انجینر داود اڅک   

۹ -۷-۲۰۱۴

       د «افغان شال» په هکله بیلي څرګندوني

 

یوه ورځ مي د اسمائی په سایت کښی د ښاغلي غلام محمد غبار کتاب (افغانستان درمسیر تاریخ) مطالعه کاوه چي ناببره مي سترګی د محترم حمیدالله روغ پر هغه لیکنه ولګیدې چی عنوان ئې وو(یک برسی مجدد در باره ی دونام «افغان شال» و«کته پور» ) .  ښاغلی روغ  لیکی چی په څلرمه هجری پیړۍ کښی سبکتګین وفات سو او په غزنی کښی د« افغان شال »په نامه سیمه کښی ښخ سو.اوس روغ صاحب غواړی چی د( افغان شال) په کلمه کښی د (افغان) او( شال) د کلمو قدامت او ریښه معرفی کړی ځکه ئې اول د نورو ګرانو لیکوالانو او پلټونکو نظریات را غونډ کړیدی او وروسته ئې خپل نظر وړاندی کړیدی .

ښاغلي روغ د محترم عبدالباري جهاني  شاعر او محقیق هغه قول را نقل کړیدی چی د وزین افغان او جرمن اونلاین په سایټونو کی خپور سویدی ،او وایی:( اولین پوه چی د «افغان شال »و نوم ته ئې توجه کړیده ښاغلی استاد نفیسی دی ) .

استاد نفیسی وایی : د« دشال» کلمه د «افغان شال» په نوم کی دشالۍ معنا ورکوی چی دوریجو د وږي په مفهوم دی لکه د غنمو وږی او نور). وروسته د ښاغلی روغ په حواله عبدالباري جهانی اضافه کوی چی (مرحوم استاد عبدالحی حبیبي د نفیسی صاحب نظر ردوی او لیکی چی« شال» باید د پښتو د« درشل »د ریښې څخه وی، همداسی جهانی صاحب اضافه کوی چی استاد حبیبی  د «شال »کلمه په دوه شکله توضیح کړیده یو داچی حبیبی صاحب شال د لوړ ځای په معنا معرفی کړیدی، پداسی حال کی چی لوړ ځای دوریجو یا شاليو دکښت لپاره مساعد ځای نوي،بل داچی مرحوم حبیبي صاحب لیکلي دی چی په« کوټه» کښی هم« شال» و یوه ځای ته ویل کیږی. په اخیر کی عبدالباری جهانی چی د شال په هکله ئې تحقیق کړیدی خپل نظر داسی وړاندی کوي:

«شال» هندۍ ریښه لری چی د« سالا » څخه اخیستل سویده او د پسوند په درلودلو سره ئې «ساله» معرفی کوی چی روغ صاحب ئې معنا نده راوړې چی ساله یعنی څه؟

بلاخره خپله روغ صاحب هم زړه او نا زړه بیله دې چی کوم نظر تائید کړي د «شال» کلمه د «ال» په پسوند پوری تړی او هدڅ وهي چی شال، پشال،برګیمتال،میندال،چترال ...یوه ریښه لری، او پدې خاطر چی نوموړ ي ځایونه د پشه ئی ژبی په حوزه کی کرار لری نو د روغ صاحب په نظر باید  پشه ئي ژبه د شال دکلمې په جوړښت کی مهیم رول ولری او بلاخره دښاغلی سید امین اشنا په کومک چی په پشه ئي ژبه پوهیدی دې نتیجې ته رسیږی چی شال ، پشال،پستک شال د هغه منطقو نومونه دي کوم چی دبحر د سطحي څخه لوړ واقع دي.حمیدالله روغ نتیجه ګیری کوی او لیکی:( نه پوهیږم چی څنګه پشه ئي کلمه و غزني ته راغلې ده ،او پدې هم نه پوهیږم چی دغه ځای په کوم دلیل باندی« افغان شال »نومول سویدی، ولي د «شال »ډیر پخوا نی او لرغونی نوم د «افغان » د نوم سره دا ښکاره کوی چی افغان یو لرغونی نوم دی اود اسلام د راتګ نه مخکی موجود وو).

زه دخپل ګران پالتاکی انډیوال حمیدالله روغ دا خبره تصد یق کوم چی د افغان کلمه د اسلام نه مخکی موجوده وه او په بیلو بیلو شکلو سره یاده سویده . دمثال په ډول دشپږمی پیړۍ په سر کی هندی ستوری پیژندونکی «وارا ها میهیرا »  پخپل کتاب

«برهات سا مهیتا» کښی «افغان »د «اوګانا »په نا مه یاد کړیدی، خو د «شال » په باره کی ماته سوال دی او نه پوهیږم چی نوموړو معذزو مشرانو ولی د شال و اصلی او مروج شکل ته اشاره نده کړې اود مروج «شال »رابطه ئې د «افغان شال »سره نده څیړلې. شال په پښتو، دری او اردو ژبو کښی یوه مروجه او عامه کلمه ده چی د مخصوص ، ښکلي او قیمتی پوړني یا ټیکري معنا ورکوي . یعنی شال په لغت کښی هغه قیمتی ،ښکلی او دجلال نه ډک پوړنی دی چی  نارینه ئې کله کله خو ښځی ئې همیشه  د خپل قدر ، شان او شوکت لپاره په ځانګړو مراسیمو کښی په تیره بیا د واده په شپه پر سر اچوي چی د شکل په بیلوالي سره د نړۍ په ډیرو ملکونو کښی رواج لری. مګر په اصطلاح کښی« شال »دعزت، حیثیت،درنښت او کله هم په پښتنی ښکارهنګ «فرهنگ» کی د عشق او میني سمبول بلل سویدی.شال د شکل په بیلواي سره د نړۍ په ډیرو ښکارهنګونواومذهبونو کښی رواج لري خو په پښتنني ښکارهنګ کښی په خاص ډول د اعتبار، چت،حفاظت اوحیثیت په مفهوم دی. دبیلګي په توګه په پښتنو کښی چی یوې ښځی ته دعا کوي داسی ورته وایی:« سر تورې مه سې» تاسو ته معلومه ده چی ښځی ټوله سرتوري دي ولی دلته« سرتورې »پدې معنا چی سر لڅې مه شې یعنی شال دي د سره څخه لیري مه شه یا دي شال د سره مه لویږه ځکه چی سر لڅي په پښتنی ښکارهنګ کښي د ښځی لپاره سپکاوی او بد بختی ده.

سر لڅي یا« دشال» لویدل دسر څخه په پښتنو کښی ډیره ژوره فلسفه لری هغه دا چی د ښځی  دسر څخه هغه وخت شال لویږی چی ښځه د ډیر بد حالت سره مخامخ وی یا ئې کوم بد خبر« د میړه مرګ ...»اوریدلی وی یا کومه بده بیښه رامنځته سوې وی یا هم ښځه په جنګي سیمه او حالت کښی را ګیر سوې وی، یوې او بلی خوا ته منډي ترډي وهی او نه پوهیږی چی څه وکړی ،یعنی شال د ښځی د سره څخه په غمجن، بد ، پریشانه او جنګی حالت کښی لویږی، پداسی حالت کښی چی ښځه اصلا شال ته نوي متوجه یعنی دځان دساتلو په فکر کی وی یا د خپلی کورنۍ یا هم دنورو دوستانو د نجات په فکر کښي وی ځکه ئې شال د سره لویدلی وی یعنی ښځه« سرتورې »سوې وی چی داپه پښتني ښکارهنګ«فرهنگ» کی بد شگون دی.

پوړنی« شال» په پښتنو کښی دومره عزت او دبدبه لری چی خونړۍ دښمنۍ پکښی بخښل کیږی، انتقام اخیستل پکښی بخښل کیږی، باغونه ،کورونه ، نغدي پیسې او نور جایداد په پوړنی کی ورکول کیږی او هغه څه په« پلو» کی غوښتل کیږی چی ډیربا ارزښته او نایابه وی یا د امکان څخه لیری وی .« شال »په پښتو ادب کښی هم خاص ځای لری اوپه بیلو متلونو، لنډیو او شعرونو کښی په بیلو شکلونو« شال،شالو،سالو »د شان ،شوکت او عشق سمبول بلل سویدی لکه:

سر چی د شال لایق وي د کشمیر څخه ورته راځی  .

پر ګودر سور سالو ښکاره سو 

ما ول چی اور وو په ګودر ولګید نه .

سور شال پراوږو خپور ما به مړ کې       

خالونه درې څلور ما به مړ کې .

شال دي را واخله چی میلې ته سره ځونه .

که مي کوت یو ګل اندام وو

پروت پر سبزه دو شاله و.

زه د خپلودرنو مشرانو څخه دبخښني په غوښتلو سره داسی نتیجه ګیری کوم چی «شال» دعزت،حیثیت،درنښت او میني سمبول دی او «افغان شال» چی کوم ځای ته ویل سویدی د افغان د عزت، درنښت،محافظت او عشق په معنا به وي نه دلوړوالي په مفهوم ځکه چی زما دهوابازۍ د مسلک پر اساس په افغانستان کښی د بحر دسطحی نه لوړه سیمه د ګردیز سیمه  ده .

دا چی د ښاغلی روغ په حواله مرحوم حبیبی صاحب په کوټه کي هم ویوه ځای ته د «شال» په نامه اشاره کړیده ډیره دقیقه ده ځکه چی په یوه زمانه کښي خپله د کوټي نوم «شال کوټ» وو چی« شال »د پوړني یا ټیکری په مفهوم او کوټ هم پښتو کلمه ده چی دکلا او کوټي« دشیانو یوځای کول یا کوټه کول» په معنا دی ،دغه ځای ځکه د«کوټ »په نامه ونومول سو چی پر شا او خوا ئې غرونه دکلا یا کوټي په شان راګرځیدلي دي .

شال» او « کوټ» هغه وخت سره ملگري سول کله چی په ۱۷۶۵م  کی سکهانو په پنجاب کښی خود سری ،قتل او غارت شروع کړ نو ددغه ښورښت د ارامولو لپاره احمد شا بابا پنجاب ته ولاړ او کله چی د پنجاب  نه کامیابه راستون شو د «بړند »او« داجل »سیمی ئې چی په اوسنی بلوچستان کښی موقیعت لری و میر نصیر خان ته انعام ورکړ.

میرنصیرخان دمیر عبدالله خان بروبی کشر ورور او د« التازئی »دقبیلې څخه د بی بی مریم زوی ووچی دبلوڅو د «بروبی»قبیلو دسردارانو څخه یو محبوب او پر خلګو ګران سردار او د نادرافشار یو قوی او جنګیالی قومندان وو.کله چی نادر افشار د« قوچان» په سیمه کښی د قزلباش د افسرانو لخوا ووژل سو میر نصیرخان د احمدشابابا سره یو ځای کندهار ته راغی .د احمد شابابا دپاچا کیدو وروسته میر نصیرخان د «بروبی» دقبیلو د سردارانو په استازیتوب د احمدشابابا بیعت وکړ او حکومت ئې په رسمیت وپیژندی.لنډه دا کله چی احمدشابابا د سمرقند او بخارا څخه را ستون سو اوسنۍ کوټه ئې چی دلوی کندهار برخه وه د میر نصیرخان مور ته ئې په پوړني کښی ورکړ او ورته وئې وویل چی دا ستا «شال» دی. د غه سیمه دهم هغی ورځی نه د« شال کوټ» په نامه یاده او د«قلات» په امریت پوری وتړل سول خو اداره ئې دکندهار ځخه کیدل .« شال کوټ» ورورو دوخت په تیریدو سره په اردو او انګلیسی لحجه کښی مختصر او په «کوئټه» باندی واوښت خو اوس هم په کوټه یو ځای سته چی «شال دره» نومیږی .

دقبیلوی مناسباتو او دازادۍ غوښتننی پر احساس میرنصیرخان هم په۱۱۷۱هه کښی دقلات دکاملي ازادئ اعلان وکړ خو احمدشابابا ورسره ونه منل اویو لښکر ئې د میرنصیرخان ومقابلې ته ور واستاوه څو د «مستونګ »په سیمه کښی سخت جنګ شروع سو،او په نتیجه کښی ئې د کندهار لښکرو ماته وخوړل .احمد شابابا چی دخپلو لښکرو ماته واوریدل سمدستی ئې بل لښکر تیار کړ او خپله دکندهار څخه د مستونګ پر خوا چی د «قلات »جزو وخوځید اوقلات ئې محاصره کړ، اما د زړې انډیوالۍ پر اساس دڅه مودې وروسته د دواړو تر منځ پدې شرط جوړه وسوه چی میر نصیرخان به د احمدشابابا سره په هر جنګ کښی شرکت او انډیوالي کوي څو په عوض کی ئې احمدشابابا هم د حسن نیت په خاطر دمیرنصیرخان وریره و خپل زوی تیمورشا ته وغوښتل .

د«شال »دکلیمې بله نمونه دعزت،درنښت او حیثیت په مفهوم د کوټي د «خواجه نقرالدین شال پیربابا »په زیارت کی لیدلای سو وائی  چی خواجه نقرالدین چشتي دالهام په اخیستلو سره خپله سیمه پریښودل او دوروڼو سره یو ځای دخلگو دخدمت لپاره کوټي ته راغی ،بلاخره هلته وفات سو او هم هلته ښخ دی، خونوموړی پیر اوس په ځایی خلګو کښي د« شال پیر بابا» او« نهه ګزه پیر بابا »په نامه سره مشهور دی او علت ئې دادی چی دده پر قبر باندی دشال دتاریخچي پر اساس ۹ ګزه شال هموار دی . داحمدشابابا د خور« بی بی گل» قبرهم د همدغه زیارت په دروازه کی موقیعت لری.