04.2014 .28

دستگير روشنيالی

 

 

د انتخاباتو څو پايلي او څو درسونه

 

نور خلک په هغه کيميا پسي نه گرزي چي مس په طلا بدلوي

 

دلته زاړه، ځوانان، ښځي او سړي دي نتيجي ته رسيدلې دي چي يو بل پيدا کړي، په يو بل پوه شي، يو د بل د تفکر او انتخاب درناوی وکړی او يوله بل سره په همکاري او برابري کي په سم لوری د هيواد د لارښوونې لاره پيدا کړي. د خلکو د سياسي شعور دی ځای ته رارسيدلی چي له يوې خوا د بل ډول نظرياتو خاوندان ومني او له بلي خوا د اختلافونو د حل له پاره  د رايو د صندقونو په لور ولاړ شي. رښتيا هم هغه وخت را رسيدلی چي خلک ځان پيدا کوي، فکر کوي او پوښتنې کوي:

- موږ څوک يو؟

- موږ د تاريخ په کوم پړاو کي يو؟

- د ژغورلولاره کومه ده؟

- ايا يوله بل سره لاس په لاس  د لويو تصميمو نو د نيولو وخت نه دی؟

- ايا په خپل لاس کي د خپل برخليک د اخستلو وخت نه دی؟

دافغانستان خلک د راتلونکي په لور د زړورو گامونو د اخستلو اراده لري او نه غواړي د راتلونکو نسلونو په وړاندي ځان ملامت کړي. نه غواړي افغانستان په همدي حال پريږدي او خپلو مسؤليتونو ته شا ور وگرزوي. دوی هغه څه کوي چي ددي هيواد موجوديت پوري تړلی دی او په دي هم پوهيږي چي  د افغانستان د موجوديت او نه موجوديت مسله د دوي په تصميم پوري تړلې ده.

په ځانگړې توگه ځوان نسل نه غواړي د سبا په ځای په پرون کي ځان پيدا کړي. په دوي کي  د ما يي څه  همدا به دي قسمت وي ... احساس او تفکر په ماتيدو دی.

 دوي هر يو فکر کوي:زه را پورته شوی يم، تر څو نور را پورته کړم.  زه بيدار يم ترڅو نور بيدارکړم. زه په ځان باورلرم تر څو نور په ځان باوري کړم او دا دما کار دی او د يوه فرد په توگه به دا هميشه د ما کار وي.  بی له شکه موجود ځوان نسل يو تاريخ جوړونکی نسل دی او دوي دا درک او پوهای هم لري چي يوه پرانيستي او يوه عادلانه ټولنه د دموکراسي او بشري حقونو  په يووالی او پلي کولو کي را منځ ته کيږي .

 

طالبانو ته پيام

انتخاباتو و ښودله،  کله چي بدلون د هر چا په شعار بدليږي معني يي دا دی چي ټولنه يوه نوی حالت ته ننوزي او يو پراخ ټولنيز جنبش په حرکت کي دی چي د هر وگړی د گډون غوښتنه کوي تر څو خپلي غوښتني او خپل  پيامونه په روښانه توگه بيان کړي:

- د موږ هستي د افغانستان په هستي کي دی.

- افغانستان د جهان د يوې برخي په ځای په خپله جهان دی او هغو چي افغانستان له جهانه جلا کول غواړي د موږ نه دي.

- موږ جگړه نه غواړو.

- افغانستان يوه پلورالستيک ټولنه ده او موږ  په سياسي،  په نظرياتي،  په قومي،  په مذهبي ....برخو کي يو شان کول نه غواړو. افغانستان تباه کيداي شي. افغانستان ټوټې کيداي شي، خو افغانستان هيڅکله يو شان کيداي نشي. افغانستان پلورالستيک ټولنه ده او پلورالستيک به پاتي کيږي

- موږ په رڼا ورځ سياسي او نظرياتي پلوراليزم ته رايه ورکړه او هغوي چي په دي ټولنه کي د خپلو نظريو د بشپړې واکمني تحميل کول غواړي د هميشه له پاره مات شوي دي. په حقيقت کي انتخابات په ډيره لويه او ټاکونکي پيمانه د طالبانو سياسي او ايديولوژيک ماتي ده اوله وخته مخکي به نه وي چي انتخاباتو ته د طالبانو د تاريخي ماتي تعريف ورکړل شي. طالبانو ته نور د يوه سياسي الترناتيف په سترگه نه کتل کيږي.

 

 دا يوه حادثه نه،  دا يو تاريخ دی:

د خلکو د ارادی او د خلکو د پريکړي تاريخ

هغه ورځ را ورسيده چی خلک ميدان ته راووزي او خلک ميدان ته راوتلی دي. دلته په واقعيت کي د ارادو او تصميمونو پاڅون تر سره شوی دی او دلته د اول ځل له پاره جمعی عقل خپل بری نمانځی او دا بي ساري تاريخي لاس ته راوړنه ده.

دا يوه حادثه نه دی دا يو تاريخ دی، کوم چي له پلچرخي د ټانکونو او قوماندانانو په راوتلو، له تاشکند د روسي لښکرو په يرغل کولو، له جلال اباد د کابل په لور د طالبانو په مارش کولو، له اسمانه د بی 52 طيارو د بمونو په اچولو او ارگ ته د کرزی په ننيستلو نه پيل کيږي. دا تاريخ له هر کوره، له هره کلی او له هره ښاره د خلکو په راتلو پيل کيږي. بيا او په تکرار وايم دا نوی تاريخ دی. د خلکو د ارادو او د خلکو د تصميم تاريخ. د خلکو د قدرت او حاکميت تاريخ.

د دموکراسي بری

په افغانستان کي دموکراسي د بل هر سياسی نظام په پرتله په عمل کي خپله برترې او خپل ځواک ثابت کړل او دا دموکراسي ده چي د افغانستان په تاريخ کي يي د اول ځل له پاره يوه ميليوني ټولنه په حرکت راوستله او دواړه ښځه او نر د برابرو سياسي حقونو په درلودلو سره د رايي د مرکزونو په لور ولاړل. دا هم دموکراسي دی چي د اول ځل له پاره په سياست کي له اختلافونو سره سره د ټولو د گډون امکانات را منځ ته کړل. دافغانستان خلک نور هغه سيستمونه، واکمنې او نظامونه چي له انتقاد او بدلون نه خوندي وي نه غواړي. په دموکراسی کي د ټولو له پاره ځای شته دی او حتی د دموکراسي د دوښمنانو له پاره. ټولنه سياسي شوي او په چټکه توگه په ځان باوري کيږي او نور په هغه کيميا پسي نه گرزي چي مس په طلا بدل کړي.

 

موږ پسونه نه يو

دلته نور د هغه چا له پاره چي ټول حقونه او هر ډول ازادي ولري او نورو ته يوازي مکلفيتونه وټاکي او ميليونونو انسانانو ته د خپلو بندگانو په سترگه وگوري او د پسونو په څير ورسره چلند وکړي ځای نشته دي. په افغانستان کي د خامنه ای په شان د ديکتاتور چي هم د انسان او هم د زمان دوښمن دی د راتگ لاره په کلکه تړل شوي ده، کوم چي ميليونونو ايرانيانو ته د زندانيانو په څير فرمان ورکوي، دا واغونده، دا مه اوغنده. دا وخوره او هغه مه خوره ، دا وليکه او هغه مه ليکه ... او هرفرمان يي هم حق او هم حقيقت بلل کيږي. دا د يوويشتمي پيړې جهالت سالار وايي:

برابری جنسی زن و مرد حرف غلط غربی‌هاست...باید از افکار غربی در مسائلی نظیر اشتغال و برابری جنسی کاملاً فاصله بگیریم.  بي. بي. سې

 د افغانستان نور د يوه وگړی د ازادی وطن نه دی. دلته بايد ټول ازاد وي او هر ځانگړی وگړی د ازادی حق لري.  په افغانستان کي  نور هغه وخت تير شو او تير شوي چي د ژوند پاتي کيدلو راز په چوپتيا کي وي او د نابرابری او بي عدالتي په ضد اعتراض ته جرم وويل شي.  د افغانستان خلک د يوې ټولنې ايجاد کول غواړي چي په هغه بي له دي چي دا  او هغه وگړی د کوم دين پيرو دی، په کوم قوم پوری تړلی دی، په کومه ژبه خبرې کوي ... يو شان حقونه ولري او د انساني کرامت درناوی يي وشي.

 

نوی سياسي فرهنگ

په افغانستان کي  يو نوی فرهنگ او په ځانگړي توگه  يو نوی سياسی فرهنگ پيل شوی دی.  يو سياسي فرهنگ چي د نظريو او سياسي فکرونو په پلوراليزم او اختلافونو ولاړ دی.  دا فرهنگ د يو شان کولو، د مخالفينو د نفي کولو فرهنگ نه دی. دا سياسي فرهنگ د يوې نظريي،  يوه گوند، يوه تنظيم فرهنگ هم نه دی او په دي فرهنگ کي نور يو گوند، يوه ډله  او يو وگړی د سياسي سيستم په محور نه بدليږي.

په نوي سياسی فرهنگ وگړي هغه ډول چي دی منل کيږي او هيڅوک دي ته  نه مجبور کيږي چي خپل ځان او خپل فکر عوض کړي. یو کال پخوا موږ دا ډول کړلو فکر نشواي کولاي.  په نوی سياسي فرهنگ کي نور سياست کول جرم نه دی او سياست د جرم په ځای حق دی او راتلونکي گام اخستل فرد د سياست په مرکز بدلول دی. فرد نه د کولکتيف د يوه غړي په توگه، فرد د يوه ځانگړی او خپلواک انسان په توگه.

په نوی سياسي فرهنگ د ايديولوژي او سياسي وفاداريو ځای تخصص، مسلک، وړتيا او کفايت ته ورکول کيږي.  په نوی سياسي فرهنگ کي دواړه قدرت او حاکميت د ټولنې پوسيله تمثيل کيږي. په دي  فرهنگ کي دواړه حاکميت او رهبري د ټولني حق دی.

په نوی سياسی فرهنگ کي د مصنوعي، غولونکو او دروغجنو اتوريتو له پاره ځای په تنگيدو دی او نور دا خلک نه دی چي ځانونه  له دي رهبر! او هغه پيشوا!، له دي تنظيم او هغه گوند سره عيار کړي، بلکي دا بايد رهبران  تنظیمونه او گوندونه وي چي ځانونه له خلکو سره عيار کړي. خلک په عمل کي د بدلونونو مسؤليت په خپله غاړي اخلي او د قدرت په ټاکلو کي د وروستې خبر حق ترلاسه کړی دی.

په  نوی سياسي فرهنگ کي اختلاف حتمي او توافق نسبي دی او دواړه دوستي او دوښمني آبدي او نه بدليدونکي مفهمونه نه دي. په تيره بيا سياسي اختلافونه ضروري او پرانیستی او ازاد سياسي بحث د ټولني له سياسي کولو سره مرسته کوي او د سیاست هنر د همدي هميشنيواختلافونو تر منځ د گډو ارزښتونو پيدا کول او د خواو تر منځ د تفاهم او پوهاوي زميني برابرول دي تر څو خواوی د گډو هدفونو په شاوخوا را ټولې او د عمل يووالی را منځ ته شي.

 هميشه واکمن او هميشه رهبري چي د پرونی سياسي فرهنگ مهمه برخه يي جوړوله هم د پرون برخه شوه. پرون دلته هر څوک په هره وسيله به چي واکمن شو رهبري ورته خپل هميشنی حق ښکاريدو او هڅه يي داوه چي تر څو ژوند وي واکمن پاتي شي. په نوي سياسي فرهنگ کي لکه چي وويل شول رهبري د ټولني حق دي او ټولنه پريکړه کوي چي چا ته د يوې ټاکلی مودي له پاره د رهبری مسؤليت وروسپاري او همدارنگه افغانستان نور له بهره  د رهبر د را صادرولو مارکيت او د رهبر د ديسانت کول ميدان نه دی.

د موږ زمانه،  د  تصميم نيولو زمانه

د موږ دنيا، د نويو انديښنو دنيا

تاسي نشي کولاي نوی ژوند پيل کړي، خو هره ورځ يوه نوې ورځ دی هنری. د. توروامريکایی فیلسوف

نوي دنيا د نوېو انديښنېو پايله ده. زه هم د پرونيو په شان نه يم هغوي خپل وخت او زه خپل وخت لرم او زه په خپل وخت کي د خپل تاريخ او خپل شخصيت جوړونکی يم. بي پرونه نن نشته دی، خو نن پرون نه دی. زمانه نه دريږي او د هغي د حرکت لوری هم نه بدليږي.  دا  د موږ زمانه ده.  دا يو په بل پسی د سياسي استبداد د کړيو د ماتولو زمانه ده.  په  افغانستان کي د يوې کورنۍ، د يوې قبيلي، د يوه گوند، د يوه وگړی د واکمني د اوږدی مودی طلسم او جادو مات شو او اوس دنده  د ذهني استبداد د ماتول دی تر څو فکرونو خپلواک او انديښنې ازادي شي.

 په وروستيو کلنو کي ډيرو هڅه وکړه د افغانستان او پيښو ته سناريو جوړه کړي او په ټولنه له پاسه د خپلې خوښي حل تحميل کاندي.  په لسگونی طرحی دافغانستان د نجات طرحي...  په لسگونو جرگي او جلسي جوړوي شوي او دي ښاغل غوښتل د فلم په شان د ټولني د پيښولار ښوونه وکړي. دوي ته ځانونه د افغانستان ناجيان ښکاريدل.  خو په عمل کي  يوې طرحی هم د واقعي دنيا په لور د خيال او اوتوپيا له پولو د را وښتلو وس  نه درلود. هيڅوک نشي کولاي د ټولني او تاريخ له پاره سناريو وليکي.  په افغانستان کي را منځ ته حالت  د ډيرو لاملونو، فرصتونواو تلاشونو پايله ده او.کله کله د ټولني د حرکت لوکوموتيف د ننی په ځای د باندي وي.

 

د سړی ټولنه په  گونډو شوه

انتخاباتو د سړی ټولنه او د سړی واکمنی هم په گونډو کړه. دافغانستان په تاريخ کي ښځو د اول ځله له پاره او په ډيره لويه پيمانه له سړيو سره په برابري کي له خپل سياسي حق گټه پورته کړه  او دا بي له شکه په دي هيواد کي د پيړيو او پيړيو دسړي واکمني ته يو بالفعل او ځواکمن گواښ دی او دسړی  ټولنه په عمل کي په ړنگيدو دی. په دي هيواد کي د نر او ښځي تر منځ طبعي اختلافونه د يوې خوا د برتري په منظور مذهبي او سياسي شوي دي او په ټولنه کي يي جنسي اپارتايد واکمن کړی دی. انسانان نه ويشل کيږي. دواړه ښځه او سړی انسانان او بشري موجودات دي او دواړه برابر انساني ارزښتونه او حقونه لري.

 

د نويو تعريفونو اړتيا

انتخابات موږ دی ته رابولې چي د انسان او ټولني په هکله په خپلو نظرياتو بيا او بيا کتنه وکړو. دواړه ټولنه او وگړي يي په نوی هويت پسي را وتلي دي او غواړي نوی هويت يو مدرن هويت ولري.  دواړه ټولنه او وگړي يي نور په پرونيو او سنتي تعريفونو کي نه ځايږي. دوي هغه څه وکړل چي پرون دلته نه دي شوي، کوم چي هم په خپله بدلون دی او هم پياوړي او څوگونې بدليدونکي ځانگړتياوي لري چي ډير څه يي بدل کړل او ډير څه  به بدل کړي.

ټولنه  د ژور فکري او ذهني  بدلون په در شل کي دی. ټولنه د خپلو بی شمارو خطاگانو او تيروتنو په نتيجه کي دي نتيجي ته رسيدلې چي نور نه بايد په پرون کي غرق شي او نه بايد  نن او سبا د پرون په قرباني بدل شي. همدارنگه ټولني په خپلو تجربو موندلې چي ايد يولوژيک فکرونه او د هغوي واکمني راتلونکي نه لري. دوي پريکړه کړي خپل برخليک په خپل لاس کي واخلي او غواړي نوی ژوند پيل کړي او نوی ژوند نوي انديښني او نوي وسيلي غواړي. په افغانستان کي د دواړو ټولنې او وگړو نوی را منځ ته شوی حالت نوي تعريفونه غواړي

همدارنگه انتخاباتو موږ دي اړ کړي يو چي د تاريخ په هکله نوی فهم او  نوی پوهای ولرو او تاريخ ته نوي تعريف ورکړو. دا تاريخ د افسانو، نقلونو، روايتونو په ځای د موږ تر سترگو لاندي په يوه روښانه واقعيت پيل کيږي او د همدي تاريخ ليکل له زورور او له ديکتاتور د ډار او تاثير  په ځای د بيان د ازادي او دتفکر په خپلواکي کي ليکل کيږي او هيڅوک يي د تحريف کولو وس او امکانات نه لري. انتخابات د يوه نوی تاريخ د پيل په توگه  د پرون په ځای راتلونکي ته گوري.

 

دا وروستی بری نه دی

دا د ازادي او عدلانه ټولني په لور وروستی حرکت نه دی او هغه څه چي همدا نن په ټولنه کي تيريږی د استبداد، ظلم، نابرابري، بي عدالتی، فساد... په مورچلو ورستي گذارونه نه دي.  جنگ سالاران، قوماندانان، قاچاق وړونکي  او  قدرت پالونکي او ثروت ټولونکي تر اوسه په صحنه کي دي او د نويو امتياذونو د تر لاسه کولو له پاره يي د ليوانو په شان کمين نيولی او تر اوسه  د خلکو له ارادی او تصميم نه د خپلو گټو د تر لاسه کولو له پاره پوره او پياوړي امکانات لري او کولاي شي د خلکو ارادي او تصميمونه غلا کاندي.

 انتخابات  يوازي يو سياسي بری دی چي تر اوسه بنسټيزي او نه په شا کيدونکي ځانگړتياوي نه لري. تر اوسه د سياسي خطونو په پرتله قومي خطونه پياوړي دي.  گواښونه او خطرونه خورا زياد او جنگ د خطر په ځای د واقعيت په توگه عمل کوي. وگړي په ټولنيزو او حقوقي برخو کي له پياوړي مقاومت سره مخامخ دی او د فرد حقونه او ازادي د سیاست په مرکز نه دي بدل شوي او د ټولنيزو ژوند په ځينو برخو کي له فرد او په تيره بيا له ښځي سره د سمبول په توگه چلند کيږي او په اساني او بشپړه بي پروايی سره د ډيرو زړو دودونو او حتي د نوم، لتې او شملې په قرباني بدليږي.

 دا مهمه نه دی چي څوک ريس جمهور کيږي، مهمه داده چي خلکو ته غوږ ونيول شي، د هغوي غوښتنې او پوښتنې واوريدل شي د دولت او ټولني تر منځ باور پياوړي شي او د پرمختگ په لور د ټولني لارښوونه وشي اوپرينښودل شي چي خلک په خپل عمل پشيمانه شي او ووايي، هغه قولونه اوهغه وعدي څه شوي؟