رسیدن به آسمایی: 30.05.2009 ؛ نشر در آسمایی: 30.05.2009

انتوني گوشتيزو د لند ن داقتصاد پوهنتون د څيړنې له مركز څخه

 ژباړه او  لنډيز د م۔ اكبر كرگر

په كندهار كې د كرزې د قدرت لوبه

مهمه پيښه : ولسمشر حامد كرزي په خپل پلرني ولايت كندهار كې چې دافغانستان جنوب زون دى په زياتيدونكې توگه خپل نفوذ له لاسه وركوي. نوموړي دخپلو سيمه ييزو پلويانو څخه چې د ده په شخصې اجندا كې هڅول كيدل ٬ د سترې ويجاړى سبب شول. د ولايت د ډېري كمزورې ادارې په وړاندې نارضايتي پيل شوه او دا كار د دى سبب شو چې طالب ياغيانو ته لاره هواره شي.

د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۵ كلونو په منځ كې اولسمشر كرزي هڅه وكړه چې دافغانستان په جنوب كې دخپلو پلويانو په ټاكلو اوگمارلو سره خپل دريځ پياوړى كړي. دا خبره په خاص ډول دهلمند اوارزگان په اړوند صدق كوي. د دغه ولايتونو دوه واليان د كرزي له كورنۍ سره د وادونوله لارې اړيكې لرلي. اولا له مخه ان د ۲۰۰۱ كال په پاى كې هلته ټاكل شوي و. په كندهار ولايت كې سره له دې چې حالت نور زيات پيچلې و دا ځكه چې نور لوبغاړې هم شتون لري. د كرزي دوه ورونه په سيمه كې د پوپلزاي قوم نماينده گي كوي چې د قيوم كرزي او احمد ولي كرزي څخه عبارت دي. دوى له دوه نورو قومونو سره په لومړي سر كې چې په واك كې شريك ول ښه روابط درلودل. دا قومونه د الكوزيو او باركزيو څخه عبارت دي. د الكوزيو قوماندان د طالبانو په وړاندي د قدرت يوه عمده ستنه وه. چې پوره پوځي ځواك يې درلود. په دې لوبه كې گل آغا شيرزي په ماهرانه توگه د باركزيو مشرتوب تر لاسه كړ. او د امريكايي پوځ سره يې د افغانستان په جنوب كې يوه مهمه معامله وكړه.

په جنوب زون يا كندهار كې د درې قومونو تر منځ د قدرت د شريكولو سخت تړون د بحران بيلابيلو سطحو ته داخل شو.

دغه درې قومونو چې دپ وپلزيو او باركزيو او الكوزيو څخه عبارت و. څرنگه چې اوسني پاچا يا كرزى د پوپلزيو پورې اړه درلوده نو واك په كرار كرار د دوى په لاسو كې متمركز كيدلو۔ البته په اوايلو كي د پوليسو قومانده او د ولايت په چوكۍ باندې كنترول درلود. پوپلزيو وكړاى شول خپل دوه مخالف قومونه تخريب او كمزوري كړي او په دې ډول يې په كندهار كې په اساسي قدرت خيټه واچوله. ٬ نور قومونه يې ښه تخريب كړل اوكله ناكله ددوي دډلو ترمنځ جنگونو اونښتو ته هم پكې ووهل شو.په تدريج سره د پوپلزو واك زيات شو او د نورو دوو په كميدو شو. چې په ۲۰۰۶ كال كې ټوله ولايتي شورا پوپلزيو اشغال كړه. د پوپلزيو مشر وكړاى شول په تدريج سره دوه رقيبې ډلې بې اعتباره كړي او د هغو افراد هم له مهمو دولتي او رسمي پوستونو څخه ليرې كړي. كرزي او د هغه ورونو ټول كندهار په واك او كنترول كې راوست. په بالنسبه توگه كله چې كرزيانو ټول كندهار لاندې كړ نو ياغي طالبان لا له مخه ليري كليو او يا غرنيو سيمو او يا جنوب برخو ته تللي ول. ځكه چې د۲۰۰۵ كال پورې طالبانو ونه شول كړاى چې كندهار ته رانږدي شي. دا ځكه چې تر دغه وخته پورې دغه اساسي دري قومونو له هغو سره دوښمني درلوده. همدا رنگه دغو دريو مليشاو و د غلجيو او نورزيو د افرادو سره يو ډول سمپاتي درلوده. خو د ۲۰۰۵ كال په پاى كې داسې حركت پيل شو چې طالبانو په كې زور واخيست. دغه ظهور ان د الكوزيو په ساحه كې پيل شو. په تدريج سره هغه امن او ثبات چې د مخه موجود وو په كرار كرار ان د نورزيو په ساحه كې د طالبانو لاس ته ورغى.

په دواړو حالاتو كې بدلون راغي يعنې هم د نورو قومونو د مشرانو كمزوري كول له كرزي سره مخالف شول او هم د دغه مخالفينو تمايل طالبانو ته زيات شو. او ځينو كسانو خو د طالبانو سره همكاري هم پيل كړه. كله چې د يادو شويو قومي مليشاوې پياوړې وې طالبانو هلته د ورتللو جرت نه كاوه خو كله چې يې زړه د كرزي له اداري سوړ شو ٬ نو ورو ورو طالبانو كليو ته لاره پيدا كړه او هلته يې پروپاگندونه پيل كړل.او قدم په قدم يې كليوال په بغاوت كې شامل كړل. په دې جلب و جذب كې بيلابيل فكتورونه شامل ول. لكه د بهرنيو ځواكونو موجوديت او له خلكو سره دافغان امنيتي ځواكونو دوښمني چې دې نوې جريان طالبانو ته د ۲۰۰۱ كال راهيسې د لومري ځل له پاره ښه چانس وركړ.

لويديځې ټلوالې دا خبره درك كړه چې د دې بدمرغيو لامل كرزي او د هغه ورور احمد ولي كرزى دى ٬ نو ځكه يې فشار وارد كړ چې احمد ولي ليرې كړي او همدا رنگه په هلمند او ارزگان كې هم د كرزي د پلويانو د ليرې كولو هڅې وشوې. د دوه ولايتونو يعنې هلمند او ارزگان واليان ليرې شول خو لږ وخت وروسته كرزي بيا مټې راونغښتلي چې هغوى بيا په كار واچوي او نوې مليشا او نوي ځواك جوړ كړي. خو د احمد ولي كرزي په اړوند فشار واچول شو چې له كاره ليرې شي. خو يې هغه ته وړانديز وكړ چې سفير شي. احمد ولي كرزي د كندهار پادشاهي غوره بلله او سفارت ته حاضر نه شو. او بيرتي د كندهار په بي واكي شورا كې پاتې شو.

اوس داسې فكر كيږي او لكه چې كتل كيږي امكان نه لري چې كرزى به په جنوب كې يا په خپل جنوب ولاياتو كې پلويان ليرې كړي. د دې مانا دا كېداى شي چې په خپله سيمه كندهار كې له خپل هر ډول نفوذ نه تير شي. په دې هر يو درې ولايتونو كې سياسي حالت د سازش له پاره برابر دى چې راديكال بدلون رامنځ ته شې او حالاتو كې بدلون راشي. په اداره كې بدلون راشي. زياتره كلي اوس په يو ډول فكري او شفاهي لحاظ د طالبانو تر كنترول لاندې دي. دولت هيڅ داسې ظرفيتونه په دغو سيمو كې نه لري چې بيرته يې تر كنترول لانديې راولي. او په دغه دوه قومونو الكوزيو او باركزيو كې كرزي نور نه شې كولاى چې پخواني پاسيف شوي دوستان هم بيا فعال كړي او د محلاتو د كنترول له پاره يې وهڅوي، چې د ۲۰۰۴ كال حالت ته وگرځي.

په نتيجه كې : داسې مالوميږي چې كرزى په جنوب كې ځان په لومه كې بند كړى دى. هغه په جنوب كې په بشپره توگه له خلكو پردى شوى او يو كوچنې مضمن اقليت چې په فساد كې غرق دى او د ده مربوطين دي ٬ نور نه شي كولاى چې د قدر ت بيلانس اوانډول جوړ كړي. حالت نور هم پيچلي او هغه په خلكو كې باور او اعتماد له لاسه وركړى دى. همدا رنگه په نړيوالو ملگرو كې يې هم خپل باور له لاسه وركړ دى. نړيواله ټولنه فشار واردوي چې اداري سيستم كې ريفورم راولي. خو د دې وخت اوس په خلاصيدو دى د ده موجوديت د نړيوالو ملگرو د كمزورۍ سبب دى.