رسیدن به آسمایی:  04.02.2011 ؛ نشر در آسمایی: 05.02.2011

 

دستگير روشنيالی


 
 

نيل په څپو راغلي، هيله ده چي دا څپې جوړونکي وي

 په عربي نړۍ کي د پيړيو واکمن ذهنيت او د حکومت کولو دود په بدليدو دی

 

 د مصر پيښو د ټولې نړۍ پيښي ترخپل سيوري لاندي راوستي دي. سره د دي چي په تونس کي خلکو د موکراتيک حقونه ترلاس کړل، د بيان ازادي را منځ ته شوي او په سیاسي گوندونو بنديز له منځه تللی. خو هيڅوک نه پوهيږي چي په عربي هيوادونو او په تيره بيا په مصر کي به د خلکو د پاڅون مشخصي پايلې څه وي. خو يو شی څرگند دی چي دلته خلک د پيړيو او پيړيو تحميل شوي سياسي بيگانگي، انتظار او بي تفاوتي له حالت څخه ځان را باسي او غواړي په خپله پريکړه وکړي او په خپله واکمن شي. دلته ټولني په پراخه توگه سياسي شوي او نور نه غواړي په دي او هغه پيشوا پسي ولاړ شي او د يوه ناجی په انتظار کښيني. دلته نه يوازي وگړي، بلکي پروني ارزښتونه او جوړښتونه د زماني غوښتونو ته په ځواب ورکولو کي پاتي راغلي دي. نوې غوښتنې نوي ارزښتونه او نوی دوران نوي جوړښتونه غواړي. دا يو تاريخي او تاريخ جوړونکی پاڅون دی. عربي نړۍ د يوه بي ساری او لوی بدلون په درشل کي دی او دا د دموکراسي په لور ترهمدی دمه د يویشتمي پيړۍ ترټولولويه لاس ته راوړنه ده. داپاڅون د برلين د ديوال له ړنگيدو، کوم چي د يوه تفکر او يوه سيستم د ناکامي عملي پيل وو، کم نه دی. دا بدلونونه په ختيځه اروپا کي يو په بل پسي د يو گوندي ديکتاتوريو ړنگيدو ته پاتي کيږي. په عربي نړۍ کي پيل شوی پاڅون يو نړيوال پاڅون دی او تاثير او اغيزې يې تر چين هم رسيدلې دې او دا پاڅون په ټوله نړۍ کي د يوه سړی اود يوه گوند واکمنې ته يو مخامخ او پياوړی چلينج دی. دا پاڅون به هرو مرو د شمالې کوريا د تړلې ټولنې دروازی او کړکي هم وروټکوي. دا پاڅون د بل هروخت په پرتله د سعودي عربستان د قبيلوي ـــ مذهبي ديکتاتوري ستنې په ژوره توگه سستي کړي. دا پاڅون به په ايران کي د فيقي د ولې مشروعيت  په کلکه کمزوری کړي او د ايراني اخوندانو اپوزسيون ته به نوی ځواک او نوی قوت ورکړي. په عربي نړۍ کي د پيړيو واکمن ذهنيت او د حکومت کولو دود په بدليدو دی. دا پاڅون يو ځل ثابته کړه چي دموکراسي او ازادي نوره يوه نړيواله غوښتنه ده او الترناتيف نه لري.

 

داسلامي جمهوريت جوړول   

 په مصر کي پاڅون ادامه لري او غوښتنه يې له واک څخه د ريس جمهور حسني مبارک لري کول دي. په اوسنی حالت که دا يو ځای کونکی ملي شعاردي، خو پوښتنه داده،  که مبارک له واک لري کېږي، راتلونکی شعار او راتلونکي شعارونه به څه وي او ايا راتلونکي شعارونه به د اوسنی حالت په شان يو ځای کونکي وي او که به هره ډله او هرگوند خپل شعارونه او خپلې غوښتنې را وړاندي کړي، کومي چي ويشونکي به وي؟ دي پوښتني ته ځواب ورکول د راتلونکي کاردی.

ځيني څيړونکی عقيده لري چي د روان پاڅون پايله به د يوه دموکرتيک دولت جوړيدل وي. د ډلې  استدلال دا دي چي د پاڅون اساسي برخه ځوانان جوړوي، کوم چي سيکولرنظريات لري  

يو بل شمير څيړونکي په دي باوردی او ډاريږي چي دلته به هم د پاڅون نتيجه کي د ايران په شان يو اسلامي جمهوريت وي اوټول هغوي به له مخي لري کړي چي د دموکراسي پلوي کوي، له ايران او حماس سره به خپلې اړيکې پياوړي کړي او له اسرايلو سره به د سولې شوي معاهده لغوه کړي.

 

په مصر کي د ايران په شان د يوه حالت منځ را تگ څومره عملي دی؟

 

۱-  په مصر کې د مظاهرو اصلی شعارونه: ازادی، دموکراسي، بدلونونه، کار... دي. ټوله نړۍ او له جملي مصريان په دي پوهيږي چي په ايران کي  نه ازادي شته دی، نه دموکراسي شته دی، نه بدلونونه شته دي او نه په ايران کي اسلامي انقلاب د خلکو په ژوند کي ښوالی راوستی. د اخوندانو هره وژونکي مذهبي ديکتاتوري د ايراني مطبوعاتو سره د خپلو وگړو په وژلو پايی او د ايرانيانو د وژلو او اعدام کولو لړۍ د هرې ورځي موضوع دی. په واقعيت کي اخوندانو ايرانيانو ته د جنت په ځای تيار دوزخ جوړ کړی دی. د ايران په انقلاب او له زماني د بيگانه اخوندانو په واکمني کي هغه څه نشته دي چي د نورو له پاره د بدلونونو او پرمختگ بیلگه شي. د ايران په شان انقلاب د مصر د خلکو غوښتنو ته په هيڅ وجه ځواب نه دی او نه يوه مذهبي ديکتاتوري دا غوښتنې ترسره کولا ي شي.

۲ــ  په مصرکي خميني هم نشته دی. 

٣- مصر د ايران په شان طبیعي زيرمې او له دي جملې پترول نه لري چي د مذهبي ديکتاتوري له ټينگښت سره مرسته وکړي او په ځان متکي یی کړی.

۴- نن د نړۍ لوی ځواکونو نه هغه شان  وويشلي دي او نه هغه شان له يو بل سره په سيالې کي دي چي د ايران د انقلاب په وخت کي وو.  

 

پوځ به کوم لوری ونيسي؟

يو شميرڅيړونکي په دي نظردي چي په  مصرکي اصلي او ټاکونکی رول له پوځ سره دی او معلوم شي چي پوځ کوم لوری نيسي. د مصر په سياسی بدلونونو کي پوځ هميشه رول درلود او اوس هم کولاي شي ټاکونکی رول تر سره کړي.  په مصر کي داسي گوند چي سراسري وي او دومره  پراخ ټولنيز ملاتړ ولري چي د موجود پاڅون لارښوونه وکړي نشته دي. دا تشه هم په خپل وار پيښو ته په لوری ورکولو کي د پوځ دريځ نورهم غښتلی کوي.