11.2014.06 

دستگير روشنيالی

ايا “تاريخي حقيقت”  شته دی؟

 

 

زه  چيري او څه ډول “ تاريخي حقيقت” پيدا کولاي شم؟ ايا “تاريخي حقيقت”  شته دی؟

“ تاريخي حقيقت”  د تاريخ کوم حقيقت؟ د موږ حقيقت” که د “ دوي حقيقت”؟

نه يوازي نن، بلکي د پرون په هکله هم د بي طرفې چلند شونی نه دی.  سره ددی چي پرون يا پرونی واقعيت هغه څه دی چي وو.  خو د هغه څه په هکله چي “ تاریخي حقيقت”  ورته ويل کيږي څوک بي طرفه نه پاتي کيږي. هغه “ تاريخي حقيقت”  چي يولوری، يوه څيره  او ټولو ته يو شان وي نشته دی.

کله چي تاريخ د معلومو ذهنيتونو او دهغوي د گټو په اساس چي تاريخي پيښي ليکي را مځ ته شوی وي د ”تاريخي حقيقت” معني به څه وي؟

کله چي د تاريخ په هکله گډ پوهاوی نه وي او هر څوک يي د خپل ديد او گټو سره سم تعبيروي بيا هم به د ”تاريخي حقيقت” معني څه وي؟ نه يوازي د هغه څه، “ د ثور د انقلاب حقيقت” ،‌“ حقيقت انقلاب ثور” ،‌“ د جهاد حقيقت”چي په تاريخ د بدليدو په حالت کي دي توافق نشه دی، بلکي د پرونی“تاريخي حقيقت ”په هکله هم گډ پوهای او گډ فهم نشته دی.

همدارنگه په دي هکله به  “تاريخي حقيقت”  معني به څه وي چي يولوری د ناجي او دولت جوړونکي او بل لوری ورته د يرغل کونکی او وژونکي په سترگه گوري.  يو لوري ورته فتح او بری وايي، بل لوری به ورته يرغل او تيری وايی. يو لوری ورته باني، قايد...وايي بل لوری ورته غل، چپاولگر ... وايي، يو ورته اتل او قهرمان وايی او بل ور باندی خيانت او جنايت تورلگوي... د احمد شاه بابا په هکله د موږ او د هندوستاني تاريخ پوهانو نظرونه  يو شان نه دی. د دينونو د حقيقت په هکله هم د دينونو په دننه او هم  په دنيا کي يو نظر او توافق نشته دی.

همدارنگه  چيري چي ليکولان او سياست کونکي د پرونيو پيښو، د پرونيو واکمنو او د تاريخ په هکله يو د بل په سر وهي په طبعي توگه د “ تاريخي حقيقت” موندل اسانه کار نه دی.

 له تاريخي پيښو سره ښه او مناسب چلند ايجابوي چي لاندي پوښتنو ته ځواب پيدا شي.

- څه وشول؟   څرنگوالی.

- کله وشول؟  زمان

- چيري وشول؟  مکان،  رښتيا,  د افغانستان پنځه زره کلن تاريخ چيري پيل شو؟

- ولې وشول؟   لاملونه

- موږ ور نه څه زده کړي دي؟

د تاريخي پيښو ياد له هغوي په درس اخستلو کي دی.  هغه ورځي دومره ښکلې او هغه پيښي دومره ځلانده نه وي چي ښکاريدلې. ځيني سرونه او موميا شوي ذهنونه يي اوس هم  نه مني.

د تاريخ سياسي کول

تاريخ څه ضرورت لري چي تکرار شي.

سياست پرون نه دی. سياست نن او سبا دی. سياست عمل دی او عمل په پرون کي نه کيږي.

نن هيڅکله خپل ځای پرون ته نه پريږدی. د نن په ځای سبا راځي.

تاريخ نه بايد سياسي شي او له تاريخ سره نه بايد سياسي چلند وشي. د تاريخ د سياسي کولومعني له يوي د تاريخ د خپلواکي له منځه وړل دي او له بلي خوا د پرون په آيينه کي د ټولني او د پيښو ليدل دی او دا ډول چلند نه له پيږندلو سره مرسته کوي اونه د راتلونکي  په هکله د هدف له ټاکلو سره. 

سياست عمل او عمل کول دي او تاريخ هغه څه دی چي بيا عمل نه کوي.  په بل عبارت سياست په هميشنۍ

توگه بدليدونکی دی.  خوتاريخ نه بدليږي، تاريخ نه تکرار کيږي او تاريخ هغه څه مطالعه کوي چي بيا عمل نه کوي.

تاريخ سياست نه دي، خو سياست تاريخي کيږی.  تاريخ هيڅکله  د اوسنيو سياسي شخړو  په ميدان نه بدليږي.  له تاريخ سره د تاريخ په توگه او په کامله بي طرفي کي بايد چلند وشي ..په قومي، گوندي، مذهبي ... دريځونو له تاريخ را وتل ممکين کار نه دی.

ويل کيږي:  هغه د تاريخ برخه شو، تاريخ ددي او هغه پيښي سند مصرف لاسليک کړی دی... ددي خبرو معني دادی چي هغه بيا نه راځي.  په افغانستان کي بيا د سرطان او ثور کودتاگاني نه کېږې...البته له نږدی تاريخ او له هغو پيښو سره چي تراوسه په تارخ نه دي بدلې شوي او يا هم له هغو پيښو سره چي تاريخ ته ځان ورنږدي کوي کيداي شي سياسي چلند وشي.

تاريخ وسيله نه،  تاريخ عبرت دی

تاريخ د هيچا د حقانيت وسيله نه دی. حقانيت د تاريخ په ځای په عمل کي دی.

تاريخ ددي او هغه ډلې ددي او هغه گوند، ددي او هغه قوم... د تبليغ کولو او د توجيي وسيله نه دی. تاريخ عبرت دی. تاريخ درس دی. له تاريخ سره دمصلحت په ځای د واقعيت په توگه چلند وشي.

له بده مرغه دلته له تاريخ ددي او هغه ډلې، ددي او هغه سړی د حقانيت په منظور د يوې وسلې په توگه گټه اخستل کيږي او دا په ذهنونو کي د تاريخي واقعيتونو را نغښتل دي، کوم چي هيڅکله ممکين کيداي نشي او په بل عبارت دا د تاريخ ايديولوژيکي کول دی. دا ډول وگړي ددي وس نه لري ځانونه  له پرونيو ذهني تنگو چوکاتونو را وباسي او له دنيا سره هغه شان چي دی مخامخ شي.

له پرونيو سياسي سرمايه نه جوړيږي او موږ ددي شاهدان يو چي ددي ډول هڅو سياسي حسابونه هميشه لنډ او ځان غولونکي دي.  پرون تير شوی ښه دادی چي د خپل تاريخ ليکلو ته ځانونه چمتو کړو او له خپل حقيقت سره مخامخ شو او دا تر ټولو مشکل کار دی. هغوي چي د ډيرو مهمو واقعيتونو، د ډيرو مهمو پريکړو... شاهدان دي ځانونه پټوي او غلي پاتي کيږي او دوي رښتيا هم له حقيقت او له خپل حقيقت سره د مخامخ کيدو ميړانه نه لري او غواړي همداسي غلي ولاړ شي.

په دي هکله  بله ستونزه دادی چي ډلې، گوندونه  او تنظیمونه د تاريخ په ځای د تاريخ له يوي برخي سره اړيکي لري او په همدي وسيلې سره غواړي له يوې خوا خپل حقانيت ثابت کړي او له بلې خوا خپل سياسی مخالفين ووهي. د دوي دا ډول چلند ښيي چي دوي تر اوسه د سياست او تاريخ تر منځ د فرق کولو فهم او درک نه لري.

همدا شان يو شمير او په ځانگړي توگه هغوي چي اتوريته او تاثير يي په دروغو او غولولو تکيه کوي نه غواړي  له تاريخي واقعيتونو سره مخامخ شي او د تاريخي واقعيتونو په ځای په جعلونو، افسانو او دروغو پسي ځي تر څو خپل دروغجن او په لاس جوړ شوی “ حقيقت”  له لاسه ورنه کړي.

 

تاريخ د ټولو گډ ميراث دی

سره ددي چي تاريخ د ټولوگډ ميراث دی.  سره ددي چي تاريخ د ټولني د هر وگړي ميراث دی، خو په افغانستان کي په پراخه اندازه تاریخ انحصار کيږي او هڅه کيږي  د تاريخي ارزښتونو ځای سياسي او مذهبي ارزښتونو ته ورکړل شي. دا ډول وگړي نه يوازي له  نږدي تاريخي پيښو سره،  بلکي له هغو تاريخي پيښو سره هم د خپلي سليقي، خپلو نظرياتو او سياسي فکرونو سره سم  چلند کوي چي پيړۍ ورباندي تيري شوي دي.  ددي معني دادی چي دوي له تاريخ سره د تاريخ په شان چلند نه کوي. 

د ثور يو په بل پسي وژونکو او ړنگونکو ناورينونو ته چي نه يوازي يي د افغانستان هر وگړی او هره کورنۍ ، بلکي سيمه او نړۍ يي هم متاثير کړل ورسره گوندي، ايديولوژيکي او تنظيمي چلند کيږي.

په تاريخ  د مالکيت دعوي کول او له هغه سره د خپل ميراث په توگه چلند کول  نه په پرونی واقعيت کي بدلون را وستلاي شي او نه دا ډول چلند له پوهي اوزده کړي سره مرسته کولاي شي. 

موږ بايد دا ډير ساده فهم او درک ولرو چي هيڅوک، هيڅ ځواک  نه تاريخي واقعيتونو بدلولې شی،  نه د تاريخ دا او هغه مرحله حذف کولاي شی او نه تاريخ ټوپونه وهي. هغوي چي هڅه کوي ټول تاريخ ته د دوي په سترگو وگوري او د تاريخ په هکله د دوي د نظريو او تفسيرونو پيروي وکړي په عمل کي تاريخ نفي کوي.

 

“تاريخي جبر”

 نه انسان يو بعدي دی او نه تاريخ  يو لوری لري.

“ تاريخي جبر”  يا تاريخ ته له پخوا د يوه معلوم لوری ټاکل.

تاريخي جبر،  په بل عبارت تاريخ او جبر.   تاريخ یعني پرون او جبر، هغه څه چي واقع کيدل يي حتمي دي او يا هم هغه څه چي د جبر او زور پوسيله عملي کيږي. همدارنگه جبر د سياسي عمل په ځای انقلابی او مذهبي خشونت او زور توجيه کوي.

يو شمير بيا پيښي او له دي جملي وژلو او ترور کولو ته د “وخت جبر” وايي. که دا وژل او دا هره ورځ ترور کول د “وخت جبر”  وي، نو د وژونکي او تروريست مسؤليت څه دی؟؟ 

کولاي شو د تاريخ جبر ته د پرون جبر ووايو.، پداسي حال کي چي پرون هيڅکله هم نه تکرار کيږي، جبر به يي څه ډول تکرار شي؟  د پرون د تکرار په هکله اوله خبره دادی چي زمان يو بعد اويو لوری لري او هميشه مخ ته ځي. د زمان په حرکت کي دا شيبه نوره هغه تيره شيبه نه دی. هغه تيره شوه  او بيا هيڅکله نه راگرزي او نه تکرار کيږي.

“وړاندي تگ”  او په “شاتگ” د “زمان” له عنصر سره تړلې مفهومونه دي او بيا وايم زمان په خپل حرکت کي يوازي يو لوری پيږني او هغه “ وړاندي تگ” دی. بشري ټولنه هيڅکله هغي زماني ته نه ورگرزي چي ور نه تيره شوې ده . دا او هغه هيواد ړنگيداي شي، ويشل کيداي شي، خو هيڅکله هغه حالتونو په شا نه ورگرزي چي تري را تير شوي دي.  

له مکان او زمان د باندي تاريخ نشته دی.  تاريخ په مکان او زمان کي واقع کيږي او خپل اهميت ترلاسه کوي او پرونی مکان او پرونی زمان ته ورگزيدل د دواړو مکان او زمان د نه پيږندنې په معني دی. اوسنې ستونزي د پرونيو جنډو په شورولو نه حل کيږي. جنډې په کوم لوری به مي وړي او د چا به رامنډي...

د تاريخ جبر ته “قضا و قدر”  هم ويل کيداي شي او دا د حوادثي په وړاندي د انسان د تسليمي په معني دی. په طبيعي توگه هغه عمل چي په جبر عملي کيږي  انسان او د انسان اراده په هغه کي رول نه لري. هغه عوامل چي تاريخي جبر تکرار او په واقعيت بدلوي د انسان له ارادي د باندي عمل کوي او انساني ارادي او انساني عمل کولو ته ضرورت نه لري.

په ټولنيز ژوند او د هغه د بدلون او تحول په کار کي د تاريخ د جبر تيوري هم د زمان د حرکت او هم د انسان د ارادي سره مخالفت دی. دا د يوې علمي نظريي په ځای يوه مذهبي نظريه دی او معني دادی چي د بشر د برخليک په هکله نه بدليدونکي او جبري عوامل پريکړه کوي. خوعلم، د ژوند د هري ورځي تجربه  اوعقل  د ټولني د بدلونونو په کار کي د انسان اراده ټاکونکي بولې او نن موږ وينو چي انسانان پخپله خپل ژوند بدلوي او د ژوند کولو نوي او نوي لوري پيدا کوي.

گابريل تاردGabriel Tard  فرانسوي ټولنه پيږندونکی  او اروا پوه بدلونونه د انسانانو په روان کي لټوي او د انسان يا د يوه فرد روان د ټولنيزو بدلونونومنشا گڼي. د هغه په عقيده که فرد او د هغه روان وپيږنو کولاي شو ټولنه وپيږنو. ماکس وبر Max Weber آلمانی ټولنه پيږندونکی، سياست او حقوق پوه هم د ټولنيز واقعيتونو او دهغوي په بدلون کي مهم رول انساني فکرونو او ذهنونو ته ورکوي.

که د تاريخ جبر له زمان يو بعدي ځانگړتيا اخلي انسان ته يو بعدی خصوصيت ورکوي. په داسي حال کي چي نه انسان يو بعدي او ماشيني دی او نه تاريخ  يو لوری لري.

تاريخ په يوه خوا او يوه لوري حرکت  نکوي او تاريخ په هغه لوری کي نه پاتي کېږې چي ورباندي روان دی. اوس دا طبقاتي مبارزه نه دي چي تاريخ ته لوری ورکړي او دا د امپرياليزم اوسوسياليزم تر منځ تضاد هم  نه دی چي د نړيوال  تاريخ لوری وټاکي.

په روسيه او چين کي تاريخ په هغه لوری کي پاتي نشو چي د “تاريخي جبر” او د کمونستي گوندونو د “تاريخي رسالت”  پوسيله ور ته قانونيت ورکيدو. ددي “تاريخي جبر” په اساس بايد سرمايداري په ټوله نړۍ کي خپل ځای سوسياليزم ته پريښی وایی، خو په عمل کي په خپله  په دي دو هيوادونو کي د “تاريخی جبر” خلاف سوسياليزم خپل ځای سرمايداري ته پريښود. په روسيه کي دولتي سرمايداري مسلطه شوه  او په چين کي کمونيزم او سرمايداري له يو بل سره څنگ په څنگ ژوند کوي.  په دي هيواد کي سياست کمونستي او اقتصاد سرمايداري دی.

په روسيه او چين کي کمونيزم “تاريخي جبر” او د کمونست گوندونو واکمني “تاريخي رسالت” وو، خو په عمل کي دواړه  “تاريخي جبر” او “تاريخي رسالت”  ناکام اومات شول.

په ايران کي ورته لوبه روانه ده.  په دي هيواد کي اسلامي حکومت “تاريخي جبر” او يا “تقدير” دي او د ملا واکمني هم د ملايانو “تاريخي رسالت” دی او په دي هيواد کي د بدلون او بدلونونو غوښتني له “تاريخي جبر” او “تاريخي رسالت” سره جگړه کول او يا په مقدساتو ورختل دي.  په دي هيواد کي عملآ دواړه “تاريخي جبر” او “ تاريخي رسالت”  ناکام شوي  اوهغه وخت لري نه دی چي دواړه يو ځای مات شي.

په افغانستان کي د طالبانو جگړه هم په همدي منطق توجيه کيږي. دوي فکرکوي د يوه اسلامي حکومت جوړول يو “تاريخي جبر” او د دوی واکمني هم یو “تاريخي رسالت” دی.  “تاريخي جبر” ...  هميشه يوازي يوه  ايديولوژيکي توجيه لري او په خپله ايديولوژي هم تر آبده نه پاتي کيږي.

په يوه مدرنه او پرمختللي ټولنه کي هيڅوک د تاریخی جبر”، “تاريخي رسالت”، “حقيقت له موږ سره دی” ... خبري او بحث نه کوي. په دي ډول ټولنه کي په “ انساني عامل” په “ علم، پوهه، مهارتونو او ابتکارونو...” تکيه کيږی او دا انسانان او د هغوي پوهه  او عقل دی چي ټولنه بدلوي نه “تاريخي جبر” او نه “تقدير” ...

موږ اوس په يوه بله دنيا کي ژوند کوو او تاريخ نوی لوری او نوي لوري لري.  د افغانستان تاريخ په هغه لوری نه دی روان چي سل، پنځوس کاله پخوا ورباندي روان وو او په هغه لوري هم نه ځي چي دري لسيزې پخوا ورته ټاکل شوی وو. همدارنگه افغانستان هغه افغانستان نه دی چي سل، پنځوس، شل ... کاله پخوا وو.

کله کله په ټولنه کي  يو شمير پيښی په دومره زور او ځواک سره را منځ ته کېږې چي هيڅوک يې مخنيوی  نشي کولاي او دا په طبعي توگه د تاريخ لوری هم بدلوي. کله کله په ټولنه کي يو پوتانشيل ځواک په يوه پياوړی باالفعل ځواک بدلېږي او په بل لوری د تاريخ لارښوونه کوي.  په فرانسه کي انقلاب د اروپا تاريخ ته نوی لوری ورکړ. همدارنگه تجربي ښيي چي  زړور او لوی تصميمونه هم د تاريخ لوری بدلوي او تاريخ ته نوی لوری ورکوي. مصطفی کمال اتاترک په خپله پياوړي اراده او لويو تصميمونو د ترکيي د تاريخ لوری بدل کړ.  همدادم په افغانستان کي  څوک کولاي شي د تاريخ  دراتلونکي لوري په هکله پيش بيني وکړي؟

افغانستان په کلکه د لويو پريکړو او تصميمونو په انتظار دی. 

نور بيا