07.2014 .18

 

دستگير روشنيالی
 

 ژوند له نه بدليدونکو ذهنونو ډير پياوړی دی

 

ځوان نسل نه بايد د روشنگري په وړاندي د جهالت د جگړي برخه وي

ځوان نسل، د نويو انديښنو نسل

 

ځوان نسل د څوگونو تضادونو،جگړو، شخړو. بي شمارو ستونزو سره لوی شوی نسل دی. دي حالت دا نسل په مادي او ذهني برخوکيپه کلکه متاثیر او ستړی کړی دی. دا بي له شکه له ستونزو ډکه چاره ده او پراخ کارغواړي چي ځوان نسل د منفي فکرونو، عقدو، کينو، احساساتو، رواني فشارونو... له اسارت وژغول شي. د افغانستان بری له تعصب د ځوانانو په ژغورلو کي دی. تعصب هم بالفعل او هم بالقوه يو لوی ړنگونکی خطر دی.

همدا شان د وروستيو لسيزو بلواگانو، انقلابونو، جگړو، يو په بل پسي بحرانونو... ځوان نسل له بي شماره څه بايد وکړواو د ولېله پوښتنو سره مخامخ کړی دی او ورته د ځواب ويلوغوښتنه کوي.ځوان نسلد وروستيو لسيزو پيښي له ياده نه و باسي. د دوي او راتلونکو نسلونو بري به دا وي چي ددي پيښو په يادولو سره د هغوي د تکرار مخه و نيسي او د موږ دنده داده چي ځوان نسل ته د خپلو تيروتنو، خپلو خطاگانو، خپلو نیمگړتياو، خپلو ناکاميو او خپلو بي وسيو ... په ويلو سره هغوی تهددی امکان ورکړو چی راتلونکي په سمه توگه ترسيم او موږ ته ورته تيروتني تکرار نه کړي.

ځوان نسل د دواړو چپ او ښی له سطحی څيړونو او په بيړه قضاوت کولو زده کولاي شی. دوي د نورو د ملامتولو په کار کي خورا پياوړي دي. خو د هغه څه په ليدلو کي چي شاوخوا يي تيريږي بي وسي ښيي. دوي سره ددي چي په همدي وطن او په همدي سيمه کي لوی شوي دي. تر اوسه يي ددي وس نه دی پيدا کړي چي د پيښو او تحولاتو تل ته ورننوزي او يو ريالستيک تحليل وړاندي کړي. دوي د پيښو ظاهر ويني او هڅه کوي چي په خپلو ساده او افراطي شعارونو د خلکو ذهنونو بدل کاندي. همد ا شان دوي د خپلو فکرونو او چلندونو په بدلولو کي هم پاتي راغلي.دواړه ښی او چپ افراطفکري خپلواکي ته د شک په سترگه گوري اوهغوي چي د دوي په شان نه وي ورته مزدور وابسته تړلی ... ښکاري. د افغانستان تجربه ښيي چي له چپه ښی ته او له ښی چپ ته بدليدل ساده کار دي. خو له دي دو د خپلواک فکر په لور بدليدل خورا مشکل کار دی.

دوي خپلو خطگانو اوتيروتنو ته د هغي جامي په سترگه نه گوري چي له تنه لري کيداي شی.دوي په همدي جامه کي د پاتي کيدولو اراده لري او غواړي دنيا هغه شان وي چي دوي يي غواړي. دوي همدا اوس له يو بل سره د پرون په انتقام اخستلو لگيا دي هغه پرون چي هيڅکله بيا نه راگرزي.ښه دی دوي به له خپلو فکرونو سره په پرون کي پريږدو.خو د ژوند کولو راز له بدلونونو او زمان سره د ځان په عيارولوکي دی.ژوند له نه بدليدونکو ذهنونو ډير پياوړی دی.

 د هغو ځوانانو شمير هم کم نه دی چي د ټولني له موجودو جوړښتونو سره يي عادت کړی او د بدلونونو په وړاندي مقاومت کوي او تر اوسه په دي نه دي قانع شوي چيپه عمل کي همدي جوړښتونو ټولنه په کلکه کمزوري کړي او د پرمختگ په لور يي خڼد دي.

 

ليږد گذارد نفي کولو، نابود کولو او شليدولو په معني نه دی

 

افغانستان د يوه سخت او څوگوني اقتصادي، ټولنيز، سياسي، فرهنگي او فکريليږد گذارپه حالت کي دي. د ژوند هره برخه په بدليدو دی او ټول هغه څه او په ځانگړي توگه هغه څه چي د ټولنې په سياسي ژوند کيواقع کيږي د همدي ليږد گذار نښاني دي. ليږد يوازي د يوې وروسته پاتي ټولني ځانگړتيا نه دي. پرمختللي ټولني هم ليږد ته ضرورت لري. دا ډول ټولني بدلون منونکي دي او د يوه نوي ليد او نوي تفکر په درلودلو سره د يوې نوي راتلونکي په لور حرکت کوي. خو د افغانستان په شان په يوه ټولنه کي د راتلونکي په لورليږد سخت، پيچيلی او زياته قرباني غواړي. همدا اوس اوس ټولنه د لاندي سختو ليږدونو په درشل کي دی.

ــــله جگړې د سولې په لور ليږد.

ــــله استبداد د دموکراسي په لور ليږد.

ــــله قوميتد ملت کيدلو په لور ليږد

ــــ له دوديزې او سنتي ټولنې،د يوې مدرني ټولني په لور ليږد.

ــــ له شی د څوک په لور ليږد. له ښځې سره د څوک په ځای د شی په شان چلند کيږي.

ــــ له کرکې، تعصب او کينې د پوهای، باور او زغم په لور ليږد.

ــــ له خرافاتو او افسانو د خپلواکې انديښنو په لورليږد.

ـــــ له دروغو، غلا اوغولولو د صداقت او رښتيولی په لورليږد.

سره ددي چي دا پورته هر يو ليږد ساده او په کمه بيه نه تر سره کيږي، خو پاتي را تلل به يي نه يوازي يوه ټولنيزه ټمبلي وي، بلکي افغانستان به د يوې بدليدونکي نړۍ برخه نه وي او سبا به بايلی. هره ټولنهبدلون ته ضرورت لري. بدلون ټولنه په حرکت کي ساتي او د ټولني دواړه مادي او معنوي حرکت په بدلونونوکي پيږندل کيږي. انتخابات يو حرکت او يو بدلون وو چي له موږ سره يي د خلکو د پيږندنی په کارکي مرسته وکړه.

 

ځوان نسل د زماني غوښتنې ومنی او راتلونکي ته ځان چمتو کړي

 

 ځوان نسل بايد ځان د هغوي لهمنځه را وباسي چي کلنو او لسيزي همداسي کرل شوي پاتي کيږي.  ننپه ټولنه کي ددي پياوړي نښانې شته دي چی ځوان نسل له آرماني هدفونو ځان را باسي او په اسانه په آرماني هدفونو پسي نه ځي.په ځوان نسل کي عاقلانه چلند وده کوي او ورستي سياسي تحولات او په ځانگړي توگه انتخابات ددي خبري روښانه ثبوت دی. د ځوان نسل سیاسي ليد خورا پياوړی دی. ددي نسل سياسي شعور په چټکه توگه وده کوي او ورسره ددي ضرورت را منځ ته شوي چي دا وده له قوميت، مذهب، سمت ... خپلواکه وي. که د سياسي شعور وده خپلواکه نه وي ډيري بدي پايلي درلودلاي شی.

ځوان نسل،د ما د نسل په شان دا او هغه ايديولوژي ټولو ستونزو تهځواب نه بولې. پرون موږ خپل چلند دعقل په ځای د يوې ايديولوژي په بنياد پيل کړ. آرماني هدفونه مو درلودل،شعارونه مو ورکول، نه پخلاکيدونکي مبارزه موکوله،دسيستم د بدلولو په ځای مو د هغه د ړنگولو غوښتنه کوله، له زور، کودتا، انقلاب، نفي کولو،وژلو... پرتهمو بله لاره نه پيږندله. موږ په بدلون او رفرم نه پوهيدو د سيستم انحلال او يا هم د سيستم چپه کول مو شعار وو.

 

ښه نيت او بد عمل

 

نيت مو د ښو کول وو، خو په عمل کي له ډيرو بدو را ووتو.اوس پوهيږو چي د قضاوت معيار د نيت په ځای عمل دی. زه فکر نه کوم چي تاريخ به د ما له نسل سره په مهربانی چلند وکړي او دا امکان شته دی چي تاريخ ووايي، همدي انقلابی نسل افغانستان برباد کړطبعآ موږ هغه نسل نه يو چي افغانستان ته مو ثبات او نيکمرغي راوړي او تضمين کړي وي.

ځوان نسل هغه نسل نه دي چي څلوويشت، پنځوس او شپيته کاله پخوا وو. دا د خلاقيت او ابتکار کولو نسل دی. دا د فرديت اواستقلاليت نسل دی.دا د ايديولوژي په ځای د پراگماتيزم نسل دی او د خيالونو او آرمانونو په ځای د عقلی ليد او د تجربوي چلند نسل دی.

 ځوان نسل د تکنولوژيکي چټکو اړيکو د پراختيا او پرمختگ نسل دی. همداپرمختگونو دي چي ټولنيز، کورنۍ او فردي ژوند بدلوي او ځوان نسل ته يي ددي پراخ امکانات ورکړي چي خپله پوهه زياته او په ټولنيز او سياسي ژوند کي خپله ونډه پياوړي کړي. دنيا هره ورځ بدليږي او په هميشنی تحول کي دی که ځوان نسلپه دي بدلونونو کي د گډون په ځای يوازي د هغوي تماشا کونکی وي بي له شکه به راتلونکي وبايلي. نن ځوانان د پرون کليوالی، قبيلوي، محلي ... ذهنيت په خلاف په نړيوال ذهنيت کي ژوند کوي.

 

له ايديولوژيک ښوونځيو د ځان ژغورل

 

د ما د نسل تر ټولو لويه بدمرغي او ناکامي دا وه چي په پراخه پيمانه د ايديولوژيگانو ښکار شو. دي نسل هم له شماله او هم له جنوبه د افراطي فکري توفانونو په وړاندي ښکاره کمزوري وښودله. دي دو فکري ښوونځيو افغانستان ته له يوې خوا د پورته او کښته طبقو او له بلي خوا د اسلام او کفر په بنيادونو نوی ټولنيز ويش، نوی تعصب او نوي دوښمني راوړل او په دواړو سياست او سياسي فرهنگ کي د زور عنصر په نوې بڼه اولويت پيدا کړ. همدي دو فکرونود افغانستان راتلونکي ټاکله.ملت، ملت پالنه، وطن، وطنپالنه ... پاتي شول. ښکاره بيگانه پالنه پيل شوه او دواړو هڅه کوله د زور له لاري واک تر لاسه کړي او په ټولنه خپلي نظريی تحميل کړي او همدا هڅې ددي اوږدې غميزي لامل شوې چي تر اوسه هم ادامه لري.

د ځوان نسل بری په دي کي دی چي ځان له ايديولوژيکو ښوونځيو وژغوري او له ناکام فرهنگ ځان را وباسي. دي فرهنگ خپله فرهنگي ځانگړتيا له لاسه ورکړی او ديوې توتاليتر ايديولوژي په بڼه عمل کوي او هره ورځ د انسانانو قرباني غواړي.

ځوان نسل بايد د دودونو، زړو عادتونو له جبره، کوم چي کرکه، زور او توهين توجيه کوي ازاد شي تر څو د خپل ژوند او خپلي راتلونکي په هکله د انتخاب کولو حق ترلاسه کړي او انتخاب وکړي. دا حيوانات دي چي انتخاب نه کوي. انسانان انتخاب کوي او انسانان بايد د انتخاب کولو ازادي ولري. دولتونه دنده لري د ځوانانو د انتخاب حق خوندي او ساتنه يي وکړي او ځوان نسل په دي پوه وي چي د ازادی او د انتخاب د ازادي ترلاسه کول د مسؤليت منل هم دی.

 ځوان نسل د دواړه ازادي او پرمختگ هيله ده او د پوهي او ابتکار کولو نه تماميدونکي ځواک دي. ځوان نسل د مدني ټولني او انساني فرهنگ د ايجاد او ودي له کار سره مرسته وکړي او په دي هکلهد دواړو تاريخ او خلکو په وړاندي ډير دروند مسؤليت لري.

 

د هيلو د پلي کولو ځای په راتلونکي کي دی

 

 ځوان نسل په نن ډاډه او په راتلوکي باور ولري. که نن ډاډ او په سبا باور نه وي. پرون اهميت پيدا کوي.په بل عبارتکه ځوان نسل په راتلونکي او سبا باورله لاسه ورکړي په طبعي توگه به خپله نيکمرغي په پرون کي لټوي او دا شا ته گرزيدل دي.که نن بحراني وي،که نن جگړه وي او راتلونکي هم روښانه نه وي،پرون نه يوازي اهميت پيدا کوي،پرون نه يوازي د الهام په منبع بدليږي، بلکي پرون د لارښووني رول هم ترلاسه کوي.  پرون هغه وخت بي اهميته کيږي چي نن ژوند نيکمرغه، سوله ايزاو په ټولنه کي ثبات موجود وي. په دي ډول يوه حالت کي نه پرون دالهام په منبعبدليږي او نه څوک خپله نيکمرغي په پرون کي لټوي.

ځوان نسل نه بايد په بي خبري او بي تجربگي کي د پرونيو او د موږ پيروي وکړي. پيروي او تقليد کول وړکتوب ته د انسان په شا ورگرزيدل دي. واړه بايد د لويانو پيروی او تقليد وکړي. په پيروي کولو او تقليد کي نه د شک کولو او نه هم د انتقاد کولوځای شته دی. شک کول د دواړو عقل او علم بنياد دی او ددی دو کار په شک کولو سره پيل کيږي. شک او انتقاد کول هميشه د سنجش ډاډ من معيارونه دي.

 

ځوان نسل د بت جوړولو نسل نه دی

 

 ځوان نسل نه بايد د طوطيانو په شان د نورو خبري او د نورو چلند تکرار کړي او خپل ځوان تفکر او ځوان ذهن د نورو له خبرو او حکمونو سره وتړي او له هغوي بتان جوړ کړي چي سبا به يي په خپله ړنگوي. پرون موږ همداسي وکړل يو په بل پسي مو بتان جوړل کړل، ورته سندري مو وويلې،ورته اټنونو مو وکړل، ورته اوږده نومونه او لوی لوی القابونه مو ورکړلاو خپلې هيلې او راتلونکي مو په هغوي پوري وتړلې او هغوي همبي له معطلي موږ په خپلو یرغملو بدل کړو. خو ډير ژر موږ دي ته اړ شو چي خپل جوړ شوي بتونه په خپله ړنگ کړو. لښکرو هم خپله جوړه شوي سره ماڼي په خپله ړنگه کړه.

 له بده مرغه نن هم د بت جوړولو زیامن دود شته دی. دا ډول چلنددځوانانو د فکرکولوځواک زيانمن کولاي شی. که ځوانان د خپلو فکرونو په ځای يوازي په تکرارونو لگيا وي نه يوازي فکري ځواک او فکري خپلواکي له لاسه ورکوي، بلکي د خپل هويت او شخصيت جوړولو چاره هم نورو ته سپاري. ځوانان د خپلواک تفکر او ابتکار په لرلو سره په ټولنيز ذهنيت کي ونډه اخستلاي شی او هغه ته لوری، نوی لوری او سم لوری ورکولاي شي او همدارنگه کولاي شي ټولنه د بي تفاوتي او انتظار له حالته راوباسي.

ځوان نسل او ټولنه.

ټولنه نه بايد د ځوان نسل د غوښتنو او انديښنو په وړاندي غلي پاتي شي. په دي هکله دغلي پاتي کيدو معني له راتلونکي ژوند سره بي پروايي دی. د ژوند نیکمرغه کول له موږه غواړي چي ټول پام ځوان نسل او راتلونکو ته وي. ځوان نسل تهد مذهبي او قومي کرکو، د وژلو او مرگ په ځای د ژوند کولو او يو د بل د منلو درس ورکړل شي او د راتلونکي په هکله په هغوي کي اميد ايجاد شي.

د ځوان نسل غوښتنو اوانتظارونو ته موجودوروسته پاتي سنتي واکمن جوړښتونه او آرزښتونو ځواب نه دي. دا آرزښتونو دحل په ځای بحران جوړونکي دي. دا آرزښتونه له دواړه پرمختگ او نويوالی سره په جگړه کي دي.دا آرزښتونهځوانان له دواړو زماني او دنيا بيگانه کوي او له زماني اودنيا بيگانگي له ژوند بيگانگي دی.د يوې بيلگي په توگه موږ نږدي هره ورځ ددي ډول بيگانيگي شاهدان يو او د ځان په تباه کولو سره لسگونه بی گناه انسانان، ښځې او ماشومان هم تباه کوي. 

د ځوانانو د غوښتنواو د هغوي د استعدادونو د ودي او پراختياامکانات هغه وخت منځ ته راځي چي په ټولنه کي د موجود ذهني استبداد او عقلی خلا په ځای يو فکری نظام واکمن شي چي ابتکارونو، نويوالی او خلاقيت ته لاره پرانيزی او له ستونزو اوپرابلمونو سره د عقل په بنياد چلند وشي. د چلند عقلی کول د احساس او عواطفو او د هغوي د زور او تاثير نفي کول نه دي، خو د سنجش کولو لاره له عقله تيريږي.

ځوان نسل د نن او راتلونکي ځواک دی او دا خپلواک او مثبت فکر دی چي په ځوانانو کي د راتلونکي په هکله هيلي او اميدونه ايجاد وي. هيلې او اميدونه د راتلونکي له پاره دي او همدا هيلې او اميدونه دي چي ځوانانو ته ځواک ورکوي او ځوانان د همدي هيلو او اميدونو په اساس خپلې راتلونکي تگلاري جوړوي.هيلې او اميدونه په ځوانانو کي د خلاقيت پياوړي انگيزي پيدا کوي اوانگيزي بايد واقعي وی او دلته دی چي رياليزم دواړو خپلواک او مثبت فکر ته لاس ورکوي.

 

مثبت فکر

 

 سره ددي چي موږ هره ورځ بد، د وژلو، د ړنگولو اوسوځولو، د انسانانو د ځړولو، د انسان په حقونو او ازاديو د يرغلونو، د ښځو د پزو، شونډو، گوتو، غوږونو د پريکولو... خبرونه اورو او په افغانستان کي له دريو لسيزو زياته موده کيږي چي دا ډول خبرونه اوريدل کيږي. دا بي له شکه د ميليونونو انسانانو فکرونه او چلندونه متاثيرکوي،ذهنونه يي مصروف ساتي او په طبعي توگه دا حالت که له يوې خوا هر چا ته سختاو آزار ورکونکی دی او له بلي خوا په پراخه اندازهد عقدو، کينو، دوښمنيو، رواني فشارونه او منفي تفکر له ايجاد سره مرسته کوي.

 منفي فکر د احساس او عقل تر منځ تعادل له منځه وړي او دواړو پيږندنه اوچلند زيانمن کوي. پوښتنه داده،په دا ډول يوه سخت حالت کي څه ډول کيداي شي په منفي تفکرغلبه وشي، د احساس او عقل تر منځ تعادل را منځ ته شي او د پيښو په وړاندي عقلانه چلند او خپلواک قضاوت وشي او په سم لوری د ټولني لارښوونه وشي. 

 

مثبت تفکر له کرکي، تعصب او کيني د ژغورولو ښه لاره ده

 

له تعصبونو، کينو، عقدو او دگمونو خلاص فکر مثبت فکر دی او مثبت فکر د هدف د رسيدو په لور د انسان فهماو اراده پياوړي کوي او د هدف په لور د هغه حرکت ته ځواک او قوت ورکوي. انسان د خپلواک او مثبت فکر پوسيله په ډاډمنه توگه کولاي شي د نورو په منځ کي خپل فرديت وښيی، د يوه شخصيت په توگه را څرگند شي، له گوښه والی را ووزي او په خپلو احساساتو، تعصبونو اوکينو غلبه وکړي.مثبت فکر په انسان او د هغه په چلند ډيرلوی تاثير لري او رښتيا همپه مثبتو کلمو او عبارتونو کي څومره لوی قوتشته دی او منفي کلمات او عبارتونه څومره ځورونکي او څومره ړنگونکي دي. مثبت فکر جوړونکي او انگيزه پيدا کونکي فکر دی. بي انگيزو ژوند يو ټمبل او بي حرکته ژوند دی.مثبت فکر په ځان د باور درلودلو سبب کيږي او د نويو انديښنو او نظريوپه ايجاد کي مرسته کوي.

 

اميد، عقل او عمل

 

يو هوشيار رومي وايي: تر څو چي ژوند وي اميد به هم وياميد د ژوند نه بيليدونکي برخه ده.اميد مثبت شی دی او يو شمير پوهان اميد د ژوند کولو او پرمختگ محرکه قوه بولې او د اميد په کار کي د عقل او عمل په عنصرونو ټينگار کوي. که عقل د اميد لارښوونه و نه کړي او عملي نشي يو بي مفهومه شی دی.اميد په عمل تکيه کوي او عمل فکري پشتواني ته ضرورت لري. که عمل فکري پشتوانه و نه لري يو بي هدفه عمل دی او پايله يي هم ماتي ده.بي فکره عمل ، په يوه لويه دښته کي حرکت ته پاتي کيږي چي لوری يي معلوم نه وي. افسانوي او آرماني اميدونهنه يوازي په عقل تکيه نه کوي،بلکيد افراط،تباهي، ځان وژنو، سوزولو، ړنگولو او وژلو په لور د ځوانانولارښوونه کوي.

 

هو، قدم په قدم او په سم لوری

دا ډيره معقوله او منطقي خبره دي چي ټولنه او ټولنيز ژوندد پرمختگ او ودي په لور د  شليدلو نفي کولو محوه کولو په ځاي په پيوستونکي قدم په قدم بدل شي. خو دا هم په ياد ولرو چي د هر قدم پورته کول د منزل په لور د نږدي کيدلو او رسيدلو په معني نه دی.يو شاگرد ښوونځی ته په ننوتلو سره نه ډاکتر کيږي او نه هم انجينر کيږي. شاگرد بايد قدم په قدم له څومرحلو تيرشي ترڅو ډاکتر، انجنير ...شي.

د قدم پورته کولو او يا هم د حرکت کولو له پاره د هدف ټاکل ضرور دی،کوم چي حرکت ته لوری ورکوي او دا د جبر او تقديرپه ځای د وگړی او وگړو کار دی چي هم هدف وټاکي، هم د هدف په لور د حرکت لارښوونه وکړي او هم هدف ته د رسيدو وسيلې او امکانات برابر کړي. تجربه وايي چي دا هدفونه او دهدفونو ټاکل دی چي ژوند ته انگيزه ورکوي او انسانان د هغوی په شاوخوا را ټولوي. د هدف ټاکلو په کارکي انديښنه او عمل، بحث،استدلال کول، انتقاد کول،بيا او بيا توجيه کول هم شته دي. کله چي د هدف عقلي توجيه نه وي دليلونه او استدلال هم ختم کيږي او کله چي استدلال او دليل نه وي هدفونه هم آرماني کيږي.