29 اپریل  2016

سليم شاه 

د لندن د اپریل ادبی غونډه

نن بيا دتېرې اونۍ په څير يكشنبه ده · دزمان اومهال سره هم زموږ لانجه په دې ده چې  نه خو ديكشنبې پر ځای چارشنبه راغله اونه خو زموږ ملا اوطالب مسلمانان شول · كلونه كيږي چې زموږ دخويندو ميندو ټيكري او كالي هم هماغسې تور دي · هيڅ يې رنگ بدل نه شو · له هغه مهاله چې زموږ خويندي ميندې تورې جامي  اغوندي  اوتور ټيكري پر سر كوي  دچا خبره نه منې اونه خو رنگه كالي خوښوي · وايي  دزلمو جنازو ته په سرو كاليو كې نه كښينو ·  وايي دا زموږ رسم نه دی چې  موږ  دې په  جنازو ونه ژاړو · واي موږ په دې ښه ښكارو چي يوازې غم وگالو اوخوشالي ونه وينو · دا ځكه چې خدای پاك پر موږ څو قهره نازل كړي دي · نوره دونيا ترې خلاصه ده  غم يوازې دافغان په برخه رسيدلي دي · چي څوك ترې وپوښتي چې داغمونه وشميره · هغوۍ وايي :

 دبابا ادم خټه چې يې له گنده  مټې خټې جوړوله  ناوړه ځانگړني يې همدلته موږ ته پاتي دي · دخداې يو قهر خو دادې چې چيرته  دشگو حراميان وو هغه يې پر موږ په دې اوهاغه   نوم زموږ په مرۍ كښينول · چيرته چې يوه ليوشت ځمكه اوكور وو هغه يې غصب كړه · دين اومذهب خو خپلو ټيكه دارانو ملايانو طالبانو  اودجومات حراميانو په خپلو پنجو كې واخيست · بمونه هم دوې خپل مال وگاڼه اودافغان دمظلوم اولس دوينو تويدل يې په خپل چټل اومردار قانون كې ځانته روا وبلل · سړی حيران شي  چې دا بابا ادم چيرته پيدا كړي او ورته ووايي  چې خدای خو داسې نه وو فرمايلي چې موږ دجومات دحراميانو په لاس كې وركه ·

خبره دكابل دتيرې ورځې دغميزي په باب دده · يوه ميرمن چې پيركي كور كې جوړوي۔ بوتكې ځوی يې په ښار كې پلوري اوماښام ورته لس شل روپۍ را وړي چې ماشومان پرې گيډه مړه كی · خو مرادر خور طالب د مزدورملا په دستور هغه الوزوي اوژوند ترې اخلي · دخدای وركړه يعني حيات يې له لاسه تښتوي · بيا دې ته وايي اسلام ·  نو دوطن ميندې وايي · موږ همدې غمو نو ته پيدا يو  · موږ په همدي غمونو كې را لوي يو · خو دا هم ورسره وايي  · هغوۍ چې دجنت په لټه كې وو اودجنت له پاره يې جهاد كولو ای خدايه  دا جنت همدوې ته وركړه · زموږ ترې توبه  دوې ټول زر جنت ته بوزه  · چې په دې دونيا خو ترې لږ ارام وكړو ·   

نو همداسې ده چې  تور زموږ دماتم رنگ دی · اوس زموږ شعر هم زموږ ادب ، زموږ كيسه اوداستان اوان زموږ هره ليكنه  ماتمي ده · نه پوهيږو چې الله پاك موږ يوازې دهمدې غمونو له پاره پيدا كړي يو   چې غوښي ، هډوكي  ،سرونه اواندامونه مو د سرپو اوباروتو سره  همداسې په هوا وي ؟ ·

هغه دداستايوسكي خبره ده  چې وايي : جنت اودوزخ زموږ ديو بل په تن كې دی۔ يو بل ته دوزخ يو · اوس دوزخ زموږ دخلكو جونگړه ده · كله نا كله سړي ته شك پيداشي داسي نه چې دافغانستان جغرافيه په دوزخ بدله شوي وي  موږ به ترې خبر نه وو · اوكله نا کله خو يو نيم دومره په غصه وي چې وايي   يره كاشكي چې زموږ هيواد هم دوزخ شي  ځكه چې ژوند پای ته ورسيزي  نو دحساب كتاب شيبې به ژر  پيل شي · كله نا كله بيا ناهيلي شو · چې ايا د افغانستان په نوم هيواد به گوندې د راتلونكي اومستقبل په نوم څه لري ·له اوسه خو داسې بريښي چې  موږ ددوزخ په څو قدمۍ يعني برزخ كې اوسو ·

نن په غونډه كې هماغه چوپتيا حاكمه وه  لكه چې دكابل په زړه كې   له چاودني وروسته لاسبري وه ·كه موږ هر څومره ليري شو اوزموږ اودوطن  زرگونه مايله واټن وي  دخاپوړو كوڅي مو له ياده نه ووځي خو څه چاره؟

په زمانه يو څو غټان قابض دي   اوخدايه په تا رانه مليان قابض دي ·

نن هم لندن ميشتي ياران يو يو مړه غوږونه سالون ته را ننووځي  او دوطن له مور سره دوير په ټغر كښيني ·

RRR

ددې اونۍ په غونډه باندې سره له دې چې دكابل دغميزي اوپه هيواد كې دروان ناورين خمار اوسرساند ه گي پرته وه · خو ځينې ياران هم داسې وو چي كله په روانه غونډه كې يې زموږ دپخوانو پوليسو يو افسر وليده نو سملاسي يې مباركي وركړه · ورته وي ويل مبارك مبارک · هغه حيران شو ويل څه خبره ده ·؟

هغه ورته وويل گوره چې اوس دشيريني دراكولو له وجهی ځان هم په ناگارو كې اچوي · ؟ هغه ورزياته كړه  وويل چي يو چا له بل نه پوښتنه وكړه چې  هلكه دا پيل هگۍ اچوي اوكه بچی راوړي ، ؟

هغه ورته په ځواب كې وويل · : يره پيل چې دادومره غټه كونه اواوږود خلتم لري · شك په كې نشته چې هم دا وكي اوهم  هاغه ۔دا دنغمې دسندرې سر په څير چې همدا كوي اوهمدا ·  نو ننی افغانستان هم داسې شوی دی  ·نوموړي دپوښتني په ځواب كې وويل:   د كورنيو چارو وزارت ته نوی نومنكلاتور جوړ شوی دې اودندې يې هم بدلون كړې دی  · بل پوښتنه وكړه ولي؟ څه خبره ده · هغه وويل : خبره داده  چې دنده يې له محاربي اوامنيتي نه روغتيايي او وقايوي ته بدله شوې ده ·  يو بل نارې كړي اوس مې پرې سر خلاص شو ·  يعنې دا چې كوم نرس يا كمپودر  دوزير په بست كې ټاكل شوی دی  ماته سم دم  دلومړني ښوونځي ښوونكي ارواښاد فضل ربي استاد را ياد شو  چې كله به صنف ته راغئ نو تنبل شاگرد ته به يې  دكمپوډر خطاب كاوه اوبيا يې دا تفسير هم وركولو چې هلكه دكمپوډر مانا داده چې  كم پوهيږي اونور هسې ډر وي ·

بل ملگرې دميز له بره سره  نعرې كړې: په خدای اوپه پيرانو پير  چې دمياعلي  صيب زور هم ورسره شي   دا وطن به جوړ نه شي  : ځكه چې ايا په دې لوي وطن كې يو دسړي زوی نه پيدا كيده چې يو كمپوډر دكورنيو چارو وزير تاكل كيږي ·كار به اهل كار خبري څه شوي · اوس خو داسې راغلي ده چې كار به اهل چور  ته سپارل كيږي · سوله به اهل قاتل ته سپارل كيږي · اغه دپښتوټپه ده چې وايي :

كلي كې يو ښه زلمی نشته   دا سپين پرتوگ مې په ورنو خوله لگوينه 

هو داسي هم ويل كيږي چې په دې كې به هم حكمت وي  · اوهغه داچې په دې وختونو كې ملكي اوپوځي تلفات زيات شوي دي   نو نرس اوبنداژ ايښودونكي ته اړه ده · دا نرس هم ددې له پاره ټاكل شوي دی  چې په ناروغانو پټئ كيږدي· اودپټي ايښودو په وخت كې دجيبونو تالاشي هم وكړي ·

بل ملگرې غږ وكه : دا خو لا څه چې : وايي په داسې بلا واوړي چې پرتوگ په غاړه راوړي  · دتورن صيب اسماعيل خان له اپلتو  خبر ياست · ؟

بل ويل هو دپښتو دې متل سره صدق كوي  چي وايي : دمرچو په پوله دې پلار روان وو  خښتگ دې دمور سوځيدو ·  دغه بيوزلي او جهادي يتيم چې  په كوم موټر باندې دداكتر نجيب الله شهيد عكس ليدلي دی سم دواره يې په اندامونو لړزه راغلي ده  چې كه بيا نجيب را ژوندي شي  يا نجيب خيلي را وټوكيږي  نو نه خو به دده چلتار وي اونه به يې بلډنگونه  ·

داكتر اشرف غني خو دفساد ناري وهي  خو قطار دومره اوږددی  چې دغه بمبلي يار ته به كله وار ورځي · نو امر يې كړي چې ديگر هيچ كس حق ندارد كه عكس های داكتر نجيب را به موتر خويش بچسپاند  )

عجيب امر دی : عجب صبري خدا دارد · خو زه وايم : بمبلي ياره  ته ملامت نه يې۔ ويره ددې سبب كيږي  چې دسړي خوب هم وتښتي · اوس ددې وطن هر فرد اوهر ځوان نجيب دی · ستا له خبرو داسې مالوميږي چې نجيب اونجيبيان  اوس دخلكو په زړونو كې ځای لري · دوطن يوه لويشت يې هم نه ده پلورلي ·  قطاعالطريقان نه وو  بي ناموسان نه وو خركسان نه وو · جاسوسان  مردار خوران اوداسې نور انان نه وو · له موټرو خو به عكسونه ليري كړي خو له زړونو اوذهنونو سره به څه كوي ·

RRR

غونډه دپنځو بجو په شاووخوا كي پيل شوه . د غونډې په ګډونوالو کې په لندن میشتو لیکوالو ، شا عرانو او فرهنګیانو برسیره له ډنمارک راغلي میلمه د هیواد تکړه ویاند او ژورنا لیست نصیر سهام هم برخه اخیستې وه · په سركې دغونډي چلوونكي سليم حيات  له پوهاند داكتر مجاوراحمد  زيار نه غوښتنه وكړه  چې دنوی ،ازاداوسپين شعر اوداسې نور رنگونه توضيح كړي·نوموړي په دي باب په افغانستان كې دنوي اوازاد  پښتو شعر رواجيدل توضيح اود هغه  په تاريخ اوماضې باندې يې رڼا واچوله · هغه دا مساله روښانه كړه چې په پښتو شعر باندي دعربي اوفارسي اغيز شته · خو پښتو شعر كې سپين شعر اوازاد شعر  اونور ډولونه دپښتو دفولكلور بډايه سرچيني نه تغذيه كيږي 

سپين شعر لنډ تنگ دی · يو فكر اوخيال په كې راځي  ·

دمنثور شعر هستوونكي په هيواد كې خدای بخښلي  محمد دين ژواك اومحمد جان فنا صافی وو  ·محترم كاظمي صيب پوښتنه وكړده : دسپين اوازاد شعر تر منځ توپير څه دې · ؟

تكل هم دا پوښتنه را ولاړه كړه   : پدې كې ته   څه وايي : په سپينو غرو باندې را تاو شول توفانونه  · مه ځه دلته شپه وكه · پاتې شه باران دی · 

داكتر زيار لومړي دكاظمي پوښتنه ځواب كړه اودهغه له توضيح نه وروسته يې دتكل پوښتني ته وويل :  په دې شعر كې كه قافيه نشته وزن په كې شته ·

په پښتو کې ژبه اوكليمات ډير اغيز لري زموږ په پښتو كې فشارونه او  خج په  قافيه اووزن کې زياته مرسته كوي ·

له هغه وروسته احمد ضيا سيامك هيروي  خپله لنډه كيسه (بوی بهی ) په نوم ولوستله · دسيامك په كيسه باندې  داكتر زيار  ، كرگر اوغلام حيدر يگانه خبري وكړې اوكيسه يې ډيره ښه وارزوله · محسني هم وړانديز وكړ  چې كه په راتلونكي كې  ليكوال خپل اثار له غونډي تر مخه ملگرو ته دايميل له لاري واستوي · ښه به وي · نظيف تكل وويل  چي په دې كيسه كي دټوكريو اوبدلو لړی ماته خپل كلي را ياد کړ چې هلته زياركښو خلكو دا كار كاوه · له هغو وروسته وار اكبر كرگر ته وركړل شو چې خپله كيسه ولولي :

دكرگر دكيسې عنوان وو  دهغوی خدای اوزما دپلار هغه ··  له کيسې وروسته  احمد ضيا سيامك  وړانديز وكړ چې ليكوال بايد  يو وار بيا په كيسه تير شي· زيار وويل : دا غوره رواني كيسه ده   اوښكلي پايله لري  كيدای شي په پايله كې يې بدلون راشي · خو نورو ورسره دا ونه منله · سوله مل وويل

زما په نظر دا كيسه ډير ښه دردوونكي رواني تصاوير لري · بله دا چې اوسنی كيسه دپرون لنډ كيسه نه ده  چې ارومرو دي دا اوهغه ولري ·

سيامك وويل : انچه نويسنده گفت وچيزي كه انتخاب كرده است  درست بوده است  مريض يا كرکتر داستان  خودرا بازگو مينمايد  نقطه اخيری اينست كه خواننده بايد فكر كنند اين  داستاني است  كه خواننده را به تفكر واميدارد ·

له اكبركرگر  وروسته ښاغلي محسني خپله ليكنه چې دسيامك په يوه ناول : ((اشكهای تورنتودرپای درخت انار  ))  ولوستله  په  دي ليكنه له خبرو وروسته نظیف الله تکل خپل څو تازه آزاد شعرونه او غزل ولوست چې د برخه والو خورا خوښ او د ستا ینې وړ وګرځیدل په ده پسې حمدالله ګران خپل یو اوږد نظم ولوست  د غونډې ورستی لیکنه د سوله مل لنډه كيسه: ((دپلار زیارت))  وه چې  لیکوال   واوروله   د نومړی کیسه د اوسنی افغا نستا ن له دې واقیعته خړوبیده چې ځنې مفا هیم لکه شهید ، غازي او اتل  پکې څنګه خپل درنښت او رنګ با یلی او دا ټولنه او اولس نه دئ او نه کوم ټولنیز قرادادونه او معیارونه چې وګړو ته د هغوی په القا بو کې  نقش لری بلکې دا هرڅه د زور او زر د خاوندانو له ارادې  او خوښې خړوبیږي او فردی ارادې دي چې له چا اتل او له چا خا ین جوړوی ·

غونډه دماښام په اتو بجو پای ته ورسيده ·