15.12.2016

عبدالوکیل سوله مل

هغه ورځ چې د پنجرې ور پرانستل شو

پا چا به لوړ وي که ټیټ؟ څورب به وي که ډنګر؟ سترګې به ېې تورې وي که شنې؟  تریخ او غوسناک به وي که نرم او مهربان؟ کالی به یی خا متا وی که لیلون؟ پګړۍ به په سروي که پکول او یا خولۍ؟ تخت به ېې دسرو وي که دسپینو؟

له ګهیځ راهیسې بس بي بی په دې خیالونو کې ډوبه او زنګیده . دا او دې ته ورته نورې په لس ګونه پوښتنې ېې په زړه کې راټوکیدلې وې. په هغه وختو کې نه د نن په څیر تلویزیون و او نه هم هر چیرې د اوسنیو مشرانو را ځوړند لوی لوی تصویرونه چې نن ېې د ښار ټول دیوالونه نیولي دي. له پا چا سره د هغې اړیکه یوازې هغه با نکنوټونه وو چې د پا چا عکس پکې چا پ و.

سره له دې چې خا وند ېې پا چا څو ځل لیدلی و ځکه له کلونو راهیسې اولسوال او اوس د کا بل ولایت والي و خو دې هیڅکله له هغې ورځې ورسته بیا میړه ونه پوښت چې دهغې دا پوښتنه ېې په ملنډو ځواب کړه:

ـ سړیه دا پا چا څنګه سړی دئ ؟

ـ ولې واده خو به نه ورسره کوې؟

دې ځواب ېې په خوله کې خبره وروچه کړې وه. که څه هم دا یوه ټوکه او ملنډه وه خو له هغې ورځ وروسته ېې هیڅکله بیا د پا چا په باب له میړه پوښتنې ته زړه ښه نه کړ.

نه پوهیده نن ېې څنګه بیا پا چا په زړه راوورید. هغه ېې په څو څیرو کې ځا نته مخا مخ ودراوه : تور ، سپین ،لوړ ،چاغ ، ډنګراو ................په دې فکرونو او سوچونو کې ډوبه او سرګردانه وه له ځا نه سره ېې کرل او ریبل چې ددروازې غږ ېې واورید او د سترګو په رپ کې ېې د فکرونو له دنیا راوویسته :

ـ بس بي بي

د غږ په آورید ولکه له خوبه چې راکښیني نیغه له ځا یه راولټیده. میړه یی چې له خوشحالۍ ېې اوږې غورځولې نیغ مخې ته راشین شو. په لاس کې نیولې ډالۍ د هغې مخې ته ونیوه او وار له مخه ېې وویل:

ـ دا درواخله .

بس بی بی د میړه ډالۍ ته خوشحاله او حیرانه شوه په خوشحالۍ ېې وویل:

ـ دا څه شی دئ؟

ـ دا د لوړو پوندو بو ټان دي . سبا ځا ن تیاره کړه چې ځو؟

بس بي بي خورا حیرانه او هیښه پا تې شوه:

ـ څه خبره ده چیرته ځو؟

ـ کا بل ته جشن ته ؟

ـ جشن ته؟ـ

ـ هو جشن ته

بس بي بي وپوښتل :

ـ هلته خو نو سړي او پا چا راځي !!

باور ېې رانغئ . فکر ېې کاوه میړه ېې ټوکې او ملنډي وهي خو میړه ېې شک لیرې کړ:

ـ خو زه دې هم د سړو منځته ورولم او نیغه دې په پا چا ګورم.

هغه وریږدیده . ټکان ېې وخوړ لکه خوب چې ویني ، خندا ورغله:

ـ پا چا اوس دومره اوزګاردی چې زما ددیدن اوږی شو ؟

میړه ېې خواته ځان رانږدې او هر څه ېې داسې روښا نه کړل:

ـ پا چا یوازې تا نه ویني ، د پا چا ، صدراعظم او دټولو  وزیرانو او نورو ما مورینو ښځې به سبا لو څ مخې راځي.

بس بي بی بیا اوږې او غورځولې او ګوته په غاښ شوه :

ـ مخ لو څې!

ـ هو بس بی بی ! پرون مکتوب راغلی . په ټول آفغا نستا ن کې هر چیرې چې جشن وي  د ټولو ما مورینو ښځې به مخ لوڅې له خپلو میړونو سره یو ځای د جشن ننداره کوي.

د بس بی بی خوله وازه پا تې شوه :

ـ دا څه پیښه شوې چې د پا چا په ښځو دومره زړه وسوزید؟

ـ پا چا له پخوا غوښتل بس بی بی، خو یوې ورځ اوداسې وخت ته ېې کتل چې د نارینو سرونه لږ څه خلاص شي.

هغې ته بیا خندا ورغله:

ـ نو اوس فکر کوې چې د نارینو عقل سرته راغلی ؟ ښځې به مخ لوڅې په بازار کې پریږدي؟

هغه هم وخندل :

ـ هو کنه دا زه نارینه نه یم چې پا چا ته دې لو څ مخ بیا یم.؟

بیاېې هم زړه ته نه لویده چې نارینه به د ښځومخ لوڅ او ازاده ګرځیدو ته غاړه کیږدي د میړه په ځواب کې ېې وویل:

ـ ته خو د پا چا تنخوا خور ېې ، په تا خو ېې امر کړی.

ـ په ما امر نه دی شوی . له موږ ېې هیله کړې ، پا چا داسې سړی نه دې چې په دې کارو کې په چا امر وکړي.

بس بی بی له خوشحالۍ داسې پورته وغورزیده او وغوړیده لکه کومه مرغۍ چې له مودو وروسته له پنجرې راووځی او وزرونه الوتنې ته چمتو کړي . لکه له کلونو وروسته چې له تورې تیارې سپینې رڼا ته راووځي د خوښۍ احسا س ېې په ټول اوجود غزونې وکړې :

ـ له دې ښکاري چې نور به ښځې لکه په کلیو کې مخ لوڅې ګرځی که څنګه؟

میړه ېې سروخوراوه او خبره ېې تصدیق کړه:

ـ هو داېې پیلا مه ده خو څوک مجبور نه دي د پا چا غوښتنه ومني. چې څنګه ېې خوښه وي.

او له دې وروسته ېې بیا په ښځه ټینګاروکړ:

ـ بس نو سبا ځا ن تیاروه چې وختي له کوره وځو.

هغې چې څنګه دا واوریدل زړه ېې له خوښۍ په ټوپونو شو،غومبری سره راواوښتل لکه  د پا چا د لیدلو دارمان هوس ېې چې تر خدای رسیدلی وي. نه یوازې ځا نته خوشحاله وه  د نورو ښځو د ژوند دتاریخ نوی باب ته هم له خوشحالۍ په جا مو کې نه ځا یده . ګرده شپه له خوښۍ خوب ورنغئ . اوس ېې نه یوازې د پا چا لیدلو ته تلوسه وه بلکې  د ګردو نارینو په منځ کې په لو څ مخ تګ ته هم سودا وړې وه. په دې آزادۍ نه یوازې شرمیده او ویریده ددې عمل د ګناه په با ب یی هم ګڼې اوریدلې کیسې یوه یوه په زړه راوریده.

ګهیځ د ملا په اذان له خوبه راکښینا سته . لومړی ېې اودس او بیا په لما نځه ودریده. له لما نځه وروسته ېې خپلې نوې جا مې

واغوستې .دمیړه نوی د لوړو پوندوبوټان یی هم له کارتنه راوکښل او پښوته ېې واچول. او بیا د ځا ن په سینګارولو لګیا شوه. هندارې ته مخا مخ ودریده . ځا ن ېې په نو جا مو کې په هنداره کې ولید. خو د مخه تر دې چې پخپلو اوږدو زلفو کې ګومنځ ووهي او په میز په پرتو تیلو خپل ویښتان غوړ او لامده کړي میړه ته ورغله او دهغه په وړاندې ودریده په سر ېې لاس ورکیښود:

ـ څنګه ښکارم؟

میړه ېې په خندا وستا یله:

ـسمه ناوې شوې .

خو هغې په ناز ورغبرګه کړه:

ـ ټوکې مه کوه ،سینګار مې لا پا تې دئ؟

میړه ېې لکه څوک چې د فیشن موډلې ته نومرې ورکوي په ځیرښکته او پورته له نظره تیره کړه:

ـ که سینګار وکړې سمه ښا پیرۍ به درنه جوړه شي.

خو هغه جدي او له غوسې سره راواوښته:

ـ وایم ټوکې پریږده . څنګه ؟ سینګار وکړم که نه؟

میړه یی هم غوڅ ځواب ورکړ:

ـ خود بې سینګاره څنګه ځې ! څه شیشکه خو نه ېې؟ اخر د یوه والی ښځه ېې؟

بس بی بی په بیړه مخ واړاوه او بیرته په منډه هندارې ته ودریده . ځا ن ېې په هنداره کې له نظره تیر کړ.وروسته ېې ګومنځ

په ویښتا نو کې ووهله. چې له ګومنځولو فارغه شوه د شونډو په رنګولو شوه خو ژر په زړه کې څه وروګرځیدل ،بیا میړه ته

وروګرځیده:

ـ شونډې سرې کړم؟

میړه ېې بیا ګوته په غاښ او خندا ونیو:

ـ تیره ورځ دې د وراره په واده کې څنګه سرې کړې وې؟

ـ نو هغه خو ښادي وه!

میړه ېې له ځا یه راولټید . مخې ته ېې ودرید .په اوږه ېې لاس ورکیښود:

ـ ساده ګولې جشن  له واده هم لویه ښادي ده .

بې ځوابه او وشرمیده . بیرته وګرځیده او د شونډو په رنګولو شوه. له رنګولو وروسته ېې د رنجو کڅوړه پرانیسته او د سترګو په تورولو ېې لاس پورې کړ.خو چې څنګه ېې صلا حي په سترګو ننویست له ورایه ېې بیا په میړه غږ کړ:

ـ سترګې هم تورې کړم؟

میړه ېې ببر او وغورید:

ـ څه لکه وړه نجلۍ د هر شي اجازه غواړې ؟

ښځې نورې پوښتنې ودرولې او په خپل پوره سینګار بوخته شوه خو چې له سترګو تورولو ،شونډو رنګولو او د ویښتانو له ګومنځولو او نورو هر څه بېیغمه شوه بیا په زړه کې څه ور وګرځیدل . بیا د میړه خواته ورنږدې او زړه نازړه ېې په کراره له خولې ووتل:

ـ ګا ڼه او بنګړي واچوم ؟

د میړه ېې نور خلق تنګ او سترګې ېې نیغې راووتې . لروبر ېې لاندې با ندې له نظره تیرکړه. خود میړه له  دا سې غبرګون او احساس سره سره  ونه بیریده او په ډاډ ېې دخپلې خبرې پخلی وکړ:

ـ هره پوښتنه بده مه ګڼه ما ویل چې په دومره مخلوق کې او د پا چا په وړاندې به څه شرنګیږم!

میړه ېې بیا وخندل . سر ېې په ورو وخوزاوه او ډاډ ېې ورکړ:

ـ دچا پروا مه لره چې څنګه دې خوښه وي هما غسې ځا ن جوړه کړه.

بس بی بی نوره پوره تیاره او لږه ګړۍ وروسته له میړه سره یو ځای له کوره روانه شوه خو لا دروازې ته نه وه رسیدلې چې

نا ببره ېې خسر په دروازه راننوت . د هغه په لیدو دواړه داسې وبیریدل لکه په  رڼا ورځ چې ېې څوک په غلا لاس په لاس ونیسي.وارو پار ېې خطا شول . د شرم خولې پرې راماتې شوې .دبس بی بی لوڅ مخ ، لوړوبوټانو او نو جامو هغه هم داسې حیریان دریان کړ لکه پخپل کور کې چې کومه هندوه وویني. وار له مخه ېې وپوښتل:

ـ څه پیښه ده؟ دا ناوې دې چیرته مخکې کړې؟

بس بی بی  لکه په کوم جرم او ګنا ه کې  چې بالفعل ونیوله شي له شرمه سترګې مړې واچولې خو میړه ېې په سړه سینه ځواب ورکړ:

ـ جشن ته له خیره.

دپلار د تندي ګونځې ېې نورې هم زیا تې شوې او د غظب اورېې نور هم تازه شو:

ـ نو داسې لغړه ېې په پا چا او ټول مخلوق ګورې !!

ـ پلاره دا دپا چا آمر دئ خپله ښځه ېې هم لو څ مخ راځي؟

هغه له غوسې نور هم سور او شین شو:

ـ چې داسې ده مور دې هم وروله .

والی ته خندا ورغله :

ـ هغه خو نو ستا ښځه ده . واک خو ېې له تا سره دئ. ستا زور نو څوک لري؟

پلار ېې په داسې ټوکه نور هم وپړسید. او چیغه ېې کړه:

ـ لعنت دې په تا او پا چا دواړو شي . نن یی درباندې په ښځه مخ لو څ کړ سبا دا ځای یاد لره چې ښځه به دې لنګۍ درباندې روانه کړي. ما ته د آمان الله پا چا د ښځې ټول نکلونه په یاد دي.

او له دې سره په غوسه په کوټه ننوت. له هغه په جلاکیدو ښځې او میړه د آرام ساه واخیسته او په بیړه له دروازې ووتل خو لا ېې له دروازې سرونه نه و بهر چې بس بی بی ته بیا سودا ورولیده او په زړه کې نور څه ور تیر شول . نا ببره ېې د میړه په اوږه لاس کیښود. میړه ېې چې د پلار غبرګون ته په اندیښنه کې ډوب و له حیرانتیا ټوپ کړ:

ـ بیا څه خبره ده ؟

غوږ ېې په ورو غوږونو ته وروړ:

ـ له ډرایوره زړوکی په مخ راخور کړم؟

میړه ېې دستي جیبه ته لاس ورننویست خپلې تورې عینکې ېې ترې راوویستې او په لوړ آواز ېې وویل :

ـ چې دومره شرمیږې واخله دا په سترګو کړه.

دباندې موټر اوموټروان دواړه ولاړل وو. موټر وان له والي سره د مخ لوڅې ښځې په لیدلو هیښ پیښ شو. وشرمید ، سر ېې له حیا ټيټ واچاوه . په بس بی بی هم د شرم خولې راماتې او نیغه موټر ته ورپورته شوه. ګړۍ وروسته د کابل حظوري چمن ته وررسیدل . چمن ټول په خلکو ډک اوسرته ېې لوی ستیج جوړاو چمتو شوی و. پا چا له ملکې سره یو ځای ولاړو. څنګ ته ېې صدراعظم ،وزیرانو او نور لوړ رتبه ما مورینو له میرمنو سره یو ځای دجشن ننداره کوله. شیبه وروسته عسکري او ملکي ډلګي د پا چا په وړاندې تیریدل . په فضا کې به  هم الوتکو او چورلکوپه خپلو الوتنو نندارچیان حیرانول او خوشحالول . بس بی بی د لومړی ځل لپاره په لوړو بوټا نو کې له میړه سره روانه او له شرم او ویرې زیړه رااوښتې وه. له پښوېې ساه وتلې وه لکه د چا چې پښې بوډۍ ونیسي. داسې اوتره په لار روانه وه. فکر ېې کاوه لکه د ټولو نارینوو سترګې چې هغه څاري او د ګنا ه لوی پیټي ېې په اوږو بار وي. په دې شیبه کې د ګنا ه ټولې کیسې چې له مور او نیا یی په کوچنیوالی کې اوریدلې وې . یوه یوه ورپه زړه شوې. له ځا نه پردۍ وه .فکر ېې کاوه لکه ټوله ځمکه چې ترې لاندې ښوري. میړه ېې چې د سترګو لاندې په ځیر څارله ورو په غوږ کې وبنګید:

ـ څه درباندې وشول. ویده شوې که څنګه ؟ لار ته ګوره.

خو هغه لکه هیڅ څه ېې چې نه وی اوریدلی . هما غسې تروره لکه نشه روانه وه. همدا چې د پا چا ډلې ته رانږدې او په پا چا او ملکې ېې سترګې ولګیدې له وارخطایۍ پښه وښویده ،لکه موټر ېې چې ووهي درز راولویده.میړه ېې واروپار خطا شو.له غوسې سور راواوښت. بې واکه ېې له خولې راووتل:

ـ چې د ځناور غوندې مړه مړه روانه یی څنګه به نه غورزیږې.

په دواړو ښځې او میړه د شرم خولې را ما تې شوې . داسې ېې ګڼله لکه له دواړو چې د دومره لوی مخلوق په وړاندې پرتوګ

ښویه شي او دوی لغړ ولاړ وي. خو نا ببره دپا چا پا م ورواوښت. لکه یو پلار چې خپل اولاد په بد حال اومصیبت کې ووینی په منډه ېې ځان ورورساوه او وار له مخه ېې په مهربانه غږ نارې کړې:

ـ خیر دې لورې مه وارخطا کیږه.

خوبس بی بی لکه په لوی څا ه کې چې اولویږي او یا جادو پرې وشي له ځا نه بې خوده او سوڼ ېې هم له خولې راونوت.

 

سوتهال ـ لندن

د شپې دولس بجې او لس دقیقې

د ۲۰۱۶میلادی کال د دیسمبردریمه نیټه