افغانستان کې د لارو کوڅو ځورونې پر ضد

د نړیوال کمپاین اوونۍ سره یوځای شئ!

ګرانو دوستانو،

د دغې لیکنې له لارې نن غواړم تاسو ته بلنه درکړم چې خپل غږونه او کیسې وکاروئ او سږکال د لارو کوڅو ځورونې پر ضد د نړیوال کمپاین اوونۍ په جریان کې د ۲۰۱۶ کال د اپریل له ۱۰مې تر ۱۶مې د رابعې له لوڼو سره یوځای شئ.

موږ ټول پوهېږو چې زموږ د هېواد په لارو کوڅو کې ځورونه د ښځو او نجونو لپاره یوه ستره ستونزه ده. دا نه یوازې د بشري حقونو سرغړاوی دی بلکې ډېر دندو ته له تلو او په عامه ځایونو کې پرته له  اندېښنې د پاتې کېدو څخه منع کوي. افغانې ښځې او نجونې تر دې د ښه حالت مستحقې دي او زموږ پلرونه، ورونه او ملګري تر دې د ښه رویې وړتیا لري.

افغانستان کې، لارو کوڅو کې ځورونه ډېره خپره شوې او ډېر ځله خطرناکه بڼه خپلوي، خو دا یوازې زموږ د هېواد ستونزه نه ده. له نیویارکه نیولې تر قاهرې، له کابله تر میلبورنه، هر ځای کې ښځې او نجونې هره ورځ سپکېږي، ځورول کېږي او له فزیکي، جنسي او ژبني بریدونو سره مخامخېږي. موږ، د بشري نسل په توګه، تر دې غوره ګامونه پورته کولی شو او باید پورته یې کړو!

او همدا لامل دی چې ما له تاسو سره اړیکه نیولې چې وکولئ شئ له یوه نړیوال کمپاین سره یوځای شئ. او له دې کمپاین سره یوځای کېدل ډېر اسانه دی.

تاسو یوازې باید خپل یو عکس یا د خپل لاس عکس (موږ له امنیتي ستونزو خبر یو) په داسې حال کې چې یو کاغذ مو په لاس کې نیولی وي چې په کې یوه ځورونکي ته ستاسو پیغام لیکلی وي، دې ایمیل یا فیس بوک او تویتر صفحی ته د ۲۰۱۶ کال د مارچ تر ۱۵مې ولېږئ:

info@freewomenwriters.org

www.facebook.com/freewomenwriters

www.twitter.com/freewomenwriter

پر کاغذ کولی شئ د افغانستان په هره ژبه یا انګلیسي ژبه ولیکئ. موږ به ټول انځورونه د خپلو ټولنیزو رسنیو پر ګڼو پاڼو، د خپلو ملګرو ادارو پر پاڼو او پر هغو وېبپاڼو چې موږ ورسره په افغانستان کې همکاري لرو، شریک کړو، تر څو د دغې مسلې په اړه په عامه بحثونو کې مرسته وکړي.

د غږ پورته کول مو همدومره ساده دي. نو له موږ سره یوځای شئ!

په دې لینک دغه ډول یو انځور د مثال په توګه موندلی شئ. که پوښتنې یا سپارښتنې او مشورې لرئ، کولی شئ په ازادنه ډول له ما سره اړیکه هم ونیسئ. د رابعې له لوڼو په اړه د لا نورو مالوماتو لپاره دا وېبپاڼه وګورئ: www.freewomenwriters.org

په درنښت

نورجهان اکبر

بنسټ ايښودونکې او مشره

رابعې له لوڼو

www.freewomenwriters.org

ټویټر: @FreeWomenWriter

فیسبوک: www.facebook.com/freewomenwriters

ورود به ویژه نامه ها و صفحات آرشیف آسمایی

 

به کمپاین هفتۀ بین المللیِ مبارزه با

آزار و اذیت در افغانستان بپیوندید!

 

دوستان عزیز،

بدین وسیله از شما دعوت می کنم که به کمپاین دختران رابعه در جریان هفتۀ بین المللی مبارزه با آزار و اذیت که از تاریخ ١٠ الی ١٦ اپریل سال ٢٠١٦ (برابر با ٢٢- ٢٧ حمل) برگزار می شود بپیوندید. 

ما همه می دانیم که آزار و اذیت زنان و دختران در محلات عمومی در مملکت ما مشکل بزرگیست. آزار و اذیت علاوه بر اینکه باعث نفی حقوق انسانی زنان و دختران می شود، تعداد زیادی از آنها را از رفت و آمد به محلات کار و آموزش و سهمگیری ِ بدون هراس در اجتماع باز می دارد. زنان و دختران افغان ارزش این را دارند که در محیطی بهتر زندگی کنند و پدران، برادران، و همسران ما توانایی این را دارند که اخلاق اجتماعی بهتری را به نمایش بگذارند. 

آزار و اذیت جنسیتی در افغانستان رایج است و گاهی به شدت خطرناک، اما این مشکل مختص به سرزمین ما نیست. از نیویارک تا قاهره، از کابل تا ملبورن، زنان و دختران در سراسر جهان با آزار، تحقیر و حملات زبانی، فزیکی و جنسی روبرو اند. ما، به عنوان انسان ها، می توانیم و باید بهتر از این باشیم!

به همین دلیل است که من امروز از شما می خواهم که به یک برنامۀ جهانیِ آگاهی دهی بپیوندید. سهمگیری در این برنامه بسیار آسان است. 

برای پیوستن به این برنامه و بلند کردن صدای تان بر علیه آزار و اذیت روی یک ورق کاغذ پیامی بنویسید برای یک آزار دهنده. از خودتان در حالی که پیام را در دست دارید عکس بگیرید و عکس را به ما بفرستید. اگر نمی خواهید صورت تان در عکس باشد، فقط از پیامی که در دست دارید عکس بگیرید. شما می توانید این عکس را به ما ایمیل کنید و یا ذریعۀ فیس بوک و تویتر بفرستید. آخرین روز برای فرستادن عکس ها و پیام ها ١۵ مارچ، برابر با ٢۵ حوت است. آدرس ایمیل، فیس بوک و تویتر ما اینها اند:

info@freewomenwriters.org

www.facebook.com/freewomenwriters

www.twitter.com/freewomenwriter

 شما می توانید پیام تان را به زبان های افغانستان و یا انگلیسی بنویسید. ما همه پیام ها را در صفحات اجتماعی و وبسایت خود و صفحات نهاد ها و روزنامه های همکار ما نشر خواهیم کرد. 

به همین سادگی شما می توانید به جنبشی جهانی برای ساختن دنیایی امن برای زنان بپیوندید!

ضمیمۀ این ایمیل نمونه ایست از عکس هایی که ما انتظار دریافت شان را داریم. اگر سوالی دارید با ما به وسیلۀ ایمیل به تماس شوید. برای آموزش بیشتر در مورد دختران رابعه به صفحۀ فیس بوک ما مراجعه کنید.

با همصدایی و امتنان

نورجهان اکبر

بنیان گذار و مسوول دختران رابعه