رسیدن به آسمایی:16.08.2009 ؛ نشر در آسمایی: 16.08.2009

فرستنده: خوشال روهی

بسم الله الرحمن الرحيم

 

 

ډېرو درنو هېوادوالو ! څرنګه چې د ډېرو ژمنو او هيلو خلاف په وروستيو څوکلو کې د افغانستان امنيتي ، سياسي او اقتصادي حالات په داسې يوه ژور بحران کې ښکېل شوي، چې نور د زاړه نظام، زړې طرحې او پروسې په قالب کې د پوځونو ډېروالی او يا هم د سياسي چارواکو ادلون بدلون د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی او هغه پروسه چې د بن له کنفرانس څخه په نيمګړې توګه د ناسمو اصولو اومعيارونو پر بنسټ پيل شوې له ناکامۍ سره مخ شوې.

له همدې امله په افغانستان کې د ننه يو شمېر سياسي او ټولنيز بنسټونه دې پايلې ته رسېدلي چې په افغانستان کې د تلپاتې او عادلانه سولې د تامين او له اوسني بحران څخه د وتو لپاره بايد د تېرو تجربو په رڼا کې او د ولس د رښتيني ارادې له مخې يوه نوې ټولمنلې طرحه وړاندې او پلي شي.

د افغانستان ملي سراسري جرګې، د افغانستان د سولې ملي جرګې، د افغانستان د سولې او تفاهم اسلامي شورا او ډاکتر صيب فاروق اعظم په افغانستان کې د سولې ، خپلواکۍ او ملي واکمنۍ د تامين په موخه په عين وخت کې په سره ورته طرحو کار کړی. د سوله ييزو هڅو د همغږۍ او د لا اغېزمنتيا په موخه داسې وپتېيل شوه، چې يوه ګډه کمېټه د څلور واړو طرحو د توحيد لپاره کار وکړي. تر يو لړ ناستو او مباحثو وروسته لاندې طرحه ترتيب او ومنل شوه:

 

 

په افغانستان کې د  تلپاتې  سولې طرحه

 

 

 د ۲۰۰۱ع کال له ډسمبر راهيسې په افغانستان کې د ډېرو هيلو او ژمنو خلاف، له بده مرغه د هرې ورځې په تېرېدو سره حالات لاپسې خرابيږي او جګړه لا ورانوونکي ابعاد غوره کوي؛ هره وځ په لسګونو افغانان په بېلا بېلو نومونو او ډولونو وژل کيږي؛ خلک له خپلو کورونو بې کوره کيږي او د مدني ژوند بنسټونه مو يو په بل پسې نړول کيږي؛ اداري فساد او جنايي مافيا د ولس پر ستوني داسې منګولې ښخې کړي، چې عادي ژوند يې هم پر خلکو حرام کړی؛ د اتو کلو له تېرېدو سره نه يوازې په افغانستان کې سوله رانغله، بلکې د دې پرځای چې بهرني ځواکونه د وتلو د مهال وېش په اړه فکر وکړي، لاهم د ځواکونو پر زياتولو او دعملياتو پر پراخولو لګيا دي.

زموږپه اند د اوسني ناورين يو اساسي لامل دا دی، چې د بن په کنفرانس او ورپسې لويو جرګو کې د ولس رښتيني اراده تمثيل نه شوه او د افغانستان د سياسي – پوځي ډګر  ځينې مهم اړخونه په لوی لاس له پامه وغورځول شول او په دې منځ کې ولس د بهرنيو او کورنيو زورواکو له خوا يرغمل شو.

زموږ په باور روانه جګړه د زور له لارې نه شي ګټل کېدای او د بهرنيو پوځونو او پوځي عملياتو ډېروالی به روان بحران لا پسې ژور کړي.

 د دې لپاره چې روان ناورين پای ته رسېدلی وي او د ټول افغان ولس د رښتيني ارادې د تمثيل له لارې يو ولسواک او خپلواک دولت منځته راغلی وي، موږ  په لاندې پړاوونو کې د عادلانه او تلپاتې سولې  طرحه وړاندې کوو:

 

لومړی - د باور فضا رامنځته کول

 

الف- د تفاهم د ايجاد لپاره دې لومړی د متخاصمو ډلو ترمنځ  بېطرفه او د خير خلک وګرځي او دمخامخ خبرو د پيل لپاره دې، د هغوی موافقه ترلاسه شي.

ب – د مخامخ  خبرو تر پيل دمخه دې لومړی د باور فضا رامنځه  شي، د يوبل پر وړاندې ناوړه تبليغات دې بند شي او پرځای يې د پخلاينې خبرې وشي.

 

دويم - د مخامخ خبرو پيل

 

الف - د منځګړو په مرسته دې د دولت او وسله والو مخالفينو د باصلاحيته استازو تر منځ مخامخ او بې قيد و شرطه خبرې پيل شي.

ب – د خبرو په ترڅ کې دې د يوه بين الافغاني کنفرانس په اړه پرېکړه وشي.

ج - اور بند دې اعلان شي او د اوربند د څارنې لپاره دې يو ګډ کميسون جوړ شي.

د-  د حسن نيت د ښودلو لپاره دې تر کنفرانس دمخه يو شمېر سياسي بنديان خوشې شي، يو پر بل دې تورونه واخيستل شي، پر سرونو جايزې او تور لېستونه دې لغوشي.

 

درېيم – بين الافغاني کنفرانس

 

الف - بين الافغاني کنفرانس به په هېواد کې د ننه د ملګرو ملتو او اسلامي کنفرانس په مرسته رابلل کيږي.

ب - په بين الافغاني کنفرانس کې به د افغان دولت استازي، د وسله والو مخالفينو استازي، خير غوښتونکي ملي، سياسي، ټولنيز، ديني، علمي او قومي شخصيتونه ګډون کوي.

ج - کنفرانس به د لويې عنعنوي جرګې د وخت،  ځای، د رابللو ميکانيزم، ترکيب، د غړو شمېر او معيارونو په اړه پرېکړه کوي.

د - کنفرانس به د لويې جرګې د رابللو لپاره يوه باصلاحيته کمېټه ټاکي .

ه - کنفرانس به د لويې عنعنوي جرګې تر جوړېدو د مخه د ټولو سياسي بنديانو د خوشې کولو په اړه پرېکړه کوي.

 

څلورم - عنعنوي لويه جرګه

 

الف - لويه عنعنوي جرګه د بلونکې کمېټې له خوا د ملګرو ملتو او اسلامي کنفرانس په مرسته رابلل کيږي او د هغې له تدوير سره جګړه عملا پای ته رسيږي.

ب - په لويه جرګه کې د افغان ولس د ټولو قومي، مذهبي او ټولنيزو پوړونو او همدارنګه د ټولو متخاصمـو ، مطرح او معتنابه سياسي او مدني ډلو او ټولنو استازي په متناسبه کچه ګډون کوي.

ج - لويه عنعنوي جرګه به د يوه ازاد، با ثباته، يوموټي او پرمختلونکي افغانستان لپاره په اوسني اساسي قانون کې لازم بدلونونه راولي.

د – لويه جرګه په لنډمهاله دوره کې د ابهام د مخنيوي په موخه داساسي قانون د تفسير لپاره يو باصلاحيته کميسون ټاکي.

ه - لويه جرګه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د مهال وېش او څرنګوالي په اړه پرېکړه کوي.

و - د ولسمشرۍ او ملي شورا د راتلونکو ټولټاکنو د نېټې، ميکانيزم او شرايطو په اړه پرېکړې کوي.

ز - لويه جرګه تر ټولټاکنو د مخه د يوه لنډمهاله دولت د جوړېدو په اړه پرېکړه کوي او د هغه مشر ټاکي. د دولت برحال رييس د لويې جرګې په مخکې خپل واک نوي ټاکل شوي مشر ته سپاري او هغه په خپل وار اسلام ، هېواد او اساسي قانون ته د وفادارۍ لوړه کوي.

ح - لويه جرګه د لنډمهاله دولت مشر ته تر بيعت وروسته رخصتيږي او پر خپل ځای له هر ولايت څخه درې تنه استازي ( ديني عالم ، قومي مشر، د عصري علومو تعليم يافته) د دې لپاره معرفي کوي، چې د موقتې ولسي جرګې دنده ترسره کړي. نوی مشر خپله کابينه همدغه موقتې او ممثلې ولسي جرګې ته د باور رايې د اخيستو لپاره معرفي کوي.

 

پنځم – لنډمهاله دولت

 

الف - لنډمهاله دولت به ملي يووالي ته ژمن وي او له ناپيېلو مسلکي کارپوهانو څخه جوړ يږي.

ب - لنډمهاله دولت اېتلافي نه دی؛ مشر او  غړي يې د کوم بهرني هېواد يا ځانګړې افغاني ډلې استازېتوب نه کوي، خو له چا سره دښمني هم نه لري.

ج - دولتي واک د کوم ځانګړي هېواد يا ډلې پر ضد نه استعماليږي، بلکې يوازې د افغانستان لوړې ګټې په پام کې ساتي.

د - د افغانستان دولت تعهد کوي، چې د نورو هېوادو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او اجازه نه ورکوي، چې خاوره يې د نورو هېوادو پر ضد استعمال شي او هڅه کوي د سيمې او نړۍ په ثبات او پرمختګ کې لازم مثبت رول ولوبوي.

ه - د افغانسان ګاونډيان د دغه هېواد په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې تعهد کوي او د ملګرو ملتو د امنيت شوری د دوی دغه تعهدتضمينوي او پر هر هغه هېواد تعذيرات لګوي ، چې د افغانستان په چارو کې مداخله کوي.

و - افغانستان د يوه ازاد هېواد په توګه د نړيوالې ټولنې فعال غړی دی.  ملګري ملتونه د افغانستان ملي واکمنۍ ته درناوی کوي، د افغانستان لنډمهاله دولت په رسميت پېژني او د هغه ملاتړ کوي.

ز - لنډمهاله دولت د هېواد د استقرار او پرمختګ لپاره انکشافي پلانونه جوړوي او نړيواله ټولنه تعهد کوي، چې افغانستان ته به خپلې اقتصادي مرستې جاري ساتي.

ح - بهرني پوځونه له مهال وېش سره سم له افغانسان څخه وځي او ناټو د افغانستان له پوځ سره ټولې لازمې مرستې کوي، چې افغان پوځ په خپلو پښو ودريږي او د خپلې خاورې له بشپړتيا او ثبات څخه د دفاع ځواک ولري.

ط - لنډمهاله دولت د ملګرو ملتو په مرسته له ايران او پاکستان څخه د ټولو افغان مهاجرينو د بېرته راستنېدو او همدارنګه د داخلي بې ځايه شويو کورنيو د ځای پر ځای کېدو لپاره لازم شرايط او اسانتياوې برابروي.

ی - لنډمهاله دولت د هېواد په کچه ټوله درنه وسله ټولوي او سپکو وسلو ته يوازې د اړتيا له مخې قانوني جواز ورکوي. ټول بهرني وسله وال ګروپونه او افراد له افغانستان څخه رخصتيږي او که څوک پاتې کيږي د دولت او نړيوالو قوانينو له مخې به د مهاجر په توګه چلند ورسره کيږي.

ک - لنډمهاله دولت  داساسي قانون له احکامو سره سم د ملګرو ملتو او اسلامي کنفرانس په مرسته د ولسمشرۍ او ملي شوری لپاره  ټاکنې ترسره کوي اود خپلې دورې په پای کې واک نوي منتخب ولسمشر ته سپاري.

ل - د لنډمهاله دولت مشر او وزيران په راتلونکې لومړنۍ دوره کې د ولسمشر، قاضي القضات، لوی څارنوال او وزارت دنده نه شي ترسره کولای.

 

و من الله توفيق  

  

 

 

 يادونه او غوښتنه: موږ له ټولو هغو سياسي، ټولنيزو او مدني بنسټونو او سازمانونو  څخه چې د پورتنۍ طرحې ملاتړ کوي او يا هم ورته طرحې لري، هيله کوو چې له موږ سره اړيکي ونيسي او د افغانستان د ژغورنې لپاره خپلې ځلې له موږ سره شريکې کړي.

 

د اړيکو لپاره د ټېلېفون شمېرې:

 

0093700224929 ، 0093700015699، 0093703550080، 0093799557321

 

برېښناليک:

 farouqazam@hotmail.com

  khushalrohi@hotmail.com

tapand_abdullah@yahoo.com