رسیدن:  18.08.2013 ؛ نشر :  19.08.2013

دستگير روشنيالی

“ موږ”   او “ دوي” 

شلمه برخه  

نلسون روليهلاهلا مانديلا  Nelson Rolihlahla Mandela 

 

د لويو ِتصميمونو د نيولو او د لويو ريسکونو د قبلولو مانديلا.

د انسانانو د برابري او ازادي مانديلا.

د مقاومت او نه ماتيدونکي ارادي مانديلا.

د پخلايني او بخښني مانديلا.

د يوې سوليزې او عدلانه دنيا غوښتونکی مانديلا.

مانديلا، د انسانانو د برابري اتل.         

مانديلا، د ازادي سمبول.                .

ماديبا  Madiba د جنوبي افريقا د دموکراسي پلار.   

“ موږ سپين پوستي باداران” “ دوي تورپوستي غلامان”

مانديلا په ميړانه د انسانانو ترمنځ د ويش، کرکي او دوښمني جوړولو په پولو ورتير شو. هغه د انسانانو تر منځ د باداري او غلامي د برتري او کهتري پولې ماتي کړي.  په جنوبي افريقا کي  د مانديلا ځواک او ميړانه په دي کي وه چي په ټولنه کي د انساني ارزښتونو په واکمن کولو سره  نه يوازي په اپارتايد ولاړ يو ويرونکی، وژونکی او توهين کونکي سيستم  دړي وړي کړ، بلکي هغه تفکر اوهغه ايديولوژي چي د انسانانو دي ډول ويش ته يي توجيه ورکوله هم دړې وړې کړه. اپارتايد د انسانانو ترمنځ  دکرکي په بنياد د ويشلو ايديولوژي ده او ملگري ملتونو اپارتايد د بشريت په ضد جرم بولې.

جنوبي افريقا د اپارتايد په واکمني کي په دو نابرابرو واقعيتونو او يا په دونابرابرو دنياو ویشل شوې وه. يوه د سپين پوستو واکمنه دنيا وه او بله د دوهمي درجي انسانانو، د تورپوستو محکومه شوې دنيا وه.  يوه خوا د سپينو بادارانو دنيا او بله خوا د تورو غلامانو، چي هره لحظه او هره ورځ به توهين او تحير کيدل دنيا وه. دا حالت په جنوبي افريقا کي د اپارتايد د واکمني پايله وه. 

“ موږ سپين پوستي باداران” “ دوي تورپوستي غلامان”  د ظلم، استبداد، استعمار، د انسانانو د را نيولو، د انسان د خرڅولو، په غلامي د انسان د نيولو او وژلو يو شرمونکی دوران وو. له افريقا به په زرگونو انسانان په ځنځيرونو تړلې د خرڅولو او په غلامي نيولو له پاره اروپا او امريکا  ته يوړل کيدل. دا بدمرغه انسانان نه پوهيدل چيري ځي، له چا سره ځي او څه به کوي. د هغوي برخليک په بشړه توگه د نورو، “سپين پوستو بادارانو”  په لاس کي وو.  په دي شرمونکی دوران کي د ميليونونوانسانانو تړل، ځولانه کول، خرڅول،  په غلامي نيول، وهل او وژل  د جرم  په ځای حق بلل کيدو.

“ نيگرو په ذهني توگه نابالغ وي، ځکه نو له هغوي سره د ماشومانو غوندې سلوک کول پکار دي، غلامان د آزادۍ په فضاء کي د ساه اخستلو وړ نه وي ځکه  چي د هغوي ذهن سست وي، هغوي له ذهين سپين پوستي نسل سيالې نشي کولاي”  جورج فټز هوګ  په افغانستان کي هغه نجلۍ چي پلار يي خرڅوي او په خپله نجلۍ نه پوهيږي چيري او له چا سره ځي بي له شکه چي غلام ته پاتي کيږي او د غلام په شان چلند ورسره کيږي. په دی برسيره يي  وهلو او ډبولو ته جرم په ځای حق ويل کيږي او دا د نژادی اپارتايد په ځای جنسي اپارتايد دی.

په افغانستان کي جنسي اپارتايد Apartheid

انسان او انسانيت نه ويشل کيږي. ‏‏ نه انسان په نژاد، قوم، مذهب... ویشل کیږي او نه د انسانيت په مفهوم کي اوله او دوهمه درجه انسان ځایږي.

که د نژاد په بنياد اپارتايد نژاد پالنه وي. د جنس په بنياد اپارتايد جنس پالنه دی.

“ د ټولنيزو پديدو د پيږندني له پاره نه بايد په طبعي لاملونو پسي ولاړ شو. نن  له پخوا څخه ټاکل شوي نظريی علمي نه دی. د ټولني د بدلون لاملوونه په خپله په ټولنه کي وپلټل شي.” ټگورويچ

د ټولنيزو موجوداتو په توگه په انسانانو د طبعي توپيرونو په اساس نه قضاوت کيداي شي او نه دا کار له انسان او د انساني اړيکو له  پيږندنې سره مرسته کوي. د انسان دواړه فکر او چلند د طبعيت په ځای په زياته اندازه  له ټولني متاثير کيږي. د انسانانو تر منځ هيڅکله هم طبعي توپيرونه له منځه نه ځي او موږ نشو کولاي دوه یو شان انسانانو پيدا کړو. دانسانانو تر منځ برابري د طبعي مفهوم په ځای  يو ټولنيز مفهوم دی.

طبیعي عدالت د زور عدالت دی

که  ووايو، ټول انسانان له يو بل سره برابر دي. دا د انسانانانو دطبعي او بيولوژيکي جوړښت په برخو کي يوه ناممکينه خبره ده او هيڅکله به عملی نشي او په طبعيت کي برابري نشته دی. که ووایو، ټول انسانان له يو بل سره توپيرونه لري او بايد د همدي توپيرونو په اساس له انسانانو سره تلنه او چلند وشي. دا طبعي عدالت دی او طبعي عدالت د زور او د کمزوری د نفي کولو عدالت دی.  طبعي عدالت د يوه لوری د برتري عدالت دی.  په طبعيت کي د برابري په ځای نابرابري او زور پرنسيپ دی.  دا زور او د زور اړيکي دي چي زمری يي په ځنگل کي په پادشا بدل کړی دی او زمری هم د عقل او تدبير په ځای په زور واکمني کوي. خو انساني کورنۍ او نساني ټولنه ځنگل نه دی او د انسانانو تر منځ اړيکي د زور اړيکي نه دي. په ټولنه کي د زور په ځای عقل او تدبیر عمل کوي او دواړه ښځه او نر دعقل او تدبير خاوندان دي. 

که ووايو، ټول انسانانو له يو بل سره توپيرونه لري، خوله ټولو انسانانو سره يو شان چلند وشي،  ټول  د قانون په  وړاندي يو شان وي، ټول د زده کړو حق لري، ټول په سياست کي د گډون او د رايی ورکولو حق ولري... دا يو ځای کونکی تفکر دی. دا تفکردهر انسان د درناوی او د هغه د کرامت د ساتلو تفکر دی او د همدي تفکر په بنياد کولاي شو ووايو، ټول انسانان له يو بل سره برابر دي، کوم چي د طبعيت په ځای په ټولنه کي پلی کيږي او په ټولنه کي برابري د توپيرونو په ځای د حقونو او ازاديو په معيار سنجول کيږي. تاسو په خپله کورنۍ کي د بي شماره طبعي توپيرونو شاهد یاست، خو تاسي د يوه پلار او د يوې مور په توگه هيڅکله له خپلو اولادونو سره د همدي توپيرونو په بنياد چلند نه کوي.

انسان او انسانيت په ټولنه کي مفهوم پيدا کوي او په بشپړه توگه تولنيز مفهمونه دی.  دواړه ښځه او نر د انسانيت دوه نه جلاکيدونکي برخي دي او دواړه مخکي له دي چي  پلار، ورور، ميړه... مور، خور، ښځه  وي انسانان دي. دواړه ښځه او نر برابرانساني ارزښتونه لري او ټولنه مکلفه ده چي له دواړو نر او ښځي سره يو شان چلند وکړي او دواړه د قانون په وړاندي يو شان وي. د طبعي توپيرونو په بنياد د انسانانو ويشل د همدي توپيرونو د مذهبي او سياسي کولو په معني دي چي هدف يي د يوه لوری برتري او واکمني دی. په جنوبي افريقا کي د نژادي اړيکو د سياسي کيدلو هدف د سپين پوستو برتري او واکمني وه. 

افغان ټولنه د بيولوژيکي او جنسي توپيرونو په بنياد په دو له يو بله جلا  دنياو  ویشل شوی دی.  يوه د سړيو برتره او واکمنه دنيا ده چي په عمل کي يي افغان ټولنه د سړی په ټولنه بدله کړي ده او بله د ښځو دوهمه درجه او دايمي محکومه شوي دنيا ده.  دلته له ښځي سره  د بيولوژيکي توپيرونو په بنياد تبعيضی چلند کيږي، څرڅيږي، اخستل کيږي، په لاس ورکول کيږي. وهل کيږي او توهين کيږي او کله کله خو ښځه يوازي د نوم په قرباني بدليږي، چيری چي د ښځي دحق او ارادي په ځای “ نوم”  پريکړه او عمل کوي.

“ هغه يي د نوم له پاره وکړه. هغه د لوی کور نجلۍ ده،  د خان لور ده او يو ميليون افغانی يي ورکړي” “  خانان او ملکان د بل هر چا په پرتله خپلې لورانې په لوړه بيه خرڅوي ...”
 اپارتايد په هر نوم، نژاد، جنس، فوم، مذهب چي وي په ټولنه کي د ټولنيز ژور واټن د ايجاد کولو په معنی دی او همدارنگه اپارتايد په هره بڼه چي وي د انسانانو له حقونو او ازاديو د انکارکولوتفکر دی.

انسان او ازادي

انسان او ازادی دوه نه جلاکيدونکي مفهومونه دي او ازادی يو انسانی ارزښت دی. د انسان تاريخ د هميشه مبارزي تاريخ دی.  انسان د طبعيت  ديوې عاقلي  برخي په توگه هيڅکله د ازادي او خپلواکي له انديښنو بي غمه  اوخلاص نه وو. انسان هميشه هڅه کړي او هڅه کوي ځان له ټولنيزو، فرهنگي او مذهبي محدوديتونو ازاد کړي. انسان په ازادي کي خپل ارزښت ترلاسه کولاي شي او د ازادي په بايللو سره نه يوازي خپل ارزښت، بلکي خپل جوهر هم  له لاسه ورکوي او د يوه عاقل موجود په ځای په يو بي فکره او پيرو موجود بدليږي.

په ټولنه کي عدالت، حق او ازادي د انسان په شاوخوا اهميت پيدا کوي. ازادي د عدالت، شرافت او درناوی په شته والی کي پلی کيږي او انسان د ازادي او د خپلو بشري حقونو په درلودلو سره کولاي شي شرافتمندانه او عادلانه ژوند وکړي. انسان يوازي په فرديت او خپلواکي کي کولاي شی له خپل عقل کار واخلی او ازاد انتخاب وکړي.  کانت په دي باور وو،  “ دا عقل دی چي انسان د يوه ازاد او انتخاب کونکی موجود په توگه را څرگندوي...”  په افغانستان کي د موجودو ټولنيزو، فرهنگي او مذهبي محدوديتونو په واکمني کي نه ازادی تعريف کيږي او نه ازادي په واقعيت بدليږي او په هغه ټولنه کي چي زاړه عادتونه او زاړه دودونه د غڼي د تارونو په شان د خلکو په ذهنونو او فکرونو را تاو شوي وي ازادي وده نه کوي.

په افغان ټولنه کي د ښځو له حقونو او ازاديو انکار د هغوي له عقل او د هغوي د انتخاب له حقه انکار دی. دښځو له حقونو انکار جنسي اپارتايد دی او دا په طبعي توگه د ښځو د حقونو او ازاديو پايمال کول دي.  ښځو ته روحي او بدني آزار ورکول، د هغوی توهين او تحقير کول،  د هغوي د پزو، گوتو، ژبي او غوږونو پريکول، په تکاوي او زيرزميني د هغوي تړل او بندي کول، په زور او په کم عمر کي د هغوي واده کول،   يوه سړی ته څلور ښځو کينول،  د هغوي وهلو او ډبلو ته قانونيت ورکول، په ښځو  دخاص او ځانگړي حالت تحميل کول چي له يوي خوا د هغوي د ودي او پرمختگ  او له بلي خوا  په سياسي، فرهنگي، اجتماعي فعاليتونو کي د ښځو د ونډي مخه نيول له جنسي اپارتايد پرته بل هيڅ شی کيداي نشي.

“زنان باید نیازهای غریزی مردان را برآورده کنند، غرور مردان را جریحه دار نسازند.”  آخوند دهنوی  کارشناس اجتماعی صدا و سیمای رژیم اسلامی ايران.

“ ملایان دراین ولسوالی ده صلاح ولایت بغلان دستور داده اند که زنان نباید بدون محرم شرعی از خانه هایشان بیرون شوند ونیز خرید و فروش لوازم آرایش را دراین ولسوالی ممنوع اعلام کرده اند” طلوع نيوز. 

همدارنگه “ د خیبر پښتونخوا په کرک سیمه کې د ملایانو په امر ښځې د نارینه محرم له وتلو پرته بازار ته له تللو منع شوي دي. د کرک ملایانو ویلي چې دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې د روژې په مبارکه میاشت کې نارینه بې لارې نه شي او یا یې سترګې په پردیو ښځو ونه لګېږي... ملایانو له دوکاندارانو غوښتي چې پر هغو ښځو سودا خرڅه نه کړي جې له محرمه پرته ورځي.” تاند.

د پورتنيو خبرو معني دادی  چي ښځه يوازي د غوولو له لپاره دی او دنده  يي د سړيو د جنسي غريزو پوره کول دی. همداشان ښځه د کور دی او بايد په کور کښيني، او دا ښځه ده چي په ټولنه کي د بد اخلاقی لامل کیږی... هغه  خوارکۍ ښځه چي په کور کي څوک نه لری او دکاندار هم ورباندي  سودا خرڅه نه کړي څه ډول به ژوند کوي او ددي ښځي بدمرغي ته به د ملا ځواب څه وي؟

پوښتنه داده چي په دنمارک، المان، بنگله ديش، برازيل ... کي ښځي د دولتونو او ټولنولارښوونه کوي، خو په افغانستان کي له کوره د راوتلو اجازه هم نه لري؟

په افغانستان کي پارلمان  د “  د ښځو پروړاندې د زورزياتي د مخنيوي قانون” له منلو ډډه وکړه او دا ځکه چي نارينه او ښځي نه له يو بل سره برابر دی او نه له يو بل سره برابر حقونه لري او دا ځکه چي نر اوله درجه او ښځه دوهمه درجه دی.  په عمل کي د پارلمان دا پريکړه له بشري حقونو ډډه کول دی. دا د انساني ارزښتونو له برابري ډډه کول دی.  همدا شان د پارلمان له خوا ددي قانون د نه منلومعني دادی چي پارلمان په افغانستان کي له يوي خوا  د ښځو وهلو، ډبولو، په کم عمر او په جبر د نجليو واده کولو ته اوله بلي خوا  په ټولنه او کورنيو کي  جهالت، وحشت او ساديزم ته قاونونيت ورکوي،  چي هره ورځ يي د عملي کولو خبرونه اوريدل کيږي.  په جنوبی افريقا کي هم د هغه وخت پارلمان د تور پوستو په ضد زور زیاتي، خشونت، توهين او تحقير کولو ته قانونيت ورکاوو.  په افغانستان کي ترڅو جنسي اپارتايد لغوه نشي د ازادي او برابري په هکله خبري کول تيرايستنه او رياکاري دي.  په دواړو کور او ټولنه کي د ښځي گوښه کول اپارتايد دی.

سختو ورځو ته چمتو کيدل او په بری باور

د مانديلا له پاره مبارزه ساده نه وه هغه ځان د سختو ورځو او سخت ژوند له پاره چمتو کړی وو. هغه له هماغه پيله پوهيدو چي په ډيره سخته او له ستونزو ډکه لاره روان دی. هغه نږدي دري لسيزي په زندان کي پاتي شو، خو نه په خپل بری بي باوره شو او نه يو په بل پسي ناکاميو د هغه اراده ماته نکړه.

مانديلا وايي،  “د ما له پاره د حقيقت د پيداکولو کومه مشخصه شيبه نه وه او هيڅ شی ما ته په ناڅاپي توگه الهام بښونکی نه وو.  ما  په منظمه توگه د شخصیت د توهين کولو د زرگونو هڅو او همدارنگه زرگونه ځل هيڅ وشميرل شوم، دی حالت زه په غصه کړم، دي حالت زه د هغه نظام په ضد چي د ما هم رنگه انسانان يي په اسارت نيولې وو بغاوت ته وهڅولم او د هغه په ضد مبارزه وکړم... په دي پوه شوم چي د مبارزي په حالت کي يم او له دي پرته بل څه نشم کولاي.”

د مانديلا په شان د لويو شخصيتونو ژوند په هر حالت کي عادي ژوند نه دی او مرگ به يي هم عادي پيښه نه وي. ددي ډول شخصتونو دواړه ژوند او مرگ د هغوي له لويولويولاسته راوړونووسره تړلی وی.  مانديلا له دي امله د نړۍ په يوه لوی انسان بدل شو چي د نژاد پالني د سياست په وړاندی و دريد او هغه يي په گونډو کړ.  زندان، شکنجو، ناخوالو او ستونزو  و نشواي کولاي د نژاد پالني او زور په وړاندي د مانديلا  ملا ماته اوسر يي ټيټ کړي.  مانديلا په عدالت او د انسانانو تر منځ په برابري باور درلود او دي باور د هغه اراده په بي ساري توگه پياوړي کړي وه. نلسون مانديلا وايي:

“ ما ځان د افريقا خلکو ته وقف کړی. د سپين پوستانوله استبداد سره مي مبارزه کړي. د تور پوستانوله استبداد سره هم مبارزه کوم. يوه ازاده او دموکراتيکه ټولنه غواړم، چيري چي وگړي له بل سره په برابري کي ژوند وکړي. دا د ما ارمان دی او هيله لرم هغه تر لاسه او ورسره ژوند وکړم. که ضرورت شی چمتو يم ددي ارمان له پاره مړ شم”  د ماندیلا په پورتنيو خبرو کي معيار د نژاد، قوم... په ځای انسان دی او هغه نه وایی چي زه د سپين پوستو په ضد مبارزه کوم. د هغه ټينگار په دي دی چي د دواړو سپين پوستو او تورپوستو د استبداد په ضد را پورته شوی دی. منديلا نه وايي، موږ تورپوستان او دوي سپين پوستان. هغه يوه ټولنه غواړي، چيري چي وگړي، هم تورپوستان او هم سپين پوستان له يو بل سره په برابري کي ژوند وکړي. لکه چي ډاکتر لوتر کينگ وايي، "د ما يو خوب دی چي يوه ورځ د جورجيا په سرو غرونو کي د سپين پوستو بادارانو او تور پوستو غلامانو وارثان يو او بل ته غيږې ورکړي، دما يو خوب دی چي د ما څلور ماشومان د خپل رنگ په ځای د خپل کردار پوسيله وپيږندل شي...”

مانديلا يو عمر د ازادي او د انسانانو تر منځ د برابري له پاره هڅي وکړي.  مانديلا د خپل همدی ارمان په پوره کولو سره د ميليونونو انسانانو ارمانونه او هيلې په واقعيت بدل کړل. سختي، محروميتونه، گواښونه، توهينونه او تحقيرونه يي تحميل کړل، خو يوه لحظه هم په خپل بری بي باوره نشو.  ماندیلا  له خپلو لاسونو او پښو د ځولانو په خلاصولو سره ميليونونه انسان هم له  اسارته وژغورل.  مانديلا د ازادي او بخښني تر څنگ د مقاومت سمبول هم دی. هغه يوه لحظه هم د اپارتايد د انسان توهين کونکي سيستم او ايديولوژي په ضد خپلې هڅي و نه درولې. د مانديلا عقلانه تدبيرونو او د پخلايني سياست په جنوبي افريقا کي ددي عملي امکانات ايجاد کړل چي له اپارتايد د دموکراسي په لور ليږد “ گذار” سوليز او جوړونکی وي او مانديلا  د جنوبي افريقا د لمړی ريس جمهور  په توگه  د اول ځل له پاره په دي هيواد کي د يوه دموکراتيک اومدرن دولت لارښوونه هم وکړه.

مانديلا، پراگماتيزم او ايديولوژي

په ايران کي خمينی د “ انقلاب شکوهمند اسلامي” پوسيله  شاهی استبداد او ظلم ته په يوه تور مذهبی استبداد او ظلم ځواب ورکړ،  يوه هره ورځ وژونکي ايديولوژي يي واکمنه او يوه ميليوني ټولنه يي د يوې ډلې ملايانو په يرغمل بدله کړه  تر څو د ميليونونو انسانانو د عقل او شعور په غلا کولو سره  ټولنه  په خرافاتو، جهل او افسانو کي ډوبه کړي.

په مصر کی اخوان المسلمين نه يوازي  د انقلاب په پيل کولوکي ونډه نه درلوده، بلکي ورسره موافق هم نه وو، خو په مصر کي د يوه پياوړی گوند په نشتوالی او د خلکو له مذهبي احساساتو په گټو اخستلو سره يي انتخابات وگټل او مورسي ددي تصور په بنياد چي اکثريت يي گټلی او هر څه چي غواړي کولاي شی، هڅه وکړه  په مصر کي د يوه گوند واکمني جوړه کړي، د خپلو نظرياتو سره سم اساسي قانون جوړ کړي تر څو د اخوان د ايديولوژي په  واکمن کولو سره مصر د ايران په شان د مکلفيتونو په يوه ټولنه بدل کړي او ور سره  د مصر تاريخ او تمدن هم له گواښ سره مخامخ کړي.

د مورسي د متحدو سلفيانو يو مشر مرجان سالم الجوهری د مصر په يوه تلویزیونی پروگرام کي د مصر د اهرامونو د ړنگولو غوښتنه وکړه. هغه وايي، “  دا بت پرستي ده...کله چي زه له طالبانو سره وم له مخالفتونو سره سره موږ وکولاي شواي د  بودا مجسمي له منځه يوسو” 

په مصر او يو شمير نورو هيوادونو کي د سياست کونکو او واکمنو ستونزه دادی چي د اکثريت د حکومت او د دموکراسي ترمنځ په توپير نه پوهيږي. يو وگړی،  يو گوند اويا ډله د اکثريت په گټلو سره فکرکوي د وطن په ماليکانو بدل شوي او مطلق واک لري. په مصر کي “ مسلمانو وروڼو” همدا ډول چلند وکړ.

د اخوان په ضد د مصر د خلکو او پوځ  د تاريخي او ژغورونکی اقدام په هکله  يوه اتيا کلنه ښځه وايي:  “ زه اتيا کلنه يم او د تحرير ميدان ته راغلم. احساس را سره پيدا شو چي بيا پيدا شوم. اتيَا کلنه يم او زه بيا پيدا شوم. موږ يو اساسي قانون غواړو چي ټول د هغه په وړاندي برابر وي. د ښځي او نر په منځ کي جدایی نه وي. د مسلمان او مسيحي تر منځ فرق نه وي. موږ ټول مصريان يو او د موږ تر منځ بايد برابري او مساوات موجود وي. موږ د ازادي، شرافت، برابري او عدالت له پاره له کورونو را وتلي يو”  نوالالسعداوی.  الجزيره 

 ظلم ته په ظلم، استبداد ته استبداد او ايديولوژي ته په ايديولوژي ځواب

په افغانستان کي هم ورته ستونزه شته دی. دلته هم استبداد ته په استبداد، ظلم ته په ظلم او ايديولوژي ته په ايديولوژي ځواب ورکول کيږي چي پايله يي هرځل نوی استبداد او نوی ظلم وی. دلته تر اوسه نه له استبداد د راوتلو جرئت شته دی، نه له ايديولوژي د ځان ژغورلو وړتيا شته دی او نه هم دنن او پرون ترمنځ، د تير او راتلونکي تر منځ ، د مدرنيتي او سنت تر منځ د يوه  د انتخاب ميړانه شته دی.  موږ ددي ښه تجربه لرو چي کله ايديولوژي د سياست لارښوونه کوی او هرڅه له پخوا جوړ شوي وي په څومره زياته اندازه د الترناتيف د پيداکولو او انتخاب امکانات له لاسه ورکول کيږي.

پداسي حال کي چي په يوه عادلانه سياسي نظام کي ژوند کول د نړۍ د انسانانويوه  بنيادي غوښتنه ده او په دي هکله هڅي هره ورځ په زياتيدو دي.  خو په افغانستان کي  د يوې واکمني د ايجاد خطر را منځ ته شوی چي د يوه ايديولوژي په ځای به په دو ايديولوژيگانو، فاشيزم او مذهبی بنياد گرایی توجيه کيږي او غواړي ټول شيان د دولت په زور د يوه فرهنگ او د خپلو نظرياتو په چوکات کي را ونغاړي او يو سيستم جوړ کړی چي د هميشه له پاره تعريف شوی وي.

په جنوبي افريقا کي مانديلا د پورتنيو په شان هڅه ونکړه چي ظلم ته په ظلم، استبداد په استبداد او ايديولوژي په ايديولوژي ځواب ورکړي. د يوه سړی او يا يوه گوند واکمني جوړه کړي. هغه هڅه و نه کړه د سپين پوستانو استبداد د تورپوستو په استبداد بدل کړی. مانديلا د يوه پراگماتيک په توگه په دي پوهيدو چي انسان د يوه ازاد اوخپلواک موجود په توگه خپلي تگ لاري جوړوي، هغه پلي کوي او په هميشنې توگه د حالاتو په ارزولو سره د عقل او تدبير په بنياد عمل کوي.  هغه پوهيدو چي ستونزي د ايديولوژيک حل په ځای پراگماتيک حل غواړي او سياست او سياسي تگ لاري په عمل او پراتيک سنجول کيږي.  هغه په ټولنه کي دواړه استبداد او د اپارتايد ايديولوژيکه واکمني د انساني ارزښتونو، د انساني حقونو او ازاديو په واکمني کي مات او له منځه يوړل.  هغه بدلون غوښت او د بدلون له پاره يي  د پراگماتيک چلند په درلودلو سره  د لاندی پرنسيپونو د واکمن کولو لاره غوره کړه.

- د انسان په توگه د ټولني د هروگړی ازادي.

- د انسان په توگه د ټولني د هر وگړی خپلواکي.

- د انسانانو په توگه د ټولني د وگړو ترمنځ برابري.

مانديلا، د ټول انسانيت هستي دی.

مانديلا، د تاريخ لوی او الهام ورکونکی شخصيت.

منديلا، د سياست  بريالی او د تاريخ گټونکی.

شخصيتونه په طبعي توگه د مصنوعي اتوريتي په ځای د معنوي اوتوريتي او د تحميل شوی درناوی په ځای د کسب شوی درناوی په اساس وده کوي او ځانونه را باسي.  بشريت نلسون مانديلا ته د هغوي د لاس ته راوړونو په اساس درناوی لري او دا د تحميل شوی درناوی په ځای کسب شوی درناوی دی.  

منديلا،  په ټوله نړۍ کي يو درند او د درناوی وړنوم دی. مانديلا يو رسم شوی، پرداس شوی او په لاس جوړ شوی شخصيت نه دی. د مانديلا شخصيت د نورو د شعارونو، بيانونو او توصيفونو پايله هم نه دی. د مانديلا شخصيت د نورو خيرات هم نه دی.  مانديلا په شوکت، ثروت، مقام، ښو کاليو او ډيرو زرو او زيورو هم نه دی شخصيت شوی. مانديلا  په شخصيت جوړولو کي زور، ډار، توره، جبر، گواښ ...  دروغ او غولول هم ونډه نه لري. هغه خپل شخصيت په خپله جوړ کړی او په خپله يي په واقعيت بدل کړی. مانديلا له دواړو اور او اوبو بريالی را وتلی دی اود خپل استعداد، د خپل عقل او خپلي پخي ارادي او د خپلو انساني لاس ته راوړنو په بنياد د نړۍ د درناوي وړشخصيت جوړشوی دی. د ملنديلا راسته راوړني له دواړو مکان او زمان وتلي او په ټول انسانيت پوري تړلې او هرڅوک په هغو کي د ځان له پاره ځواب پيدا کولاي شي.  مانديلا نه مړکيږي هغه مرگ مات کړی او مرگ د مانديلا د هميشنيومعنوي ميراثونو په وړاندي په گونډو شوی دی. مانديلا د ټول انسانيت هستي دی او د هغه نظريي او چلند هر ټولنيز گروپ ته، د هرمذهب پيروانو ته، د هر قوم او ملت اوسيدونکوته لاره موندلې ده.

لوی وگړي او وړي دندي. واړه فرصتونه او زړور گامونه. 

هغوي چي سياست بايلي، تاريخ نه گټي

په امريکا کي له سل کلني سختي او وژونکي کورنۍ جگړي وروسته تورپوستانو ددی حق ترلاسه کړ چي  نور غلامان نه دي، سل کاله نورتير شول چي تورپوستانو له سپين پوستو سره د برابري حق ترلاس کړي. د مانديلا لویی په دي کي دی چي هغه په جنوبي افريقا کي د تورپوستانو او سپين پوستانو ترمنځ برابري د جگړي په ځای د پخپلايني او سولې له لاري تامين کړه. مانديلا تصادفې او اتفاقی شخصيت نه دی.  ماندیلا هم د سياست او هم د تاريخ شخصيت دی. هغه په سياست کي بريالی شو او تاريخ يي وگاټو. مانديلا عملآ د خپلو دندو په پرتله لوی او پياوړي وو. هغه هيڅکله په مقام او امتياذونو پسي نه ولاړ.  همدارنگه د مانديلا گامونه د فرصتونو په پرتله لوی اوپياوړي دي.

د موږ په سيمه او په ځانگړي توگه په افغانستان کي يولوی پرابلم دادی چي د دندو او وگړو تر منځ انډول نشته دی. دلته دندي او مسؤليتونه خورا لوی او وگړي خورا واړه او تصادفې دي. په لسو وروستيو کلنوکي افغانستان لوی او لوی فرصتونه  درلودل، خو گامونه  ډير واړه او موقتي دي. د حامد کرزي په مشرتوب دولت له دي فرصتونو سمه گټه پورته نه کړه،  يا يي له دي فرصتونو د گټي کولو هنر نه درلود او يا يي و نه غوښتل له دي فرصتونو سره سم په ميړانه  لوی گامونه پورته کړي.  د دندو او وگړو، د فرصتونو او گامونو په دي ژوره  بي انډولې برسيره  همدا اوس اوس د وړو وگړو د واکمني له امله حکومت،  قضا، پارلمان د دولتي ارگانونو په ځای سهامي شرکتونو ته پاتي کيږي.

افغان واکمنو له هماغه پيله تر اوسه ددي وړتيا پيدا نکړه چي دولت جوړ کړي. دلته مي له دولت مطلب هغه دولت دی چي د يوه ځانگړی وگړی او د هغه د امنيت او ازادی ساتنه وکړي. افغانستان د پيړيو په اوږدو کي تر نن ورځي پوري د دولت په ځای د انارشيو کور دی او دا د انارشي ځانگړتياوي دي چي وگړي  دي اړ وي پخپله وسلې لری او د ځان ساتنه وکړی او يا هم د دولت په ځای پرونيو جوړښتونو ته په شا ورگرزی او پناه ور وړي.

په افغانستان کي د رهبرانو!!!   ستونزه دادی چي  ځانونه پوره، له تيروتنو خلاص بولې، له ځانونو مقدسي غواويی جوړوي،  ځاونونه پړسوي، گوتي سيخوي، ځيل کوي، نورملامتوي، ليڅي ورنغاړي،  عصبانيت کوي، احساساتي کيږي،  تهديد،  گواښونه او د نورو توهين او سپکاوی کوي او دخلکو په وړاندي لاسونه په ملا د بدماشانو په څير را څرگنديږي.  دوی په مصنوعي توگه،  په مصنوعی وسيلو،  مقام، چوکۍ، ثروت، د نورو د خيرات ، رياکاري، ډبل مورالو او غولولو سره ځانونه په اتلانو او تاريخي شخصيتونو بدلوي اود عادت له مخي کله چي په سياست کي پاتي راځي په تيره بيا د واکمني په وروستيو وختونو کي هڅه کوي په تاريخ کي شخصيت شي. خوهغوي چي سياست بايللی وي په تاريخي شخصيتونو نه بدليږي. 

 دوستي جوړونکي او يو ځای کونکی مانديلا

 د اوږدي مودي ناخوالو، وژنو، تبعيض...سره سره  مانديلا د انتقام اخستلو لاره خپله نه کړه او هغه په دي هکله د خپلو ملگرو او خپلو متحدينو غوښتنو او فشارونو ته هم تسليم نشو.  د خپل گوند او خپلو ملگرو له انتقام اخستونکو غوښتنو سره يي مخالفت وکړ او دي خبرو ته “ سپين پوستي  مهاجرت کولو ته اړ شي او ځمکي او مالکيتونه يي غصب شي. يوه ځانگړي محکمه ورته جوړه شي...”  يي نه غوږ ونيو او نه يي ارزښت ورکړ. مانديلا  د دوښمني او انتقام اخستلو په ځاي يي د تورپوستانو او سپين پوستانو تر منځ دوستي ايجاد کړه.  مانديلا د دوښمني جوړولو په ځای د دوستي جوړولو لاره غوره کړه.  مانديلا د ويشونکي په ځای د يو ځای کونکی رول تر سره کړ او يوه  په ژوره توگه  ویشلي ټولنه يي را ټول کړه او د ملت جوړولو په لور یي د هغي د لارښوونې وکړه.

همدارنگه  د مانديلا نرم او پاک زړه ته عقدو لاره ونه موندله.  د هغه خپلواک تفکر د انسانانو تر منځ د طبعي او بيولوژيکي توپيرونو پوسيله متاثير نشو. هغه د جگړي په ځای دسولې بلنه ورکړه او هغه د ټوپک په ځای د نژادونو تر منځ د ټولنيز باور د ايجاد لاره ونيوله.  

د مانديلا  ذهن او فکرونو د غصی او قهرښکار نشول او بخښنه يي وکړه، خو هيڅکله يي له دي سره موافقه و نه کړه چي تير وير شي. د نه “ ويرولو” په کار کي د مانديلا لویی او عظمت په دي کي دي چي هغه د نورنبرگ Nόrnberg  د پروسي په ځای يي د “ حقيقت د موندلو د کمسيون” truth commission”   لوری غوره کړ.

“ تير هير”  “ گذشته را فراموش کردن”

دموږ د بدبختيو يولامل هم ساده کول ا و په ستونزولاس را تيرول دی.  “ تير هير”  له تاريخ او له تاريخي عبرت انکار کول دی.  تير وير هيڅ ډول پرنسيپ نه دی او هیڅ ډول،  حتی  يوه وړه ستونزه هم حل کولاي نشي. موږ د عادت له مخي وايو “ تير وير”. دا نه د مصالحی پرنسيپ دی او نه هم د پخلاکولو منطق. د مصالحی منطق د “ هيرولو” په ځای د يوه تاريخي عبرت په توگه  “ په ياد درلودل” دی. د مصالحي منطق په راتلونکي کي د ورته ناخوالو مخنيوی دی. د مصالحی او پخلايني په کار کي “بخښښ”  شته دی، خو “هيره ول”  نشته دي او هيڅ شی بايد ويرنشي. “ ويي بخښه مه يي هيروه”   ددي له پاره چي سبا ورته ناخوالې  بيا تکرار نشي. ددي له پاره  چي ټولنه او راتلونکي نسلونه پوه شي څه شوي او ولې شوي. له پرونه زده کړه  د راتلونکي هوشياري ده.
 په افغانستان کي په بي ساري توگه ډيرڅه شوي او کيږي. دلته په نه دريدونکو وژنو او ړنگولو برسيره په سياسي ډگر کي دومره څه شوي او کيږي چي مصالحه يي په يوه نه کيدونکی کار بدله کړي ده او دا مصالحه چي کرزی پسي گرزي يو ناممکين کار دی. ډير فرصتونه او امکانات بايلل شوي دي او نن تر بل هر وخت ويشونکي عنصرونو او په تيره بيا ايديولوژيک فکتور په پراخه توگه برلاسي شوي دي. همدا شان په دي هيواد او ددي هيواد  په شاوخوا کي دومره څه پيښ شوي دي چي د همدي هيواد موجوديت يي له  خطر سره مخامخ کړی دی او هغه امکانات او هغه گواښونه چي دا خطر په واقعيت بدلوي نه يوازي د باندي، بلکي دننه په افغانستان کي هم په چټکي سره وده او پراختيا مومي.
    په افغانستان کي تر اوسه هغه رهبر نشته دی چي د ناخوالو په اصلي لاملونو د سياسي ميړاني په درلودلو سره په پرانستي توگه څرگندوني وکړي او د حل کولو په لور يي د لاښووني مسؤليت واخلي. دلته په ډيرو ټاکونکو ستونزو او له دي جملي د سياست او دولت په خپلواکي او د ډيورند د خط په هکله خبري کول او يا د حل لاره ورته پيدا کول په يوه
TABU بدل شوي دي.  دلته  ټولنه، سياست،  وطن او راتلونکي له يوې خوا د قبيلوي ځيل او غرور او له بلې خوا د مذهبي بنياد گرايي په يرغمل بدل شوي دي. ډير ځله له سړی سره فکر پيدا کيږي چي ووايي، په مخه ښه افغانستان.

د ماندیلا درسونه او معنوي ميراث

د ماندیلا درسونه،  د مقاومت، نه ماتيدونکي ارادي، په عدالت او په برابري د باور درلودلو درسونه دی.

د مانديلا درسونه، د سياسي ميړانې،  سياسي هنر، سياسي شعور، سياسي تقوا،  تدبير او عمل درسونه دي.

د مانديلا درسونه،  د لويو پريکړو د نيولو او د لويو ريسکونو د منلو درسونه دي.

- مانديلا، موږ ته راښيي، څه ډول د عقدو او انتقامونو په احساساتو او غريزو غلبه وکړو. رښتيا که مانديلا د انتقام لاره نيولې وايی په جنوبي افريقا کي به بي له شکه يوه تباه کونکي او وژونکي کورنۍ جگړه پيل شوي وه او د وينو دريابونه به بهيدلې وو.

- مانديلا، موږ ته راښيي، څه ډول د دوښمن جوړولو په ځای د دوستي جوړولو لاره غوره وکړو او څه ډول کولاي شو،  په ټولنه کي د نژاد، قوم، مذهب، ژبي، سيمي... په بنياد د ويشونکو او د ټولنيز واټن جوړونکو عنصرونو په تاثير او رول غلبه وکړو.

- مانديلا، موږ ته را ښيي، څه ډول پخلاينه کيداي شی او څه ډول له هغو اصولو او ارزښتونو تير شو چي د پوهاوی،  پخلايني او مصالحي مخه نيسي او څه ډول په هغو گډو انساني ارزښتونو چي يو ځاي کونکي دی  را ټول شو.. مانديلا د خبرو په ميز همیشه په ټينگار ويل:  “ اپارتايد بايد لغوه شي او هر وگړی د رايي ورکولو حق ولري”   د مانديلا سياسي اراده  په دي کي وو چي نه يي د مصالحي له پاره زاري او گدایی کوله او نه هم د بشپړ واک غوښتونکی وو.  په افغانستان کي د مصالحي ستونزه په دي کي دی چي يوه لوری د زاريو او گدايي کولو او بل لوری د مطلق واک د ترلاسه کولو لاري غوره کړي دي.  د مانديلا سياسي عالې شعور په دي کي وو چي نه يي واک د ځان او کورنۍ له پاره انحصار کړ او نه په اقتصادي امتياذونو پسي ولاړ. منديلا په ډيره اساني سره کولاي شواي د عمر تر اخيره ريس جمهور پاتي شي. هغه په  دي عمل سره وښودله چي نه ځان پالونکی او نه هم واک پالونکی دی.

ډير رهبران د ازادي او برابري په نوم واک ته رسيږي، په افغانستان کي رهبران د ازادي او عدالت په نوم واکمن شول . خو دا واړه وگړي له واکمن کيدو سره په  بي رحمه مستبدينو او واک پالونکو بدل شول او د دواړو  سياست او قدرت دمالکيت درلودلو دعوي يي وکړي او د بشپړ واک د درلودلو هڅي يي پيل کړي او دا روانه غميزه د دوي د واک پالنو او ځان پالنو پايله ده.

- مانديلا موږ ته ددی درس راکوي چي يو ځانگړی وگړی کولاي شي په پښو ودريږي، را پورته شي، مخته شي، لارښوونه وکړي او يوه ميليوني ټولنه بدله کړي.  همدارنگه هغه موږ ته د خپلواکي انديښني او د سياسي ميړانې د درلودلو درس را کوي او د هغه دا عمل را ښیی چي خپلواکه انديښنه په پراخه توگه  د  انسان پوسيله د لويو تصميم د نيولو اراده پياوړي کوي.

هغه وايي: “ پريکړي کول هميشه پيچيلی کار دی او د هغو کي ډير لاملونه برخه لري. شايد د مغزو به خوښيږي چي بيان او ساده توضيحات پيدا کړي، خو دا ډول توضيحات له واقعيت سره ډډه نه لگوي. هيڅ شی هغه شان ساده او اسانه نه دی چي ښکاري”  د مانديلا په پريکړو د هغه يو شمير ملگرو شک درلود او ورسره مخالفت يي کاوه.  کله چي مانديلا د وخت له نژاد پاله دولت سره خبرې پيل کړي. ډيرو ويل، نور مانديلا ختم شو. د معدنچيانو د اتحاديي مشر سيريل  وايي “ فکر مي کاوه چي هغه خيانت کوي، غوښتل مي چي ويي وينم او ورته ووايم څه شي کوي” خوکله چي د مانديلا فکر او چلند ښې پايلې ترلاسه کوي. هغه  وايي “ د هغه ابتکار له فکرکولو وتلی کار دی، هغه ډير لوی ريسک منلی. هغه يو تاريخي انسان دی. له موږ ډير مخته فکرکوي. په ذهن کي يي هميشه راتلونکي دي او له ځانه پوښتنه کوي، راتلونکي به د موږ په هکله څه فکر کوي...تاريخ له هغه سره دی او د هغه د کارونو له پايلو انکار کيداي نشي” 

- مانديلا، موږ ته راښيي، څه ډول بخښنه وکړو.  هغه وايي، “ ما د جنوبي افريقا پخوانی سپين پوستی ريس جمهور فر دريک دکلرک چي زه يي په کلونو له ازادي محروم کړي وم او د نژادي تبعيض او د تورپوستو په وړاندي د زور زياتی کلک پلوی وو، همدا شان د زولوگانو مشر، کوم چي گواښ کړي وو چي د سپين پوستو له افراطي ډلې سره په يووالی کي به په ټاکنو د ما د بری مخه ونيسي په غيږ کي ونيول.” 

په افغانستان کي په اصطلاح رهبر، رهبران، اميران... په بشپړه توگه  بل ډول چلند لري. نه يوازي د مخالفينو نفي کول غواړي، نه يوازي د هغوي د غوښتنو درناوی نه کوي، بلکي د هغوي په ‍ضد د زور، توهين او تحقير ژبه کاروي.

“ زمونږ د ثور انقلاب واقعآ داسي انقلاب دی، داسي حثيت لري لکه پنسلين، پنسلين هغه انتي بيوتيک، هغه د ټولو ميکروبونو ضد دواه ده چي په ټولنه کي شته لکه دا فيودالان. اخوانيان، افراطيان، هر ډول افراطيان د ټولو په وجود کي د ثور د انقلاب په واسطه هغه دارو پيچکاري شول ، چي دا ټول يي کمزوري کړل...”   “ د موږ انقلاب په ډيره ارامي او هسکه غاړه روان دی. لکه چي متل دی:“ کاروان تيريږي او سپي ورته غپيږي”  د موږ د انقلاب دوښمنان د انقلاب کاروان ته غپيږي خو د هغه په لاره کي خنډ کيداي نشي” نورمحمد تره کی.

گلبدين حکمتيار “د ښځو پروړاندې د زورزياتي د مخنيوي قانون ” پلويانو ته د ناولو څيرو او موجود حکومت ته، په کوم کي چي اسلامي گوند درنه ونډه لري، د مرتد خطاب کوي. هغه وايي :  “ د هغو ناولو څېرو  جسارت د حيرانتيا وړ دئ چي دا سپېرې پاڼي ئې د قانون په توگه وړاندي كړې دي...” همدارنگه نوموړی زياتوي “ ... د حيرانتيا وړ دئ چي ځان ته مسلمان وايي او د كابل مرتد لاس پوڅي امريكايي حكومت ته د اسلامي حكومت نوم وركوي!!”  تاند.

معمر قذافې خپلو مخالفينو ته “ موږکان” ويل، خو اخير په  خپله د موږکانو له غاره را پيدا شو. نازيانو بيا هغوي ته چي د دوي په شان نه وو “ ميکروبونه” ويل ... دا د استبداد اوديکاتوري ژبه  دی.

زه نه پوهيږم “ ناولې څيرې” کومي دي، څه ځانگړتياوي لري او څه ډول تعريف کيږي. خير، د “ ناولو څيرو” د تعريف کولو حکمت به له حکمتيار سره وي. خو دا ډول چلند او دا ډول نظر په عمل کي د انسانانو سپکاوی دی. دا ډول چلند  د مخالفينو او د بل ډول نظرياتو د خاوندانو توهين او تحقير دی.  دا  د مصالحي په ځای د جگړي او د پوهاوی او پخلايني  په ځای د دوښمن جوړولو او کرکي چلند دی.  د ثور له ناورينه وروسته څو ځله او په وار سره په ډيره روښانه توگه ثابته شوي چي  بنيادگرایی په هرشکل اوهره بڼه چي وي د انسان او انسانيت د توهين او تحقير کولو ښوونځی دی. هيچا او هيڅ ځواک د ښی او چپ افراط په اندازه افغانان توهين او تحقيرکړي نه دي او هغوي چي د انسانانو او په ځانگړي توگه د خپلو مخالفينو سپکاوی او توهين کوی د ټولني د رهبري وړتيا او حق نه لري.

منديلا، مصالحه او دموکراسي

- مانديلا، موږ ته راښيي مصالحه د دموکراسي په بری او د بشري حقونو په درناوی او مرعات کولو کي ترلاسه کيږي.  دموکراسي او د بشري حقونو درناوی او مراعات کول نه يوازي موجوده ستونزه حل کوي، بلکي په ډاډمنه توگه په راتلونکي کي د ورته ستونزو مخه نيسي. مصالحه هغه وخت عملي کيږي چي په ټولنه کي د هر يوه ځانگړی وگړي د حقونو او ازاديو درناوی وشي.

په جنوبي افريقا کي له مصالحي سره يو ځای د دموکراسي د منځ ته راتگ او د بشري  حقونو ددرناوی ضرورت هم را منځ ته شو او دی وروستيو دو د اول عملي کيدل ممکين کړ. د مانديلا درسونه او لاسته راوړنې را ښيي چي د دموکراسي په نشتوالی او د بشري حقونو د نه مراعات کولو په حالت کي مصالحه نه بریالې کيږي.  د جنوبي افريقا، شمالی ايرلند، کمبوديا ...بيلگي په روښانه او څرگنده توگه راښيي چي مصالحه، دموکراسي او بشري حقونه، دري له يوبل نه جلا کيدونکي مفهومونه دي.

د مانديلا  په مشرتوب ملي کنگري او د فردريک د کلرک  په مشرتوب د سپين پوستانو ملي گوند په دي اصل موافقه وکړه، “ د افريقا هر اوسيدونکی بی له دي چي په کوم نژاد پوري تړلی، د کوم مذهب پيرو دی، په کومه ژبه خبري کوي، څه ډول سياسي نظريات لري د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کي د درج شويو حقونو نه برخمن دی او د حاکميت په کار کي گډون کولاي شي”

په  افغانستان کي مصالحه د د موکراسي د بری په ځای د دموکراسي په وژلو او د بشري حقونو د درناوی او مراعات کولو په ځای له وگړو او په تيره بيا له ښځو د حقونو او ازاديو په اخستلو او  منځنيو پيړيو ته د ټولني په گرزولوکي لټول کيږي،  چيري چي به يو واکمن وي، چيري چي به د جهالت سالار خامنه ای په شان دواړه حاکميت او قدرت د يوه سړي په واکمني کي تمثيل کيږي او د نورو په نفي کولو سره به هڅه کيږي خپل نظريات په ټولنه باندي په زور تحميل کاندي او دا په عمل کي د سولې او مصالحی په ځای په افغانستان د جگړي د ادامي او ددي هيواد د ويشلو لاره وي.

د مانديلا په مرگ به جنوبي افريقا ماديبا  Madiba له لاسه ورکړي او نړۍ به د ازادي او برابري په لور د ميليونونو انسانانو يو زړور لارښود، د پخلايني، بخښني او دوستي جوړولو يو اتل وبايلي.  خو د هغه فکرونه،  د هغه غني معنوي ميراث،  د هغه چلند، د هغه مقاومت او د هغه نه ماتيدونکي اراده به هيڅکله  مړه نشي او هیڅکله به نه هيريږي، کوم چي د ميليونونو انسانانو له پاره د الهام منبع دی. بي له شکه به د مانديلا مرگ په نړۍ کي ميليونونو انسانان په ماتم کيښنوي.

سيسونکه  Sisonke وايي “ ماديبا، Madiba  موږ ته ډيره څه کړي دي. موږ ازاد يو او هري خواته ته تللي شو... که هغه مړ کيږي د ما زړه به هم مات شي،”

***

د دی لړی تیری برخی :

“ موږ” او “ دوي” - نولسمه برخه-   فرد او بدلون

موږ” او “ دوي”- اتلسمه برخه- د افغان تر ټولو بد دوښمن افغان دی