رسیدن به آسمایی: 23.01.2010 ؛ نشر در آسمایی: 25.01.2010

 

 سید عبدالله ولي زی
 

پښتو تاریخي ناول «له سوداګرۍ تر سردارۍ» چاپ شو

 

پخوا به مو چې کله ایراني ناولونه لوستل نو هغه ناول به مو خوښ کړ چې ډېر لنډ به وؤ او په پنډو ناولونو مو زړه نه پتنګوو، څو ورځې وړاندې یو ملګري یو پنډ کتاب را ته راکړ او راته یې وویل چې دا ډېر په زړه پوری ناول دی ویې لونه، چې کتل مې پښتو وؤ خو پڼدوالي یې ډېر ورخطا کړم چې څنګه به یې لونم؟ له ځانه سره مې واخیست کله مې چې پرانیست د تکړه شاعر او لیکوال صدیق پسرلي سریزه مې په ولیده په بيړه مې هغه ولوسته. په دغه سریزه کې زه پوه شوم چې دغه ناول څه دی، استاد دغه ناول په دومره ښه اندازه څېړلی وؤ چې زه د استاد سریزه د کتاب د ویلو کلۍ ګڼلی شم، د استاد د سریزې د ویلو وروسته مې ډېره لیوالتیا پیدا کړه چې دغه کتاب بشپړ ولونم. په زړه پورې خو داده چې استاد په دغه سریزه کې ډېر ښه نوښت کړی هغه دا چې استاد په سر کې لوستونکي ته وايي چې دغه ناول دومره ښېګڼې او دومره ستونزې لري، دا طبیعي ده چې کله لوستونکی ښېګڼې په کې ډېرې ویني نو هغه یې لوستو ته ډېره لېوالتیا ښکاره کوي.

دغه ناول تکړه لیکوال او شاعر رمضان تراب طوطاخیل لیکلی چې نژدې ۷۵۲ مخونه لري، په متوسطه کاغذ کې چاپ شوی او محمد عمر منګل او محمد ایوب طوطاخیل یې مالي پړه په غاړه اخیستې ده. لیکوال دغه ناول د هغو افغان شازلمیو سپیڅلیو ارواؤ ته ډالۍ کړی چې مېړانې یې د تاریخ په پاڼو کې پټې پاتې شوي دي.

په کتاب تر پېژندنې وروسته ډالۍ پاڼه او د هغې وروسته مننلیک راغلی چې لیکوال د هغو کسانو څخه مننه کړې کومو چې د ده سره په دغه ناول لیکنه کې مرسته کړې ده.

د ناول متن د استاد پسرلي په سریزه پیل شوی چې استاد د دغه ناول ښېګڼې او ستونزې په ګوتو شمارلي اوهغه یې په ګوته کړي د استاد په اند دغه ناول ۱۶ ښېګڼې او ۴ ستونزې لري، د هېرولو د نه وي چې دغه سپړنه د مسلکیتوب له لحاظه شوې ده. استاد لیکي چې دغه لومړنی پښتو تاریخي ناول دی چې ژباړل شوی نه دی او نیغ په نیغه په پښتو او د پښتنو لپاره لیکل شوی. د استاد د سریزې وروسته د لیکوال خبرې دي چې د ناول په اړه یې لیکلي دي.

دغه یو تاریخي ناول دی چې د لوی احمدشاه بابا د تاریخي خوځښت د نکلونو او کیسې څخه یې سرچینه اخیستې ده. د ناول په ټولو مینه والو ځوانانو غږ کوم چې دغه ناول واخلی ویې لونئ، تاسو ته په ډېر په زړه پوری او د زده کړې ښه سرچینه وي.

په پای کې د دغه ناول د چاپېدو له کبله ټولو پښتنو، لیکوال او د ناول مینه والو ته مبارکي وایم، او له هغو کسانو څخه مننه کوم چې د دغه ناول په بشپړېدو او چاپېدو کې یې له لیکوالو سره مرسته کړې خدای د دوی او لیکوال ته لا نور هم وس ورکړي چې دغې خوارې پښتو ته نورې لاسته راوړنې هم ولري.
 

 

یادونه:

پښتو تاريخي ناول «له سوداګرۍ تر سردارۍ» د لیکوال له خوا خپور شوی او په صمیم کړیز نیټورک او په ولایتونو کې د همدې نیټورک له استازو یې ترلاسه کولای شي که غواړئ کتاب په پکتیا کې له لیکوال څخه ترلاسه کړئ نو د هغه سره په ۰۷۹۹۳۰۹۶۶۱ شمېره اړیکه ونیسئ.