رسیدن:  نشر : 04.03.2014  ؛ نشر : 04.03.2014 

 

سوله مل شینواری

حامد کرزی،‌ بریالی که ناکام اولسمشر

 

 افغا نستا ن د نوی اولسمشر د ټا کنو په درشل کې دئ ، څو میا شتې به لکه دا څو کلونه په مڼده تیرې شي او اوسنی اولسمشر ښا غلی حا مد کرزی چې څه کم یوه نیمه لسیزه د واک په ګدۍ نا ست دئ ټول دولتی واک نوی منتخب اولسمشر ته ولیږدوی .

د نوموړي دې نیکې ارادې ته چې د افغا نستا ن په تاریخ کې یو اولسمشر بل ځاینا ستی ته پخپله خوښه واک پریږدی ټول افغا نان د درناوی سر ټیټوی خو له دې سره سره د افغا نستا ن په تاریخ کې دده په ځای افغا نان پخپلو کې ویشلی او یوه خوله نه دی . ځنې روښا نفکران او شنونکی هغه دملی وحدت سمبول ، هوښیار او مدبر مشربولی چې هیواد او جنګی سرداران یی له خپل منځی کورنیو جګړو وژغورل او هیواد ېې موټی وسا ته . همدا ده  چې دده پلویان په تیره دده خپله کورنۍ ېې له ټاکنو وروسته  دهیواد په رهبرۍ کې د وړ ځای غو ښتونکی دي او ددوی په هڅو به یی په نږدې راتلونکې کې په هغې مجللې ما ڼۍ کار هم بشپړ شی چې له واکه وروسته ورته د اوسیدو لپاره په پام کې نیول شوې ده . ددده د پلو يانو دا هڅې هم له چا پټې نه دی چې دده د واک د غزیدو لپاره یی په کار واچولې . خو بل لور هغه روښا نفکران او شننوکي هم ډیردي چې دی (حا مد کرزی) د هیواد په مدیریت او رهبرۍ کې خورا نا کام ، کمزوری او د اوسنی ناورین او بې ثبا تۍ یو عا مل ګڼي .

د افغا نستا ن په معا صر تاریخ کې درې واکمنۍ سره له دې چې په بیلوبیلو تاریخی ،سیاسي شرایطو او وختونو کې را منځته شوی دی خو له دې هر څه سره سره په ډیرو برخو کې یو له بل سره ځنې ورته والی لری . دغه درې واکمنۍ د خپل واک په درشل کې له یوه داسې افغا نستا ن سره مخا مخ شوې چې بودجه یی لوټلې ، مرکزی واک او اداره ېې ویجاړه او ټول دولتی بنسټونه یی نړیدلي وو او د واک او لیږد په چارو کې ېې بهرنی فکتور هم وړ ځای درلود .

 دا درې واکمنۍ دا دي :

لومړی  امیر عبدالرحمن خا ن :۱۸۸۰ـ۱۹۰۲           

دوهم : اعلیحضرت محمد نادرشا ه : ۱۹۲۹ـ  ۱۹۳۳  

دریم: حا مد کرزی۲۰۰۱  تر نن  

له دغو دوو : امیر عبدالرحمن او اعلیحضرت محمد نادر شاه پخپلو چارو کې بریالی او میړنی را ووتل او خپلې دندې ېې ښه پرمخ یوړلې .دوي دواړو خپلو اسلا فو ته افغا نستا ن مرکزی او دولتی بنسټونه ورغول او د دایمی سولې او ثبا ت په ټغر ېې کینول : لومړی امیر په خپل ژوند  د خپلو اسلا فو له پاره

غښتلی ارامه او با ثبا ته اداره په میرا ث پریښوده او بل د معا صر ،منسجم او عصری حکومت او دولت بنسټ کیښود چې که د مرحوم داود خان کودتا نه وای نړولی اوس به په سیمه کې د معا صر سیا سی دولتی سیستم یوه عالی بیلګه وای . خو ښا غلی کرزی چې په ډیرو مواردو کې په ورته شرایطو کې د واک په ګدۍ کښینا ست تر دې شیبې چې د واک دوره ېې په پا یته رسیدو ده په دغه برخه کې نا کا م او پا تې را غئ: نه ېې غښتلی مرکزی اداره را منځته کړه او نه هم همیشنۍ سوله او ثبا ت .

دا  سمه ده چې ښا غلی کرزی د خپلو تیرو اسلا فو :( امیر عبدالرحمن خا ن او اعلیحضرت محمد نادر خان ) په خلاف د هیواد په داخلی سیا ست کې خلاص لاس نه درلود خو که له یوې خوا دلته راغلی هیوادونه پخپله خوښه زموږ په خاوره کې د القا عدې ا و طالبا نو په ضد جګړه پر مخ بیا یی او خپل حضور د هغوی د موجودیت په بنسټ توجیه کوی له بلې خوا د هیواد د اداری بنسټونو او نورو چارو د رغونې ستر ما لی لګښت هم ددوی په غاړه دی .خو دده د اسلافو : امیر عبدالرحمن خا ن او اعلیحضرت محمد نادر شاه خپل ټول لګښت له کورنیو عواید پوره کاوه او یوازې محدودې مرستې امیر عبدارحمن خا ن له بهره تر لاسه کولې .

دا رښتیا ده چې د طالبا نو څخه د واک د لیږد په درشل کې ګرانه وه چې داسې مشر دې ومیندل شی چې د ټولو غاړو لپاره د منلو او درناوی وړ وګرځي اوپه نوې اداره کې دې پرې را ټول شي . د کرزی غوراوی په هغه وخت کې خورا منا سب انتخاب او په امریکا دې دده په غوراوی شاه بس وویل شي:

هغه صفتونه او ځا نګړتیاوی دی چې دې ېې له نورو بیل او په بر سر کې کښیناوه دا دي:

ـ د زغم او حوصلې لوړه کچه : فکر کوم په دې بر خه کې به له اعلیحضرت محمد ضا هر شاه وروسته بل کوم اولسمشردده سیالی ونه شی کړای.

ـ له ټولو جنګی سردارانواو دښمنو ډلو سره دوستا نه اړیکې

ـد ریښتیني ملی او واقعی افغان تمثیل

ـد سیمې له هیوادونو سره د ښوو منا سبا تو د لرلو ریښتینی تما یل

ـ له طا لبا نو سره روغې او جوړې ته ټینګه اراده او ددوی د واقیعت منل : (ان د ورور د وژنې په مراسمو کې طا لبان ورونه بلل)

ښا غلي کرزی ددغو ځا نګړتیاو په درلودلو څه لپا سه دیارلس کلونه د مخه د هیواد اداره په غاړه واخیسته . او که رښتیا وویل شی د واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې يي د هیواد د ادارې او مدیریت چارې ښې په مخ بوتلې خو د لمړی ټا کنو وروسته چې دي د اولس په مخا مخ رایو وټا کل شو له ډیره بده مرغه د خپل حکومت په اداره کې پا تې را غئ او په ورو ورو ېې هیواد د نوو ستونزو سره مخ کړ

دا ستونزې داسې را ټولیدای شي:

ـ د نو جنګسالا رانو ظهور او د پخوانیو ورځ له بلې غښتلی کیدل

ـ د ملی اعتماد د بحران ژوریدل

ـ د ارزښتونو د بحران تداوم

ـ د فساد او خپلسرۍ اوج

ـد بې ثبا تۍ  غزیدل

ـ د جګړې زور

ـد مرکزیت کمزورتیا

افغا نستا ن اوس یوې داسې ودانۍ ته ورته دئ چې بنسټونه یی خام او چت ېې سوری دئ او ډیر کمزوری باد یی چت او معولی با ران یی بنسټونه نړولی شي . دا سمه ده چې په دغو کلونو کې د هیواد لویه برخه لوی او واړه وګړي ښونځیو او پوهنتونونوته ځي. دولتي بنسټونه فعال دي ، ښځې پرته له ویرې او ډاره د زده کړی او کار حق لری، د هیواد د لیږد رالیږد د لارو لویه برخه رغیدلې ده ، په میلونونو خلک بیرته را ستا نه شوی ، په زرګونو نوی شخصي او حکومتی ودانۍ او ښارګوټي ودان اودا لړۍ روانه ده. ښا غلی کرزی هم تل هر پوښتونکی ته د همدې پرمختګونو بیلګې وړاندې کوی خو هغه هیروی چې د نړۍ دومره پراخه ما لی ملاتړ او دولتی واک که له بل مشر سره وای څه ستر کارونه ېې سرته رسولی شوو!

د حا مد کرزی واکمنۍ ښه پیل او د یوه نوی دوران او تاریخ ظهور وو:

د طا لبانو دکتا تور ی رژیم اوا لقا عده چې د هیواد پرمختګ ېې ډب او هیواد ېې له نړۍ منزوي کړی ووړنګ شول ،هیواد د القا عدې او پا کستا ن د مستقیمي ادارې ووت خو ا فغا نستا ن یی له نوو ستونزو سره لاس او ګریوان کړ او ټول هغه عوامل چې طا لبان ېې وزیږول ،دکورنۍ جګړې اور ېې بل کړ ، بهرنی عسکر یی هیواد ته راوبلل،د قومي اعتماد بحران یی وزیږاوه، پخپل حال پريښودل او هغه موجود جنګسالا ران او په فساد کې ډوبه اداره ده .