17.03.2017

اسد زمری

د وحشت، بربريت، جهالت او د فاسدو واکمنو د بی کفایتی او شرم قربانی درنی فرخندی ته ډالۍ چی روح به یی د دادغوښتنی لپاره د مزدورو او بیګانه جهادی واکمنانو ګریوان تر قیامته پری نه ږدي

 د ماتم څادر

هلته بلوي چی خلک یوازې په قبرو ډیوې

هلته لګوی چی د پردو په زیارتو ډیوې

هلته چې خوشحال لکه ړانده په تروږمۍ کې دي

هلته چې مړې کیږي په نفرت  کې د کورو ډیوې

*****

هلته خر مهره چې له ګوهر سره سیالي کوی

هلته چې ټپوس هم له ګربت سره مستي کوی

هلته چې ګلاب د ګنډیري په تو ل خر څ شوی دی

هلته چې زمري دیو ګیدړ غوړه  مالي کوي

*****

هلته چې وږمو او په نغمو باندې بندیز وی تل

هلته چې حرام د ښاپیرو نجونو مکیز وی تل

هلته چې مکروه وی په ګلشن کی د بلبلو شور

هلته چې تړلی حسن او عشق په مهمیز  وی تل

*****

هلته چې جلا د د پرښتو جامه اغوستې ده

هلته چی هر څیز د ورکیدو جامه اغوستې ده

هلته چې دي جګې د ماتم او ساندو کریکې تل

هلته چې هر یو  ګور ته د تلو جامه اغوستې ده

*****

هلته چې د لمر له پلوشوسره دښمن دي ټول

هلته چې ناولې اواوباش خلک پتمن دي ټول

هلته چې« د شپی څادر »خپور شوی او دي تت هر څه

هلته چې د سر سړي ښخ شوي په خوږلن  دي ټول

*****

هلته چې هر ږغ ته لکه غرونه بندیزونه شته

هلته چې هر یون ته زر ګواښونه ،او جیلونه شته

هلته چې رباب خپلې مرۍ نه زیندی شوی دی

 هلته چې طوطیانو ته په هر ګام کې دامونه شته

*****

هلته چې وحشت په ولسونو حکومت کوي

هلته چې نفرت په ډیرو زړونو حکومت کوي

هلته چې له ډیر ککریو نه بویونه ځي

هلته جهالت چې په سرونو حکومت کوي

 ****

هلته چې وژل او ژوبله ډیرو ته عادت شوی

هلته چی شیطان حاکم د ډیرو په فطرت شوی

هلته چې انسان ژوندی تر خاورو لاندی شوی دی

هلته چې د مړ ونڅا هم ځینو ته  لذت شوی

*****

هلته هر انسان د فرخندي په شانته ځان ګڼي

هلته چې دره ،رجم ،سنګسار ځیني ایمان ګڼي

هلته چې هر قي د ملا ډیرو ته روزي ښکاري

هلته چې له کاڼو ځنې سپک بعضې انسان ګڼي

*****

هغه د افغان د زوریدلي ولس کور دی اوس

هغه چې د هر ژوندي احساس لپاره ګور دی اوس

هغه چې لړلی او لت پت دی خپلو وینو کې

هغه چې په  ویر ناست پکې هر پلار او هر ورور دی اوس

******

کله به له دغې مېنې بیا دا تور څادر شي ټول

کله به له مونږه د ماتم دغه ټغر شي ټول

کله به جلوو ته د زاړه برم بیا وخاندو

کله به وطن  نه د پردیو دا لښکر شی ټول