رسیدن: 17.01.2012 ؛ نشر : 17.01.2012

حبیب الرحمن ابراهیمي


د بګرام په وحشتناک زندان کې د دردوونکو شپو ورځو یاد

د جمعې شپه وه د کابل ښار په لودیځ د پنځمې حوزې اړوند د کمپنی او آبرسانۍ تر منځ سیمه کې د شمس المدارس د جومات او مدرسې څنګ ته په کور کې مې له خپلو ماشومانو سره په خواږه خوب ویده وم په داسې حال کې چې ورور مې بل چیرته میلمه وو او د شپې نه وو .

د شپې شاوخوا ۳۰:۱۲ بجې به وي چې نا ببره یو درز شو چې له خوبه رابیدار شوم چې د دروازو او د کړکیو د شیشو شرنګ او شرونګ وو او شيشې ماتي وې او ټولې راتویدلې چې سترګي مي لوڅي کړی کوټه او سراي کې داسې سپینه رڼا وه او په حویلی کې می سترګي په ډیرو امریکایانو ولګیدلی چې سرې ږیرې سره سره لوی لوی بریتان ،شنې سترګې او سره مخونه لری او د ټوپکو شپیلی يې زما خواته نیولې او زه داسې فکر کړم لکه چې خوب وینم نو په دې حالت کې ګورم چې امریکایی پوځیان چې ټوپک په ماشه يې ګوته نیولې د کوټې د ننه شول او زه هیڅ حرکت نه شم کولای چې ګورم ناببره راباندې غږ شو او ناڅاپه ( وټ از یو ور نیم ) ما ورته سمدستی وویل ابراهیمی بیا یی راته وویل ! پړسټ نیم پړسټ نیم ؟ ما ورته وویل چې حبیب الرحمن ابراهیمی مخې ته مې امریکایان راډیریدل هيڅ پوه نه یم چې شاته طرف ته می هم امریکاییان ولاړ دی او له شانه يې په لغته ووهلم او دوه متره مخې ته يې وغورځولم او سخت وهل يي راباندې پیل کړل. په دې وخت کې له امریکایانو سره یو تن چې شخصی جامی یی پر تن وی امریکایی ږیره لرونکی پوځی په بغل کی په لاس څوخ کړ او زه يي ورته په ګوته کړم چې دغه کس دی نو ځان يې د هغه په شاه کې پټ کړ. ګومان کړم چې هغه به یی جاسوس ؤ . نو امریکایی رانه پوښتنې پیل کړی او مخې ته می يي یوه پښه قات کړه ا وبله يي زنګون کړه او قلم یی راواخیست وړوکی کتابچه ورسره وه راته ویل یی چې ستا نوم د پلارنوم د کوم ځای یی څه کوي په دې وخت کې يي د چپ لور همداسې ږیره لرونکی او بریت لرونکی امریکایی زما پر سر وار وکړ او زه ګنګس شوم او بیا ترجمان راباندی غږ وکړ او راته یی بدی سپکې خبری وکړی چې نه يي شم ویلای. راته وویل چې صبح کجا بودی ما ورته وویل چې میدان ښار رفته بودم. ګفت : چي میکردی. ما ورته وویل چې هلته مي کار درلود بس نور د خبرو کولو اجازه رانه کړه او زما په وهلو يې پیل وکړ او زما لاسونه په پلاستیکی ولچک وتړل او کڅوړه يي را پر سر کړه او په لغته يي ووهلم او زما په کوچنی لور چې په خوب ویده وه د هغې په خيټه کې وخوت او هغه په چیغو شوه نو په دې وخت کې ډیر امریکاییان راغلل او یو ترجمان چې د جیبونو په لوټلو يې مې پیل وکړ. زما په جیب کې زر ډالر وو چې پنځه سوه مي خپل او پنځه سوه امانت وو- چا راکړي وو چې بل چاته يې ورکړم. شپږ نیم زره افغانی مې هم په همدې جیب کی او اته زره افغانی می په دې بل جیب کې وې هغه يې را واخیستی او ږیره لرونکی امریکایی ورته وویل (ګیو هم منی ټوهیس فامیلی ). دوه دري ځلی يي ورته وویل، خو ترجمان پیسې له جیبه راویستی او په هغه توره خلته کې چې زما په غاړه کې يې اچولې وه په هغې کې پیسې واچولې او ما ډیر ورته وویل چې پیسې مې ورکړه کور کې. ترجمان بیا سپکې خبرې راته وکړی چې ..... یکهزار دالر را چی میکردی .
نور په ځان نه یم پوه چې څرنګه يي موټر ته واچولم خو زما د ماشومانو چیغي او ژړاګانې مي په ذهن کې پاتي دي او نور نه یم پوه شوي څه ډول يې له کوره ویستلم خو یوه ساعت شاوخوا يې زما په کور کې تالاشي وکړه .


بیا يي چي کله موټر ته واچولم نو هلته مې لاسونه په پلاستیکی ولچکونو سخت وینې کړل او سخت سوځیدل درد يي کاوه او ما ورته ویل چې لاسونه مې درد کوي دا ولچک لږ شانته سست کړی. دوي به لا وهلم او له ۴۰ زیات امریکایايې ګاډي یا موټر يي راوستی وو او له حسابه وتلی امریکاییان هم ورسره وو چې نه شم ویلای چې څو به وو خو ویلی شم چې په لسګونو تنه وو. شاوخوا پنځه دقیقې يې په خامه کوڅو کې مزل وکړ او زه يې یوه بل پوځي ګاډی یا ټانګ ته پورته کړم او بیا يې ۱۵ دقیقي شاوخوا مزل وکړ په قیرسرک. نه پوهیږم چې کوم ځای ته يې وړي وم. هلته يې له پوځي ګاډي ښکته کړم او ۲۰ دقیقی به یی هلته په یخ کې درولی وم چې ګورم د څرخې الوتکو آواز مې ترغوږو شو او دغه دڅرخې الوتکو غږ رانیږدې کیږی او چې ګورم ډیرې رانیږدې شوې او یوه يې کښيناستله او بله يې په هوا ګرځي راګرځي. په دې وخت کې يي زه لږ وځنډولم او طیاری ته يې ورنیږدې کړم د طیارې باد سخت یخ کړم یخ می وشو چې ما ورته وویل چې یخ مې وشو او غاښونه مې کړسیدل له یوه ابول سره نو په لغته يې په تشیو کې ووهلم او ویل يې مه خوځیږه او چیرته ځي او څه کوي اولاس مي چې ولچک وو سخت یی راباندې تاو کړل او سخت په درد شول. لنډه دا چې یو ساعت شاوخوا يې الوتکي باد ته دی بې رحمه امریکایانو نیولی وم او بیا یی څرخخی ته پورته کړم او هلته یی داسی شکل د الوتکې په چوکي کې وتړلم چې یوه پښه مې یوې خواته او بله پښه مې يې بلې خواته بنده کړه لاسونه خو مې ولچ وو له وړاندې او د سینې لخوا هم او د شانه هم داسی کلک شیان راته پیدا شول چې هیڅ لور ته حرکت نه شم کولای او ځان نه شم خوځولی.
خو چې کله الوتکه په هوا شوه فکر مې وکړ له ځان سره چې ته خو ژورنالیست يي او دا څرنګه يي یوازې د یو ژورنالیست لپاره دوه الوتکی او۴۰ شاوخوا پوځي ګاډي او لسګونو تنه عسکر راوستی دا څه خبره ده خو حیران وم او ما ویل چې د کومې پوځي فرقي قوماندان خو هم نه يي، ته خو صرف یو ژورنالیست يي او یو قلم او مایک او کمره لرې دا څه خبره ده؟! بیا مي ویل چې هسې به نه پوهیدلې دا خبرنګاري به جرم وي او د دې کار د ترسره کیدو په خاطر به دا جزا درکوي خو چې کله الوتکه کښیناستله هلته د امبولانسونو چیغې وې او دوه دانې جیټ ېيارې پورته شوې او ما ګمان وکړ چې بګرام دی . کله چی يې له الوتکې کوز کړم نو بیا يې په یوه کوچنی موټر کی کښينولم چې چوکی يي داسې کلکې وې لکه د لرګي په هغې کې يې کښینولم بیا يي بوتلم شاوخوا ۱۵ دقیقي به يي په همدې ځای کې ګرځولي وم بیا يي کوز کړم او له موټر نه يې داسې ورکش کړم لکه بل شی او بیا يي همداسې په غیږ کې یو ځای کې وغورځولم. چې هلته يې واچولم بیا نو څرنګه يې چې غورځولی یم حرکت نه شم کولای ځکه په کور کې چې يې لاس راباندې ولچک کړل چې زه به لږ وغوځیدلم نو وهلم به یی. ما فکر کاوه چې دلته به هم زما پر سر امریکایان ولاړ وی خو دوی مي په سر نه وو ولاړ او سترګې می بندی دی خو چې هڅه مې وکړه چې پښې وغځوم نو نه شم غځولي ځکه دا کوټه یوه متر په یوه متر شا وخوا کې وه. او چې ولاړیږم نو ولاړیدی هم نه شم. ۵ دقیقی شاوخوا به یی هلته اچولی وم چې د دروازې درز شو نو له لاسه یې ونیولم او یوې کوټې ته يې بوتلم چې هلته مي لاسونه په رنګ راککړ کړل او بیا یي په کاغذ کښیودل او د کریمنالتخنیک شعبه وه. هتله می یی لاسونه له ولچک خلاص کړل او چې د لاسونو چاپ يي واخیست بیرته يي ولچک کړ او د سترګو نه مي يي هم کڅوړه خلاصه کړه او چې د سترګو عکسونه مي يي واخیستل نو بیرته مي یی کڅوړه راپرسر کړه سترګې مي يي بیرته راباندې بندې کړي .
نو بیا یی کش کړم بلې وړوکی کوټي ته چې هلته د ډاکټر کوټه وه. هلته يې ټول کالي رانه ویستل او د ډاکټر او یو ترجمان په وړاندې او درې امریکاییان هم وو. ډاکټر زما ټول بدن وکوت. زخمونه يې ولټول چې له لاسونو پرته چې هغه ولچک وینې کړی وو بل هیڅ هم نه وو نو وزن یی کړم چې ۱۱۱ کیلو وم او قدم يي هم وکوت او راته يي ویل چې څه تکلیف لری. ما ورته ویل چې د معدې مشکل لرم او بل دا نیم سر می کله کله درد کوی ګمان کوم د فشار تکلیف می دی. نو په دې وخت کې ډاکټر راته ویل چې سکرټ ، نصورا، الکول، یا نور څه عمل لری. ما ورته وویل چې نه هیڅ عمل نه لرم یوازې ډوډي خورم او اوبه څښم نور هیڅ عمل نه لرم. نو ده عینکې پرمیزکښیښودې او راته يي وویل چې مه ویریږه هر عمل چې ولری ووایه دا جرم نه دی. ما ورته وویل چې نه زه عمل نه لرم. ترجمان راته وایی زه درسره شته مه ویریږه ورته ووایه مه يي پټه وه. ما ورته وویل چې زه پوهیږم چې وژلو ځای ته راغلی یم او زه عمل نه لرم خو ویره به ولی نه کوم ویریږم خو هیڅ عمل نه لرم .
او د لوڅ ځان شاوخوا ۶۰ ته زیات عکسونه يي له مخې څنګ او شا ټولو طرفونو نه عکسونه واخیستل .
لنډه دا چې بریت او ږیره لرونکی امریکایی زما پر کالیو وخوت او له الماری یی نارنجی رنګی د ګوانتانامو او د ابو غریب د زندانونو د بندیانو په شان جامې چې په نیټ کې مې لیدلې وي هغه يي راته را واخیستې او هغه يې زما مخې ته واچولې او راته يې ویل چې جامې دې بدلې کړي. ما فکر کاوه چې اوس به ماته جامی راکوي او داسي فکر مي نه کاوه چې د کوانتانامو او د ابوغریب د بندیانو جامې به زما پر تن کوي . خو لنډه دا چې امریکایی راباندې غږ وکړ وویل : «چنج یور کلوتس» ما ورته وکتل او راته يي همدا نارنجی رنګې جامې رانیږدې کړي او راته يي وویل چې «یوکن یوز دیس کلوتس» ما ورته وویل چې «ډټ ایز ویری بد کلر». هغه راته وویل چې «وټ ایز د مینینګ اپ کلر». ما ورته وویل چې «دیس کلر کلوتس پارد ابوغریب انډ ګوانتانامو جیل پریزن». دا می هم ورته وویل چې زه خو ژورنالیست يم څنګه دغه جامې ماته راکوي دا جامې خو د ژورنالیست نه دي او ما ته باید دا جامې وانه اغوستل شي. په دې وخت کې يي ووهلم په لغته او د ډاکټر د میز لاندې يي ور وغورځولم او سخت په لغتو يې ووهلم او په زور يې راباندې واغوستلی. زه يي مجبور کړم خو دغه پتولن دی که پرتوږ څه نوم پري کیږدو دومره وړوکی وو چې ډیر په تکلیف مې واغوست او سخت ورسره په تنګ وم ځکه پښې مې نه شوای په کښې راټولولای .
جامې مې واخستی او په تن می کړی او کڅوړه يي بیرته راپرسر کړه او لاسونه مي يي نور په اوسپنې ولچک ولچک کړل او شاوخوا دوه نیم کیلو تر دریو کیلو به یی وزن وو یعنی خورا درانده وو .

او زه يي کش کړلم بیرته يي هماغه کوچني اتاق ورته وایو که قفس ورته ووایه او که بل څه هغه ځای ته یی یوړلم ا وهلته يي وغورځولم.
او له څو شیبو نه وروسته یې بیا د تحقیق بلې کوټې کش کړلم او بیا يي هلته رانه پوښتنې پیل کړې اوهمدلته اول را ته ګوت څنډنه وکړه او راته يي ښه تشریح وکړه چې کله ته بیرته خوشي کیدلې نو ته به چا ته نه وايې چې څه ډول امریکایيانو ونیولې څرنګه يي وساتلي او څرنګه يي خوشي کړلي. نو بیا یې تحقیق پیل کړی چې ته پوهیږي ولي مو ته دلته راوستلي يي. ما ورته وویل چې زه نه پوهیږم. بل يي راته ویل چې ته پوهیږي موږ ولې درته راغلي یو. ما ورته وویل چې په دې پوهیږم چې ولې تاسو راغلي یاست. نو لنډه دا پوښتنې پیل شوې په دې به نور څه نه وایو چې څه ډول پوښتنې وي خو دا خبره باید په ډاګه کړم چې زما د مبایل خبرې يي د تیرو دریو کلونو راپدیخوا ریکارډ کړې وي او زه چې له هر چا سره غږیدلی وم هغه خبرې مي وی په داسې حال کې چې دغه عمل د اساسی قانون خلاف عمل دي .

د اساسي قانون د ۳۴ مادې له مخې د بیان آزادي له هر ډول تیری څخه خوندي ده هر افغان حق لري چې خپل فکر د ووینا، لیکنې ، انځور او یا نورور وسیلو له لارې په دې اساسي قانون کې د راغلو حکمونو په رعایت څرګند کړي .
دغه راز د اساسي قانون ۳۷ ماده ليکي چې «د اشخاصو د مخابرې او لیکونو آزادي او محرمیت که په لیکلي ډول وي یا د ټیلفون او تلګراف یا نورو وسیلو له لارې له تیري څخه خوندي دي دولت د اشخاصو د مخابرو او لیکنو د پلټنې حق نه لری» .
همدا راز د اساسی قانون ۳۸ مادې له مخې د شخص استوګنځي له تیري څخه خوندي دي ، هیڅوک د دولت په ګډون نه شي کولای د استوګن له اجازې یا دواکمنې محکمې له قرار پرته او بی له هغو حالاتو او لارو چې په قانون کې ښوول شوي د چا کورته ورننوزي یا يي وپلټي .

پوښتنو په سر کې يې راته ویل چې ته ووایه چې ستا هغه بل نوم څه دی. ما ورته وویل چې زه ژورنالیست یم. لاړه شه انترنیټ کې زما نوم ورکړه هتله زما په اړه مکمل معلومات شته دی. زه بل نوم نه لرم. ده بیا په بار بار پوښتنه کوله او سختي بد رنګي پوښتنې يي کولې او زه تر اخره د دوی په مطلب پوه نه شوم. یوه شی چې ډیر د دروړ دی هغه د ترجمانانو ترجماني وه چې غلطي ترجماني يي کولې او ما به ورته یو څه ویل او ده به بل څه ویل. اخر مي امریکایی ته ووی لچې که مي وژني زه اماده یم خو که د ترجمان په خوله را نه تحقیق غواړي زه نورې خبرې له ترجمان سره نه کوم او که زه خپله ستاسو پوښتنو ته ځوابونه درکوم هماغه وو چې ده راسره قبول کړه او ترجمان لالا يي رخصت کړ او شرمنده ووت .
ډیرې پوښتنې يي په دې اته ورځني بندیخانه کې رانه وکړي او ما به ډیر ورته ویل چې زه ژورنالیست یم او بله ګناه نه لرم ته راته ووایه چې زما ګناه څه او ما څه عمل کړي چې هغه سبب د دی شو چې زه یی امریکاییانو ونیولم. هغه راته ویل چې ته دا خبره مه کوه او ستا ټول اعمال به امریکایی محکمه او امریکایی مستنطقین څاري او تا ته به د قانون په رڼا کي سزا درکوي. هماغه وو چې راته يي خپله وویل چې موږ ستا لپ ټاپ کمپيوټر، ستا مبایلونه، ستا کمره او ستا کانټکټ لیست ګورو دا ټول ښيې چې ته ژورنالیست يي دا خبره سمه ده. ما ورته وویل چې زما جرم نو څه شو چې تاسو دا منی چې ته ژورنالیست يي نو زما جرم څه دی. پای کی ده راته وویل چې دا پوښتنه مه کوهُ موږ تحقیق کوو. ما ورته وویل چې تاسو ولې ما ته زنګ ونه واهه، ولې مو راته ایمیل ونه لیږه، ولې مو زما د دفتر لخوا ما ته احوال رانه کړ چې زه خپله دغلی وای دا وحشت دې ولې خپور کړ ولې د وحشي په شکل زما کور ته راغلی زما دروازې د ماتې کړي زما شیشی د ماتې کړي زما کورنئ د مرګ تیر کړ او زه خو کوم مجرم نه وم زه خو خپلې چارې په قانوني توګه ترسره کوم دا ولې دا کار ترسره شو ؟ هغه راته ویل چې بس ته خبرې مه کوه اوس به معلومه شي چې ژورنالیست يي که څوک ؟
لنډه دا چې په زندان کې په دې تیرو اتو ورځو کې سخت وهل ډبول او چیغی وی او هیڅ افغان نه تر سترګو کیدو او ټول امریکاییان وو او ډوډی يي نه راکوله او کومه ډوډی چې د دوي لخوا راوړل کیدله هغه به د خوړلو وړ نه وه. او بلآخره کوم شیان چې د بشری حقونو سازمانونه او دا نورې ډلې د بندیانو لپاره وړي دوی هغه هیڅ هم عملي نه کړل زما کورنۍ او زما ټول دوستان په دې نه وو خبر چې ابراهیمي مړ شو او که ژوندي. یعنی دا معلومات يې زما کورنۍ ته نه ورکول او نه يي هم ما ته د دې اجازه راکوله چې زما دوسیه او جرم څه دي .
او کله به چې تشناب ته لاړو هلته به یی اوبه نه راکولې او د اودس لپاره او لمانځه لپاره هیڅ نه وو. لنډه دا چې یو وحشت او توره تیاره وو او ډیر ظالمانه برخورد يې کاوه .
خو تر آخره ما دا فکر نه کاوه چې زه د ځمکې لاندې یم او که دځمکې پر سر یم یعنې هم به مې سترګې تړلې وې هم به مې لاسونه ولچک وو اوهم به مې پر غوږونو ګوشي بندې وي چې څه وانه ورم .
لنډه دا چې دغه اته ورځو کې مې له مرګ پرته بل چورت نه واهه او ما ویل دا یهودیان دی او که څه هم ګناه مې نشته ولې دوی مسلمانانو وژنو پسې راوتې دي او مسلمانان وژني ځکه کله ناکله به مې د دې پښتنو سیمو د قومي مشرانو وژنې ذهن ته راغلې چې دوی خو هم هیڅ ګناه وې نه لري. هغوي هم یا د کوره ویستل شي او یا هم ناڅرګند وسله وال يې مړه کړي. ما ویل کیداي شي ما هم په همداسې شکل مړ کړی خو د خداي تعالي فضل او برکت وو چې ژوندۍ ترې خوشي شوی یم. ما ته خو قبله او شرق او شمال نه ښکاریده لمنځونه به مې په اشاره کول او تیمم مې هم تمثیلي تیمم کاوه نو یوه ورځ مې یوه امریکايې ته وویل چې زه نه پوهیږم چې اوس څه وخت دی هغه راته وویل چې «ميډل نايټ». بیا مې ترې پوښتنه وکړه چې څو بجي دی دوه بجي دي لس بجی پنځه بجې دي. ده راته ویل «وې کن ناټ سې» او رانه لاړ. دغه ورځ تیره شوه بله ورځ بل امریکايې راغی او جالبه دا چې خوب ته به یې نه پريښودلو او هر پنځو دقیقو کې به یو ځل راته یو کس راتلو یا به يي واټر واټر چیغې وهیلې او یا به يي جسیکا نمبر ون چیغې وهلې یا به يې صابون بس چیغې وهلې او یا به يې پوډ پوډ چیغې وهلې او یا به یی هم ډاکټر جوړ يې ډاکټر جوړ يي چیغې وهلې. مطلب يې دا وو چې څوک ترې نه خوب ونه کړي په اصل کې د دوی هدف همدا وو نه د خدماتو عرضه کول .
لنډه دا چې هغې امریکايي ښځې ته چې بنديانو ته به يې ویل چې ډاکټر جوړ يې هغې ته مې وویل «آي هو سټمټیک فرابلم ګیومي سم ميډسنس» یعنې د معدې تکلیف لرم ما ته لږ دوا راکړه ! هغې به راته ویل «وې ډونټ هو میډسنس پار سټمټیک». یعنې موږ د معدې دوا نه لرو هغې راته ویل چې نور څه فرابلم لري ما ورته ویل «مای لیپټ هیډک ایز این ویري بډ کانډیشن ګیومي میډسنس اور پلیس برینک بلډ پریشورټو چیک بلډ پریشور» یعنې د سر چپ طرف مې درد کوي او سخت سر مې درد کوی او یا مې فشار تکلیف دی ستاتسکوف یا د فشار آله راوړه . هغې راته ویل «جسټ امنټ» یعنې صبر وکړه ، له هغې وروسته بیا لاړه تر نن پورې مې بیا نه ده لیدلې
خو یوه بله ورځ مې بیا له یوه بل امریکايې نه پوښتنه وکړه چې دا څه وخت دی زه په دې وخت نه پوهیږم او بل مې دا هم ورته وویل چې دا کوم طرف دی شرق دی که شمال او یا هم جنوب دی یا شرق ؟ ده راته ویل چې څه غواړې ما ورته ویل چې زه ویسټ غواړم یعنې غرب هغه راته ویل «وټ ډو یو وانټ ټو پاین وټ ډویو ډو ؟» یعنې ده ویل چې څه غواړې چې څه پیدا کړی او مطلب د څه دی او څه کوي منظور د څه دي ؟ ما ورته ویل ویسټ یعنې غرب غواړم ده راته ويل چې «پاروټ» ما ورته ویل «ټو پاین کعبه» یعنې چې کعبه پیدا کړم. هغه راته ویل چې «وټ ایز کعبه کعبه». ما ورته ویل چې ته په کعبه نه پوهیږي. هغه ویل نه «وټ ایز کعبه» یعنې کعبه څه ده. ما ورته ویل چې مکه غواړم پیدا کړم هغه بیا راته ویل چې مکه ما ویل هو بیا يې ویل چې «وټ ایز مکه مکه وټ ایز دیس». ما ویل غواړم «هوزآپ مای ګاډ» پیدا کړم . ده بیا راته ویل چې څه کوي چې پیدا يې کړي. ما ورته ویل چې غواړم لمونځ وکړم یعنې «آی وانټ ټو ډو اپرې». ده راته ویل چې «وټ ایز اپرې». ما ورته وویل « وې آر مسلم. مسلم پیپول هو پايپ ټایم پرې پار ګاډ. آی وانټ ټو ډو اپرې پار ګاډ » یعنې ماورته ویل چې موږ مسلمانان یو او مسلمانان په ورځ کې پنځه ځله لمونځ کوي نو زه هم غواړم لمونځ وکړم ځمکه مې دا پوښتنه ترې کوله چې ما به کله یوې خواته او کله بلې خواته لمونځ کاوه تشویشی وم که څه هم د اسلام د مبارک دین کې دا جایز دي چې په دغه شان حالاتو کې چې هر لوري ته د زړه وي هغه ته لمونځ وکړه الله تعالی (ج ) يې قبلوي خو ما سره بیا هم یو تشویش وو. ما ویل که یقیني شي دا به وښه وي لنډه دا چې کله مې دا پوښتنه ورته واضحه شوه چې غواړم لمونځ وکړم نو په لوړ آواز يې ښکنځل راته په انګریزې وکړه هغه مناسب نه ګڼم چې وې لیکم خو راته يې وویل : « ډونټ اسک مې پولیش کویشن» یعنې احمقانه پوښتنه رانه مه کړه ، نو يې دروازه راته راخلاصه کړه او په سختو لغتو يې په دې سینه او په خیټه او بغل کې ووهلم او ښه يې چې راباندې ځان ستړی کړ بیا رانه لاړ او راته يې ښکنځاوې ویلې او له ځان سره يې ښکنځل تکراري ويلي او دروازه يې په زوره راپسې محکمه کړه او رانه لاړ.
نو سخت مې فکر خراب شو چې تا ولې له دې ځناور نه پوښتنه وکړه او سخت يې ژوبل کړل او دا ورمیږ مې په دې کونج ولګید او داسي غږ يې وکړ لکه چې هډوکي مات شوي وي خو د الله (ج) فضل وو مات شوی نه وو. له همدې وخت نه وړاندې به مې همیشه پوښتنې کولې او هر امریکايې به چې راغی ما به ورته ویل چې زما دوسیه څرنګه شوه او زما ګناه څه شوه هغه به راته ویل چې موږ نه پوهیږو خو په دې ځل يې چې سخت ووهلم نور داسې شولم لکه چې جرم مې معلوم شوي او نور ما فکر وکړ چې ګناه د همدا لمونځ ده او نور مي ځان داسې اچولی چې نه کوم تکلیف چاته وایم او نه چاته شکایت کوم او نه پوښتنه کوم او دا هرڅه چورتونه به مې چې وهل داسې فکر مې کاوه چې دا به ستا د مرګ ځای وي ځکه دا ځای چې زه په کې پروت وم دا ډیر کم او تنګ ځای ووو. پښې مې نه شوای پکې غزولی او په کې دریدلی هم نه شوای نو له ځان سره مې فکر کاوه چې یره دا ستا دمرګ ځاي دی ځکه چې دمره لویه ګناه خودنه وه کړې چې داسې عمل درسره وشي لکه د يو خطرناک مجرم په شان عمل درسره کیږي. خوو سخت افسوس به مې کاوه چې ای کاشکي ما خو یو څه کړي واي ا وبیا يي دلته راوستلی واي او بل مې دا د ګوانتانامو د بندیانو جامې چې سترګو ته ودردلې ویل به مي چې دا جامې زما وړ نه دی او دا د هغو زمریانو جامې دي چې د یو څو امریکايیانو په ستونې يې څو ګول ورولي وي او یا يي لږ بل شان غوندې کار کړی وي تا خو هیڅ هم نه دی کړی او دا جامې يې در اغوستي او له ځان سره به مې دا فکر کاوه چې که چیرته د په بګرام کې له هغو خلکو سره یو ځای کړي چې هغه د امریکايیانو سره عملاً په جګړه کې بوخت وو او د هغوی سره جنګیدل او هغوی ته به څه وايې خوخو ښه شوه چې هلته يې تر آخره ورنه وړلم .
بله تر ټولو جالبه خبره خو دا وه چې امریکايیان به هر دوه ساعته ورورسته راتلل او دوی به زما بدنې تالاشي کوله او هم به يي زما دغه ځای تالاشي کاوه او ما به ورته ویل چې ولي دومره مزاحمت کوی زما خو لاس تړلي دي او سترګې مې تړلې دي زه کله څه کولای شم نو دوی به دوه تنه وو یوه به په لغته ولم او بل به په بوګس یا په څپړه وهلم. لنډه دا چې څو ډوله مزاحمتونه به يې کول چې هیڅ به پرې نه پوهیدلې چې هدف د څه دي .
خو امریکایانو به چې راتلل دواړه امریکاییان ول چې ډیر مایوسه شولم او حیران وم چې تر څو به دلته بندي وي او له ګناه پرته چې کورم امریکايي سره داسی کس راغی چې په انګریزي خبرې داسې بندې بندې کولې او ما ګومان وکړ چې دا یو به يې افغان وي نو سوکه مې وویل چې «به لهاز خدا صدای ما را به یک جا برسان من خبرنګار استم مرا آورده و هیچ جرم من معلوم نیست درهمین جا مرا انداخته». ده صرف راته وویل «کِجا؟» ما ورته وویل «درکابل». نو په همدې وخت کې په ده باندې ور وشو او وې واهه او په لوډسپیکر کې په لوړ آواز پرې غږ وشو «ډونټ ټاک ویت پریزنس» یعنې له بنديانو سره خبرې مه کوی نور دوی دروازه راپسې بنده شوه او لاړل رانه .
یوه شي ته دلته اشاره کول غواړم چې ما ټول ټال د ۱۷ ورځو لمنځونه کړي او ما ویل چې ۱۷ ورځې بندي خانه مې تیره کړي ځکه سترګې مې تړلې او غوږونه مې ګوشي لګول شوې وه ترڅو غږ وانه ورم او په سترګو مې توره کڅوړه را پر سر شوې وه او هیڅ نه پوهیدلم چې څو ورځې مې تیرې شوې .
له هغې شکایت وروسته چې هغه کس ته مې وکړ نو یوه شپه وروسته امریکاییان راغلل او زه یې بوتلم بیا د ډاکټر خونې ته او زه حیران شوم چې ولې يې ډاکټر خونې ته بوتلې خو چې ګورم په دې حالت ډاکټر بیا زما ټول معاینات وکړل اوهم يې زما وزن بیا چک کړ او زما وزن ۹۸ کیلو وو یعنې ۱۳کیلو مې وزن کم شوی وو .
له ډاکټر مې وپوښتل چې ولې مې ۱۳کیلو وزن له لاسه ورکړي هغه وویل چې ته صبر وکړه زه به يي علت درته ووایم. نو زما سترګو خو څه نه لیدل او ما ورته غوږ نیولی چې دی ورقې اړوې او څو شیبې وروسته یې راته ویل چې ته ولې ډوډی نه خورې ما ورته ویل چې زه خو ډوډی نه شم خوړلی ځکه چې بد بوی کوی. هغه راته ویل چې ته انرژي چښه ما ورته وویل چې انرژي هم بد بوی کوی او زه هغه هم نه شم چښلی ځکه بد بوی کوي. ده راته ویل چې دا ټول بندیان همدا ډوډی خوری او څوک چې ډوډی نه خوري هغوی بیا انرژي څښي. خو ما ورته وویل چې په انرژي خو د حلال په نوم څه نه دي لیکلي ده. راته وویل چې دا پولی انرژي ده او دا وڅښه. ما ورته وويل چې نه دا انرژي نه شم څښلي او دا هم حلال نه دي. نو ده راته وويل چې بس نو چې څه کوي هغه کوه او بله چاره خو نشته . نور يې بیرته د ډاکټر له کتنځي څخه لاس تړلی بوتلم او هماغه خپل ځای ته او هلته يې چې بوتلم بیرته يې په هماغه خپل دایمي بندیخانې په ځای کې يې واچولم او بیا هماغه چورتونه او هماغه پخواني دردونه او سوچونه راسره دي او پروت دي چې بیا مې یوه بله شپه او ورځ تیره کړه نو هماغه ځورول روان او تکلیفونه او ځورونې روانې دي او ما خپل په اشاره لمنځونه کول او په دې وخت کې مې د ماښام لمونځ وکړ نو سبحان الله و بحمده او سبحان الله العظیم وایم او په همدې مصروف یم. یوه خبره همدلته باید وکړم چې د بندې خانې په هره شیبه کې به ما د قرآن عظیم الشان هغه برخه تلاوت کوله چې په یاد مې وه او کوشش مې ډیر کاوه چې داسې آیتونه تلاوت کړم چې په هغو کې یهود او نصارا یاد او ذکر شوی دی لکه یا ایهالمشرکین .... فاء‎ًِاذا لقیتم الذین کفروافضرب الرقاب حتي ..... یا وقاتلوهم حتی لاتکون فتنه ویون دین کله لله ) یا فاقتلوا المشرکین حیث وجد تموهم ) او یا هم دې ته ورته نور آیتونه او د اخرې سپارې ډیر سورتونه مې یاد دی هغه مې تلاوت کول او ډیر اطمینان مې چې حاصلیدو هغه به مې چې کله «سبحان الله وبحمده اوسبحان الله العظیم » ډیر ځله تکرار کړ .
خو په دې وخت کې چې ګورم یو امریکايي راغی او راته يې ویل « ټک ایټ». چې ګورم زما خپلې جامې يې راوغورځولې او راته يې وویل چې «چنج کلوتس» یعنې جامې بدلې کړه. ما هم ژر ژر جامې بدلې کړي .
نور امریکايي راباندې غږ وکړی چې «ريډي» یعنې آماده يې. ما ورته وويل چې «یس» یعنې هو. دروازه يې خلاصه کړه اوغږ يې راباندې وکړ چې «ټرن رایټ» یعنې ښې لاس ته را تاو شه. او زه ورتاو شولم او ورکش يې کړم دهلیزه ته او ګوشکي مې پر سر لاسونه مې ولچک توره کڅوړه مې پر سر او سترګې پلستر او روان يې کړم نو دا لاره هغه لاره نه وه چې یا به يی تشناب ته وړلم او یا به يي به تحقیق ته وړلم او یا به یی ډاکټر کتنځي ته وړلم نو دا بله لار وه چې په دې دهلیز کې يې ودرولم. یو څودقیقی چورتونه راته پیدا شول چې امکان لری دا امریکایی کوم بم راواخلی او تا په لاس کې يې درکړي او انفجار درکړي او یا د هم په کوم څاه کې وغورځوي او یا هم په بل شکل د وژنې چې بیا یی له ښي لاس کږ کړم او راته يې ویل ګو یعنې لاړ شه .
په دې وخت کې چې حرکت وکړ لږ لاړو چې په زینو کې يې ښکته کړم یوه زینه دوه زینې درې زینې څلور پنځمه زینه کې چې د تختو وی کوز کړم او له شانه يې ورټیله کړم او د موټر مینځ ته يې واچولم او له سر مې د موټر په دروازه ولګید سخت ژوبل شو او پښې مې د موټر په دې کوز طرف ولګیدلي او سختې خوږ شولې نو زه د موټر د ننه په ډیر بد حالت کې وغورځیدلم او امریکايې راپورته شو او زما په پښو يي پښه کښيوده او موټر ته راپورته شو او ټوپک يي هم زما پر پښو راکښيښود نو زه سخت په تکلیف وم ورته مې وویل «ایپ یو وانټ ټو کیلډ مي پلیز کیلډ مي» یعنې که مې وژنې خو مړ مې کړه او که نه نو زه سخت ژوبل یم کومک وکړه سم مې کړه دی لږ وخوځید نور د هغه دوه نورو امریکایانو سره خبرې کوی او زما په قصه کې نه شو نو په دې وخت کې چې ګورم موتر ته يې حرکت وکړ او ډیر تیز يي بیايي چې ګورم موټر د ننه يي زما له خوږونو ګوشي لري کړه او سترګې مې لا هم بندي دی یوازې د غږ د اوریدو ګوشي يي لري کړه .
موټر چې لږ نور لاړ نو بیا مې د جیټ تیارو غږ تر غوږو شو او خوشحاله شوم او فکر مې وکړ چې پل چرخې ته به دې انتقال کړی او یا هم د امنیت زندان ته نو ما ته پل چرخي زندان او امنیت زندان خوشحالي وه ځکه ما ویل دا خو افغانان دی او خیر که افغان می هر څومره په تکلیف کړي دومره درد نه کوي لکه امریکايي لخوا. چې ګورم طیاري ته يي پورته کړم او په طیاره کې يي ښه ډیر وګرځولم. چې یو ساعت شاوخوا وخت ووت نو طیاره ودریده او د موټر داسی تیز سرعت مې تر غوږو شو چې تا ویل په یوه سړک موټر ډیر تیریږی نو دلته يي تر خپل منځ وویل «هي کن ناټ پاین د وې» یعنې دی نور لاره نه شي پیدا کولای .
نور يې زما لاسونه له ولچک خلاص کړل او قلم یې په لاس کې راکړ او راته يې وویل «ساین» یعنې امضا وکړه. ما هم په امضا کولو پیل وکړ چې ګورم پنځه امضاګانې يې چې وکړي نور پوه شوم چې راځه حساب يي کړه امضاګانې ډیره وي دا څه خبره ده. ما ورته ویل چې دا د څه لپاره دي دا امضاګانې. امریکايي وویل «ډټ ایز مای ډاکمنټ ډونټ اسک ساین ساین» یعنې دا زما دوسیه ده امضا کړه امضا. مطلب ۱۵ امضاګانې يې راباندې وکړي او نور يې له شانه ټیله کړم او راته يې ویل چې «یو ګن ګو» یعنې ته تلی شي. په دې وخت کې داسې شوم لکه چې په خوب کې له بامه څوک ولویږي نو زه هم راولویدلم او هیڅ ځای ته نه رسیږم خو چې ورسیدلم او بلآخره ځمکه ولویدلم چې لاسون مې سترګو ته یوړل نو سترګې مې غوړې سر مې لومد دی او چې سترګې مې لوڅه کړي سپیره دښته ده هیڅ نه تر سترګو کیږي. یوه طرف ته مې د لمر سترګه ده او بل طرف ته د امریکاییانو هغه ټانګونه دي چې په ماینونو کې له منځه تللي او داسې ډیر پراته دي چې له حسابه وتلي او داسې غونډي غونډی پراته دي. دلته مې چیغې کړې چې دا کوم ځای دی. یو کس راغي او منډي يي راوکړي او راته يي ويل چې څه خبره ده ما ورته وویل چې دا کوم ځای دی. هغه راته وویل چې دا بګرام دی. هغه وویل چې کوم ځای د مات دی لاس پښه سر ورمیږ ما ورته ویل چې زه خو دغو وحشیانو دلته وغورځولم هغه راته وویل چې وروره دلته هره ورځ دوه درې تنه غورځوي بیا يي موږ تر یوه ځایه وړو راځه را پشا شه او زه مسلمان یم مه ویریږه. ما ورته ویل چې زه تلی شم. چې حرکت مو وکړ ولویدلم نو په دې وخت کې پورته کړم ا وپه شاه يې کړم او لږ چې لاړو بیا هلته يو موتر راپیدا شو تر یوه ځایه يې په دې موټر کې انتقال کړم بیا هغه موټر وان ویل چې زه بل چیرته روان یم کنه نو ما کابل ته وړلي. ما وویل خير کور ودان او دلته چې له دې موټر نه کوز شولم په دي بل عمومی او قیر سړک يي کوز کړم. دلته د تیرو ډیر موټر ولاړ دي او دلته خلک راباندې راټول شول او څوک وايي دا چا وهلي څوک وايي دا چا تښتولي او څوک څه وايي څوک څه وايي خو یو سړی راغی او راته يي وویل چې راځه زما سره چای ډوډوی وخوره کالي به دې هم بدل کړم. کالي مي څیري وو اوهم به سر پری وینځي ما خبرې نه شوای کولای او چیغې رانه وتلې. ما ورته ویل چې که زه کافرانو بولی وم اوس به می ته خدای خبر چیرته بوزی که مسلمان وی نو ما ته یو موټر پیدا کړه چې ما کابل ته ورسوي. نو هماغه وو چې یو موټروان باندې يې غږ وکړ چې ګوره ته دا زر روپۍ واخله او دغه سړی کمپنۍ ته ورسوه. زه يې چې په موټر کې کښینولم نو له ما څخه غیر ارادي چیغې پورته شولې او ځان مې نه شوای کنټرولای. په دې حالت کې ډریور چې موټر يې چالاند کړي وو بیرته موټر ګل کړ او هغه کس ته یی غږ وکړ چې حاجی صاحب دا سړی زه نه وړم د دی وضعیت خراب دی یا به په موټر کې راته مړ شي او یا به پولیس بل ګومان وکړي چې دا څنګه په موټر کې چیغې وهي. هغه سړي ډير تکړه سړی وو او هغه ورته خپل د ټلیفون نمبر ورکړ او ور ته يې وویل چې دا نمبر واخله که پولیسو هر څه درته ویل نو ما ته بیا زنګ ووهه او ځه تشویش مه کړه دا سړی امریکاییانو بګرام ته وړی وو .
بیا یې موټر کې کښینولم او د کابل په لور يې حرکت راوکړ. نو دا سیمه د سرک نو سیمه ده د بګرام د سرک نو نو چې ډریور لږ مخکې راغی ما ورته وویل چې استاده تیز ځه چې شپه نه شي راباندې چې بیا به څه کړو. ده راته ویل چې ته ولې داسې خبرې کوي بیسوره يي که څرنګه اوس سهار اته بجي دی وخت ډیر دي. بس هماغه وو چې ډریور راته ویل چې یو نمبر راکړه چې زه زنګ ورته وکړم چې زیری پری وکړم. ما ورته وویل چې واخله یو نمبر مې ورته وویل هغه وویل دا خو کم نمبر دی بل مې ورته ورکړ ویل يي دا زیات دی. بلاخره مې ورته وویل چې واخله دا زما په کالیو کې کوم نبمر پیدا کړه هغه وویل چې اي وروره هر څه دې په جلا پاکټ کې اچول شوي دی دا څرنګه چل دي. ما ورته وویل چې بس وګوره که مې موبایل په کالیو کې وي یو نمبر په کې راواړوه او زنګ ورته ووهه د ابوبکر،هدایت، حمید، او نصرت نومونه مې ورته یاد کړل. هغه بس زنګ ورته وهلی او ډریور ماته ګوشي راکړه او راته يې ویل چې ته ورسره خبره وکړه او زما له خولې همداسې چیغې وزی یعنې خبره نه شم کولایِ خو هغه ډریور زما د کاکا زامنو ته وویل چې پل محمود خان ته راشی او دغه سړی امریکاییانو په بګرام دښته کې اچولی وو او اوس موږ پل محمود خان ته درځو او تاسو راشي. ما ډریور ته وویل چې کمپنۍ ته مې بوزه ده ویل چې موټر مې اسناد نه لري او زه له پل محمود خان زیات نه شم تلای خو دايې وویل چې زما ورور دی هغه ته دې ورکوم او هغه به دې ورورسوي. په دې وخت کې چې پل محمود خان ته راورسیدو نو دغه ډریور ورک شو لس دقیقی وروسته راغی او سراچه ټکسي يي راپیداکړه او راته يې وویل چې دغه کس درسوی او دا زما ورور دی. نو ما ډریور ته وویل چې استاده ورور سره د خبره کړی چې ته به ما کمپنۍ ته رسوی. هغه په دری خبرې پیل کړی ویل يي برادر بیا سر ما فلم پری میکني. ما برادری تو نیستم نو دلته دې اولني دریور ورته څه پیسې ورکړې او ورته ویل يې چې کمپنۍ ته يې ورسوه نو ما ورته وویل چې پیسې زه ورکوم ده ویل نه لنډه دا چې حرکت يې وکړ. لږ مخې ته چې را غلو چې زما د کاکا زامن شاوخوا ولاړ دی تیت او پرک ولاړ دی ځکه دوی ته چې کله ډریور زنګ وهلی چې دغه سړی امریکاییانو په بګرام کې خوشي کړی وو نو دوی ډار شوی وو چې ولې يې په دښته کې اچولي او کیدای شي د ده په واسطه نور خپلوان هم ونیسي او ګرفتار يې کړي نو دوی امر صاحب ته ډاکټر ابوبکر ویلي چې ابراهیمي امریکاییانو په بګرام دښته کې ښکته کړی هغه هم مشوره ورکړي چې ورشي خو احتیاط کوی چې یو ځای مه دریږی. زما د پلار د سنګر ملګری او زموږ ګاونډی ډاکټر صاحب حسیب هم زما ورور ته دا مشوره کړې چې یو ځای مه دریږی. هماغه و چې دا زما د کاکا زامن یو د سړک یوې خواته دریدلی او بل بلې خواته دریدلی او لمړی صفی الله زه لیدلی یم په موټر کې او غږ یې راباندې وکړ چې ودریږی. نوهماغه وو چې دلته حمیدالله، صفی الله او حبیب الرحمن درې واړه ټول سره راپیدا شول او زه يې د حبیب الرحمن موټر ته پورته کړم او نور د کور په لور راغلم. کورته په رسیدو سره سم زما نیږدی دوستان او ملګري ټولو ځانونه راورسول ځني يي له غزني ځني له وردګو ځني يي د کابل ښار له بیلا بیلو سیمو څخه راورسیدل چې ترټولو د مخه امر صاحب ډاکټر صاحب حسیب ، حاجی صاحب آرینزی او زه په داسې حال کې وم چې خبرې مې نه شوای کړای او یوازې په کمپله کې پروت وم او سترګې مې نه شوای لوڅولی .
نو چې ګورم دوستان او ملګری مې راځي او ټول خپل محبت ښکاره کوي او غواړي چې خبرې راسره وکړي خو زه د خبرې کولو نه وم او تر پنځو ورځو پورې مې سترګې نه شوای لوڅولی او ملګرو او دوستانو مې راپوښتنې کولې چې امریکاییانو د له کوره څه شي وړي ما ورته وویل چې صبر وکړه چې زه مې د کور له خلکو سره خبرې وکړم. کله مې چې پوښتنه وکړه چې امریکاییانو څه شي وړي د ماشومانو مور مې راته ویل چې ته چې خدای (ج) په خیر راخلاص کړي نور ته دا پوښتنې مه کوه. ما بیا هم ورته ویل چې دا زما ملګري ژورنالیستان پوښتنې کوي او واقعیت راته ووایه هغې راته ویل چې امریکاییانو ستا کمپيوټر، کمره، مبایلونه، زما د سرو امیل او غوږیالی او ګوتې او ځني نور د کورشیان له ځان سره وړي چې ستا په کالیو کې نشته او ګرځولي يي دي.
یو شی چې زما د بندي کیدو سره سم رامنځ ته شوي هغه زما دوستان او زم اخپلوان او ملګري چې د حکومت د وزیرانو، سلاکارو وزیرانو، والیانو، ریسانو، د ولسي جرګې وکیلانو ، جهادي قوماندانانو او زما مخلصینو، همصنفیانو او ژورنالستانو او د ځني نورو تکړه ملګرو زما د لټون په خاطر ډيرې هلې ځلې کړي. د سویلې اسيا د ازادو رسنیو یا سفا د مشرتابه پلاوی او ریس ضیا بومیا ، د ویسا ورځپاڼي مسول مدیر زبیر شفیقی او د حقوق پوهانو د خپلواکې ټولنې مشر ستار سعادت خبرې کانفرانس ورکړي وو تر څو ما پیدا کړي خو ډیری دغو دوستانو چې د ملي امنیت سره اړیکي ټینګې کړې هغوی ورته ویلي چې په کابل ښار کې له امریکاییانو پرته نور څوک ګرفتاری نه کوي او تاسو مطمين اوسي چې ابراهیمی به موږ درته پیدا کړو او کیدای شي د امنیت په ۹۰ اداره کې وي ا ویا ۱۷ اداره کې. خو هر څومره چې دوی کوشش کړي زه يې نه یم پیدا کړي ځکه زه په بګرام کې وم او دوی په امنیت کې زما لټون کاوه. خو زما د دوستانو او زما د مخلصو ملګرو او زما د پلار د سنګر د مجاهدینو څخه ډیره ډیره مننه کوم چې زما د خلاصون په خاطر یې ډیرې هلې ځلې کړي. خو دا چې د دوی هلو ځلو ما ته څومره ګټه کړي الله تعالي د دوی ته جنت فردوس ورکړي چې زما سره يې خپل اخلاص او ملګرتیا ښودلې ده او زما د خلاصون په خاطر يې ډیرې هلې ځلې کړي .
نو بیرته خپل کور ته زما د راتګ نه وروسته زما د بدن ټپونه ورځ تر بلې ورځې شدید کیږی. اوس زما د ۱۱ میاشتو وړوکی ماشومه لور صفیه جانه مې اوس په خوب کې چیغی وهی او ژاړی او داسي چيغي وهی چې په خوب ویده ټول کسان پری راويښیږی .