22.03.2016

سليم شاه

 

د لندن بله ادبي نا سته

نن دهجري شمسي ۱۳۹۵ کال لومړۍ ورځ ده . دلندن آسمان  هم برگ برگ دی . وريځ کله  دلمر له مخې ورکه شي اوکله هم دلمر مخ را ونغاړي . وريځ دملا څادر ته ورته ده  چې په چارچوبۍ کې يې په ولو را ښور کړي نو چې بيا هر څه کوي . خو لنډه دا چې لمر زموږ له ليده پټوي .

د دی ورځې غونډه دليکوال عبدالوکيل سوله مل په کور کې جوړه شوې ده . نن ښايسته زيات ليکوالان ،شاعران ،روښانفکران راغلي دي . . نه يوازې دليکوال اکبر کرگر ددوه اثرو يعنې له ((تورتمه روايت دی)) اودمقالو يوه ټولگه چې ((فرهنگي بحثونه )) دکتابونو مخ کتنه ده . خو دنوی کال يا دکال دلومړۍ ورځې برکت هم په غونډه پروت دی . هر يو دتلويزيونونو اوراديو گانو له لارې له هيواد نه دنوې کال دستوري اونمانځنې اوريدلي دي  . خو په دې کې شک نشته چې په يو بل اوله هيواده ليرې هيواد کې نوی کال نمانځنه هم دغربت ، ياس او نهيلي نه ډکه وي .

حضرت اعظمي هر وخت دغونډې ښکلا زياتوي . که په دوعا وو کيږي عمر دې ورته دحضرت خضر شي  چې بيا څو پيړۍ وروسته نورو نسلونو ته زموږ کيسه هم وکړي . چې هلکو دلته په دې لندن کې داسې څو افغانان وو . کله نا کله به را ټوليدل  اوبنډار به يې کاوه . خو ددی غونډې په بندوبست کې  پوره هڅه کوي . هسې خو هم څوک چې تازه په تازه سالون ته را ننووزي نو سم دواره دچايو  پياله  ورته په مخ کي ږدي . اوله ورايه يې ورته له خندا نه خوله بی انډوله شي . په زړه پورې داده چې څوک ورته ووايي چې هلکه دنوي کال دې مبارک شه  . دی سم دواره دهغه سلفي اووهابې ملايانو خبرې را واخلي چې بې پرتوگه اوزود کميس اغوندي .وراره يې په زنگنو شړپشړپ کوي .  ږيره يې اوږده ښه اوږده لکه دپشه کال ورځ اوسر يې کوچنې کلکه دمړزنيولي وي . دهغو دخبرې يادونه کوي چې وايي :

دنوی کال مبارکي حرامه ده . نوروز حرام دی . نوی کال حرام دی . خوراک حرام دی . هفت سين حرام دی . دا حرام دي اوهاغه حرام دي  .خو بياورسره دا ټپه را غبرگه کړي چې وايي : ياره ډيره ښه ټپه ده:

خوله دملا ....مزه کا  ـ دشکراني چرگان يې ټول خوړلي دينه . خو بيا سم دواره دا هم وايي چې ددې پښتو ټپي محتوا هم حلاله ده .

بل ملگري سم دواره داعظمي په خبرو کې راولويده وی ويل : دحيرانۍ خبره داده چې په دا تېرو پنځه زره کلونو کې نوروز حرام نه وو  . دنوي کال نمانځنه حرامه نه وه . خو اوس ددې ملايانو دلوړی پوهي اوعالي درايت (!) له کبله حرام دي . مانا داچې دا جغرافيه يا داسر زمين چې افغانستان نوميږي دا هم حرام دی . ددوی په وينا چې يوازې دقصه خوانې چاپ دزيړو کتابونو پرته دافغانستان له تاريخ او ځمکنۍ بشپړتيا نه خبر نه دي اونه پرې باور لري . اونه خو دملت په مفهوم باور لري . نو دا هر څه حرام دي .

بل ملگري وويل : يوه ملا صيب خو ان تر دې پورې ويلي دي  چې څوک چې دنوې کال په ورځ چپس هم خرڅوي  هغه هم حرام دي . بل پرې ورزياته کړه  يعنې قياس دا کيدای شي  چې دا لمر چې را خيژې له مشرقه اوبيا لوييږي په مغرب کې، دا هم حرام دی . ونې چې غوټۍ کوي دا هم حرامې دي . فصلونه چې را شنه کيږي  دا هم حرام دي . خو يوازې ملا صيب ته دختم حلوا اوفيريني حلاله ده ،دمړو دسر سقاط ورته حلال دی . اوچې کورته دشپې ځي  نو دخپلې بې بې حاجي سره خبرې اتری ورتي حلالي دي . نو مخ دې دداسی ميډن پاکستاني ملايانو تور شي  چې هر څه يې تور دي . ذهن يې تور ،فکر يې تور ، لړمون يې تور ولا کو خو ددوی په ضمير اووجدان کې  دنغلو برښنا لا کار وکي .له دوی خو تور بادنجان ښه وو چې په پټو کې را شنه شوي واي نه دا دجهالت  تخم  چې يوازې گيډه اوله گيډې لاندې څه پيژني.

سيال صيب غږ وکه چې هلکه په  سلفي ملا خپل وخت عبث مه تيروئ . دا ملا چې دشيطان په باب ډېرې خبري کوي تاسو يې بايد دماشوړې سر پيدا کړۍ ؟بل وويل يعنې څه ؟هغه وويل دانسان سره په دوښمنۍ کې دملا اوشيطان سخت رقابت دی . که شيطان غواړې چې انسان له پاڼه وغورځوي  نو ملا يې ورته سترگې تړې  که شيطان انسان ته زهر ورکوي ملا دهمدغه زهرو سره نوره سنکيا هم گډوي . لنډه داچې که نوی کال الله پاک دطبعيت دځوانۍ له پاره راوستی دی  نو ملا يې په همدې دونيا دانسان دعذاب له پاره راوستی دی . اودوزخ اصلا دهمده په .... کې دی . بل چيرې نه دی . دهمدي خبرو په منځ کې زموږ دادبي غونډي سوسولوف را تير شو . پياله يې په ميز کيښوده  ويل يې بس غونډه به پيل کوو. خو دباوري طاقت ونه شو ، ويل يې ددې له پاره چی غونډه په خندا پيل شي يوه ټوکه به وکړم . ټول غلي شول  خو باورې صيب ټوکې هم دسکوت فضا په خندا واړوله .

له ټوکې وروسته  وکيل سوله مل (سوسولوف ) بيا وويل ماته به پنځه دقيقي وخت راکۍ چې زه مې دا ليکنه ولولم هسې گډه وډه ده . سمه نه ده ټولو ورته ښه وويل . جرت چيرته دی  چې دهغه په خبره کې څوک نا ووايي : خو پنځه منټه لا پوره نه وو چې سړې  خپله يوه نيمه سترگي دپسرلي دلمر په زاويه را پورته کړه وې ويل بس تڼی صيب به غونډه چالانه کړي .  

يوه وويل چې دا خو غونډه ده دا خو پيل کيږي  موټر خو نه دی  چې چالان شي .خو هغه په ځواب کې وويل : موټر څه چې ان اورگاډی  ته ورته ده . تاسو خو ځانونه ماړه کړي  اوس نو دگرامر پسې مه گرځئ.

لومړې سپين جان دنوی کال حلاله مبارکي وويله : خو په دې غونډه کې درې نوې څيرې هم موجودي وي  چي يو امان الله ساپې بل  حسن خان له هالند اواکبري صيب ددرې ژبي خوږ ژبی شاعر هم موجود وو. بزگر مل صيب اوسيد لال اخندزاده سلیمان خیل شينوارې   هم په غونډه کې ناست وو. تڼي له ټکور نه غوښتنه وکړه چې دفرهنگي بحثونو په اثر څه ووايي :

هغه وويل څو ورځي دمخه ملگري غلام محمد کامه وال دکرگر کتابونه راکړه مايې دفرهنگي بحثونو اثر ولوست . په دی اثر کې په زړه پورې مقالي راغلي دي . په اثر کې دروحانيت اوپه پښتني ټولنه کې دبيلابيلو موسسو يادونه شوي ده . په اثر کې دملا نقش اورول په کليواله ټولنه کې ښه  توضيح شوی دی . همدارنگه په تاريخي  لحاظ دخوشال په وړاندي  دملا ميانور دکفر فتوا . دبايزيد روښان پر ضد داخند درويزه پروپاگندونه  اوهمدارنگه دامانيه نهضت په وړاندې دانگليسي  ملايانو دکفر فتوا اوهمدارنگه دارزښتونو مساله او دځان پردي کيدني اودمدرنيزم په وړاندي ددوديزوالي مقاومت په باب څيړنيزي مقالي راغلي دي .

ټکور وويل :ما غوښتل چې په دې اثر يو څه وليکم خو له بده مرغه که وغواړم چې يو څه وليکم بايد يوه اونۍ پرې فکر وکړم خو چې پيل پرې وکړم بيا را نه موضوع شليږي. مطلب دا چې دکارا وفرهنگي کارونو په اړوند يو واټن ددې سبب شوی چې فکرې انډول مې گډ وډ شي .

دټکور له خبرو وروسته سپين تڼی وويل: ټکور بيا هم ديپلماسي وکړه  ، له يوې خوا يې وويل چې فرهنگي بحثونه نور تحقيق ته اړه لري  خوله بلي خوا يې وويل چې پر ځای اودموجوده حال سره سمې مقالي دي .

له هغه وروسته وار تکل ته ورغئ. نظيف الله تکل شاعر اونقاد  دکرگر په لنډو کيسو باندې يوه لنډه خو له محتوا ډکه ليکنه کړي وه  چې دهغي يوه برخه دلته را اخلو . 

((خپه ارواوې ، ددې اثر هغه کيسه ده چې لوستونکي ته ترې دکرگر دکيسه ليکنې توانايي جوتيږي . ددې کيسې دپيل په جملو کې يو داسې تصوير وړاندې کيږي چې هيڅ لوستونکي ته به پردی نه وي . وگورۍ ((باران نری نری اوري . ددالان يوه برخه چې سر يې خلاص اولا پټه نه ده  لنده بريښي . باران پر مخامخ بلۍ هم  لگيږي . کله نا کله چې دنري باد څپه را غبرگه شي  دباران څاڅکي  سر پټي دالان ته هم راننباسي . د کټ پښې ته يوه چرگه له پښې تړلې ده . وزرې يې نوري هم ځمکې ته کښته کړي دي . ټوغه ناسته ده . له دواړو ډډو يې دکوچنيو چرگوړو ا واز اوسنگارې اوريدل کيږي .يو نيم چرگوړی دچرگې له وزرو سر را بهر کړي شاوخوا وگوري بيرته سر وردننه کړي  . چرگه په خپل مخ کې په پرتو اوشيندلو دانو خوله کښته کړي . يوه ترې را پورته کړي بيا  مرۍ پورته ونيسي له ستوني ېی تيره کړي . بيا هم چرگوړي وسنگيږي . دباران څاڅکي دبهر سر خلاصي منډو   نه رادننه شي))

 دتکل له خبرو وروسته سيال شينواري ، حضرت اعظمي ، بزگر مل صيب سپين تڼي اوبيا سوله مل خبرې وکړي .  خو باالاخره وار سوله مل ته ورغئ .سوله مل  چې دکيسو جونگ لوستې وو دکيسو دټولگې نه زياته ليکنه يې پرې کړې وه وويل: 

له تورتمه روایت دئ د کرګر صا حب اومه کیسه ایزه ټولګه ده چې دده ټولو مجموعو په پرتله په کې تر ټولو لنډې او ډیرې  یعنې شل کیسې راغلي دي . کرګر د پښتو کیسه ایز بهیر هغه استاذی دی چې ځا نته ځا نګړی سبک لری او د ګڼوپښتو کیسه لیکوالو په خلا ف کیسې په نوو نړیوالو رایجو فورمونو کې لیکي ، سره له دې چې دی هم کله نا کله ریالیستیک سبک کاروی خو ډیری کیسې لکه ددې ټولګې په څیر فلسفی او اروایی مظا مین  لری چې په نوو رایجو نړیوالو ادبی فورمونو کې ېې رانغاړی.

زما یی په کیسو کې د کرکترونو د اروایی تصویرونو تر څنګ کلیوالی انځورونه هم ډیر ښه راځی .

له ما ضی سره د حال  تړون او د مکان لیږ یی د کیسو بله ځا نګړنه ده . زما له نظره که وغواړو د کرګر په کیسو سم وپوهیږو با ید د کرګر هومره فلسفه او روانپیژندنه هم زده کړو،

سوله مل دده د نوښت او ځا نګړی سبک او انفرادیت تر څنګ دده ددې ټولګې په ځنو کیسو نیوکې هم وکړې او ویی ویل: د کرګر صا حب ځنې ډیا لوګونه د کیسو د کرکترونو د حالت او موقیعت سره سمې نه دي ، او په یوه کیسه کې ېې د لنډې کیسې ډیالوګونو د نندارې ډیالوګونه خپل کړي دي. او د ځنو تورو لکه هو او خو کارونه هم په ځنو ځا یونو کې نا سمه ده  ، سو له مل په پا ی کې وویل که کرګر صا حب په ځنو ځا یونو او برخو کې ځان د نثر له نا منسجموالی وژغوری او پخپلو ډیالوګونو ډیر فکر متمرکز کړي دی به لا خپلې کیسې دپښتو په نمونه کیسو واړوي.

د مارچ  ۲۰ نيټه

 د۱۳۹۵ کال لومړۍ ورځ