګاللو له کبله د پښتو ژبې د هیرشویو وییونو(لغتونو) د بیا راژوندي کولو لپاره د بیا او کره  کارولو لارهواره کړه.

لومړی دا چې دا وییونه یې په څومره زیارترلاسه کړي، څومره چې مې حافظه کارکوي له (۱۳۴۵لمریز) پنځه څلویښتمو کلونو نه  نژدې سیمو ته د یوعادي موټر سایکل نه اویا هم نژدی او لیری ولایتونو ته د لینی موټرونو نه په ګټه اخیستو د کوچیانو کیږدیو نه به د پښتوسوچه وییونو ته د ادب کچکول نیولای وو، اوهمدا ده چې د خپلو ګڼو نور نوښتګرو کارونو له برکته یې وکولای شو چې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی پښتو څانګه کې د پښتو، نګه لرغوني وییونو کارول او دودلو له پاره ګټورې هلې ځلې وکړي چې دهمدې اغېزمن اوپرله پسې کار پایله یې نه یوازې د افغانستان په اوسني روان ادبي بهیربلکې د کډوالی په ډیرولانجمنواو ترخو شرایطوکې که پیښوروو اویا بل کوم ځای خپلې وړانګی  وشیندلی او د لا غځونې له پاره یې زمینه برابروله  او پایله یې د نویو پښتو وییونو کارول او خپرول په ورځپاڼو، راډیوګانو، تلویزیونو اوګڼوکورني او بهرني رسنیوکې په ورځنې چلند اوښتی او ورځ  تر ورځی د پرمختګ پړاوونه وهي. زه په دې پوره با وري یم کله چې فضیلتمآب جناب اکادیمسین داکتر استاد زیارصاحب خپرندویو ارګانونو که غږیزوی یا انځوریزاو یا هم ګڼومجلواو ورځپاڼوکې د پښتوهغه وییونه کارول شوي وي وویني لکه هغه زیارکښ اوهڅاند ملیارچې په  بازار کې د خپل د لاس کرلي ګلان ویني چې لاس په لاس خرڅیږي او بازاریې ښه تود، دی که څه هم چې مادي ګټه یې ورته نه رسیږي له ډیرې خوښی به یې څه ویا ړلی حا ل وي. ما لا ډیرمخکې دا دوه څلوریزې  ورته ډالۍ کړې وې:

زیارصاحب ته

د زیار، زیار پښتو ته ورکړه غځونه

ځیرتیا غواړي هره برخه کې شننه

پښتو ژبې ته یې برخه بیا ښکلا کړه

د، نګــــــه وییــــونو بېرته کارونه

ــ ــ ــ

 

زیارپشانې که پښتو ژبې  لپاره

په پښتو که نورهم ونیسې دا لاره

وبه مومې تللی برم دغه ژبه

بیټ نیکه دعا کې پورونه موند لاره

زه خپله د یوې لیکنې یا شعر پوخوالی د خپلی مورنۍ ژبی سوچه وییونو کارولو کې وینم چې د فصاحت اوبلاغت، درنښت سپیڅلتیا، حیا اومېړنتوب څرګندولوله پاره نه یوازنې بیلګه بلکې د نورو همغږو روزنې ته ښه اونه هیریدونکی  لوست ګڼلای شم، ما په خپل وار د پشتوژبې زده کړې له پاره په خپل اثر: نوې لیک لیکنه : کې داسې لیکلي دي:"  مورنۍ ژبه ده هرچا لره ګرانه

وپوښتې که له ماشوم بوډا له ځوانه

مثالونه یې دوه وړد قناعت دي

ښایي زده شي له قرآن وله آذانه

په خواشیني سره ښایي ووایم چې د پښتو ژبی د لا ودې له پاره د افغانستان د علومو اکادیمی او نه هم بله داسې کومه فرهنګي ټولنه ترسترګوکیږي چې په دې لارکې هڅاند او پرله پسې کار وکړي.

د دې نا غیړتیا اصلي لامل د مادي اړتیاوو، نه شونتیا او د لوړ پوړو چارواکو د پوره مرستی نشتون دی، هیله ده د د ې ستونزی د هوارۍ لپاره د ملی مسوولیت په پاملرلو سره نوی چلند غوره شي.

که په دې برخه کې بهرني روان ادبي بهیرونه له یو بل سره په همغږئ کې وکولای شي اوسني د ستایلو وړهڅو ته لا زور ورکړي، او د، نګه وییونو د کارولو له پاره دې کارنده  ګام پورته کړي دا لړۍ به د ډیرو ګټورو کارونو ترسره کولو جوګه  شي.

۲۱  ــ پوښتنه : تاسې په اوسنیو سیاسي، تاریخي او کړکیچنوحالاتو کې په هیواد کې د ننه او له وطن څخه  بهر د شعراو لیکوالۍ وضعیت څرنګه څیړئ، شاعرانو او لیکوالو ته په دې اړه څه وړاندیزونه لرئ؟

ځواب:

زما په اند د هیواد په اوسني کړکیچن حالت کې سره له ډیرو، ورځنیو ناخوالو سره سره د شعراو لیکوالۍ بهیر ورځ  تر ورځې زور اخلي، لاملونه یې د بیان آزادي او د خپرونو ډیروالی دی اوهمدا راز له انترنیتي پاڼو نه دا پته لګیږي چې له هیواده بهرهم قلموال د خپل قلمي رسالت ترسره کولو له پاره تروسی کارکوي اولاس ترزنې ناست نه دي.

۲۲  ـــ پوښتنه : ستاسو پیغام د یو شاعر، لیکوال په توګه هغه ځوانانو ته، چې په هیواد کې د ننه او بهر د ادبي اوفرهنګي فعالیتونو سره بوخت دي څه دی؟

ځواب:

زما پیغام دغوځوانانو ته چې د زړه سوي له کبله ورته  د باروتو، جګړی او ناورینو نوپښت (نسل) وایم دادی :

ـ ترڅو خپله زده کړه یې بشپړه نه وي (لږترلږه لیسانس) ترلاسه کړي نه وي کوم سیاسي تشکیل ته، که څه هم پلاریې د ګوند مشروي زړه ښه نکړي.

ـ د مسلکی زده کړې ترڅنګ دې مورني ژبې ودې له پاره له هرې منطقي وسیلې نه ګټه پورته کړي.

کوم ځوانان اوکومې پیغلې چې د شعر ویلو قریحه او د لیکلو استعداد لري که په کورد ننه یا له هیواده بهراوسېږي هیله من یم چې د خپل ذاتي استعداد د لا غوړولو له پاره دې نه ستړي کیدونکې هلی ځلی وکړي.

ښایی داهلی ځلی دوی ته یوڅه ستړیا ور پیښه کړي او زغم یې تر ډیره ګران وي، خو زموږ د مشرانو څیړونکیو له تجربی نه دې خپله  تجربه پخه کړي، د پیژندل شویو شاعرانو آثاردې ولولي او د روان شعري بهیرله استازیو سره دې خپله اړیکه ټینګه وساتي اود ادبي کره کتنې له نظروالو کره کتنې ته په ژوره پام وکړي او خپل شعرونه دې  کره  کتنې ته وړاندې کړي.

که کوم ځوان د کره کتنې په بهیرکې د خپلې لیکنې عیبونو شمیرلو توان ونه لري او ځان له ماتی سره مخ ویني او بیا قلم ته لاس ورنه وړي دا به یې د خپل استعداد ځوانیمرګول وي.

*

عبدالقادرمسعود: ګران او قدرمن مواج صاحب ستاسو نه د زړه له کومې مننه کوم چې زما پوښتنو ته مو پوره او کره ځوابونه راکړل .

نجم الرحمن مواج: ستاسو ګران او منلي دوست او د ادب او فرهنګ تاند او هڅاند مینه وال ښاغلي مسعود صاحب څخه هم د زړه له کومې مننه کوم.

**

د مرکی لومړی برخه