25.03.2018

سليم شاه

د نومیالي لیکوال سر محقق دوست شينواري د ۲۵ تلين نمانځغونډه

د روان کال د مارچ په نولسمه نيټه د ماښام په شپږو بجو د سر محقق دوست شينواري  د مړینې ۲۵ تلين په يوې غونډي کې ونمانځل شو . غونډي ته له ليرې ښارونو او ځايونو ډير کسان او د خداى بخښلي دوست مينه وال راغلي وو . له پروگرام سره سم غونډه د شاعر نظيف الله تکل په ویندويي لومړى د قران پاک د څو ايتونو په لوستل شروع شوه. بيا ملي سرود واورول شو او له هغه وروسته د غونډې چلوونکي د ارواښاد دوست ېو شعر ولوست . په لومړي سر کې  عزيز معارج ددوست دکورنۍ  يو دوست  داستاد سر څيړونکي دوست  لنډه پيژندنه ولوسته .   وروسته بيا تکل صيب له نا متو ژبپوه دوکتور مجاور احمد زيار نه هيله وکړه چې خپله وينا واوروي .

خو په  همدې شيبه کې په علمی او ټولنیزو چاروکې د اولسمشر سلاکار شاعر او ليکوال استاد داکتر لعل پاچا ازمون له کابل نه په ليکه شو او د دوست شينواري د تلين په مناسبت يې د دې غونډې  د جوړيدو  دنوښت ستاينه وکړه . هغه همدا راز وويل چې اولسمشر يې  هم له دې غونډې خبر کړ او هغه د فرهنگيانو دد ې کار ستاينه او دوست يې د هيوادد فرهنگ او ادبياتو ځلانده ستورى وباله .

په همدې لړ کې لعل پاچا ازمون د ارواښاد دوست شينواري په ټولو اثارو په ځانګړي توګه د ده په د اولسي ادب لارې د اثر په تيورې ښکلي رڼا واچوله چې د حاضرو کسانو له خوا دهرکلي سره مخامخ شو .  دلعل پاچا ازمون له خبرو وروسته  داکتر مجاور احمد زيار نه غوښتنه وشوه  چې خپلې خبري وکړي

دوکتور مجاور احمد زيار په خپلو خبرو کې له دوست شينواري سره ان د زلميتوب له وخته په خپلو اړيکو رڼا واچوله او  د گډو فرهنگي هلو ځلو په باب يې په زړه پورې مالومات وړاندې کړل. دوکتور مجاور احمد زيار په ټوله دوره کې د سر څيړونکي ارواښاد دوست نه ستړې کيدونکي هلې ځلي چې د پښتو د ودې او پرمختگ له پاره يې کړي وې په تفصيل بيان کړې . همدا رنگه دوکتور زيار د ځينو متعصبو عنعنه پرستو پښتو پوهانو  او تنگ نظرو پښتنو  فرهنگيانو  له خوا د پښتنو د نوې نسل او ځوان کول په وړاندې ډبرې غورځول او خنډونو د ايجادولو يادونه هم وکړه . هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه چې دوست شينوارى يو زړور ، مصمم  او په پښتو مين انسان وو . هغه په ضمني توگه وويل که ووايم چې دوست يو شهيد دى  نو بې ځايه به نه وي  چې دا خبر ې بيا وروسته د يو بل وينا وال په خبر وکې نورې هم ښه روښانه شوې .

وروسته وار تکړه لیکوال او څیړونکي اکبر کرگر ته ور کړل شو . هغه د خبرو په سر کې  د ټوکو په ژبه يوه شعار ته اشاره وکړه چې ليکلي وو . پښتونه را ويښ شه . کرگر وويل کاش په دې بل ديوال مو شعار ځوړند کړى واى چې په کې کښلي واىى . دافغانستان دعلومو اکاديمي  او داطلاعاتو او فرهنگ وزارته  ويده شه اوخوب مو پوره کړئ ، داسې نه چې بې خوبي مو واخلي . د هغه هدف دا وو، چې نن په هيواد کې يو  غويمنډ پيل شوى دى . دهرې اونۍ په سر اوپاى کې ديوه جنگ سالار تلين نمانځل کيږي . په هره ورځ د يو انسان وژونکي او په وطن او ازادۍ د يو معامله گر ورځ نمانځل کيږي . د هغو قبرونه جوړيږي . خو د فرهنگي سترو سټو په باب هډو څوک فکر نه کوي . هغه زياته کړه، ليري نه ده چې يوه ورځ  به د لیونی جنگ سالارانو ورځي هم  ونمانځل شي . دا خو  د علومو اکاديمي  دنده وه  چې د دوست قدرداني يې کړې واى خو نه پوهيږي چې دغه اکاديمي دنصوارو توليد کوي اوکه بله کومه دنده لري . اوداطلاعاتو اوفرهنگ وزارت ټيپر پلوري او که گازري .

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه : لومړى تر هر څه هغو کسانو ته  چې د دې غونډې تابيا يې کړې کور ودانې  وايم . سره له دې چې دا کار بايد يا د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت او يا د علومو اکاديمي له خوا هم تر سره شوى واى خو پوهيږو چې هلته جنگي حالت دى ، په جنگي حالت کې د جنگ سالارانو قدر کيږي او د انسانانو کړو ته د چا پام نه وي ..

کرگر وویل : موږ يوه ورځ  د  ۱۹۹۳ کال په ژمي کې دوست صيب پوښتنې ته ورغلو هغه  د خپلې ناروغي په باب کيسه کړه . دوست چې څو ورځي دمخه دافغانستان د علومو اکاديمي ته تللي و نو د اکاديمي  په انگړ کې   د د فترونو المارۍ را نسکورې شوې وې  ، کتابونه هم په کې پراته وو . خو نوي راغلي ساتونکي چې لنډ جمپرونه  به يې په تن  وو ، لنډو ږيرو  به يې مخونه ورپټ کړي وو . خيرن پکولونه به يې پر سر  او دسمالونه به يې پر غاړه  کې طوق لعنت په توگه  اچولي و ، د اکاديمي کتابونه به يې  اور ته اچول  او پر هغو به يې ځانونه  تودول . خو د ساراگشت له پاره  يې د الماريو له شلفونو څخه کار اخيست . په لږو ورځو کې د الماريو شلفونه له مرداريو ډک شوي وو .

خداى بخښلى دوست چې د وطن  پر فرهنگ او تاريخ مين و  چې همدا صحنې يې ليدلي وي  ،د زړه درد يې نور هم پسى زيات شو. په کوم مهال چې د هيواد فرهنگ وينه ( يو ډول چنجى چې لرگې خوري او خوسا کوي يي )  وکړه .  د دوست د زړه درزا هم زياته شوه او له هغې وروسته چې  يو  وار بيا ورغلم نو  د بل ځل  له ليدلو له مخه يې سترگې پټې کړې وې .

اوس خو دوست استاد زموږ په منځ کې نشته ، خو د هغه با غروره روح او په هيواد او خلکو او پښتو مين روح زموږ د هريو په وړاندې ولاړ دى . موږ ته د پښتو د زړې پانگې درس راکوي . موږ ته روښان او ميرزا خان تشريح کوي . د معاصرو ادبياتو تيوري او د اولسې ادب لارى راښا يي . او ښه لا دا چې  استاد له گوتو په شمير پوهانو له ډلې څخه و  چې په روښانيانو يې څيړنې کړې دي. د ميرزا ديوان يې چاپ کړى، روښاني رساله ، د علم رساله او په نورو يې څيړني کړي دي . استاد دوست د خپلو زياتو خدمتونو په څنگ کې يو بل ستر کار هم کړى چې په اوستا کې يې د افغانستان  څرک لگولي دي  او هلته يې پښتو او پښتانه تثبيت کړي دي . د دې رسالي اهميت په څه کې دى ؟ اهميت يې دا دى چې زموږ هويت تل اويا کله نا کله له ننگونې سره مخامخ وي يا  يې مخامخ کوي  يا هر وخت ننگول شوى دى . ځينې خو داسې فکر کوي چې پښتانه اصلن د دې هيواد او د دې ځمکي نه دي . دوى کډوال راغلي او ځمکې يې په زور غصب کړي دي . دوى فرهنگ نه لري . دوى ژبه نه لري دوى هيڅ نه لري وگورئ د٫٫تاريخ تحليلي افغانستان  ٬٬له دې ډول اپلتو ډک دى .

خو د دوست صيب دا کار او بيا راوروسته د داکتر  صيب پوهاند مجاور احمد زيار کار په خپل ځاى کې اهميت لري . کاش چې هغه نور عمر کړى واى چې په دې برخه کې يې خپل کار لا بشپړ کړى واى .

غواړم د ارواښاد دوست  د لارې دوستانو اومينه والو او د کورنۍ غړو او فرهنگيانو ته يو وړانديز وکړم .هغه دا دى   چې د ارواښاد دوست ښه نمانځنه ، او د ده د نامه ژوندي ساتل ، د هغه د اثارو او پنځونو بيا چاپ او وړاندې کول دي . دې کې شک نشته چې استاد دوست به د پښتنو روښانفکرانو ، فرهنگيانو او څيړونکو په منځ کې تل ژوندى او لارښود وي . دا ځکه چې هغه يو ستر خدمت کړى دى ، نو دهغه خدمات بايد هير نه شي .

له کرگر وروسته ښاغلي شاه ولي زيرک د دوست شينواري د فرهنگې کارو نو د ارزښت په باب په زړه پورې يادوني وکړي . همدا رنگه په غونډه کې فايق خان يوسفزې چې له ليرې دې غونډي ته راغلي وو هم د دوست شينواري خدمتونه ياد کړل او د پښتو ژبې په ژوندي ساتلو کې يې  د ارواښاد زيار او هڅي وستايلي .

د غونډې په وروستۍ برخه کې له ليکوال عبدالوکيل سوله  مل نه غوښتنه وشوه چې خپله وينا واوروي. سوله مل هم په خپل وار سره  د دوست صيب مرحوم سره خپلي نږدې خاطري را يادې کړې او د هغه د نه ستړى کيدونکي  کار يادونه يې وکړه .  سوله مل چې له ارواښاد دوست سره ېې ډېرې نږدې اړېکې درلودي  په جزیياتو سره يې د هغه د کار د اهمیت او ځانگړنو يادونه وکړه .

د غونډې په وروستۍ برخه کې د دوست شينواري زامنو  همايون دوست او روښان دوست  په خپل وار د خپل پلار خاطرې بیان کړې او هم يې د غوندې دگډون والو نه مننه وکړه .

غونډه د شپې په لسو بجو پاى ته وروسيده .

لندن سوتهال