نشر در آسمایی: 18.10.2009
له تاند ویبپاڼی څخه

په افغانستان کې د امنیت لپاره اووه ګامونه


(Saturday, 10.17.2009, 12:00am GMT)
 

لیکوال : شهزاده ترکي الفیصل

منبع : لندن ټایمزورځپاڼه (نېټه:۱۴/۱۰/۲۰۰۹)

د امریکا ولسمشربارک اوباما ،چې په دې باب غور کوي چې په افغانستان کې څه وکړي ، باید د دې حساسې سیمې په اړه د ټولو اندېښمنو خواوو نظرونه واوري .

په ریاض کې دا بیخي ښکاره ده چې نور طالبان ،لکه څرنګه چې ځینې ګومان کوي، په افغانستان کې محبوبیت او ولسي ملاتړ نه لري. د هغوی د واکمنۍ (حکومتدارۍ) سابقه د اکثرو پښتنو په شمول د افغانانو له یاده نه ده وتلې چې د ملا عمر له لاسه کړېدلي او ځورېدلي دي .

نور طالبان د پخوا په شان منظم او یولاس تحریک نه دی .دوی مختلفې قوماندې او متفاوتې نظریې لري .هرڅوک چې له حکومته خوابدی وي یا بغاوت کوي ،طالب بلل کېږي .

خو اسامه بن لادن هغسي چې ځینې وايي په کافي اندازه کمزوری شوی نه دی .هغه نه یوازې دا چې له نړیوال نظم سره بلکې په ځانګړي ډول له امریکا سره د دښمنۍ او مخالفت په سمبول بدل شوی .بن لادن لا هم ازاد ګرځي او له ځانه یې د غربیانو رابن هوډ جوړ کړی دی .

حتی که هغه اوس د تروریستي حملو په تنظیمولو او اجراکولو کې لاس هم ونه لري ، دا حقیقت چې نوموړی ژوندی دی، هره ورځ د هغه له شهرت سره کومک دی .د هغه نیول او عدالت ته راکاږل یا وژل یو ضرورت دی .

ښاغلی اوباما او د امریکا متحد ایالتونه باید څه وکړي ؟

لومړی، باید د افغانستان له ولسمشرحامد کرزي سره ناسم چلند پای ته ورسوي .له کرزي سره د امریکا د حکومت ناوړه وضعیت هغه مجبوره کړی چې بې خوندو سیاسي لارو چارو ته مخه کړي اود دې لپاره چې انتخابات وګټي جګړه مارو ته مخ واړوي .

که د کرزي په وړاندې مضبوط او د باور وړ اپوزیسیون یا متبادل وای ، بیا کېدای شوای چې نوموړی مو تخریب کړی وای ، خو حقیقت دا دی چې نشته .

په انتخاباتو کې د کرزي مهم سیال عبدالله عبدالله وو چې یو تاجک دی چې په افغاني ټولنه کې د مشر په توګه د منلو وړ نه دی ، نه یوازې پښتنو ته د منلو جوګه نه دی بلکې ازبکان یې هم نه مني .

د ښاغلي عبدالله لوېدیځ وزمه سبک اوسټایل په ملتپالو افغانانو کې د هغه اعتبار ته لا زیات زیان اړوي .نو وروسته له دې چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون خپله څېړنه بشپړه کړه ، امریکا باید د افغانستان لپاره د پرمختګ پروژې وټاکي او له کرزي څخه د هغو د اجرا کېدو غوښتنه وکړي .

دوهم ، باید له رسنیو څخه وغواړي چې نور طالبان تروریستان ونه بولي او د دې پرځای دا کلمه القاعده او نورو بهرنیو ترهګرو ته وکاروي.

که له طالبانو د ترهګرو کلمه لېرې شي ،له هغوی سره د ګټورو خبرواترو لار اورېدای شي .خو بیا هم وایم چې ملا عمر به هیڅکله د پښتنو له ملاتړه برخمن نه شي.هغه تل یو کس دی او ډېرخلک هغه په دې ملامتوي چې افغانستان د ده له لاسه سقوط وکړ.(ممکن د لیکوال اشاره د طالبانو رژیم ته وي) .پکار ده چې له قومي مشرانو سره خبرې وشي .

درېم ، د ډېورنډ لاین مسئله دې حل شي.ترڅو چې د انګرېزانو له لوري دا کښل شوې کرښه یوې خوا ته شوې نه وي ، پاکستان اوافغانستان به پر یوبل شکمن وي .له همدې کبله پاکستان په ۱۹۹۵ کې طالبان جوړ او رامنځته کړل ځکه چې دوی غوښتل چې په دې توګه د افغانستان پښتانه خپل پلویان کړي .

د دواړو خواوو، افغانستان اوپاکستان، له لوري د سرحدي سیمو لپاره ګډې پروژې به ،چې د امریکا او نورې نړۍ مرسته ورسره وي، خلک راتلونکي ته هیله من کړي .



څلورم ، د افغانستان،پاکستان، روسیې،چین او سعودي عربستان د استخباراتي څانګو د مشرانو غونډې دې جوړې شي او د القاعده شبکې په باب دې له یوبل سره مالومات شریک کړي .

پنځم، هند اوپاکستان دې د کشمیرد مسئلې حل کولو ته وهڅول شي .که دواړه هیوادونه وویني چې امریکا د دې لانجې د اواري لپاره هوډیالۍ ده ، دا مسئله حل کېدای شي .سعودي عربستان په دې برخه کې مرستندوی رول لوبولی شي ځکه چې له دواړو هیوادونو سره ښې اړیکې لري .

شپږم، د دې لپاره چې تروریستان هدف وي ، نه عام خلک، سیمې ته د اضافي ځواکونو لېږل ګټه لري .خو د بې پېلوټو الوتکو بمباریو ترهګر لږ وژلي اوډېر یې بې ګناه خلک وژلي دي .باید ترهرې حملې وړاندې دقیق استخباراتي مالومات ترلاسه شي چې په ځای حمله وشي .

اووم، د هیروینو د سوداګرۍ اوقاچاق مخه دې ونیول شي .دا داسې ستونزه ده چې په منظم پروګرام ، هماغسې چې امریکا په ۱۹۶۰ مه لیسزه کې په ترکیې کې د هغې مخه ونیوله ، اوارېدای شي .

امریکا له کروندګرو(ترک) د هغوی ټول فصل په مستقیم ډول په بیه واخیست اوهغوی ته یې وویل چې متبادل فصل وکري .له هماغه وخته په ترکیه کې نور د هیروینو کارو بار په ټپه درېدلی دی .

-------------------------------------------------

شهزداده ترکي الفیصل ډېره موده د سعودي عربستان د استخباراتود ادارې (مخابرات الاعامه)ريیس وو.هغه یوه موده په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر پاتې شوی .ویل کېږي چې نوموړي د طالبانو د واکمنۍ په موده کې په ځلونو کندهار ته تللی او له ملاعمر سره یې له د بن لادن په باب له نژدې کتلي دي .دا هم ویل کېږي چې ملا عمر یوځل له هغه (ترک الفیصل) سره منلې وه چې بن لادن سعودي ته وسپاري خو په وروستیو شېبو کې ملا عمر له خپلې پرېکړې پښېمان شو.

یاده دې وي چې سعودي چارواکي له پاکستان سره نژدې اړیکې لري له همدې کبله ښاغلي سعود ته د ډیورنډ کرښې او کشمیرد مسئلو اواری ضروري ښکاره شوی د