13.09.2018

ع . رشید

‌په وینو لژند ننګرهار ته!

خدایه ، یو نجیب نشته ؟          

وینې دي تویږي ، سر پرې شوی شهسوار ژاړي

خدایه یو نجیب نشته ؟ سرکښه ننګرهار ژاړي

سرې  سترګې په وینو مینځو، اوښکې مرورې دي

ښکلي ټول ورور مړي دي لاسونو کې مو هار ژاړي

څنګه بې پښتو شولو، عزت وژنو حیا  اخلو

څنګه شوو سرټیټي چې پردو ته مو سردار ژاړي

 څه شودتورتم سالار، دیوال یې د برلین ړنګ کړ؟

ستا له لاسه ګوره چې  پښتون خوار او سنګسار ژاړي

څه شول هغه ستورې ، آه مخسوري مومندي ځوانان

څه شوه علایی ولي روښان ویاړ په زار زار ژاړي

وګورئ دمینې کور یې وسو دتورتم اشرار 

مه ځه ننګرهارته لوی ماتم لوی غفار ژاړي

  سوځي د ایمل بچې د تور ښامار په تور وحشت

 عقل د انسان خوار شو سره اور ته یکه زار ژاړي

خدایه یو نجیب نشته بیا مل شي د تنکو هیلو

مور او خور بې ستره  شوې په ورور پسې په پلار ژاړي 

اور په ننګرهار بل دی ، پاچا په  غلامۍ  ویاړي 

  شعر ژاړي ، شاعرژاړي په سروسترګو انګار ژاړي

ای د دنیا ربــــــــــه ! زموږ  د وینو ابشار وینې

ویاړ ژاړي ، پښتو ژاړي  د پیغلو شرنګهار ژاړي

خدایه یو نجیب نشته چې مل شي د ګلو دکور

وګورئ خادمه ، څنګه ستا کور ننګرهار ژاړي  

نوی ډیلی