رسیدن:  01.11.2011 ؛ نشر : 02.11.2011

 

دستگیر روشنیالی

 

محترم ريس جمهور،  بل شوی اور په اوښکو نه مړکېږې

 

د بحران دوه لوري: ښويدل او يا راوتل

 

بحرانونه هميشه دوه لوري لري. د ښويدونکو او بايلونکو لوری. د راوتونکو او برياليو لوری. په بحراني حالت کي د يو شمير رهبرانو پشي ښويږي او يو شمير بيا ځان را باسي. افغانستان همدا اوس په  يوه ډيرسخت اوپه څوگوني بحراني حالت کي دی او په دا ډول حالت کي که پياوړی مشرتوب اوغښتلی دولت نه وي،  رهبران څه، د تويوکل په قول د نظامونو پښي هم په کي ښويږي. په دي دريو  لسيزو کي په افغانستان کي نه يوازي رهبرانو سرونه وخوړل،  نه يوازي نظامونو ړنگ شول، سيستمونه او جوړښتونه هم و نړيدل.  همدا شان د گذار په مرحله کي د يوه پياوړی دولت نشتوالی په خپله د بحران او جگړي لامل دی. د ډيرو هيوادونو تجربي ښيي چي بلواگاني، اغتشاشونه. انقلابونه د دولتونو د کمزوريو نتيجي هم دي. په افغانستان کي هم د يوه پياوړی دولت نشتوالی د رواني بلوا يولوی لامل دی.

بحران د فرصتونو لوری هم لري. هغه رهبران چي موقع او فرصتونو پيږني او له فرصتونو د گټي اخستلو هنر لري،  هغه رهبران چي پوهيږي په شاوخوا يي څه تيريږي، گواښونه څه شی دي،  اصلي گواښ کوم او له کومي خوا دی او د اصلي خطر د رفع کولو له پاره  له چا سره اتحاد جوړ شي،  هغه رهبران چي په سختو شرايطو کي سختي او لويي پريکړي کوي او په سرعت د عمل کولو استعداد لري له بحران بريالې راوزي اوله ځينو يي دولتمردان هم جوړيږي. د بيلگي په توگه به جنرال دوگل ياد کړم.  له بده مرغه د افغانستان په بحران کي له هماغه پيله د راوتلو په ځای يو په بل پسي د  رهبرانو پښي ښويږي. لامل يي هم دادی چي دوي ونشواي کولاي د رهبریت پورتني ځانگړتياوي ولري او يا يي کسب کړي او په دي برسيره ځان د هيواد لوړو گټو په درناوی مکلف کړي.  په هر هيواد کي سياست کونکي او په ځانگړي توگه رهبران د هيواد د لوړو ارزښتونو په مراعات کولو او درناوی مکلف دي.

په افغانستان کي افغانانو د ښې راتلونکي په خاطر له موجود ريس جمهور سره خپلې غوښتنې او هيلې وتړلې او باور يې درلود چي هغه به په سم لوری د دوي لارښوونه وکړي او له موجودو فرصتونو به گټه واخلي.

محترم کرزی سره له دي چي د افغانستان په تاريخ کي يي د بل هر دولتي مشر په پرتله  د دولت د ايجاد او د ملت جوړولو په کار کي پراخ امکانات او ښه فرصتونه درلودل اولري يي،  خوله بده مرغه تر اوسه داسي يو دولت چي خپله اراده عملي کړي،  په ټولنه کي د ټولنيزو جوړښتونو تر منځ هم اهنگي را منځ ته کړي او د دولتي جوړښتونو ترمنځ ژور بحران ختم  کړي نه دي جوړشوی. همدا شان د سولې او پرمختگ په هکله هیلې مړاوي ښکاري اوله پاکستان سره د ستونزو په حل کولو کي هيڅ ډول لاس ته راوړنې نشته دي. هغه لاس ته راوړنې او بري چي په دي لس کاله کي ترلاسه شوي په اساني سره شا ته گرزيدونکي او تباه کيدونکي دي.

د افغانستان په سختو او پيچيلي حالاتو کي دا خبره په بشپړه توگه د فهم وړدی چي هيڅوک د افغانستان له اوسنی ريس جمهور د معجزي کولو او په اوسنيو ستونزو د بشپړي غلبي کولو تمه نه لري او نه څوک له همدی امله هغه ته د ملامتي گوته نيسي.  په دي بي شميره ناخوالو او لويو لويو ټولنيزو، سياسي، اقتصادي ستونزو او د پيړيو په وروسته پاتی والی غلبه کول د يوه، دو او درو دولتونو کار نه دی، دا د لسيزو او ممکن د نسلونو کاروی.  تمه او هيله يوازي او يوازي په سم لوری د افغانستان لارښوونه ده.

 

کله چي خبرې بي معني کېږې

 

کله پاکستان ته ورور ويل ، کله پاکستان ته دوست ويل او کله هم ورته دوښمن ويل، دا د افغانستان په هکله د پاکستان د اوږدي مودي د استراتژي بي ثباتي نه دی. دا د پاکستان په هکله د افغان رهبري د سياسي تفکر بي ثباتي او د يوه معلوم سياست او چلند نه درلودل دي.  دا ډول بي ثباتي او دا ډول چلند په طبعي توگه د افغان رهبری په خبرو او سياست اعتماد له منځه وړي او څوک ورته ارزښ نه ورکوي او اتوريتي او تاثير ته يي هم کلک زيان رسوي.

وايي: چي د امريکا او ويتنام د جگړي په وخت چين هميشه امريکا ته اخطارونه ورکول او هيڅکله يې عمل نه کاوه.  د دي اخطارونو شمير خورا زيات شوی وو. څلور سوه پنځم اخطار ... پنځه سوه اووم اخطار ... سره له دي چي اخطارونه به د چين له راديو په لوړ اواز او ترخه ژبه خپريدل، خو هيچ چا اهميت نه ورکاوه او ويتناميانو به هم ورباندي يوازي خندا کوله. 

 

“...افغانستان به له خپل ورور پاکستان سره ودرېږي”

 

د افغانستان ريس جمهور په وار وار ددي پلوي کړي چي جگړه د پاکستان لور ته ولاړه شي او دا دهغه اوږدي مودي استراتژي ده. له ناتو او امريکا سره د ريس جمهور د اختلافونو يولامل همدا دی... څه وشول چي د افغانستان ريس جمهور په دي وروستيو ورځو کي ٣٦٠ درجي بدلون وموند؟؟  پاکستان ته د ورور په خطاب کولو برسيره، د افغانستان د دوستانو په شمول که کوم هيواد په پاکستان حمله وکړي افغانستان به د پاکستان ترڅنگ دريږي.

ريس جمهور د جيو تلويزيون ته په خپله مرکه کي وويل: “ که پر پاکستان امریکا یا هندوستان حمله وکړي او جګړه ونښلي، افغانستان به له خپل ورور پاکستان سره ودرېږي”...“ که هرڅوک پر پاکستان برید وکړي، موږ به د پاکستان ترڅنګ ودرېږو.افغانستان به د پاکستان ورور وي او هیڅکله به له ورور سره خیانت ونه کړي”.

له دي مرکي څو ورځي مخکي ريس جمهور د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن سره په مرکه کې د افغانستان د ټولو بدمرغیو او د جګړې د دوام مسوولیت د پاکستان په غاړه واچاوه.او ويي  ویل: “تروریستان په پاکستان کې روزل کېږي، تمویل کېږي، ساتل کېږی او افغانستان ته د حملو لپاره رالېږل کېږي.”

د افغانستان خلک حق لري ددي خبرو په هکله وضاحت وغواړي. د ريس جمهورله دي خبرو سره نه په افغان ټولنه، نه په پوځ، نه په پوليسو، نه د جگړي د زرگونو قربانيانو او نه په کنړکي د پاکستان د توپونو او راکټونو د قربانيانو توافق شته دي او نه د هغوي اراده تمثيلوي او پاکستانيانو هم دي خبرو ته په خندا ځواب ورکړي او هغه يي بابيزه تشې خبرې گڼلي دي.

مشرف د ښاغلی کرزی د مرکي په هکله وايي: “ زه دقیقاً نه پوهیږم، زه فکر کوم چې دا د لیونتوب خبري دي، زه له دغو خبرو سره چې کرزي کړي خوښ نه یم”.

د ښاغلی کرزی وروستي خبري د هگل د فلسفي پيچيلی حکمونه نه دي چي تفسيرکولو ته ضرورت پيدا کړي دا خبري او مطالب يي په بشپړه توگه څرگندي دي او هيڅ ډول تفسيرکولو ته ضرورت نه لري. د يوه عادي وگړي په توگه دا خبري نه دحيرانتيا وړدي او نه نوي خبري دی. ډيره موده کېږې چي پاکستان له زرگونو افغانانو لښکرې جوړې کړې، کومي چي د پاکستان په خوا ولاړې دي او د افغانستان په ضد جنگېږې. ددي خبرو حرانتيا او نويوالی په دي کي دي چي د يوه عادی وگړي په ځای د يوه ريس جمهورله خوا کېږې. دا هم له ياده نه باسو چي په سياست کي، په ديپلماسي کي هرومرو الزامونه شته دي او رهبران مجبور دی دا الزامونه مراعات کاندي،  خو ددي الزامونو معنی د واقعيت سرچپه کول او يا د واقعيت تحريف کول نه دی. 

“په سياست کي دايمي دوښمني او دايمي دوستي نشته، په سياست کي هغه څه چي دايمي دی گټي دي”

د ريس جمهور د خبرو مطلب دا هم کيداي شي، افغانستان او پاکستان مسلمان وروڼه هيوادونودي. بيله شکه افغانستان او پاکستان دوه مسلمان هيوادونه دي. خود سياست او گټو په وړاندي دا “ وروري” هم بي رنگه شوي ده. ايران د مسلمانو وروڼو په ځای  له روسيي، چين، شمالې کوريا او وينزويلا سره،  عربستان سعودي د مسلمان ايران په ځای له امريکا سره  او ترکيه بيا د مسلمانو وروڼو په ځای له ناتو سره داتحاد لاره نيوله ده. په دي وروستيو وختو کي د قطرخليفه  د ورور معمرالقذافې په ځاي د کاميرون او سرکوزي ترڅنگ و دريد او نژدي راتلونکي به وښيي چي د ورور بشارالاسد او ورور خامنه اي سره څومره د مسلماني وروري مراعات کېږې او څوک د چا ترڅنگ دريږي؟؟؟

يوشميراستدلال کوي چي له امريکا سره به د افغانستان استراتژيکه دوستي د مسلمانانو “ ايران، پاکستان او افغانستان”  ترمنځ اختلافات را منځ ته کړي.  پوښتنه داده،  هغه لحظه کله وه چي ددي مسلمانانو ترمنځ اختلاف نه وو او په تيره بيا افغانستان ته يي د وروري لاس ور اوږد کړی وي؟؟؟

د ريس جمهور نيت به له دي خبرو ممکين دا وي چي د پاکستاني لوري د وروري احساسات را وپاروي او د هغه هيواد واکمن د اخلاقي او بين المللی نورمونو مراعات کولو ته تشويق کړي.  پاکستان زرځله دا ثابته کړي چي د وروري په ځای د خپلوگټو او خپلي استراتژي په اساس چلند کوي او واقعيت هم دادی چي په سياست کي دا وروري نه،  بلکي منافع دی چي د عمل کولو لوری ټاکي. پاکستان د افغانستان په وړاندي  دهيڅ ډول اخلاقي، انساني او بين المللي موازينومراعات نه کوي اوله يوه اخلاقي ډيوالی د وروري تمه کول له يوگز اوږدخولې سمسيري د رحم غوښتل دی. په نړۍ کي دا پوښتنه را پيدا شوي،  دا پاکستان څو څيرې او څو ژبې لري؟

د پاکستان دولت  په ټوله نړۍ د يوه دروغجن، غولونکی دولت په نوم پيږندل کېږې چي هميشه خپله څيره بدلوي او په دي ديرش کاله کي پاکستان د يوې لحظي له پاره هم د افغانستان په وړاندي د ورور په شان عمل نه دی کړی او نه به يي وکړي په عمل کي پاکستان له افغانستان سره د يوه تور دوښمن په توگه چلند کوي.

 

دوښمني څه شی او دوښمن څوک دی؟

 

په عمومي توگه دوښمني هغه عمل دی چي په کرکه، کينه، انتقام، وژلو، خرابولو ... تکيه کوي. په بل عبارت  په دوښمني کي هدف  له منځه وړل، وژل، ړنگول او خرابول دي.  دوښمن هغه دي چي د تا ژوند اخلي. دوښمن هغه دی چي د تا کور سوزي. دوښمن هغه دي چي د تا د مالکيت خرابول غواړي.

لسيزي کېږې چي پاکستان د افغانانو د وژلو او د افغانستان د ړنگولو استراتژي چلوي او غواړي افغانستان هرومرو د پاکستان د همیشنی نفوذ په سيمه بدل کړي. پاکستان عملآ د افغانستان موجوديت په خطر کي اچولې او هيڅوک په دي کي شک نلري چي د رواني جگړې اصلي لوبغاړی پاکستان دی. د افغانستان د ريس جمهور په قول:  “ تروریستان په پاکستان کې روزل کېږي، تمویل کېږي، ساتل کېږی او افغانستان ته د حملو لپاره رالېږل کېږي.”

په افغانستان کي د رواني ستونزي په هکله په تيره بيا په تبليغاتي برخه کي دومره احساسات، دومره شور ماشور، دومره گډوډي، دومره زاړه او کلشيه ای تحليلونه او دومره سرگراني شته دی چي اصلي لوری، اصلي دوښمن او په تيره بيا د افغانستان د استقلال اصلي دوښمن ورک شوی. افغانستان په ژوره توگه بدل شوی. نړۍ په ژوره توگه بدله شوې ده او هره ورځ بدليږي، خو په دواړو ښی او چپ لوروکي فکرونو هماغه شان دي چي پرون وو او د همدي فکرونو په نتيجه کي دی چي د دوست او دوښمن ترمنځ، د اصلي او فرعي تر منځ  توپير ورک شوی دی. د موږ زمانه د شعار په ځای د شعور زمانه ده.

 

“ جبران کول له شعاره شعور ته تيريدل وو”

 

د ايراني مطبوعاتو په احواله په ايران کي د اسلامي انقلاب په پيل کي اخوندانو د توريزم صنعت ودراوو او خارج ته يي د فرش او غاليوصادرات هم  بند کړل. د توريزم د صنعت د تړلو دليل دا وو،  نه بايد د يوه اسلامي هيواد پولې او دروازي د کافرانو او فرنگ په وړاندي خلاصي وي. هغوي دلته کفر او د کفر فرهنگ راوړي.  د فرش او غاليو د صادراتو د بندولو دليل داوو. “ اسلامي او انقلابي غيرت” ددي اجازه نه ورکوي چي د مسلمانو نجيليو په لاس په جوړ شوی فرش او په جوړي شويو غاليو په غرب کي دوښمنان او کافران وگرزي. ددي عمل په نتيجه کي د نړۍ په بازارونوکي سيالانو او په تيره بيا ترکيي پريمانه گټه پورته کړه او ورسره په ايران کي په زرگونو خلک بيکاره شول. يو دوه کاله نه وو تير شوي چي اخوندان له خپله شوي کار په کلکه پيشمانه شول او د جبران کولو لاره يي لټوله او د جبران کولولاره له شعاره، شعور ته تيريدل وو.

همدا مهال د افغانستان د گټو په بنياد د دوست او دوښمن تشخيص بايد وشی او په دي هکله په پروني دود سياست کول، احساساتي ليکني او زاړه او بي مفهومه شوي تحليلونه پاتي راغلي او د افغانستان استقلال ته د پاکستان په خطرهم  پټه خوله پاتي کېږې. د تاريخ په همدي گړۍ کي د افغانستان د استقلال دوښمنان په وار سره چودري او حجت الاسلام دي. په اوسني وخت کي دا يو نه دوست دی، نه د وروري چلند لري او نه د دوستي مراعات کوي. افغانستان عملآ او په بلفعل توگه ددي خطرونو په وړاندي د اوږدي مودي له پاره بهرني په تيره بيا پوځي ملاتړ او مرستي ته ضرورت لري.

که په يوه جگړه کي اصلي دوښمن تعريف نشي، د جگړي هدفونه تعريف نشي او د جگړي اصلي لوري په گوته نشي. دا ډول يوه جگړه به څه ډول په مخ بيول کېږې، دا ډول يوه جگړه به څه ډول گټل کېږې او دا ډول يوه جگړه به څه ډول ختم کېږې. دوښمن ته د “ ورور” خطاب کول د جگړي د حقيقت تحريف کول دی. دوښمن ته د “ ورور” خطاب کول د جگړي د لوری ورکول دی. په مشخصه توگه پاکستان ته موجوده لحظه کي د “ ورور” خطاب کول  يوه تاريخي اشتباه  او د جگړي د واقعيت د تحريف کولو هڅه ده. د سياست په ډگرکي د پاکستان د عوامو په ځای واکمن جنرالان دی چي عمل کوي او کوم چي تر دريولسيزو زياته موده کېږې چي د افغانستان په سوزولو اخته دي.  په افغانستان کي ترهغه وخته سوله راتلاي نشی ترڅوله پاکستان سره ستونزې حل نشي او دا ستونزه نړيوالې هڅي او نړيوال تضمين حل کولاي شي.

د افغانستان په وړاندي د پاکستان د وژونکي تگلاري په جوړولو او پلي کولو کي له هندوستان څخه په ډار برسيره يو په بل پسي د افغانستان د نيم قبيلوي ــ نيم ناسيونالست او نيم انترناسيونالست رهبرانو دروغجنو برتري غوښتنو،  احساساتي تگ لارو، انقلابي شعارونواو مستوسندروهم ونډه درلوده.

 

پاکستان د هرافغان د ازادي او اسقلال دوښمن دی

 

پاکستان په خپله توره  دوښمني کي نه يوازي د افغانانو د وژلو او د افغانستان د ړنگولو اجندا لري، بلکي پاکستان غواړي د افغانستان د استقلال په له منځو وړلو سره  د هرافغان استقلال هم له منځه يوسي.  پاکستان د افغانانو د خوارولو، سپکولو، وروسته پاتي ساتلو او له افغانانو څخه د عقل او ارادی د اخستلو پراخه  استراتژي لري. پاکستان غواړي د افغانانو د راتلونکي نسلونو پوهه، استعداد او ابتکا هم ر له منځه يوسي، ترڅو يو پنجابي بيطار په اساني سره وکولاي شی د روغتيا د وزارت د مشاور په توگه کار وکړ ي.  پاکستان غواړي له افغانانو وطنپالنه او ملت پالنه واخلې. ترڅو په اساني سره وکولاي شی افغانستان د خپلو بچو پوسيله ړنگ کړي. له بده مرغه پاکستان په دي کارکي بريالی هم دی.

پاکستان د ترور د روزلو ترڅنگ افغانستان ته اميران او پيشواگان هم روزي ترڅو د پاکستان د گټو او نفوذ په ساتلو سره په افغانستان حکومت وکړي.  په حقيقت کي د پاکستان هڅه داده او موجود اور يي ددي له پاره بل کړي چي ازاد افغانان په خپلو غلامانو بدل کړي او پاکستان غواړي د وزيرستان په شان افغانستان هم منځنيو پيړيو ته په شا ور وگرزوي. د ټولنې نيمه برخه “ ښځې” له ټولنې او ټولنيز ژوند څخه غايبي کړي،  له هرافغانه ډيري ابتدايي ازاديگاني او حقوق هم واخلي او يوځل بيا يي د لښتو او تازيانو په وهلو توهين او سپک کړي.

پاکستان له افغانستان سره هغه څه کول غواړي چي له وزيرستان سره وکړل.  په وزيرستان کي يوه ژوره انساني، مادی، اخلاقي او عاطفي  د اوږدي مودي غميزه روانه ده. دا بي له شکه دنسلونوغميزه ده.  دا د هغوي غميزه هم دی چي تراوسه دي دنيا ته نه دی راغلي. دلته پاکستان ددي سيمي ټولنيز جوړښتونه ځپلي،  ټولنيز بندونه يي شلولې او خلک يې سخت بي وزله، خوار او بي وسه کړي دي، دلته ميشت  قومونه  نه د ځان د را ټولو وس لري، نه د ترور او وژونکو ډلو په وړاندي د ځان دفاع کولاي شي او نه  دا ډلې له خپله قلمرو ايستلي شي.  په دي برسيره دلته  پاکستان لگيا دی کورنۍ اړيکي هم ماتي کړي او د ورور او خور، د مور او زوی ... تر منځ د ويني اړيکي، د خپلوي احساس اوعاطفه هم له منځه يوسي. په وزيرستان کي د ميليونونو ماشومانو په مخ د ښوونځيو دروازي تړلې پاتي کېږې.  پاکستان د لته د خلکو د وطنپالني په غلا کولو سره وزيرستان د دنيا د تروريستانو په اډه بدل کړی دی.  پاکستان په وزيرستان کي يوهميشنی ډار او نه تماميدونکي وحشت واکمن کړي دی.