رسیدن:  03.07.2013 ؛ نشر :  04.07.2013

دستگير روشنيالی

ميړني خلک او د هغوي ميړنی پوځ

تاريخ د دولتونو په جوړولو او د ټولني په لارښوونه کي د ايديولوژي د مصرف سند لاسليک کړی دی.

“ دا پوځي کودتا نه دی، دا د خلکو کودتا دی”  “ دا کودتا نه دی دا د انقلاب  دوهمه مرحله دی”

به وروستيو ورځو کي د مصر وضعیت په ډراماتيکه توگه په بدليدو دی. هلته بدلون د ورځي ساعتونو او دقيقو کار دی. هر دقيقه او هر ساعت د يو څه کيدو انتظار کيږي. په سلگونو زره خلک کوڅو ته راوتلي او پوځ «مرسی» له خپلي دندی گوښه کړ او اساسي قانون وځنډول شو. په حقيقت کي د مصر پوځ د سمي لحظي په درک کولو او د سياسي هوشياري په درلودلو سره د سياست میدان ته په ورداخيلدلو سره د کورنۍ جگړي مخه ونيوله.

"خیلی از مصری‌ها عصبانی هستند که رسانه‌های غربی از وقایع مصر به عنوان کودتا نام می‌برند. به نظر آنان ارتش مصر صرفا به بسیج عمومی مردم پاسخ داده است” بي بي سي

په حقيقت کي د مصر پوځ د خلکو اراده عملي کړه. د پوځ دا عمل په مصر کي د دموکراسي د ادامي په معني دی او په ميليونونو خلکو ددي عمل ملاتړ وکړ. محمد البرادعي وايي: “ د پوځ له دې اقدام سره به د مصريانو اساسي غوښتنې پر ځاى شي... دا لار نقشه د مصريانو د غوښتنو پوره کېدل تضمينوي، هغه دا چې تر وخت وړاندې ټاکنې کيږي، يوه موقته اداره رامنځ ته کيږي، په دې مودې کې به اساسي قانون تعدليږي، او په دې ډول په يو داسې دېموکراتيک قانون باندې به موږ توافق ته رسيږو چې زموږ د حقونو او ازاديو ضمانت کوي.” د مصر د پوځ عمل له بحرانه د ټولني د را وتلو عمل دی.  پوځ  د واکمنو په ځای د خلکو په څنگ کي ودريد او مصريان په خپل پوځ باور لری او د سيمي يو لوی پوځ، يو ووطن پالونکی او حرفوي پوځ دی. د پوځ عمل په خپله د پوځ د ژغورلو عمل هم دی. ويل کيږي چي مرسي پلان درلود د ايران په شان د “ سپا پاسداران، بسيج...”  په شان د وسله والو ډلو په جوړولو سره د مصر پوځ کمزوری کړي. 

“ د مصر پوځ نشواي کولاي د خلکو په وړاندي په خپلو مسؤليتونو عمل و نه کړي. د مصر خلکو له پوځ د مرستي غوښتنه وکړه او موږ په دي هکله د خلکو پيام ترلاسه کړی دی” جنرال عبدالفتاح السیسی     

د مرسي په ضد د خلکو اعتراضونه او له يوه کاله وروسته د هغه د گوښه کيدو غوښتنه ظاهرآ  بي انصافې ښکاري. نه يوازي مرسی، بلکي هيڅ څوک او هيڅ ريس جمهور نشي کولاي د مصر په شان ستونزي په يوه کال کي حل کاندي. نه يوازي د مصر کي، بلکي په هره بله ټولنه کي دا ډول کار ممکين نه دی. د مصر د ستونزو حل کلنو غواړي او کلنو به وغواړي. پوښتنه داده ولې په ميليونونو خلک د مرسي  په ضد کوڅو ته راووتل او پوځ هغه له دندي گوښه کړ.

حقيقت دادی چي مرسي نه يوازي هغه څه چي کولاي يي شول و نه کړل، بلکي د يوه ناورين په لور يي د مصر  لارښوونه کوله.  مصريان پوه شول چي مصر د اخوان المسلمين په واکمني کي د د يوه سړي او يوې ډلې ديکتاتوري په لور روان دی. ډيري تجربي او له دي جملي د افغانستان تجربه په ډيره روښانه توگه ښيي چي د يوه سړی او يا يوې ډلې له خوا د واک انحصار کول ټولني ته په جگړه برسيره په څومره لويه بيه تماميږي.

مصريان ايرانيان نه دي

مرسي پلان درلود ورو ورو د خميني په پلونو ولاړ شي او د هغه په شان انقلاب او د مصر د خلکو لاسته راوړني غلا کړي . هغه پلان درلود  د مصر په دولت کي د اسلام پالانو د ونډي په ډيرولو سره دولت د يوې ډلې په دولت بدل کړي.  هغه د 27 ولايتونو له جملي ١٣ ولايتونو ته بنيادگرايان د واليانو په توگه وټاکل. هغه غوښتل د “ اخوان المسلمين” ډله  د سياسي ژوند په ټولو برخو  واکمنه کاندي او بيا د مصريانو او د هغوي فکرونه د خپلو نظرياتو سره سم چوکات کړي او په راتلونکي کي د ايراني اخوندانو په شان له ميليونونو انسانانو سره د پسونو په شان چلند وکړي چي کله به د “ اصولگرا” او کله هم به د “ اصلاح طلب” په نومونو ورته را وړاندي کيږي. خو مرسي په دي پوه نشو چي مصريان ايرانيان نه دی او نه غواړي د پسونو په شان ورسره چلند وشي. د واک غصب کول په حقيقت کي خلک له خپل برخليک محروم کول دی.

مرسي د خپلي رياکاري او خپلو ډبل مورالو ښکار شو

مرسي په وار وار ويل چي د ټولو مصريانو ريس جمهور دی، خو په عمل کي هغه د يوې ډلې او يوې ايديولوژي ريس جمهور وو. هغه د اساسي قانون د مسودي په جوړولو کي په زياته اندازه د خپل گوند کسان وگمارل او د دموکراسي پلويانو او هغوي چي د انقلاب پيل کونکي وو د اساسي قانون د مسودي په کار کي تاثير نه درلود. مرسي په دي هکله د مخالفينو غږ نه اوريد او د خلکو له مذهبي احساساتو نه په گټه اخستلو سره يي اساسي قانون رفراندوم ته وړاندي کړ.

سره د دي چي مرسی د دموکراسي، د بيان ازادي... په شعارونو واک تر لاس کړ، خو د په خپله جوړ اساسي قانون پوسيله يي هڅي پيل کړي چي د مصر په شان په يوه ويشلې ټولنه کي د بيان ازادی، د ټولنو جوړولو، د نظرياتو پلوراليزم ... محدوي کړي او دا په مصر کي د مخالفت له پاره د عطف نقطه وه. هغه همدارنگه هغه هڅه وکړه د قضا خپلواکي له منځه يوسي. د قضا له خپلواکي پرته دموکراسي يوتش او غولونکی شعار دی.

مرسي او اخوان المسلمين نه غوښتل اپوزسيون ته غوږ ونيسی او د هغوي نظريات او غوښتني واوري او يا هم اهميت ورکړي او د دي چلند منطق دا وو چي موږ اکثريت يو او خلک له موږ سره دی، خو دموکراسي يوازي انتخابات او اکثريت نه دی. دموکراسي تر هر څه د مخه د نظرياتو پلوراليزم او نورو ته غوږ نيول او هغوي ته اهميت ورکول دی.  

“اخوان المسلمین یک کابوس است. این سازمان به دموکراسی با دیده تحقیر می نگرد”. روزنامه ” التحریر”

د مصر درسونه

منځنی ختيځ او له دي جملي مصر له ايديولوژيکي، ديني واکمنيو د دموکراسي په لور د سخت گذار په مرحله کي دی.  د مصر درسونه د انساني بيداري درسونه دی. دا د سياسي استبداد په ضد د ځوانانو د بغاوت درسونه دی چي نور نه دريږي او نه يي څوک درولی شي. دوی غواړي ټولنه بدله شي. دوي غواړي ټولنه پخپله واکمنه شي او دوي غواړي په ټولنه کي دموکراتيک انساني ارزښتونه واکمن شي. د مصر حالت د ټولني د جوړولو او لارښووني په کار کي د اخوان المسلمين او د هغوي د تگ لارو د ناکامي درسونه دی. نه يوازي مصريانو ته، بلکي ټولې اسلامي نړۍ ته درس دی او دا په ځانگړي توگه په افغانستان کي هغوي ته درس دی، کوم چي هڅه کوي واک د يوه سړی، يوې کورنۍ، يوې ډلې او يوه يوه گوند په انحصار کي راولې. د مصر درسونه را ښيي چي تاريخ نور د دولتونو په جوړولو او د ټولنو په لارښوونه کي د هر ډول ايديولوژي د مصرف سند لاسليک کړی دی.