15.03.2016

دستگیر روشنیالی

د فرخندي تراژيدي د انسان او انسانيت تراژيدي دی

يوازي په يوه تر اسارت لاندي ټولنه کي انسان د جهالت په اور کي سوځي.

موږ واقعيتونه هغه شان چي دي نه وينو. موږ ستونزي هغه شان چي دي نه تعريف کوو. د ټولنيز او فرهنگي جوړښتونو او د ټولني روان نه درک کوو او په ځانگړي توگه هغه ذهنيت چي په ټولنه مسلط او انحصاري رول لري سم نه پيږنو او موږ په دي هم نه پوهيږو چي دا ټولنه په کوم لور په حرکت کي دی. 

د فرخندي تراژيدي په ډيره روښانه توگه وښودله چي ټولنيز ذهنيت په څومره اندازه تر اسارت لاندی دی او دی ټولني په کومه اندازه د فکر کولو وړتيا له لاسه ورکړي. له بده مرغه دلته له فکر کولو مخکي عمل کيږي.

د فرخندي تراژيدي وښودله چي خشونت او وحشت  په څومره پراخه اندازه په ټولنه واکمن شوی او دلته واکمن فرهنگي ارزښتونه څرگندي ضد انساني ځانگړتياوي لري. همدارنگه دي پيښي وښودله چي په ټولنه کي  څومره پياوړی بالقوه وژونکی او سوځونکی قوت شته دی چي د يوه ملا په اواز انسان د اور په لمبو کي سوځوي.  په دي هيواد کي د ملا غږ د قانون او حاکميت له غږ اوچت غږ دی او دلته هر ملا کولاي شی د انسان د وژلو، سوزولو... فتوا ورکړي او په دي ډول يوه هيواد کي د نظم، قانون،  حاکميت او دولت معنی څه دی؟

دلته په واقعيت کي انسان د همدي واکمنو ارزښتونو په سمبول شوی او په ډيره اساني قرباني کيداي شی او دا يو تاريخي مصيبت او يا هم د دموکلس توره دی چي د هر انسان او په تيره بيا د ښځو په سر ځوړند دی.

د فرخندي تراژيدي يوه پلان شوي پيښه نه وه. که پلان شوې مسله وايي نو به دا د يوه گروپ او يوې ډلې کار وو چي وژونکي له پخوا د دي کار د کولو له پاره چمتو شوي دي. په دي صورت کي هم د ځواب موندل اسانه وو او هم په راتلونکي کي د دا ډول پيښو د مخنيوي له کار سره مرسته کوله  او موږ به هم ټولني او په ټولنه واکمن فرهنگ ته د ملامتي گوته نه نيوله.

دا تراژيدي په کامله توگه يوه تصادفې پيښه وه او په عمل کولو کي يي ټولو هغو ونډه درلوده چي په صحنه کي موجود وو او په جمعي توگه يي  له فکر کولو مخکي عمل وکړ او يوه تاريخي تراژيدي يي ايجاد کړه. دلته هيچا دومره فکر و نه کړ چي حقيقت څه دی؟ او هيچا له عقل د کار اخستلو هڅه و نه کړه. دا د تراژيدي يو لوری دی او تراژيدي بل لوری د سلگونو انسانانو له خوا ددي جنايت تماشا کول دی او دريم لوری يي هم د پوليسو بي تفاوته پاتي کيدل دی.  په دا ډول يوه حالت کي له يوې خوا  انسان وژل او توهين کيږي او خو له بلي خوا  يي سلگونه انسانان تماشا کولو ته ناست دي او دا له انسان د بيگانگي يوه ښکاره بيلگه هم دی.

د دي پيښی د مطالعي او څيړنې له پاره پوښتنه داده نه دي، دا عمل “چا او کومو وگړو” تر سره کړ. پوښتنه دادي چي دا عمل “ولې” تر سره شو؟

د فرخندي تراژيدي نه يوازي د ټولني او په ټولنه د واکمن فرهنگ د ژوری پيږندني په ضرورت، بلکي  د دواړو ټولني او فرهنگ په ژور بدلون هم  ټينگار کوي او په عمل کي دا ټولنه د اوبو په شان بدلون ته ضرورت لري.  بدلون يوازي سياسي مسله نه دی چي د دولت او حکومت په بدليدو تر سره شي. په افغانستان کي اساسي مسله د فرهنگ او ارزښتونو بدلون دی او له بده مرغه د دا ډول بدلون له پاره نه اراده شته دی او نه شهامت. 

هغه  ټولنه چي د بدلون وړتيا له لاسه ورکوي يا د سقوط په لور حرکت کوي او يا د باندي له خوا بدليږي.

*

لینک های مرتبط به موضوع:

فراخوان  :‌ فاجعهٔ زجرکشی جمعی فرخنده را فراموش نکنیم  (به ارتباط فرارسیدن سالروز فاجعه )

د فرخندې د زجروژنې غميزې په درشل كى د آنلاين غونډې پريكړه ليك

قطعنامه ى همایش آنلاين در آستانه ى سالروز فاجعه ى زجركشى فرخنده

صفحهٔ‌ویژهٔ ناب به مناسبت سالروز فاجعه

صفحهٔ آسمایی