راټولونکۍ : حمید عبیدی

 

متلونه *


 امانت ځمكه هم نه خيانتوي 


***
انسان تر كاڼي كلك او تر گل نازك دى 


***

اوبه په ډانگ نه بيليږي

***

اوبه چې تر سر شي څه يوه نيزه څـه سل 
نيزې 


***

 اوبه له سره خړې دي 


***

اوبه به تير شى ، كاڼى پاتى كيږى 


***

اور ته خپل او پردى يو دى 


***

 اوسپنه پر اوسپنه ماتيږي 


***

 اوسپنه چى څومره ټكول كيږي هومره كلكيږي 


***

 اوښ په بډه نه وهل كيږى 


***

اوښ ته يې ويل غاړه دى كږه ده ، ويل يې كوم ځاى مې سم دى 


***

اول زده كړه بيا كوژده كړه 


***

اسمان چى څومره غړيږى هومره نه 
وريږى

***
 

اور ته راغلي د كور ميرمن شوى 


***

اور ته چى نږدى كيږى خامخا به سوزيږى

***

اصيل ته اشارت ، كم اصل ته كوتك

***

 آزمويلى سړى مه آزمايوى 


***

آسونه يى نعلول چنآښو هم پښى پورته
 ونيوى 


***

اوبه خړوى کبان نيسى 


***

اختر پټ ميړه نه دى


***

ابى مړه ، تبه شكيدلى 


***

باد چى باسنى وي ، باران يى گړندى وى 


***

مار كه هر څومره خوار شى بيا هم څنگښى 
نه خورى 


***

بښنه په لك ، حساب په كلك 


***

بد بټى بلا نه وهى

***

* برگرفته از مجلهء آسمایی