رسیدن:  نشر : 04.03.2014  ؛ نشر : 05.03.2014 

 

دستگير روشنيالی
 

ته او ټاکني

چي ټاکني وي ښه به هم پيدا شی

له خپلواکي ارادي انکار له ځانه انکار کول دي

“له خپل عقله د کار اخستلو ميړانه ولره” کانت

د افغانستان حالت خورا پيچلی او ماتيدونکی دی او دلته له پخوا جوړ شوي پروگرامونه، تگلاري او طرحی تعيين کونکي او حل کونکي نه دي. دلته حالت بدليدونکی ځانگړتياوي لري او په چټکي سره بدليږي او ته د همدي بدلون لوری پيدا کړه. ورته گوره، دلته څه ډول د انسانانو په ارادو او انديښنو معاملي او سوداگري کيږي او سياسي لوبغاړي په تيزي او مهارت سره بی له دي چي ته پوه شي د تا د ارادی د تر لاسه کولو هڅه کوي.

انسانان هميشه په ښه پسي گرزي او موږ هم په ښه پسي گرزو، چي ټاکني وي ښه به هم پيدا شي. خوکه ښه نه وي بايد ددي هنر ولرو چي د بد او ډير بد تر منځ انتخاب وکړو. په افغانستان کي انتخابات يوه لويه تاريخي سياسي لاس ته راوړنه ده او بايد وساتل شي او د سياسي فرهنگ په نه ماتيدونکي او شا ته نه گرزيدونکي بنياد بدله شي. په افغانستان کي د ديکتاوري د را گرزيدو او د زور پوسيله د واک د تر لاس کولو خطر خورا پياوړی دی.

زه تا ته نه وايم چي دي او يا هغه ته رايه ورکړه. په خپله فکر وکړه، په خپله واوره او په خپله ووينه. ته د رايو صندوق ته د بل د ارادي په ځای له خپلي ارادی او خپل تصميم سره ورشه او له ځانه مه بيگانه کيږه. او دا کار د احساس او عاطفي په ځای د عقل په بنياد وکړه.
عاطفه ، احساسات، تطميع کول. قومپالنه، سمت پالنه ... تا له ځانه بيگانه کوي، د ارادي خپلواکي درڅخه اخلي او ته په دي کار سره له خپله ځانه انکاراو د يوه بالغ انسان په توگه عمل نه کوي. له خپلي ارادي انکار له ځانه انکار کول دی. ته خو پوهيږي چي په دي ډول حالاتو کي هڅه کيږي په ميليونونو انسانانو ته فرمان ورکړل شي او د پسونو په شان له پخوا ټاکل شوي او جوړه شوي دروازي ته ور ننيستل شي...

زه دي ته رايه ورکوم، ځکه چي پښتون دی، زه دي ته رايه ورکوم ځکه چي تاجک دی. زه دی ته رايه ورکوم ځکه چي ازبک ... دي. دا نه يوازي يوعاطفی چلند دی، بلکي د ويشونکو عنصرونو په بنياد يو ويشونکي تصميم هم دی او دلته ته د عقل او خپلواکي ارادي په ځای د جمعي عاطفي په بنياد عمل کوي او دا په طبعي توگه نه د ملت جوړولو او نه هم د يوه مدرن دولت له جوړولو سره مرسته کوي. جمعي عاطفه په هرحالت کي بده نه دی، جمعي عاطفه پياوړي مثبت ځانگړتياوي لري او يوضرورت دی. خو انتخابات او په انتخاباتو کي گډون کول فردي مسله او فردي حق دی.

ته په رايه ورکولو سره د يوه خپلواک فرد په توگه د ټولني په برخليک کي گډون کوي. ته بايد په خپله اراده او د تصميم نيولو په خپل حق حاکميت ولري. د بل په اراده، د بل په تصميم او د بل په لارښوونه به په ټولنه کي او د هغي په برخليک کي د تا د ونډي معني څه وي؟

دا ټاکني د دولت او ټولني تر منځ يو ټولنيز تړون دی. ټولنه دولت ته باور او واک ورکوي او دولت بايد په سم لوری د ټولني لارښوونه وکړي او د خلکو حقونو او ازادي وساتي. ته په مستبد، رياکار، غولونکی، واک او ثروت پالونکي پسي مه ځه. په هغه پسي هم مه ځه چي شا ته د ټولني د گرزولو اراده او تگ لاره لري. د هغه په پله هم مه ځه چي د رياکاري په دود خپله څيره او شمله بدلوي. ته خپل برخليک او خپله راتلونکي دا ډول وگړو په لاس مه ورکوه.

بي له شکه همدا ته يي چي سياست او واک د قبيلو، قومونو، مذهبونونو له سيالې را ایستلی شي. په افغانستان کي د اوږدي مودي له پاره واک د قبيلو، قومونو... د سيالې موضوع گرزيدلې ده او سياست په پراخه اندازه قومی او مذهبی شوي دی. دا ناورين دی. دا د لوری ورکيدل دی چي په يوه ټولنه کي سياست خپلواک نه وي او همدا نن يو ځل بيا هڅه کيږي چي سياست او واک د قومي سياليو موضوع وگرزوي.

نن د تا دنده يوازي د ريس جمهور ټاکل نه دی، نن دنده دواړه سياست او واک د کورنيو او قبيلو او ملايانو له اسارته ازادول دی. نور نه بايد واک د قبيلو، زور سالارانو، ملايانو د سياليو موضوع وي. انتخابات د قبيلوي او قومي توربورگنيو په ځای سياسي سيالې ده. ته او يوازي ته کولاي شی دا بدلون را منځ ته کړي. همدارنگه انتخابات يوازي سيالې نه دی، مسله د واک او ټولني تر منځ د باوررامنځ ته کول دی، کوم چي د افغانستان په سياسي تاريخ کي يي ځای خالې دی. په افغانستان کي تر اوسه د واک او ټولني تر منځ باور نه دی ايجاد شوی او زه باور نه لرم چي دا خلا به د راتلونکي ريس جمهور په ټاکلو سره له منځه ولاړه شي.

يوې بلې مسلې ته دی هم پام وي که يو لوری د انتخاباتو پايلې و نه مني په ټولنه کي به موجود بحران نورهم ژورشي، ټولنيزه بي باوری به پراخه او پياوړي شي او دا دوه کولاي د ټولنيزي بي ثباتي په لور د افغانستان لارښوونه وکړی.