رسیدن: 22.04.2011 ؛ نشر : 26.04.2011 
 

احمد «فرزان»

کندهار

پاکستان له نوي مانور سره

تیره اونۍ د پاکستان د لومړي وزیر یو سف رضا ګیلاني په مشري د دي هیواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران ، لوی درستیز او د استخباراتي ادارې «ای ایس ايي» مشر کابل ته راغلل او د سولي پر افغان بهیر يي د کابل له مسوولینوسره خبري وکړي.

کابل ته د پاکستاني پوځي مشرانو سره یو ځای د ملکی مشرانو راتګ او دلته يي د سولی په اړه خبري اتري خورا مهمي ګڼل کیږي . جمهور رییس کرزي هم د پاکستاني مشرانو دا خبري سپیني بللي او پاکستاني مقاماتو هم خوشبیني څرګنده کړي ده .

دلته څو خبري د بحث وړ دي : اول دا چي پاکستان د افغان سولي په اړه څونه حساس دی؟ دویم دا چي د ملکی او نظامي مشرانو ګډ راتګ په څه معني دی؟ او دریم هم دا چي دا ځل د پاکستاني مشرانو په خبروکي نوي څه شي و؟ او ایا په واقعیت کي هم د پاکستان په دریځ کي بدلون راغلی او که څنګه ؟

پاکستان د افغانستان د ګاونډیانو او  دمنطقي په هیوادونو کي د افغانستان د مسالي په باب تر ټولو حساس هیواد دی ؛ د سیاسي انقباض او انبساط پر مهال خورا ژرعکس العمل ښيي او له هري لاري چي وي په افغان مساله کی ځان ګډوي.

اوس چي له طالبانو سره د خبرو اترو او سولي موضوع په جدیت سره مطرح سوي او د امریکا تمايل هم له طالبانو سره د سولي مسالي ته اوښتی نو په داسي حساسو حالاتو کي پاکستان بي تفاوته ، لاس تر زنې نه سي کېناستلای، او غواړي چي نن هم خپل هغه رول ولوبوي چي په تیرو څلویښتو کلونو کي يي د افغان مسایلو په برخه کي عملا لوبولی و.

دي ته په پام سره چي د پاکستان له ولادت څخه بیا تر اوسه همیشه د دي هیواد اقتدار د پوځ او څارګري اداري په لاس کي پاته شوی او ملکی مشران یي تش د پردي پر مخ لوبیږي ، په حقیقت کي د کابل دا سفر د ګیلاني نه بلکی د کیاني او شجاع پاشا سفر و.

پوځ او آي ایس آی ، د افغانستان هره مساله په خپل کنټرول کي اخیستل غواړي ، که د افغانستان سوله ده او که جنګ آی ایس آی نه غواړي چي د منطقي ، اسلامي نړۍ او یا نوري دنیا کوم بل هیواد يي ابتکارپه لاس کي واخلي.

تیرکال چي کله جمهوررییس کرزي د افغان سولي لپاره لستوڼی راونغاړل او مخامخ يي سعودي عربستان ته لاس واچاوه ، او له بله اړخه يي په خپل سر د یوشمیر طالب مشرانو سره د تماسونو نیول پیل کړه ، نو آی ایس آی د ملابرادر، ملاطیب او ملاکبیر په نیولو سره ورته خورا شدید ځواب ورکړ.

پاکستان په دي ډول سره د حال په ژبه څرګنده کړه چي د دي درد درمل په ریاض کی نه بلکي په اسلام اباد کي دي او کرزی نه باید د پاکستان رول له پامه وغورځوي.

تر دي وروسته ګیلانی او رحمان ملک په وازه خوله وویل چي ګواکي د دوی بي له همکارۍ څخه په افغانستان کي سوله نه شي راتلای او پاکستاني رسنیو هم په خورا څرګندو ټکو کي وویل، چې ملاغفور برادر او ملګري يي ځکه ونیول شول چي هغوی غوښتل د پاکستان له اجازي پرته د سولي په خبروکي ښکیل شي.

اوس چې له یوي خوا امریکاییان غواړي د سولي پروسه غښتلي شي او له بل طرفه سعودی عربستان او ترکیي د سولي له بهیرسره د مرستي سینه ډبولي ده او حتا غواړي چي هلته د طالبانو نماینده دفترپرانیستل شي ، بیا هم پاکستان دی چي غواړي ظاهرا په توافق نظر او د پردي تر شا په دسیسو سره دا پروسه سبوتاژ کړي .

سر له اوسه داسي اټکل کیږي ، چې د ترکيې دا طرحه به کوم ځای ته ونه رسیږي ځکه پاکستان به په هیڅ قیمت نه غواړی پر طالبانو خپل دا کنترول له لاسه ورکړي .

د پاکستاني پلاوي سفر سره له دې، چې کواکی پر نیک نیت ولاړ وو او د سولې په راتګ کې یی خپله ژمنه تازه کړه، خو په اصل کې د ترکيې هڅې یی له مځکي ووهلې.

د سولي له رواني پروسي سره د امریکا بشپړ ملاتړ ملګری دی ، او پاکستان هم نه شی کولای چی د امریکا خوښه له پامه وغورځوي ، ځکه نو غواړي په ښکاره د سولي بهیر سره ځان ملګری کړي او په حقیقت کی هڅه وکړي چي دا بهیر په خپل کنټرول کي واخلي.

کابل ته د پاکستاني پوځي ، استخباراتي او ملکی مشرانو سفر، د سولي د عالي شورا ستاینه ، د ګډو کمیسیون د جوړولو وړاندیز او په څرګندو ټکو کي د سولي له بهیره يي ملاتړ ټول د دي لپاره دي چي د سولي شورا له افغان ولسي شکل څخه بین الدولتي شکل ته واړوي او په عین حال کی د ترکيي پر ځای خپل ځان په کي د ننه کړي.

د افغانستان په قضایاو کې د پاکستان اغیز ته په پام سره چې تر دې دمه یی د ضیاالحق او بینظیر بوټو ژوند هم اخیستی او څو ځلې د دغه هېواد واکمني هم له همدې امله لاس په لاس شوې، څرګنده نه ده چي دا ځل به پوځ او استخبارات په ریښتیا هم د افغان سولي تر شا ودریږي او که به د ګیلاني په وژنه دا هر څه نیست او نابود شي.