02.02.2017

اکبر کرگر

د سرکار  تر  ذنې لاندې

د هټۍ  د دروازې په خلاصولو سره  نادر هم د  مرمۍ په څير له  جانان سره جوخت هټۍ ته ورننووت . دروازه يې په شاه پسې پورې کړه او  تر هغو چې جانان ځان جوړاوه . دروازه يې کونډه او جانان يې له مرۍ ونيوه . په زور يې پس خانې ته کړ. چاړه يې له واسکټ نه را وويستله . اوپر مرۍ يې ورته کيښوده . په دوه درې واره کشولو يې د جانان  سر جلا کړ ؛ سترگې يې بټې  د سر په  کاسه کې پاتې شوي . ژر يې خپله چاړه او ويني پاکې کړې . جانان يې پس خانه کې نور هم ټيله کړ . او په تراټ يې د دوکان ټول قيمتي څيزونه په جيبونو کې واچول . هڅه يې وکړه چې خپله  حوصله مندي جوړه   او  سړه  سينه کړي . پر وارخطايي  لاسبرى شي نو  لومړى يې  د دروازې  له  درزه  بهر وکتل . سهار لمونځ قضا مهال  دى ؛ ځينې خلک  چې د کار په لور روان  دى  خوبيولي  او  سترګې  په لار کې په خپلو سوکانو موښي  له يوې نيمې هټۍ لوگى را پورته دي  . چو په چوپيا خپل راج چلوي  .

نادر  په  منډلو او درنو گامونو له  دوکانه  ووځي ؛ د خپل هستوگنځي په  لور روان  دى . جيبونه  يې  پړسيدلي  دي  ؛ “ نن يې  پوره کار کړي دي . ياره!  سم عمليات يې وکړل . هټۍ چې  د لوى ښار په منځ  او  امنيه قوماندانۍ ته څيرمه موقعيت لري . د هيڅ چا باور نه  راځي چې  دلته  دې غلا او ډاکه پريووځي  .  گوندې غل خو څه چې   ان پيريان تگ راتگ وکي

 هغه  د خپل هستوگنځي لوېې دروازې ته ورنږدي کيږي . سلام اچوي . د تل په څير پراخه  ټنډه  او  له خندا ډکه خوله پيره دارانو ته گوري .  هغه له يو څه مودې را هيسې  دزندان  د لوي چارواکي په اجازه  بهر تگ راتگ کوي . په نرمه ژبه او  له خندا ډکه خوله سلا م  اچوي .  د خولي روغبړ کوي . او بيا خپلې کوټي ته وردننه کيږي . يوه  شيبه کښيني . دمه جوړوي . بيا له ځايه پاڅيږي . دخپلي تنگي وړې کوټي دروازي کلکوي . اوپه خپله چټله او گډه وډه  بستره کې ستوني ستاغ څملي .

بيا له ځايه را پاڅيږي  غلا شوي د  سرو زرو کالي  اوپيسې  په خپله بستره کې ؛ په بالښت او زاړه لرگين بکس کې ږدي .  سر يې قلفوي .  يو څه په خپلو زړو کاليو کې تاووي . ښه ورته ځير کيږي .  له ځانه سره وايي  ؛“ دې ته وايي عمليات . هم مې جنت ته واستوه اوهم مې جنت جوړ که . په جنت کې جنت . دبل  له پاره جنت  دځان له پاره جنت . اخ! جنته! له نامه دې ځار شم .

بيا يوه شيبه له سره په خپله گډه وډه بستره کې ستوني ستاغ څملي .

پورته د کوټې چت ته گوري  د کوټي په چت کې چې له پاسه کوم وخت د باران اوبه راغلي اوزيړه ليکه يې ويستلي ده . دجانا ن څيره يې سترگو ته کيږي . کوټه يې په سترگو کې ټوله سره بريښي.  شاوخوا د وينو ډنډ ويني . د جانان څيره يې مخي ته دريږي . په کټ کټ ورته خاندي . ورته وايي ښه توره دې وکړه . زه دې حلال کړم . زه دې ووژلم . خو گوره زما وينه په ځمکه تويه شوي نه ده . هغه د اور بڅرکي دي  اوستا په رگونو کې ځغلي . ستا په رگونو کې اوس زما وينه  ده . زما وينه به  تا ارام ته پري نه ږدي . بې غمه اوسه .

نادر يو وار را پاڅي . توبه  باسي . کليمه وايي . شيطانه کور دې وران شه !

بل آوا ز يې په غوږونو کې بنگار کوي . „دشيطان کور ولي ورانوي . ته خو يو پوره مسلمان يې ؛ شيطان تاته گوته په غاښ دى ؛حيران دى . هغه کارونه چې ته کوي  دشيطان په قاموس کې هم نشته .

 نادر له دې سوچونو نه په تنگ راځي . سترگي يې تور خوري  ژر راپاځي . بهر ته  د  اوداسه له پاره نه  درومي . په څادر تيمم وهي . اوزر په لمانځه دريږي . دوه  رکعته نفل کوي . سلام گرځوي . غواړي فکر بدل کړي خو وسوسه يې په وجود کې لاره کوي ټول رگونه يې پړسيږي . لکه يوڅه چې گواهي ورکوي .

له ځانه سره وايي .“ څوک خو به پوه شوي نه وي ؟؛ چا خو به ليدلي نه ووم ؟؛ د افندي د هټۍپه خوا کې خو به بل هټيوال نه يم ليدلي؟ . . له ځانه سره وايي . نه  نه!  هغه مهال هيڅوک نه ول .

دجانان د سر په کاسه کې بټې سترگي چې په وروستي ليدو يې په ذهن کې پاتي وي  اوغاښونه يې چيچل په ياد ته را ځي  . ترهه يې ترې راځي ؛ غونى يې زيږيږي ؛ دوجود ويښتان؛ په لاسونو ويښتان اودسر ويښتان فکر کوي نيغ دريږي . هيندارې ته گوري  . له ځانه سره وايي:

مړه مه مې ځوروه .  خو ته  نه لومړني يې اونه هم  وروستې ؛ که ژوندى  ووم ستا په څير ډير به نور هم جنت ته وليږم . زما کار څه دې؟  دجنت دټکټونو پلورل . فکر کوم مور به لا بل داسې نادر نه وي زيږولي . يوازې نادر دى چې دا زړه لري . زړورتوب لري له چا يې سترگه نه سوځي .  اودچرگانو بڼکي  باسي .  دچرگانو سرونه جلا کوي . تنه يې يو چيرې اوسريې بل چيري . چرگان ؛ چرگان درته يادوم . فرق نه کوي چې کوم بانگي دى اوکوم چرگوړي  خو چې مال ولري؛ مال. اودايې هم ته  !  جانان چرگ . کاشکي خو هغه غټ بانگي هغه دهټۍ اصلي خاوند افندي مې گوتو ته راغلي واى  چې سم دبرات شپه اودلويي اختر ورځ مې ورته ورښوولي وايى . خو ځه  غم يې مه کوه . افندي چې تر څو ژوندي وي همدا عذاب يې بس دى ؛ هغه بې له هغه هم دپيسو مجنون دى ؛ پيسې اوسره يې له لاسه ورکړل . په ژوندونې په مرگ حساب دى .

کور دې گډ شه . په دومره پيسو اوجايداد څه کوي . دا خو زما در سره  حلال حق دى . ما خپل حق درنه واخيست . زه اوس گرځه ليونيه .

 گوره ! ( له ځانه سره  ) دا خو نه اوله کيسه ده اونه اخيره  چې ژوندي يې  ډير څه به وويني.“  اوبيا يې کيسه ذهن ته راځي . له ځانه سره وايي::

زما په  فکر خو ولا که پاڼه هم ورپيږي . سودا گاني مه کوه . دنور چا يې . . .  لنډ که !چې زما دمخ سترگي به څوک وشميري . د خپلې تسلي اوډاډ له پاره يوه بله کيسه  په خپل ذهن کې را تداعي کوي  چې څنگه يې د کابل په ختيز کې يو ماښام مهال يو گاډي چې خپله  هم په کې سپور وو ودراوه . د گاډي خاوند يې په يو ترپ اوخرپ کې حلال کړ.  سر يې ورته د غوړيو په پيپ کې پټ او ټوټه يې پرې واچوله . جيبونه يې ورته  لوټ کړل .  اوبيا يې پر لاره  په يو پټي کې ښخ کړ .  کله چې ماښام مهال کابل ښار ته را ننووت نو گوري چى په يوه سينما کې يو ښه هندې ناچ والا فيلم چليږي .  له ځانه سره وايي  ورځه دا فيلم هم ووينه . دادې شي دوه . بيا په سړه سينه فيلم   گوري  او لس منټه تر مخه چې فيلم خلاصيږي را ووځي ، بيا   د کور په لور خوځيږي .    لاسونه پر ي مينځي . بيا کور ته ورننووځي ارام خوب کوي . هغه دا مهال په همدې سوچونو کې و چې .... همدا وايي غم يې مه کوه سودا مه کوه . هر څه به خداى اسان کا.

(۲)

ورځ نيمايي ته ورغلي ده . د افندي دوکان مخه پوليسو  اوهټيوالو نيولي ده . گڼه گوڼه بيخي زياته ده . هر څوک هر څه وايي. هر څوک دغه بې رحمه غله او وژونکي ته گوته په غاښ دى . پيښه په وروستيو کلونو کې ساري نه لري . غل نه يوازې غل دې بلکي ډير بې رحمه اوپه زړه سخت لکه کاڼى دى.

افندي سر اوتندى وهي . دپوليسو له سر مامور نه تاوان غواړي . وايي څنگه په رڼا ورځ ستاسو تر ذني لاند ې زما هستي اونيستي لوټ کيږي؟  ولې يو بيوزلي مزدور په دومره بې رحمۍ وژل کيږي؟ . زما د لکونو پيسو مال لوټ کيږي دابه څنگه پيدا شي ؟ څوک به يې پيدا کړي ؟ دپوليسو دنده څه ده ؟

هغه دپوليسو سر مامور ته وايي  زه به د لوي  مقام په مخ کې خپل سر اوتندي ووهم . ستاسو له لاسه به ورته گريوان څيرې کړم که زما غم وخوري . زما مدعيان چې تر هغو پيدا کيږي همدا تاسي ياست .

سرمامور چوپ ولاړ دي په دلاسايني ورته وايي . ته سودا مه کوه ټول کارونه به خدا ې سم کړي . دا غل نه شي پټيداى دا به هرومرو پيدا شي . اوپه خپله سزا به ورسيږي .

سرمامور چې له ځانه اودافندي له کړو اوغوراډبو ډاريږې .   هغه چې په  شته دم ودستگاه کې ان تر بره پيژندگلوي لري  په خبرو  يې  شک اوشبه نه کوي . نو اړ کيږي چې په يو چا گوته کيږدي  تدبير وسنجوي . اوهغه د چا خبره قلمداد کړي . دافندي د تسلي اوډاډ په خاطر وايي : تر هغو چې زه دا ډاکو پيدا نه کم  خپل ماموريت به پريږدم او خپل يونيفورم به په تن نه کم . ته بې غمه اوسه . ډاډه اوسه !

خلک خوريږي . جسد پورته کيږي  ،سر مامور خپل دفتر ته درومي . له څو تنو سره مشوره کوي . پريکړه په دې کېږي چې دڅنگ  دوکان خاوند ونيسي . هغه يو سماوار چي دې .  ورته وايي ته په کې لاس لري . سماوار چي  سبا دڅو تنو عسکرو په وسيله نيول کيږي اورا وستل کيږي

له هغه څيړنه پيل کيږي .   په پښو اولاسونو کې يې زولني اچول کيږي . ترې پوښتنه کيږي .

ارومرو دا غلا تاکړي اويا له غلو سره شريک يې . هغه له ډېر وخت  وروسته  دې پايلي ته رسيږي  چې  اوس نو له پيښې تيښته  نشته ؛ تدبير سنجوه اوځان خلا صوه .

په شپو شپو فکر کوي . له ځانه سره فکر کوي . څنگه له دې جنجاله ځان خلاص کم؟ . لکه چې  دبوسو په تول کې کښيوتم . دلته خو پوښتنه اوگرويږنه هسې هم نشته . ماشومان ،کورنۍ اودسماوار کارونه هم ويجاړ شول .

فکريې د څو کالو وړاندې پيښو ته ورگرځي . يو مهال يې يوه تربور له وروره سره په کلي کې شخړه درلوده .  دهغه ورور يې وواژه  . دهغه بې عزتي يې وکړه . دکلي دخلکو په مخ کې يې  وواژه  اوس دهغه ورور بيا دکسات  سوچ په سر کې گرځوي . هغه هم بده ورځ وه . که زه ماشوم نه واىى په هماغه ورځ به ما هم  . . . . . . له هغه  ډار په کار دى . په زړه  مې  ورته غوټه ولاړه ده .  بايد له کسات اخيستلو تر مخه  دهغه  چاره وشي .  اوله دې پلندۍ  هم بايد ځان  را وباسم  ..

سر را پورته کوي . دزندان دخيرني کوټي دروازې ته يې پام کيږي . نادرخان ورته ټک ټک کوي . ورورکه لکه چې ته نوى راغلي يې ؟

خيريت خو به وي  ؛ موږ خو کهنه گي(زاړه ) يو . که کوم امر وخدمت وي راته ووايه . دا زندان دى له يو بل سره به مرسته کوو.

بيا ترې پوښتنه کوي ؟ څه خبره ده ؟ ته ولې راوستل شوې يې  ؟

زما دسماوارنه اخوا څو دوکانه وړاندې يو دوکان غلو وهلي دي اوپه  هغه کې يې زه قلم داد کړي يم .

نادر وايي : خداى دې دا ظالمان تباه اوبرباد کۍ ؟ چې مظلومان زوروې . څه غلا شوې وو ؟ مال ډير وړل شوې وو ؟

- يوازې مال وړل شوى نه وو ؛ بلکې مزدور يې هم غلو حلال کړي وو.

اى لاسونه دې ور مات شي . خداى دې تباه اوبرباد کي چې مظلومان هزاروي . دهغه مزدور به نفقه خور نه وو ؟ ظالمان دى تباه شي . وروره زه راغلم که څه ته اړتيا لري . چې درته را يې وړم ؟

-    نه کور دې ودان خداى دى خير درکي .

سماوار چې بيا په هماغه لړ کې په فکرونو کې ځي او د څيړونکي خبرې يې په ذهن کې تاويږي

موږ ته مدعي راوښايه، کنه نو ته مدعي يې ،قتل دې هم کړى او غلا دې هم کړي ده . ووايه موږ ته کيسه روښانه که ؟

 -ماته وخت راکۍ ؟ 

- همدا اوس يې ووايه.

 -زه خو دروغ نه شم ويلي .

 -موږ نه وايو چې ته دروغ ووايه بلکي رښتا ووايه .

- په ځان دروغ ووايم ؟

 -نه په ځان دى رښتيا ووايه . تا ولې   غلا اوداسې کرکجن جنايت وکړ  ؟

(۳)

 شپه له نيمايي اوښتي ده . د کابل هوا  لکه ليونۍ سپۍ خوله  لگوي .  د کور دننه آرامه ارامي ده خو په دروازه باندې  ديوه بى دريغه گوزار په اٽر  د کور خاوند له خوبه د خوب په کاليو کې را پاڅيږي . هغه چې نوې ېى خوب ته سترگې پټې کړې و ې  له سترگو يې خوب تښتي . دروازې ته را ځي . د څوک يې غږ کوي . له مقابل اړخ نه اوري .

موږ پوليس يو . رحيم الله مو په کار دى . هغه چې په گومرک کې مامور دى .

رحيم الله لومړي اوتر بريښي  وايي: په دې شپه دپوليسو راتلل دڅه له پاره ؟ خو زړه ټينگوي  د هغو له ډير ټينگار وروسته دروازه بيرته کوي .

په  رښتيا دوه درې تنو پوليسو سره مخامخ کيږي . هغوى  دننه  را بولي . خو پوليس ټينگار کوي چې ته بايد ورسره قوماندانۍ ته ولاړ شي .  هغه حيرانيږي .  ډاډ ورته ورکول کيږي چې قوماندان غوښتي ېى . سبا سهار به بيرته راشي . هغه دغاړې جامي بدلوي  اوورسره په گاډي کې حرکت کوي .

رحيم الله په توره شپه ېو نامالوم ځاى ته وړل کيږي . هلته اچول کيږي . بالاخره په  دې پوهيږي  چې هم پرې د غلا دعوه  شوې اوهم په  قتل تورن دى . شاهدانو پرې شاهدي هم ويلي ده . په رڼا ور ځ ليدل شوى دى . چې په دوکان ورننوتى اوجانان يې وژلي دې . رحيم الله چې هر څه ټينگار کوي   د هغه خبره نه منل کيږي . د قوماندان په وينا هغه په زور اوجبر اعتراف کوي .په خپل ځان باندې ناسم اوجبري اعتراف  ته اړکيږي . پخپله هم فکر کوي  چې گويا ما په رښتيا دا جنايت کړي . په شپو شپو وهل کيږي . يوه ورځ له ورځو بيا تحقيق ته غوښتل کيږي . هغه ته ويل کيږي: :

موږ سم رپوټونه لرو تا دافندي دوکان وهلي اودهغه مزدور دې هم وژلى دي . موږ ته هغه مال چې تا له دوکانه پټ کړ را وښايه تا پرې څه وکړل اوولي دې دا سې جنايت وکړ ؟ هغه حيرانيږي .

دغلا او قتل تور  د رحيم الله  اندامونه لړزوي ؛ لاره اوگودر ترې ورکيږي  يو نااشنا ځاى ته را وړل کيږي . نوي کسان دي  . شپي اوورځي تيروي  عجيب اوغريب کسان . د شپي له خوا ټول را ټوليږي .  قطې لوبي او کله نا کله جواري کوي . په دوي  کې چرسيان، بنگيان او په بيلابيلو ناروغيو اخته کسان دي يو چا  خپل پلار وژلي دى هغه هم په دې ډله کې ناسته ولاړه لري .  يو چا بل څوک وژلي  يو چا ورور وژلي اودهغه په کونډه يې نکاح کړي اوچې حکومت پرې خبر شوي نو بيا يې زندان کې اچولي .  خو اوس رحيم الله هم دې تورو دروازو نه دننه شوي دې.  يوازې چرتونه اوفکرونو اخيستي دى . له ځانه سره په ډول ډول انديښنو کې ډوب دى.

هغه له  ډېرو  وهلو ټکولو  وروسته  نور له  اده  باده  ووځي . اوبالاخره دغه جرم چې هډو په خيال کې يې نه گرځيدل په ځان پسې تړي وايي: هو ما غلا کړي ده . ما سړي وژلي دې  . خو هغه په همدغه زندان کې دبنديانو دشپي دټوليدو ډير ښه شاهد دى . يوه شپه  ټول بنديان ناست دې څلور پنځه تنه دې .  څراغ لگيدلي   دقطو لوبي کوي  په هغو جواري کوي .   نادر هم ددې ډلې يو تن چې په ظاهره دټولو سره سم اوښه چلند کوي .

 په جواري کې ډيرې پيسې له لاسه ورکوي . حيرانيږي  وايي لږ صبر وکي : پاڅيږي اوله خپل بکس نه يو وار دسرو زرو يوه گوته ږدي.  هغه هم بايلي.  اوبيا  دسرو بنگړى اوبيا بل څه !  رحيم الله ديو تعليم يافته زلمي په توگه دا ټوله صحنه په دقت څاري . خو په خوله غږ نه کوي .   په دقت اوځير ځير ټوله صحنه څاري . له ځانه سره سوچ کوي . دا څنگه بندي دى  چې دسرو کالي يې په بکس اوبستره کې ساتلي  دي اوله قوماندانۍ سره هم نږدې اړيکي لري؟

دا اوداسې ډير فکرونه  رحيم الله په فکر کې اچوي .

دولايت واکمن  ته هم احوال رسيږي چې غل اوقاتل پيدا شوى او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى .

والي حيرانيږي امر کوي چې دا غل يو وار دهغه حضور ته ورولي

امنيه قوماندان  دڅو تنو عسکرو سره    رحيم الله  په زولنو کې   لاس تړلي په گاډي کې اچوي او د والي حضور ته يې وړي . والي ترې پوښتنه کوي :

 تا ولي دومره ستر جنايت تر سره کړ ؟

هغه په ځواب کې وايي ؟ بس زه جاني اومجرم يم . ما ووژنئ ! ما قتل کړى او ما دوکان وهلى دى . دا ځکه چې ستاسو دواکمنۍ په قلمرو کې پوښتنه نشته ؟

والي په قهر کيږي ؟

--   هغه ورته وايي : والي صيب تاسې  مه په قهر کيږي .  ما غلا په پرده کې کړي ده .غواړم خبره يې هم په پرده کې وساتم . که ته غواړي  چې زه ټول حقايق اوخپل مجبوريتونه ووايم  چې زه ولې دې غلا اوجنايت ته اړ شوم  نو له ما يوازې پوښتنه وکه .   زه اوتاسي به يوازې خبري وکړو .

والي نور هم حيرانيږي وايي سمه ده . .

قوماندان له دفتره ووځي . والي خپل دفتر والا ته وايي چې څوک را پري نه ږدي .

اوس نو کيسه کوه اوډاريږه مه .

زه به درته ټوله کيسه وکړم خو په دې شرط چې...

سمه ده ؛سودا مه کوه !

والي ټوله کيسه اوري . په حيرت کې لوييږي . حرانيږي  چې دقتل اووژنو  اداره  ټوله دهغه تر  ذنې لاندي ده . ټول جرمونه هغه ته له نږدي دفتره اداره کيږي .  دجوارۍ کيسه اوري . دنادر اوقوماندان په اړيکو پوهيږي او په نويو اسرارو يې سر خلاصيږي . په دې هم خبريږي چې هغه په ازادانه توگه بهر تگ اوراتگ کولي شي .

صيب څو شپي تر مخه ستا سو په همدې زندان کې زندانيان چې قسماقسم خلک په کې دي، ناست ول . جواري يې کوله . يو تن ډيرې پيسې بايلودي . زه په جواري کې دخيل نه ووم . ما يې سيل کاوه . يو تن ډېرې پيسې بايلودي . اود خپل باخت دجبران له پاره جگ شو يوه دسرو زرو گوته ؛   بيا يې يو بنگړې اوبيا يې دسرو والي کيښودي  . زه نه پوهيږم اوته هم فکر وکه  چې دغه بندي چې دا څو کاله کيږي په دې زندان کې بندي دي دا سره زر اودسرو گاڼه له کومه کړه . ؟ ته ووايه . ؟

والي په چرت کي ځي . وايي . ښه . نور

-          بله داچې ته دې زما لاسونو اوزما مټو ته وگوره . زه په دې لاسونو يو قوي سړي را پرزولي شم اوبيا يې حلالولي شم .

-          ما په ټول عمرکې يو چرگ هم حلال کړې نه دى ؟

-          نو په تا چې چا شاهدي ويلي له هغه کس سره څه دوښمني لري ؟

-          هو صيب . دهغه سره موږ پخوانۍ دوښمني لرو . دهغه کورنۍ  په پخواکلونو کې زما ورور وژلي وو . په نه څه خبره يې ورسره خوله گډه شوي شوي وه اوبيا هغوى ډير ول زه کوچني ماشوم ووم  چې په کور را وختل اوزما مشر ورور يې وواژه .

والي  درحيم الله په خبرو کې  په حيرانۍ کې  ځي او قوماندان ته امر کوي  چې رحيم الله بيرته خپلې کوټي ته بوځه . دوسيه يې وځنډوۍ.  نور ورته  عذاب مه ورکوي .  هغه خوارکي هسې هم په خپل جرم اعتراف کړي  دا يې ښه کار کړي  دي خو دوسېه يې ماته راوړي چې زه يې ټول اعترافات بيا له سره وگورم .

(۵)

نادر چې يوازې لس وررځي يې خلاصيدو ته پاتې دې . په خپله کوټه کې ستوني ستاغ پروت دى . دجانان څيره يې سترگو ته راځي . له هغه سره را ز ونيا زکوي . دټکسي ډريور سر يې په لاسونو کې   ټوپونه وهي . جانان ورته په بټو بټو گوري .  ورته وايي :

              „له ما خلاصيدا نه لري . که ته ځانته نادر وايي نو زه هم جانان يم . مالومه به شي . ستا په رگونو کې زما وينه ځاي لري  . زما په وينه کې باروت وو . هغه تا نه پريږدي . ته به ارام ونه  شي کړاى .  اوس ته زما په منگولو کې يي .  ټکسي ډريور يې.  دگاډي په يوه  درنه اوسپنه په مغزو گوزار کوي . جانان يې په مرۍ پريووځي . مرۍ يې خپه کوي . ناڅاپي له بهر نه  نادر  ته غږ کيږي . هغه له سره بلي محاکمي ته وړل کيږي .

 نادر بيا هم منکريږي واى دخداى له پاره دا څه اورم  زه يو بندي يم . زه څنگه کولي شم ؟

خو هيات يو ټيم چې دهغه دتحقيق په جريان کې دهغه ټولي غوټي اوکالي پلټلي دي  نور سره زر هم ورته په مخ کې ږدي وايي دا دچا دي ؟

هغه حيرانيږي .چوپ پاتي کيږي . بيا ورته وايي : په هغه شپه چې دې جواري کوله  اودسرو کالي د ي په دا وکې کيښودل هغه دې له کومه کړي وو . ؟

نادر حيرانيږي؟ ساه يې تنگيږي  . نوره چاره نه لري .  جانان اوټاکسي ډريور ورته وايي : موږ دپيښو شاهدان يو  دې بايد  په ټولو خبرو اعتراف وکي  .   په نور و زيات شمير جناياتو  دې  اعتراف هم وکي“.

 نا څاپه  يو سر تيرې اوڅوتنه راځي . نادر له خوبه پاڅوي . دخيال دونيا يې له واقعيتونو سره يو ځاى کيږي . ورته وايي  ته يوه بله ډيره خطرناکه قضيه لري . ستا بند  په تماميدو نه دى . راځه له موږ سره ولاړ شه !

دسمبر  ۱۸ کال ۲۰۱۶