رسیدن:  22.03.2014  ؛ نشر : 22.03.2014 

دستگير روشنيالی

“ موږ” او “ دوي”


يوويشتمه برخه


د نويو ارزښتونو د واکمني ضرورت


“ موږ سنيان”
،‌“ دوي شعيه گان” او  د ايران او عربستان نیابتی جگړه


د موږ په زمانه کي د بل هر وخت په پرتله د ټولنيزو جوړښتونو او ټولنيزو اړيکو د لاملونو پيدا کول او پيږندل او بيا د هغوي بدلول ډيرلوی اهميت لري او دليل هم دادی چي هر څه د پرون په پرتله پيچيلي او يو بل ته نږدي شوي او په چټکي سره بدليږي او هرڅومره چي ټولنيز واقعيتونه يو بل ته نږدي کيږي په هماغه اندازه يي يو په بل تاثيرکول هم زياتيږي. هغه څه چي په منځنی ختيځ کي پيښيږي ټوله نړۍ او په ځانگړي توگه اسلامي هيوادونو په ژوره توگه متاثيرکولاي شي.
کيداي شي ځيني ټولنيزي پديدي د لاملونو په ځای په سلگونو لاملونه ولري. په ټولنيزه پديدو کي حتي يوه ډيره وړه  پديده هم  د يوه لامل اويا د يو شان لاملونو پايله نه دی. کله کله په ټولنيز چارو کي د لامل او پايلو تر منځ د شليدلو او بحران حالت منځ ته راځي او سړي فکر کوي چي د ددي دو ترمنځ اړيکي له منځه تللي دي او يا هم  کله کله ددي دو تر منځ د توپير پيدا کولو ستونزه را منځ ته کيږي. په دواړو حالتونو کي د جوړښتونو او ټولنيزو اړيکو پيږندنه ډير زيات دقت او زياته څيړنه غواړي. کله کله د لاملونو او عمل په ځای دا موقعيت او پايلي دي چي د يوه واقعي د تاثير او اهميت درجه ټاکي.
 اوسني چټک  بدلونونه  نه د ”راتزل“ (
Ratzel په تيئوريگانو کي ځايږي، کوم چي د ټولنيزو بدلونونو لاملونه په جغرافياي او طبعي لاملونو کي لټوي او حتي جغرافياي لامل مسلط لامل گڼي او نه هم اوسني بدلونونه  د امريکایی اقتصاد پوه  ”وبلن“ ( Torsten Bunde Veblen) په نظرياتو بيان کيږي چي تخنيکي لاملونه د بدلونونو لاملونه بولې او نه هم ”گنت دوگوبينو“ ( De Gobineau
) فرانسوي ارستوکرات  چي ټولنيز بدلونونه د طبیعي او بيولوژيک لاملونه او يا د کمزوري او زورو تر منځ د مبارزي پايله بولې توجيه پيدا کولاي شي.
گابريل تارد
Gabriel Tard  فرانسوي ټولنه پيږندونکی  او اروا پوه بدلونونه د انسانانو په روان کي لټوي او د انسان يا د يوه فرد روان د ټولنيزو بدلونونومنشا گڼي. د هغه په عقيده که فرد او د هغه روان وپيږنو کولاي شو ټولنه وپيږنو. ماکس وبر Max Weber
 آلمانی ټولنه پيږندونکی، سياست او حقوق پوه هم د ټولنيز واقعيتونو او دهغوي په بدلون کي مهم رول فکرونو او ذهنونو ته ورکوي.
 د يو شمير اسلامي هيوادونو او له دي جملي د افغانستان وروستي بدلونونه تر ډيره حده د د وروستيو ټولنو پيږندونکو نظريات تائيدوي. دلته د بدلونونوغوښتنه او اراده شته، خو ذهنونه او فکرونه چمتو نه دي.
په دي هيوادونو کي په سياسي استبداد برسيره پياوړی ذهني استبداد هم واکمن دی.  دلته سياسي استبداد په ذهني استبداد او ذهني استبداد په سياسي استبداد تکيه کوي او دا دوه  د دموکراسي په ځای ديکتاتوري ته د مرستي لاس ورکوي او د پرمختگ په ځای يي په شا تگ خوښيږي.
په دي هيوادونو کي د اوږدي مودي له پاره  استبدادی فرهنگ واکمن دی اوټولني په طبعي توگه د د موکراسي په ځای د استبداد منلو ته چمتو دی. په مصر کي اخوان المسلمين ته رايه ورکول د همدي واقعيت ښکاروندوی دی. په افغانستان هم د وروستيو کلنو له لاسته راوړونو سره سره مسلط ټولنيږ ذهنيت د دموکراسي په ځای د ديکتاتوري ته ترجيح ورکوي او دلته د استبداد د بيا واکمنی پراخ امکانات شته دي.

 

زه د کرلو له پاره نه يم زه ريبل کوم


 د ټولنيز بدلونو زياتيدونکي غوښتني موږ دي ته اړ باسي چي د ټولني او دهغي د پيږندلو په هکله خپله پوهه زياته او ژوره  کړو.  سره ددي چي په ټولنه کي بدلونه يو هميشنی ضرورت دی. خو په يو شميراسلامي هيوادونو کي راديکاله ځوانان او په ځانگړي توگه د سياسي اسلام پلويان قطعي او په چټکه توگه، نه د پيوستون، بلکي د شليدلو او ړنگولو په دود بدلونونه غواړي او همدارنگه افرا طي قوميت پالنه  او قومي برتري غوښتني د ويشلو او يا په نورو د خپلو هويت د منلو په دود بدلونونو غواړي او دا دواړه  ناورين راوړونکي تگلاري دي او کله چي دا دوه له يو بل سره په يووالی کي عمل کوي د دولتونو موجوديت او حاکميت له خطر سره مخامخ کوي. 
مذهبي بنيادگرايان ډيرې لويې غوښتني او نه عملي کيدونکی تگلاري چلوي. دوي د نورو او په تيره بيا د اقليتونو په وړاندي زغم له لاسه ورکړی. د دوي په چلند کي اعتدال او ميانه روي نشته. دوي په ساده توگه شيان په ښه اوبد، تور او سپين او حرام او حلال ويشي. دوي دواړه  دي ته چمتو دي چي موجود حالت د بدلولو په ځای ړنگ او دړې وړې کړي او بيا د هغه په کنډوالو د خپلي خوښي سره سم  نظامونه جوړ کړي. 
  سره ددي چي سازش د سیاست يوه مهمه او نه بیليدونکي برخه ده.  بي له سازش کولو سیاست خپل مفهوم له لاسه ورکوي.  سازش او توافق دمصالحي کولوبنیادي پرنسيپونه دي، خوافراطیان سازش نه کوي او سازش ته په شا تگ، په اصولو معامله کول او خیانت وایی. په افغانستان او پاکستان کي طالبان چمتو نه دی د خپلو غوښتنو په هکله سازش وکړي. 
 "در مواردی که پای حق و باطل در میان است، یا این است یا آن، باید یک طرف را انتخاب کرد و عمل کرد، میانه معنا ندارد.".... "در مرحله اول صحیح نمی‌دانیم که آدم شمشیر را از رو ببندد." مصباح يزدي يو ايراني اخوند.

افراط د ستونزو ځواب نه دی


 سره ددی چي د جهل، خرافاتو او ناپوهي پراخي واکمني د هغوي لاس برکړي چي له نورو ډير افراطي، له نورو ډير ظالم، له نورو ډير بي رحم او له نورو ډيرغولونکی او رياکار... دي. خوافراط  د ستونزو د حل په ځای د موجودو ستونزو د لويول او د نويو ستونزو را منځ ته کول دی.  افراط په هر رنگ او هره بڼه چي وي  نه د دولت او نه هم د ټولني د لارښوني وړتيا لري.  سره ددي چي چپ او ښی افراط په فلسفی او نظرياتي لحاظ له يو بل سره په ژور اختلاف کي دی. خو په اقتصادي او سياسی برخو کي يو بل  ورته کړنلاري لري او دواړو هم د ټولني د يو شان کولو او هم د خواري په له منځه وړلو کي ماتي خوړلې دي.
 
په افغانستان کي خواري ورکونکي د خورانو پوسيله مات شول.
پرون د ما نسل وغوښتل له يوه لوری د چپ افراط  او له بله لوری د ښی مذهبي افراط  پوسيلو يوه ښه راتلونکي جوړه کړي، خو په عمل کي د ميليونونو انسانانو د راتلونکي په ړنگولو سره يي په شرمونکي توگه د خپلې سياسي پوهي د خواري اود لارښووني د بي ساري بي وسي ثبوت ورکړ او په لسگونو زره قربانيان يي د ژوند په ځای په مرگ او شهادت توجيه کول،  هم هغوي چي ژوند ورکولو ته چمتو وو او هم هغوي چي ژوند يي واخستل شو. دا دوه مختلف حالتونه دي او يو شان تعريف کيداي شي. پوښتنه داده،  يوعمل چي له يوې خوا جنايت او له بلي خوا حماسه جوړونکی وي، څه ډول تعريف کيداي شي.  په بل عبارت له يوي خوا هغوی ته جنايت کونکي ويل کيږي چي د انسانانو ژوند اخلي او له بلي خوا د دوي همدا عمل حماسه جوړونکی بلل کيږي؟ 

 انقلاب ناورين دی


 له انقلاب!!! وروسته موږ فکرکاوه چي خلک او تاريخ له موږ سره دي.  نوي را منځ ته شوی سيستم نه ماتيدونکي دی. رهبر نابغه دی اوايديولوژي ټولوستونزو ته ځواب دی. بي له ځنډه انقلاب آرماني او مقدسه بڼه غوره کړه،  ترڅو د زرگونو انسانانو قرباني  “د انقلاب شهيدان”  قانونيت پيدا کړي او د  “انقلاب اتلان”  وروزل شي،  تر څو د مخالفينو “ ضد انقلاب”  نفي کول توجيه شي او ترڅو انقلاب له مخالفت او انتقاد کولو خوندي پاتي شي.  په نتيجه کي انقلاب هم موږ او هم ټولنه په يرغمل و نيول او ډير ژرعمل په دي پوه کړو چي نه رهبر نابغه دی،  نه انقلاب مقدس دی او نه ايديولوژي ټولو ستونزو ته ځواب دی. 
انقلاب مات شو، ايديولوژي ناکامه شوه او نوي سيستم  دړي وړي شو او ددي معني داوه چي نه خلک او نه هم  تاريخ له موږ سره وو. خو پايله يي تراوسه يو نه تماميدونکی ناورين دی.
 د غوایی انقلاب د غوايي په انقلاب مات شو او په ټولنه کي نوی استبداد او نوی ظلم واکمن شو، يو انقلاب چي نه يي يوه څيره درلوده،  نه يي يوهدف درلود او نه يي يوځايونکي رول تر سره کړ، په ټولنه کي  يي انارشي او جگړه واکمنه کړه.  پشيمانه څه،  بخښنه غوښتل څه، مسؤليت څه، ساده وگړي يي تر ننه د ځان وياړ بولې او لمانځه يي کوي او ددي درس نه اخستل کيږي چي د يوه هميشه ثابت او نه بدليدونکي سيستم جوړول يوه تباه کونکي او وژونکی فاجعه ده، کوم چي ميليونونه انسانان د يوه وگړي کيم. جون.اون. سيدعلی خامنه ای ... په يرغمل  بدلوي.

 

 دا جهل او خرافات دي چي افسانی او دروغ په ارزښتونو بدلوي

 
 ارزښت 
Value په ټولنيزو بدلونونو کي ټاکونکی ځای لري او بي له ارزښتونو نه ټولنيز نظام په پښو دريږي او نه له يوې مرحلي  بلي مرحلي ته ليږد عملي کيږي. نوي مرحله نوي ارزښتونه غواړي او دا نوي ارزښتونه دي چي نوي غوښتني په واقعيت بدلولې شي. دا هم ارزښتونه دي چي يوي مرحلي او يا يوه جوړښت ته مطلوبيت او مشروعيت ورکوي او د ټولني د منلو وړ يي گرزوي. که ارزښتونه عامه  بڼه و نه لري او د ټولني د يوي برخي د منلو وړ وي نه يوازي د ټولني باور نشي ترلاسه کولاي، بلکي د ټکرونو او جگړو په لامل بدليږي.
په هره ټولنه او هرډول ټولنيز گروپ کي د جوړښت تر څنگ نورمونه او ارزښتونه شته دي چي له يوې خوا جوړښت ورباندي تکيه کوي او له بلي خوا د تنظيم کولو او اداره کولو دندې هم تر سره کوي.ارزښتونه د ټولنيز ژوند د تنظيم کولو اصول دي.  ټولنيز بدلون په جوړښتونو ا و د جوړښتونو ترمنځ په اړيکوکي بدلون دی. د جوړښتونو تر منځ د پيوند،  د هر يوه د عمل کولو او يو په بل  د تاثير ضرورت  د ارزښتونو پوسيله ترسره کيږي. که دا ډول ارزښتونه واکمن نشي ټولنه نه يوازي له سياسي بي ثباتي، بلکي له ټولنيزي بي ثباتي سره هم مخامخ کيږي. د ناکامو او زړو ارزښتونو واکمني او يا د هغوي واکمن کول د  جوړولو په ځای ړنگول او د پرمختگ او ودي په ځای شا ته گرزول دي. 
 همدارنگه که ارزښتونه يوازي دوه لوري “ښه او بد” “ تور او سپين”  “حلال او حرام”  ولري د اخلاقو په موضوع بدليږي. اخلاقي ارزښتونه موږ ته دا را زده کوي، ښه څه او بد څه شی دي. اخلاق د انسانانو د تلنو او چلند تنظيم کونکي دي.  “ ښه کوه، بد مه کوه”...  نن موږ نشوکولاي په حالاتو او په کړنو د “ ښه” او “بد” په بنياد قضاوت وکړو. نن انسان د قضاوت کولو له پاره عقلی راسيونال سنجش ته ضرورت لري او د اخلاقي ارزښتونوترڅنگ د هغو ارزښتونو د واکمني ضرورت را منځ ته شوی چي له اختلافونو او توپيرونو ډکه  يوه څوگونې ټولنه کي د وگړو ترمنځ په گډه د سوله ايز ژوند امکانات برابرکړي.

 

فرهنگ او  ټولنيز بدلونونه


فرهنگ او ټولنيز بدلونونه له يو بل سره نږدي او څواړخيزي اړيکي لري او دا دوه په يو بل ژور تاثير لري.  په افغانستان، ايران، پاکستان... کي فرهنگ په لويه پيمانه  ټولنيزي اړيکي متاثيره کړي دی او ددي اړيکولارښوونه کوي. همدا لامل دی  چي په دي هيوادونو کي ټولنيز بدلونونه خورا کمزوري،  ورو، پڅ اوغوښتنو ته ځواب ورکونکي نه دي.  له بده مرغه په ټولنوکي د خرافاتو واکمني دروغ او افساني په ارزښتونو بدل کړي دي او يا ارزښت ضد په ارزښت بدل شوی دی او دا هم خرافات دي چي دروغ په حقيقت بدلوي.  په دي برسيره ساده کول،  زور، خشونت، غيرت، ځيل، نفي کول ... د واکمن فرهنگ پياوړي ځانگړتياوي دي او په دا ډول يو ټولنيز چاپيريال کي  سياست هم د فرهنگ او دودونو په يرغمل بدليږي او د واکمن فرهنگ په شان هم  د قضاوتونو او حکمونو په ساده کولو او هدف ته په رسيدلو کي په زور او خشونت تکيه کوي.
ددي ليکني په تيرو برخو کي وويل شو چي ټولنيز بدلونونه د سياست کار دی او يوازي يو خپلواک سياست کولاي شی په سم لوري د ټولنيزو بدلونونولارښوونه وکړي او کله چي سياست خپلواک نه وي د بدلونونو د لوري موندل اوهم د بدلونونولارښوونه کول  په يوه ستونزمنه چاره بدليږي. په افغانستان کي عملآ سياست ماتي خوړلې او د احساساتو او عوا طفو تر څنگ د عقدو او غوسو په يرغمل هم بدل شوی دی. له امريکی سره د امنيتي تړون د لاسليک کولو په هکله دا عقدي او غوسي دي چي د حامد کرزی د سياست لارښوونه کوي او نوموړي سياسي ځيل د سياسي فرهنگ په يوه برخه بدل کړ.

 

د غوښتنو او ارزښتونو ناهماهنگي


پرون په اوليه ټولنو کي بدلون ورو وو. په دا ډول ټولنو کي په طبعي توگه غوښتني کمي وي اويا هم  د غوښتنو او ارزښتونو تر منځ هم اهنگي موجوده وي.  نن ټولني د پرون خلاف په خورا چټکي سره بدليږي او د غوښتنو او ارزښتونو تر منځ  واټن پراخ او ژور دی. د غوښتنو او ارزښتونو په  ناهم اهنگي برسيره  په ټولنو کي د بدلون درجه او تاثير يو شان نه دی. په يو شمير ټولنو کي بدلونونه  په سوله ايزه او تدريجي توگه عملي کيږي او په يو بل شمير ټولنو کي بدلونونه  له بلواگانو، انقلابونو، جگړو ... سره مل دی. همدا شان په ټولنو کي  د بدلونونو څرنگوالی او اندازه  له يوي خوا د بدلون راوړونکي ځواک دتگلارو، امکاناتو او وړتيا او له بلي خوا په ټولنه کي د واکمنو ارزښتونو د عکس العمل او ځواک پوسيله ټاکل کيږي. 
ټولنيز او سياسی بدلونونه د فزيک د علم سره سم په دي او هغه لوشي او لولې سره نه اندازه کيږي. سره ددي چي په يوه هيواد کي بدلونونه  نور هيوادونه هم متاثير کولاي شي، خو هيڅکله هم په بل هيواد کي بدلونونه ددي بدلونونو تکرار نه دی او تاريخ دا ډول يوه بيلگه نه پيږني. په تونس کي پيل شوی بدلون نور عربي هيوادونو هم متاثير کړل، خو په دي هيوادنو کي بدلون د تونس د بدلون تکرار نه دی. 
 په مصر، يمن او تونس کي بدلونونه او د هغوي پايلي يو شان نه دی. په تونس کي اسلاميستانو د مصر د اخوان المسلمين په شان هڅه وکړه واک په خپل انحصار کي راولې او په ټولنه کي شرعيت تطبيق کړي. خو دلته هم دا غوښتنه د ټولنی له سخت غبرگون سره مخامخ شوه او د تونس واکمن اسلاميستان دي ته اړ شول چي د نوي اساسي قانون، په کوم چي د ښځو او نارينو برابر حقوق پيږندل شوي منلو ته غاړه کيږدي. ښه او د الهام وړ مسله دادی چي په تونس کي د اخوانيانو پوسيله د واک انحصار کولو هڅي د ټولني پوسيله ماتي شوې او دا د نورو هيوادونو له پاره يوه په زړه پوري بيلگه دی.

 

 د هر وگړی د خپلواکي په دوران


 که په اروپا کي روشنگري د دوه سوو کلنو په شاوخوا کي وخت ته ضرورت درلود.  نن دا چاره  په چټکی سره مخته ځي او په يوه مياشت کي د لسيزو لاره وهي.  موږ د ارتباطي تکنولوژي په دوران کي ژوند کوو. پرون اروپا يانو دا امکانات او دا وسيلې نه درلودي. نن دي امکاناتو نه يوازي ټولنيز بدلونونه چټک کړي، بلکي د هر انسان ژوند يي هم متاثير کړی دی. د تکنولوژي چټکي ودي او پرمختگ استبدادي او دوديز جوړښتونه په گونډو کړي او د تکنولوژي لاسته راوړني نن هغو خونو ته هم ورننوتي، کومو ته چي د لمر ور ننوتل منع دی.  دي لاسته راوړنو د اړيکو د تامين تر څنگ د پراخ پرانيستوب امکانات را منځ ته کړي دی، کوم چي د هر انسان له خپلواکي سره مرسته کوي او هر يو وگړی په خپل ځواک ډاډمن کوي.
د تکنولوژي او علم  پرمختگونو د فرد د خپلواکي اوپه ځان د باور درلودلو وده چټکه کړي او د ژوند په ټولو برخوکي يي د عقلانه عمل کولو له پاره  د نوی حس او نوی فهم  امکانات ايجاد کړي دی. . کانت وايي:“ د انسان علم په دو رکونونو ولاړ دی، حس او فهم. حس د علم موضوع دی او فهم د عقل په مرسته هغه په علم بدلوي. علم په عقل، تجربه او ازمايښ تکيه کوي”  د کانت د فلسفي بنيادونه د انساني ذهن دري برخي، حس، فهم او عقل دي.  هاب هاوس وايي: “  بشري ټولنه د عقل د بشپړ بری په لورحرکت کوي...او د ټولني وده به د عقل او منطق پرمختگ وي...”  هاب هاوس په انساني ژوند کي د عقل او ذهن رول قطعي بولې. 
اسپنسر وايي: “ د ټولني وده او پرمختگ په هيڅ وجه پخپله او د زور پايله نه دی. دا د انسان د هڅو او کار پايله دی.” نیکلاس ون کوس، فیلسوف ا و کاردینال وايي: 
“ د انسان کور په درو ستنو، حقيقت، درناوی او علم ولاړ دی.

 

د بدلونونو پياوړې غوښتني او د لارښونې کمزوري


 ټولنيز بدلونونه يو پراخ مفهوم دی او د انساني ټولني هره خوا او هرلوری احتوا کوي.  ټولنيز بدلونونه د ټولني پيږندني اساسي او مرکزي برخه جوړوي. سره ددي چي په بدلونونو کي دسکون او حرکت په هکله بحثونه کيږي. خو ټولنه په هر حال په حرکت دي. يو شمير ټولني په اساني سره له يوه حالته بل حالته او له يوه مرحلي بلي مرحلي ته تيريږي اويو شمير ټولني بيا ډير ورو او دايروي حرکت کوي او له يوي مودي وروسته په ډيرکم توپير هماغه ځای ته ورگرزي چي د حرکت  پيل وو.  په افغانستان کي څو ځله د پرمختگ او بدلون په لورحرکت پيل شو، خو په ټولنه واکمن ذهنيت او ملا دا ډول  هڅې نه يوازي له ناکامې سره مخامخ کړي ، بلکې ټولنه يي د لسيزو له پاره په شا گرزولې ده او دلته د هغو جوړښتونو او ارزښتونو دفاع کيږي چي په عملآ لويدلې او ناکام شوي دي. دا يوازي د افغانستان ستونزه نه دی يو شمير اسلامي هيوادونه له ورته ستونزي سره مخامخ دي
په يو شمير اسلامي هيوادونو کي د بدلون راوستلو غوښتني په بي ساري توگه ډيرې او چټکي دي او د بدلون له پاره پراخ ټولنيز ملاتړهم شته دی.  په دي هيوادونو کي د هيچا موجود حالت نه خوښيږي. خو ستونزه د بدلون په څرنگوالی، د بدلون راوړونکي ځواک په وړتيا او بدلون ته په لوری ورکولوکي دی. په دي هيوادونوکي د بدلون لوری ورک دی او دبدلون راوړولو ځواک په ژوره توگه ويشلې او کمزوری دی. 
 په دي هيوادونو کي يوه  خوا د موجودو جوړښتونو او واکمنو ارزښتونو په چوکات کي بدلونونه  غواړي او پراخه ټولنيز ملاتړهم لري.  بله خوا  د بدلون په نوم شا ته د ټولني د گرزولو هڅي کوي او دريمه خوا يوې پرمختللي مرحلي د ټولني ور تيريدل غواړي.
په دي ټولنو کي بله ستونزه  د بدلون په چاره کي د هغه تفکر کمزوری دی چي  د بدلونونولارښوونه وکړي او غوښتني په واقعيت بدلې کړي. ددي هيوادونو موجودي تجربي ښيي  چي په دي هيوادونو کي واکمن جوړښتونه او ارزښتونه د بدلولو له پاره چمتوالی نه لري او دا په خپله يو بحران جوړونکی حالت او د وسله والو ټکرونولامل دی. همدا اوس اوس په افغانستان، مصر،  سوريه، عراق، لبنان... کي بدلونونه او د بدلون غوښتني له لويو او لويو انساني غميزو او تراژيديو سره مل دی.

 

د ارزښتونو گډوډي او د هغوي د خپلواکي نشتوالی


په افغانستان، پاکستان، عراق، ليبيا... بله لويه ستونزه د ادی چي سياسي، فرهنگي او مذهبي ارزښتونه په ډيره پيچيلي توگه یو په بل کي نغښتي او يو يي هم  د يوه خپلواک ارزښت په توگه نه پيږندل کيږي. کله سياست هڅه کوي دواړه دين او فرهنگ سياسي کاندي او کله بيا دين هڅه کوي دواړه سياست او فرهنگ ديني کړي. خو په عمل کي په دي هيوادونو کي دواړو فرهنگ او سياست د دين په وړاندي خپلواکي بايللي ده. په ايران، سعودي عربستان... کي ډيره مشکله ده چي د دين، فرهنگ او سياست تر منځ روښانه ليکي مشخصي شي. “ د موږ دين د موږ سياست دی او دموږ سياست د موږ دين دی” خميني
 په پاکستان کي هيڅ شی په خپل ځای نه دی. دلته  جنايت، سياست او بنيادگرايي له يو بل سره لاس په لاس عمل کوي او په زرگونه مذهبي مدرسي سياسي او جنگي اجنداوي لري او په دي مدرسو کي د نورو په وړاندي نه زغم او کرکه تدريس کيږي. 


دموکراسي، پوځ او سياسي اسلام


په مصر او ترکيه کي له ډيري پخوا پوځ او سياسی اسلام له يو بل سره په سيالې کي دی او په دي هيوادونو کي دموکراسي ددي دو په سياليو کي وده کوي.  په وروستيو کلنو کي ترکيي په اسلامي نړۍ کي د مودل حثيت  پيدا کړ او په “ عربي بهار” کي يي لویه ونډه درلوده.  په ترکيه کي واکمن هڅه کړي د يوه سيکولر نظام په چوکات کي د دين او دموکراسي تر منځ انډول رامنځ کړي او يا هم دا دوه له يو بل سره ترکيب کړي. خوپه مصر کي د اخوان المسلمين  دواک ړنگولو ترکيه له ستونزو او سياسي گوښه والې سره مخامخ کړه او په اسلامي هيوادونو کي يي د “ لوی ورور” رول او تاثير کمزوری شو.
په ايران او سعودي عربستان کي بيا پوځونه مذهبي شوي دی او ددي دو تر منځ د سيالې په ځای يووالی را منځ ته شوي او د دموکراسي وده يي په ټپه درولې ده.  په مصر کي د مرسي په مشري اخوان هڅه وکړه  پوځ هم اخوانی کړي. کوم چي د  ټولني له عملی او پراخ مخالفت سره مخامخ شو او ددي هيواد پوځ د اخوان المسلمين واکمني ړنگه کړه.

“ پاک پوځ”،  يو ايديولوژيک پوځ. 
“ پاک پوځ ” پاکستان پالنه له مذهبي افراط سره تړلې ده.
 په پاکستان کي د دموکراسي وده او بری  د جنرال او ملا د اتحاد په ړنگولوکي دي.

په پاکستان کي  پوځ په سياسي اسلام او سياسي اسلام په پوځ تکيه کوي او په ځانگړي توگه د جنرال ضياوالحق د استبداد په وخت پراخه هڅه وشوه چي د پاکستان پوځ د يوه ملي پوځ په ځای په بشپړه توگه مذهبي او ايديولوژيک پوځ شي.
 “ پاک پوځ ” پاکستان پالنه له مذهبي افراط سره تړلې ده. په ځانگړي توگه د پوځ او بنيادگرایی يووالی د پښتنو په سيمو کي په ډيره آساني سره وکولاي شواي د ملت پالني لمن ورټوله او نشنل عوامي گوند په گنډو کړي. سره ددي چي د بلوچانو ناسيوناليزم له” پاک پوځ “سره په جگړه کي دی، خو د پاکستان او پوځ  لمړيتوب د پښتون ناسيوناليزم وژل وو.
  ددي هيواد پوځ له مذهبي گوندونو او په ځانگړي توگه له جمعيت اسلامي سره نږدي او پراخي اړيکي جوړي کړي او تر اوسه دا اړيکي شته دي. د پاکستان پوځ په تيره بيا د همدي گوندونو اوکوڅو ته د همدي گوند د غړو اوپلويانو په را وتلو سره هڅه کوله  د دموکراسي پلويان تر فشار لاندي راولې او د کودتا گانو لاره همواره کړي او پوځ د همدي اسلامي گوندونو پوسيله  د افغانستان او هندوستان په هکله خپلو  سياستونو ته  ټولنيز ملاتړ ترلاسه کړی دی او په دي هيواد کي د عام ذهنيت پراخه برخه په دي باور دي چي  يوازي  پوځ کولاي شی په ټولنه کي ثبات تامين کړي. 
په ترکيه او مصر کي پوځونه تر ډيره د مذهبي ځانگړتياو په ځای ملي ځانگړتياو لري او په وروستيو وختونو کي د پاکستان پوځ هم  هڅه کوي د مذهبي پوځ په ځای ملي پوځ شي او نن دا پوځ عملآ د “ هندو کافر”  “بي خدايه افغانانو” او د “ کمونيزم د خطر”  په ځای له هغو جهاديانواو اسلامي ډلو سره په جنگ دی چي په خپله يي ايجاد کړي دي.  د “جهاد پوځ” د جهاد په ضد جگړه کوي او دي جگړي پوځ  هم په خپله په پوځ کي او هم په ټولنه کي له ملا سره مخامخ کړی او له يو بل سره په ټکرکي دی او دا ټکر هرومرو پراختيا مومي.  په پاکستان کي د دموکراسي وده او بری  د جنرال او ملا د اتحاد په ړنگولوکي دي.


هميشه رهبر او د رهبري ميراثي کول


 “  واکمن انسانان د واقعيت پيږندني له چاري سره مرسته نشي کولاي. کيداي شی انسانان واک او لوړ موقعيت ولري، خو په عين حال کي د عقل او منطق خلاف کارونه تر سره کړي.”  سقراط
د اسلامي هيوادونو بله لويه ستونزه هميشه رهبري او يا هم هميشه رهبر دی. هغه څوک چي په هره وسيله، کودتا، بلوا... رهبري ترلاسه کړي غواړي تر اخيره رهبر پاتي شي . مبارک. معمرالقذافی، اسدخامنه ای ... د هميشه رهبر پاتي کيدو بيلگي دي. هميشه رهبر د پيروانو يوه  لښکر او د هغوي وفاداري ته ضرورت لري او په خپله شاوخوا د چاپلوسانو، مداحانو، ستايش کونکو... کړۍ جوړوي تر څو له هغه  نابغه، کبير، “ رهبري معظم” ... جوړ او د تقدس درجي ته يي رسوي.“ ما همه سرباز تو ايم، خمینی، گوش به فرمان تو ايم خمینی”  په دي ډول حالت کي چي رهبر هم له واقعيتونو سره اړيکي له لاسه ورکوي. واقعيتونو هيروي، فکر کوي چي خطا او اشتباه نه کوی او د خپل حکم د عملي کولو له پاره  په زور او زندان تکيه کوي. 
هميشه رهبر ته ځان شپون او ټولنه ورته رمه ښکاري. هميشه رهبر ته ځان د تاريخ انتخاب ښکاري او رهبري يي تاريخي رسالت دی.  د هيشه رهبر يا هميشه رهبری ستونزه هغه وخت لويږي ....چي رهبر  د دولتي مقام تر څنگ مذهبی اتوريته او مقام هم ولري. په دي حالت کي رهبر يومقدس موجود دی او خپلي خبري د خدای خبري بولې او ټولنه بايد بي له کومي پوښتني او انتقاد د هغه د حکمونو پيروي وکړي. همدا اوس په ايران کي خامنه اي هم دولتي او هم مذهبي لوړمقام دی او خپلي حکمونه الهي حکمونه بولې او دا اخوند له قانون اساسی لوړ مقام لري.  پرون په ليبيا کي  د معمرالقذافې پلويان ويل:  “مامور قذافې د خلکو تاريخي انتخاب، تاريخي سمبول او له هرډول سياسي عمل کولو څخه لوړدی... قذافې د نن او سبا انتخاب دی” 
په سياسي گوندونوکي هم  د هميشه رهبر ستونزه شته دي.  د پاکستان د خلکو په گوند کي څوک نه پيدا کيږي چي په بوټو پسي د بوټو،  په مسلم ليگ کي په نواز پسي  د نواز او په نشنل عوامی گوند کي خان پسي د خان ځای و نيسي.  دلته له بده مرغه د ټولني په ځای کورنې دي چي سياسي رهبران روزي.
د افغانستان په جمعيت اسلامي کي رهبري ميراثي شوي او په رباني پسي رباني راغي.  په اسلامي گوند کي گلبدين حکمتيار هميشه رهبر پاتي کيږي.
د هميشه رهبر او د پيروي دود په دي ټولنو کي اوږد تاريخ او پياوړي فرهنگي ريښي لري.  هميشه رهبر او هميشه پيشوا  په کلکه د انسانانو اود ټولني له خپلواکي سره مخالفت کوي. هميشه رهبر له ډيرو نږدي همکارانو هم  ويره لري او د هغوي د ودي او پرمختگ مخه نيسي او نه غواړي چي هغوي خپلواک وگړي او په خپلواکه توگه وده وکړي که دا کار وشي د هميشه رهبر ضرورت له منځه ځي. همدارنگه هغوي پوهيږي چي د ټولني خپلواکي د پيشوا  د قطعي مرگ دی او په عمل کي هميشه رهبري او هميشه رهبر په ټولنه کي د رهبر د نشتوالې او د رهبري د خلا په معني هم دي.


د حاکميت ستونزه


په يو شمير اسلامي هيوادونو او په ځانگړي توگه په ايران او سعودي عربستان کي تر اوسه د “ چا حاکميت” مسله حل او روښانه نه دي.  په دي هيوادونو کي حاکميت يو مبهم مفهوم دی او دلته دي پوښتني ته ځواب ورکول،د چا حاکميت دی؟ اسانه کار نه دی. په دي هيوادونو کي دا خلک نه دي چي  وروستۍ خبره وکړي او يا هم د وروستی تصميم حق ولري.  په ايران کي د سيدعلی خامنه ای په نوم  يو سړی دی چي دواړه واک او حاکميت لري او ايرانيان ددي اخوند د حکم په عملي کولو مکلف دي.  په عربستان سعودي کي يوه کورنۍ دی چي دواړه واک او حاکميت تمثيلوي.


واک، قانون اودموکراسي


په يو شمير اسلامي هيوادونو کي  د واک، قانون او ازادي تر منځ د انډول نشتوالی هم لويه ستونزه دی. په دي هيوادونو کي ستونزه واک نه دی. ستونزه او يا ستونزي د قانون او ازادي کمزوری او يا نشتوالی دی. په دي هيوادونو کي د قانون واکمني هميشه  له چلينجونو سره مخامخ دی. په افغانستان کي سره ددي چي اساسي قانون شته دی،  محکمه شته دی خو واکمن فرهنگ، دودونو، رواجونو او د ملايانو فتواگانو په پراخه اندازه قانونيت له ستونزي سره مخامخ کړی دی او په دي برسيره هر زورور خپل قانون لري.
په دي هيوادونو کي له يوې خوا دموکراسي او بشري حقونه له يو بله جلا کيږي او له بلي خوا د دموکراسي يولوري، سياسي لوری منل شوی دی.  په دي هيوادونو کي سياسي دموکراسي وده کوي. سياسي ازاديگاني شته دي. د بيلگي په توگه په پاکستان کي سياسي دموکراسي وده کړي او په دي هيواد کي صدراعظم او جمهور ريس انتخابي دي.  په پاکستان کي يو شمير مذهبي گوندونه هم له سياسي دموکراسي سره ستونزه نه لري.  په دي هيواد کي دموکراسي هغه وخت  له ستونزو او چلينجونو سره مخامخ کيږي چي د قومي او مذهبي اقليتونو د حقونو او ازاديو غوښتني را پورته شي. 
 په افغانستان کي هم  د دموکراسي سياسي لوری شته، مراعات يي کيږي او له يوه پياوړي او سراسري مقاومت سره مخامخ نه دی.  هغوي چي د دموکراسي نه پخلاکيدونکي دوښمنان دي هم د سياسي ازاديگانو پلوي کوي.  موجود پارلمان هم د همدی دموکراسي پايله دی. په دي هيواد کي  د دموکراسي ستونزه د حقونو او ازاديو په برخوکي دی. د سياسي دموکراسي په پايله کي را منځ ته شوی پارلمان په کلکه د مدني ازاديو او حقونو او په ځانگړي توگه  د ښځو د حقونو او ازاديو مخالفت کوي او  “د ښځو پروړاندې د زورزياتي د مخنيوي قانون ” د تصويب کولو مخه يي ونيوله.

 يو تفکر او يو فرهنگ mono-cultural 


په يو شمير اسلامي هيوادونو کي هڅه کيږي چي ټولنه يوه فرهنگي شي. عربستان او ايران د دا ډول هڅو تر ټولو روښانه بيلگي دي.  په دي دو هيوادونو کي پيوسته هڅه کيږي يو ايمان، يو فکر او يو هويت واکمن شي. خو په عمل کي دا دواړه لاري نه يوازي ناکامي دي،  بلکي د جگړو او وسله والو ټکرونولامل هم دي.  نه ايران يو فرهنگي شو او نه په عربستان کي د يوه فکر واکمني په واقعيت بدله شوه.
په پاکستان کي له شپږو لسيزو زياته موده کي د “ پاکستان ايديولوژي” تر چتر لاندي هڅي کيږي چي په دي هيواد کي د يوه فکر او د يوه فرهنگ 
mono-cultural په بنياد پاکستاني ملت جوړ شي. خو په عمل کي نه يوازي په دي هيواد کي د ملت جوړولو هڅي په  ناورين راوړونکي توگه ناکامي شوي، بلکي پاکستان د فرهنگونو او ايمانونو د وسله وال جنگ په ډگر هم  بدل شوی دی.


د انسان او د هغه د حقونو د نسبي کولو تگ لاري

 
 په يو شمير اسلامي هيوادونو کي په پراخه پيمانه هڅه کيږي چي بشري حقونه نسبي کاندي او يا هم د بشري حقونه د فرهنگي نسبيت
cultural relativism تابع و گرزوي.  يو شمير په افغانستان کي بشري حقونه يو خارجي او غربي مفهوم گڼي او گويا په افغانستان کي معني نه لري.  خو په عمل کي همدا د بشري حقونو نه مراعات دي چي په .ټولنه کي زور، خشونت، د پزو او غوږونو پري کول، د انسانانو وژل، د سرونو پريکول او انسانانو راځړول... په زړورتوب او ميړانه بدل کړي او عملي کونکو ته يي شمله ور او غيرتي ويل کيږي.  همد ا  د بشري حقونو نه مراعات او نه درناوی دی چي ښځه په دوهمه درجه انسان بدله شوي او د شی او حيوان په څير ور سره تلنه کيږي او په ښکاره  يي نوم، هويت، فرديت او شخصيت هم اخستل شوی دی.
بي له شکه فرهنگونه نسبي او يوله بل سره توپيرلري. خو پوښتنه داده، چي انسان او د انسان مفهوم  به څه ډول او په کوم منطق نسبي کيږي.؟  انسان او د انسان مفهوم نه نسبي دی او نه نسبي کيداي شي.  انسان د دنيا په هر هيواد،  د دنيا په هره برخه،  د دنيا په هرفرهنگ کي، د دنيا په هرنژاد کي،  د  د نيا په هر قوم کي اود دنيا په هر دين کي انسان دی.  کله  چي د انسان مفهوم نسبي نه دی په طبعي توگه دانسان حقونو او ازاديگاني هم نه نسبي کيداي شي او نه ددي او هغه فرهنگ،  نه ددي او هغه قوم، نه ددي او هغه نژاد او نه ددي او هغه دين تابع گرزول کيداي شي. 
پوښتنه دادی،که دانسان سرشت يو وي، ولې له انسان سره د همدي اصل په بنياد چلند نه کيږي او ولې د انسانانو ترمنځ اړيکي د همدي اصل په بنياد نه جوړيږي.؟
 په هند کي  د مسلمانانو او هندوانو تر منځ دومره ستونزي اوټکرونه نشته دي لکه چي په پاکستان کي د شعيه او سني ترمنځ شته دي. په اروپا کي د مسلمانو او عيسويانو تر منځ هغه څه نه واقع کيږي چي په عراق، سوريه، لبنان. کي د مسلمانانو ترمنځ رواني دي. په هندوستان او اروپا کي له يوې خوا دموکراسي په بشري حقونو او بشري حقونو په دموکراسي تکيه کوي او له بلي خوا د جمعي په ځای فرد معيار دی او ددي معني دادی چي فرد د ټولنيز ژوند او سیاست په مرکز کي دي. فرد ددي له پاره حقونه  نه لري چي د کوم دين پيرو، په کومه ژبه خبري کوي او په کوم قوم پوري تړلی دی. فرد دانسانيت  په بنياد حقونه لري، کوم چي نه ورکيدونکي، نه نسبي کيدونکي او نه ويشونکي دي.


د ايران او عربستان 
نیابتی جگړه

 
دلته قوم د قوم او مذهب د مذهب په سترگو کي دوښمن ويني.
"د عراق اړدوړ ترشا د ترګرواو توکم پالانو لاسونه دي، چې په لومړي کتارکې قطر او سعودي راځي". 
المالکی 
 عراق، سوريه، لبنان... په حقيقت کي د ايران او سعودي عربستان د جنگ ميدانونه دي. په دي هيوادونوکي  د مذهبي بنيادگرايي او په دين کي د ننه  د ويشونو د پراختيا په نتيجه کي د يو بل په وړاندي د زغم ځای فانتيزم نيولی دی او ددي فعاليتونو تر شا همدا دوه هيوادونه ولاړ دي. دواړه د اسلامي نړۍ د رهبري دعوه لري. سعودي عربستان رياض او ايران تهران د اسلام زړه بولې.  دواړه غواړي په منځنی ختيځ کي په  يوازنی زبرځواک بدل شي.
د سوني او شعيه تر منځ شخړو په پورتنيو هيوادونو کي د مدرن دولت او ملت جوړولو چاره په ټپه دريدلې ده. دلته د مذهب او قوم په بنيادونو نه يوازي جگړه او وژل په زياتيدو دي، بلکي په همدي بنيادونو موازي
parallel
 ټولني په جوړيدو دي. موازي ټولني په پراخه پيمانه ټولنيز واټن،  ټولنيزه بي باوري او له يو بله د جلا کيدلو احساس را منځ ته کوي، کومي چي کولاي هم نن، هم سبا او هم لس کاله وروسته ... د تجزيي په لور ددي هيوادونو لارښوونه وکړي. 
 د موازي ټولنود جوړيدو په خطر برسيره  په دي هيوادونو کي له يوي خوا د دولتونو ناسم سياستونه، د ټولنو بي تفاوتی او کمزوري او له بلي خوا د مذهبي بنياد گرايي پراختيا ددي هيوادونو موجوديت هم له خطر سره مخامخ کړي دي. زه تر اوسه هغه امکانات او هغه  تضمينونه  نه وينم چي افغانستان او پاکستان دی په اوسنی حالت پاتي شي. 
په دي هيوادونو کي اقتصاد زيامن شوی، ټولنيزه نابرابري خورا پراخه ده.  سرمایه د فرار په حالت کي دی،  داوړه سياسي او ټولنيزه بي ثباتي په ژوريدو دی، امنيت نشته او د ډاډ په ځای ډار واکمن شوی دی.  په ځانگړي توگه په مځنی ختيځ کي د واک توازون له منځه تللی او د دولتونو تر څنگ پياوړي غير دولتي ځواکونه، کوم چي د قوم او مذهب په بنياد جوړ شوي پياوړي عمل کوي. منځنی ختيځ د انفجار په حالت کي دی. داسي امکانات هم مخ په زياتيدو دي چي د سني او شعيه د جگړو او اختلافونو په پراختيا سره  د ايران اوپاکستان اړيکي ويجاړي شي.