رسیدن:  19.04.2013 ؛ نشر :  19.04.2013

سهیلا حسرت نظیمی

جلال آباد ته سفر

ومو پتیله چې د جمعې په ورځ د سهار په شپږو بجو به د جلال آباد په لوري خوځيږو، خو ډریور ناوخته راغی او موږ وځنډیدو.

په پاو کم اوو بجو له قلعه ی فتح اله خان نه د جلال آباد په لور رهی شوو. د سهار وختی ګنګسی عاطف فقیرزاده او غنی هاشمی صاحب هم لکه ما غوندې چوپ کړي وو. خو له څرخی پله نه چې تیریدو نو ورو ورو د خبرو خوله خلاصه شوه او دری واړوښه سیاست وکړ. په حکومت، خلکو، عسکرو، ګوندونو، چارواکو او ... مو زړونه تش کړل او جالبه دا وه چې د دری واړو نظرونه یو شان وو او له انسانیت نه مو ملاتړ کاوه. په دې توګه لاره ښه لنډه شوه او د سترګو په رپ کی بیا په درونټه کی وو. وګرځیدو چې  سبانهاری په درونټه کی وکړو. د شمشاد د کب پخولو کافی ته مو مخه کړه. هاشمی صاحب ته دا ځای معلوم وو او ویلیی چې ژوندي کبان لری. ورکښته شوو، په آزاده فضا کی څوکۍ او میزونه ایښودل شوی وو خو موږ غوره وګڼله، په یوه کوټه کی چې کړکۍیی د سیند خواته وتلې وې، په دوشکو کینو او د ژونديو کبانو خوند په ناستي وڅکو. تر کیناستلو وروسته مو تلوسه شوه چې دا ژوندي کبان به څنګه پخلي ته برابریږی؟ ورغلو او هغه ډنډ مو هم ولید چې کبان پکې ساتل کیدل. یو هلکی ډنډ ته ورکوز وو او یو چاغ کب یی راونیو او تورې کڅوړې ته یی ورایله کړ، دوهم یی له لاسه وښویید خو په دوهمه هڅه یی کلک راونیو او کڅوړې ته یی ورغوځار کړ. نور موږ ترې لاړو او غوره مو بلله، تر څو چې کبان پخیږی، د سیند سیل وکړو. ورتاو شوو او په یوه ډبرینه زینه د سیند غاړې ته وروختو. د سیند غاړه په منظم ډول په ګردوښویو تیږو پوښل شوې وه چې زما تګیی له کوری لرونکو بوټانو سره له ستونزو سره مخامخ کاوه.
 
سیند په مستو څپو پر مخ روان وو او د شرهار انګازو یی پر ذهن او روح منګولې لګولې. وړاندې د درونټې بند ښکاریده. د شنو او په نازک باران مینځلو ونو له منځ نه د اوبو د توییدو توپانی شرنګیدا له لیری غوږونه تخڼول. ورو ورو ورنیژدې کیدو او د ناکراره اوبو غږ، زموږ حواس  لا نازول او ځانته یی وربللو. د پله سرته چې ورسیدو نور په سپین رنګ د اوښتیو اوبو د غورځیدا او ټوپونو نڅا په هوا کی څرګنده وه...

د ژوندیو کبانو کیسې تر خوړو وروسته هم دوام وموند او هاشمی صاحب ویل چې دلته د کبانو د روزنې فارم دی چې لږ کلونه مخکې جوړ شوی او کبان یی نه یوازې د ننګرهار ولایت په رستورانونو او کورونو کی پخیږی، بلکې د هیواد نورو ولایتونو ته هم وړل کیږی. دا فارم زموږ په لاره کی وو او ورتاو شوو.

د تیلو د ټانک تر خوا، په یو شنه چمن کی د ګلانو تر څنګڅوتنه په څوکیو ناست وو او د شنو چایو رنګیی له شنو پاڼو سره سیالي کوله. هاشمی صاحب د موټر کړکۍ کښته کړه او سلام یی وکړ: حاجی صاحب سلام! د فارم لیدو ته راغلییو.

د مقابل لوری لخوا وویل شول چی موږ دې ځو، دئ راپسې راځی.

په یوه تنګه خامه لارو تیریدو چی په خوا کی مو د اوبو ډنډونه ښکاریدل او شنو ونو دغو ډنډونو ته خاص رنګ او بڼه ورکړې وه. څه شیبه پس د فارم مالک حاجی ظابط راښکاره شو... مهربانه او ټینګه څیره،ګردۍ ږیره او ډډ وجود. له ټولو سره یی روغبړ وکړ او زموږ په غوښتنه یی د هغې  کوټۍ ور خلاص کړ چې د کبانو بچیان پکې روزل کیږی. حاجی ظابط د کبانو د روزنې په اړه معلومات راکړل او راوییښودل چې په څه تخنیک د کبانو بچي، کندهار، مزار شریف کابل او نورو ځایونو ته لیږدول کیږی. دباندې ډنډونو ته چی راووتو هم د ده له معلوماتو نه مستفید شوو او زه  د دې ځای د راتلونکې په خیالونو کېډوبه شوم...

په لاره کی هاشمی صاحب او عاطف د میاعلی صاحب د زیارت یادونه کړې وه، د زیتونو د فابریکې او باغونو او د هډې او غازی آباد د فارمونو یاد هم شوی وو. نو زما هیله وه چی د جلال آباد ټول ځایونه، په تیره بیا یاد شوي ځایونه ووینم. د میدیوتیک له دفتر نه د کارونو له پایته رسیدو وروسته د زیتونو د غوړیو ایستلو د فابریکې په خوا...
 
د جلال آباد د زیتونو د غوړیو ایستلو فابریکه

د فابریکې په دروازه کی سور سري شین سترګي، پهره دار موږ ته وویل چی نن جمعه ده او په فابریکه کی څوک نشته. خو هاشمی صاحب کله داسی پريښوده او ورته یی وویل چي موږ سره له جرمنی نه راغلي ژورنالیستان دی او صرف د باغ لیدنه کوو. باغ ته په ورننوتو، د سړک دواړو خواووو ته د نښتر سرکشو ونو زما  سترګې تر آسمانه غزولې او وړاندې د نارنجو او مالتو په ملایم باران مینځل شوې وړې وړې شنې ونې ښکاریدې. دوه تنه لګیا وو او د مرسلو د رنګارنګ ګلونو له بڼ څخه یی ګلدسته جوړوله. له موږ سره ییښه روغبړ وکړ او هاشمی صاحب یوه ته ویل، لکه چې پيژنی یی خو ده هماغسې په خندانه خوله ورته خندل او ویل یی، ودی شی. وړاندې دریشی کړي ساتونکي ښکاریدل چې موږ ته ورو ورو رانیژدی شول او په مهربانۍیی روغبړ راسره وکړ او تکرار یی کړه چې نن جمعه ده...

خو موږ په بڼ کی د ګرځیدو ټینګتیا کوله.. د کنډک قوماندان چی کِریم رنګه کمیس پرتوګیی په تن وو او له تورې رنګ کړېږیرې لاندې یی سپینو تارونو هم سترګک وایه، راسره شو او د زیتونو د فابریکې په اړه یی خپله اندیښنه له موږ سره شریکه کړه او دایی هم وویل چي په څومره صداقت یی د د ی فابریکې د ماشینونو او د برښنا له جنراتورونو څخه ساتنه کړیده. ده اندیښنه ښودله چې د فابریکې په چار چاپیر کی نور هغه رنګارنګ ګلان نه لیدل کیږی او په ځای یی شوتلې او پیاز کرل کیږی او څوک یی ښکلا ته پام نه کوی... ده ویل چی دا د نارنجو او مالتې ونې هم ده کینولی او د مرسل د ګلانو ښکلا د ده د زیار پایله ده. د ه د فابریکې د تللو او راغلو ریسانو د کار او نه کار په اړه هم خبرې کولې او په دې ترڅ کی یی د مخابرې له لارې خپلو عسکرو ته وویل چې په خپل ذوق د ګلو یوه ګيډۍ جوړه کړی. موږ د فابریګې له شانه راتاو شوو او د تازه هوا، شنو ونو او ځای ځای ګلانو له لیدو مو خوند اخیسته چې بیرته د فابریکې مخې ته راورسیدو او یو جګ ځوان عسکر په خندانه خوله او زيږو سترګو د ګلو له ګيډۍ سره زما مخې ته ودرید. دوی ډیر زیات موږ ته د چای ست وکړ خو زموږ تلوار نورو لیدنو کتنو ته وو او د مننې په څرګندولو مو ورسره خدای پامانی وکړه.
 
د میاعلی صاحب زیارت

د باران دانې ورو ورو غټیدلې او سرعت یی زیاتیده... د موټر په ښیښه د باران دانو ښکلی لید جوړاوه او د ننه په موټر کی یی غبار د موټروان لرلید د سړک خواته کماوه. له عمومی سړک نه یوې کږې لارې ته ورکښته شوو او په خامه لاره د یوه شنه باغ او د وربشو له شنو پټیو تیر شوو او د یوې کوڅې خټې مو د موټر په ټایرونو کی منډلې. د کوڅې په پای کی دوو پلوونو ته دوکانونه ښکاریدل خو مخامخ یو جګ پاک دیوال او یوه لویه دروازه له ورایه څرګنده وه او د دروازې په څنګ کی په یوه لوحه د «میاعلی صاحب زیارت» لیکل شوی وو. له موټر نه په کښته کیدو، د باران څاڅکو زما نازک شین پوړنی زما په ويښتانو ونښلاوه او دا څاڅکي آن زما تر چپنې تیر او زما په اوږویخیخ لګیدل. په انګړ کی سپين زیارتښکاریده او شین منبر یی لکه شنې خولۍښکلا او جلال ورکړی وو. د زیارت له شانه د څو قبرونو له منځ نه تیر شوو او د هغو وړو کوټو په لور روان وو چی بی وره تور سوري یی له لیری د سړی وهم راپاراوه. د انګړ په دریو خواوو کی دا ډول وړې وړې کوټې لیدل کیدې چې له خامو خښتو جوړې شوې وې او ورباندې ښایسته پلستر کار شوی وو او په د ننه کی یی نه کټ وو نه څوکۍ. نه بستر وو نه بالښت. خو په هره کوټه کې غټ میخ دبلی ټومبل شوی وو چې درانه ځنځیرونه پرې بند وو...

په هر یوه دغو ځنځیرونو یو یو کس تړل شوی وو. د تړل شویو کسانو کیسه ماته هاشمی صاحب په لاره کړې وه او همدې کیسې زه تر دې ځایه راوستم.

د یوې کوټې مخی ته څو تنه له ماشومانو سره ولاړ وو او زموږ په لیدو، یوې خواته شول. ما په ډیرې کنجکاوۍ د کوټې منځ ته وروکتل. یو ښایسته ډنګرځوان چې پلنګی کرتی یی په تن  او دواړه لاسونه یی په کړيو او بیا په غټ ځنځیر تړل شوی وو په خندانه خوله او ځیرکو سترګو راته سترګې راواړولې. زموږ ډریور ترینه وپوښتل: ولی دلته راغلییی؟ ده په ځواب کی ورته وویل: ولی، خپله جنګ دی، وایه څه شوی چې دلته راغلی یی.

د دې په اوریدو مې له ده سره د خبرو مینه زیاته شوه او نوره هم وره ته ورنژدی شوم او ترینه مې د ده په ژبه وپوښتل، څه شوی چې دلته راغلی یی؟ ده راته په  خندانه خوله ځواب راکړ چې، زه نه یم راغلی، رواستل شوی یم.

- چا راوستی یی؟

- پلار او مور می، وروڼو می.

- خو دوی ولی راوستی یی؟

- هغه د لیونیانو له مشر نه پوښتنه وکړه

- د لیونیانو مشر؟ لیونیان مشر هم لری؟

- هو هغه مجاور ښیم.

- خو تا څه کړیدی چې دلته یی راوستی یی؟

- درګ او چرس نور هر هر څه.

- تریاک او پوډر هم؟

- نه پوډر می نه دی وهلی

- خیر، هر هر څه، څه دی؟

- همدا چرس مرس، بوتل موتل

- څوکلن یی؟

- شپږویشت

- واده لری؟

- کوزده یم

- کوزده دې لیدو ته راځی؟

- څه وایی؟ هغه څنګه راشی؟ زه هغه کله لیدی شم؟

- مکتب دی ویلی؟

- صاحب منصب وم

- اوس چی درګ نه درته رسی، څنګه کوی؟

- دوستان او خپلوان می لږ لږ راته راوړی؟

په دی شیبه کی دی د سګرټو قوتۍ راباسی، یو سګرټ روښانه کوی او دود یی سینې ته ننه باسی او له ایستلو سره یوځای یی نرمه موسکا هم په شونډو غوړیږی او زه ترینه پوښتنه کوم چی څه شی خوری؟

- وچه ډوډی او تور مرچ له اوبو سره.

- دا څنګه؟ مړیږی؟

- دا خو همداسې ده. څلويښت شپې به زه بل شی نه خورم او په دې به جوړیږم.

- څو شپې دی اوس کیږی؟

- اته شپې

- اجازه ده چې عکس دې واخلم؟

- ولی نه

څو چې زه کمره راباسم، دی ځان سموی او د پلنګي کرتۍ تڼۍ سره تړی او استواره کینی. شاوخوا وینم چی بیا ماشومان رانه ټول دی او په ځیرځیر ماته ګوری او د  ده ځوابونو ته غوږ نیسی. ما د ده د نوم پوښتنه ونه کړه. سوچ می وکړ چی بده پرې ونه لګیږی. د مقاومت هیله می ورته وکړه او ترینه لاړم د بلې کوټې په خوا...

د څنګ کوټه خالی ده خو په میخ دبلي باندی تړل شوی ګاوځنځير د کوم بل ځوان راتلو ته لکه ښامار خوله خلاصه نیولی...

په دریمه کوټه کی یو ځوان ناست دی او ګیله لری چی بیځایه یی دلته راوستی؛ کومه ناروغي نلری. دوکانونه یی وو او وروڼو یی په دی پلمه چې دی ناروغه دی دلته په ځنځیر تړلو ته راوستی او دوکانونه یی خپل کړیدی. زه ترې پوښتم چی د چرسو عمل  خو به نلریُ  دی وایی  نه، نه، هیڅ شی نه څکوی. ما ته د ده خبره د ده له سترګو نه چندان رښتیا نه ښکاری، بیا هم ترې پوښتم چې مخکی یی څکول. دلته دی وایی هم پخوا پنځلس شپې پخوا یی څکول خو اوس یی پرې ایښی وو او دلته یی یوازې په یوه بهانه راوستی. شاته د زیارت مجاور او ورسره کسان چې وروسته د میا علی صاحب خپلوان رامعرفی شول، ده ته د چپیدو امر کوی او دئ په نا امیده سترګو ما ته ګوری او قسمونه خوری چی رښتیا وایی. زه ورته د ژر روغیدو او د الله پاک له دربار نه د انصاف هیله کوم او ترینه درومم.

نورو کوټو ته د روانیدو په لار راته په ما پسی روان خلک وایی چی په هغو کوټو کی نور کسان بی حجابه دی او ورتګ به مناسب نه وی. خو زه وایم هغوی چې بی حجابه دی، هغه پریږدو او کوم چی حجاب لری هغو ته به ورشو. له دغو کوټو نه په یوه کی یو تن په ځنځیرونو تړلی ناست دی او په څادر یی ځان او سر پوښلی. سلام ورکوم خو ځواب نه اورم. د روغتیا پوښتنه یی کوم، خو ځواب یی یواځی د اوښکو په توییدو اورم چې ورسره پزه کش کوی. بهتره ګڼم چې ویی نه ځوروم او د څنګ کوټې ته سر ورد ننه کوم...

په دا بله کوټه کې هم یو ځوان په ګاوځنځیر تړل شوی دی. ببرو روښانه ویښتانو یی له بزی نریږیرې سره، چوغو سترګو ته د چیناییانوڅيره ورکړې. که څه هم په خړبخن سپین کمیس کی ناست دی خو ښکاری چې جګه ونه لری. په لاس کی یی يوه ټوټه وچه ډوډی ده او د خوړلو پر ځای لوبې پرې کوی. زما په لیدو پوښتنه کوی:

- چه میکنی اینجه؟

- دیدن تو آمدیم

- پیش از تو کی بود اینجه؟

- یک بچه ګک بود

- چند ساله بود؟

- ده ساله

- نشان بده

ما د هغو ماشومانو له ډلې نه چې په ما پسې راغلي وو او زما شا ته ولاړ وو، یو څه نا څه شپږ کلن ماشوم راکش کړ او ور ومیښود. خو ده بیا رانه وپوښتل؟

- پدرش کجاست؟

- ده شار

- ده کدام شار؟

- د شار جلال آباد

- د کجای شار جلال آباد؟

- ده جایی که تو استی

- مه ده کجاستم؟

- اینجه ده زنجیر بسته استی

- تو ده زنجیر بسته استی

- مه نی تو بسته استی، چرا؟

- برو. برو، برو ازینجه...

- پوه شوم چې باید نور یی ونه ځوروم...
 
اوس نو د باران د دانو سترګې څیرې شوی او غټې غټې راتوییږی. مګر د راټول شوي جمیعت سره زما دریدنه او خبرې، دومره راته په زړه پوری دی چی د پوړني تر لاندې د ويښتانو او باران له وصال نه یی بیخبره ساتلې یم او پر خپل مخ، روان نازک آبشار ته می پام نه دی.

د زیارت مجاورین او ساتونکي د میاعلی صاحب لمسیان او وریرونه وو چي ناروغانو! په باب یی معلومات راکول.

دوی ویل چی دلته راوړل شوي کسان باید څلويښت شپې په ځنځیرونو تړل شوی وی او خوراک یی یواځې اوبه سپوره ډوډۍ او سره او تور مرچ دی. کله چی دا موده پوره شی، نو ناروغ جوړیږی. دا د میاعلی صاحب ودم دی. ځینی ناروغان مخکې تر مودې په توبو شی... او  بیا نو جوړ شی او کورنۍ یی بیرته بوزی.
 
 
جلال آباد ښار

له زیارت نه په وتلو، بیرته د ښار لوري ته سیخ شوو. زما يو څه سودا په کار وه. نو د ښار په ګڼه ګونه کی د یوه بنجارې سرای ته ورننوتو. په لاره می د دوو چادری لرونکو او یوې تور پوړني میرمنو په لیدو سترګی روښانه شوي نور دی یوه هم په دغه ټول ښار کی بلاشی...

ښار په پریمانه اشتهارونو او لوحو ډک وو... ماته دا ډیره په زړه پورې وه چی د دوکانونو ډیری لوحې په دری ژبه وی.

ښار ته د خلکو نه پاملرنې زما ډیر چرت خراب کړ... هر چا به چی اوبه وڅښلې او یا به یی څه شی وخوړل، نو پاتی بوتل، قوتی او یا پلاستیک به یی هسی په سړکیا ویاله کی غورځاوه. لا یواځې خیرنې ویالې لیدل کیدې... خو سبا سهار چې د سپین غر هوټل نه د میډیوتیک په خوا روانه شوم، د هوټل د انګړ او باغچې د مرسل ښکلوګلانو، ښایسته مینځل شویو ونو او پاک انګړ می سترګې روښانه او زړه راتازه کړ. کله چې بیا د ښار په کوڅو ورګډ شوو، نو د بیځایه غورځول شویو پلاستیکی کڅوړو، د اوبو د بوتلونو او نورو څیزونو کمال می سترګې او پام ځانته واړول. د سړک د غاړې ویالې تر کم قُطره پلونو لاندې بندې او د باران اوبو په پلیو لارو او سړکونو سمندرونه جوړ کړي وو.
 
ورکشاپ د اپریلیوویشتمه۲۰۱۲ کال

د ننګرهار ولایت په رسنیز کور (میدیوتیک) کی دوې ورځنې ورکشاپ وفا صاحب پرانیست. زما یی خورا تعریفونه او توصیفونه وکړل او په مینه مرستې ته حاضر وو. داود وفا ما یوازی د تیلیفون له لارې پیژاند. هغه وخت چې ما د آزادۍ په راډیو کی په پراګ کی کار کاوه، وفا د ننګرهار ولایت خبریال راته ډیر هڅیدونکی او په کار مین ځوان بریښیدلی وو او د ده ناست خواږه غږ، تل د یوې نوې پیښې خبر راکاوه. دلته په جلال آباد کې له ده سره لیدنه راته ډیره په زړه پورې وه، په تیره چې د ده مینه له ورایه د ده د آشنا غږ په څپو کی ښکاریده او دنګې ونې یی له تورو تاو شویوڅڼو سره د احترام او درناوي تعظیمونه کول.  دوه ورځنی ورکشاپ  ډیرښه تیر شو. ګډون کوونکو مینه او علاقه ښکاره کړه. نظری او عملی کارونه مو وکړل. صیام پسرلي د ورکشاپ د تنظیم چارې په ډیرې مینې پرمخ بیولې او له ما سره یی همکاری کوله. په ننګرهارولایت او جلال آباد ښار کی یی په دا ډول ورکشاپونو کی د ښځو او نجونو د لږ او یا نه ګډون څخه سر ټکاوه. 

د ورکشاپ د پای په ورځ د ننګرهار ولایت د رسنیز کور (میډیوټیک) لخوا «په ختیځ کې د بیا رغاونې کار او د رسنیو ونډه» یو ګردی میز ترتیب شوی وو او دولتی مسوولین او د رسنیو استازي ورته رابلل شوي وو. د دغه ګردي میز بحث په دې راټول و، چې په ننګرهارکې په تیروڅو کلونو کې د رغونې کوم مهم کارونه شوي، کوم یو په جریان کې دي او پایله یی څه ده؟ رسنیو په دې برخه کې د خلکو د عامه خبرتیا او د مثبتو کارونو په ترویج کې څومره کارکړی؟ او بیا دا د رسنیو له لارې څومره خلکو ته رسول شوی دی. خو یوازې دا خبرې تر بحث لاندې ونه نیول شوې، بلکې د خبریالانو په ستونزو او دغه راز د رسنیو له لارې د خلکو د ستونزو د بیانولو یادون هم وشو. ګردي میز ته د راټولو شوو دولتی چارواکو او میدیاوالو په منځ کې ما د ډیر ویاړ احساس کاوه. ډیر وخت وو چې په داسې یوه غونډه کې نه وم ناسته. خبرې مې هم ښې راتلې او زړه مې هم غوښتل چې هرهغه ناسم څيزونه چې په وطن کې یی وینم پرې وغږیږم. یوه شیبه مې احساس وکړ چې په همدې خبرو به همدلته وطن جوړ کړو... خو کاش چې دومره آسانه وای.
 
له جلال آباد سره خدای پاماني

سبا مې د کابل په خوا بیرته تګ وو. ډریور ته مې وویل چې بیا مې یو وار  د ښار په خوا بوزي. دی هم خوشحاله شو، ویل یی په ښار کې یی کالی خیاط  ته ورکړي، هغه به هم واخلي. د ښار منځ په یوه کوڅه کې یی موټر ودراوه او خپله خیاط ته ورغی. د انتظار په وخت، ما د موټر له کړکۍ خپلو وطنوالو ته کتل. د دوی په لیدو نه مړیدم. ځوانان، زاړه، ماشومان... خو یوه میرمن مې هم ونه لیده. داسې راته بریښیده چې دا ټول نارینه له آسمانه راوریدلي وی. ښه شیبه وروسته ډریور راغي او د ځنډ له امله یی بښنه وغوښته او ویی پوښتل چې کوم لورئ ونیسو. ما ورته وویل، بس د ګوړې دوکان ته ځو... څو شیبې وروسته په یوه څلور لارې کې وو چې په رنګارنګ ګوړو سمبال شوې وه. سره ګوړه، توره، زیړه او ... یوه تور رنګېګوړه مې له څکلو وروسته خوښه کړه او دوه منه مې تر وتلله... ډریور تیره ورځ د خور کره تللی وو او نن سهار یې خور ورتهښېډیرې مستې ورکړې وې. ګوړه مو د مستو تر څنګ په موټر کېځای په ځای کړه او د هوټل په خوا روان شوو.

په لاره کې د دوستانو تیلیفونونه راتلل خو یو پکې د یو پخواني دوست او همکار وو. جان آقا الکوزی هم جلال آباد ته راغلی وو او وعده مو وکړه چې ماښام به د هوټل په لابی کې سره وینو.

بیرته په وطن کې د الکوزي لیدنه ډیره په زړه پورې وه. څه شيبه سره کیناستو. له ده سره یی خوریی هم وو. پوښتنې او ګرویږنې مو کولې چې د هوټل رییس هم راپیدا شو. ما په دې څو شپو کې دی نه وو لیدلی. خو نن ورسره معرفی شوم. ده موږ ته بلنه راکړه چې مهمانخانې ته ولاړ شو. د باندې راووتلو او بیا د ګلانو په ننداره بوخت شوو او سینې ته د تازه هوا تر ننه ایستلو وروسته د هوټل شاته مهمانخانې ته ورننوتو. غټ سالون، په سرو غالیو فرش او شاو خوا دوشکې هوارې وې. په یوه کونج کې غټ پلازما ټلویزیون هم دریدلی وو. د سالون په ډیزاین کې ذوق په کار وړل شوی وو. څه لنډه شیبه وروسته لوی دستر خوان اوار شو او پلوونه او کبابونه پرې کیښدل شول. ډوډۍ د الکوزي له ټوکو سره لا خوند وکړ. زه د ورځې کار ښه ستړې کړې وم او نور وس نه وو چې کینم. خوب زور راباندې کاوه. ځکه نو مې د اجازې غوښتنه وکړه. خو زما په پاڅیدو، الکوزی او نور میلمانه هم پاڅیدل او سره خدای پاماني مو وکړه.

سهار وختی زما دوست او د لارې مل صیام جان پسرلی راورسید او د کابل په لوري رهی شوو. په لاره می بیا هم د وطن د ونو او پټیو له نندارې څخه خوند اخیست. چې کڅ ته ورسیدو، نو د الفت صاحب له مقبرې نه تیریدل راته شونی نه وو.

موټرمو ودراوه او ورنژدې شوو او د ده پاک روح ته مو دعا وکړه او له الله پاک نه مو د ده د هیلو کاروان روان وغوښت. په سترګو مې اوښکې رڼې شوې او افسوس مې وکړ چې د الفت خبرې ولې لا هم خبرې پاتې دی؟ دلته د ده دا شعر رایاد شو:
 
 
نه مي د چا مال خوړلی نه مي څوک وژلي دي

نه مي چاته ورک شه یا ګم شو کله ویلي دي

نوره ګناه نه لرم په دې ګناه می مه نیسه

زړه کښی چی می پټ ظالم ته بد غوندي کتلی دي

وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وایمه

نه یمه منکر په مظلومانو مي ژړلي دي

دا ګناه د سترګو که د زړه ده نه پوهیږمه

بد چی مي لیدلي خدایږو بد مي هم ګڼلي دي

نه ومه خبر پرده می لږ غوندي چی جګه کړه

نه دي د ویلو هغه څه چي ما لیدلي دي

زه یی په لیدلو او ویلوګناه کار شومه

نور یی په کولو اوعمل باندي ښاغلي دي

نه یمه خاین په خیانت د نورو پوه یمه

پوهه که ګناه وي خلک ټول اوس پوهیدلي دي
 
ملت او خلکو ته مې د ده په خبرو د غور او عمل دعا وکړه او لاره مو ونیوله د کابل په لور.