رسیدن به آسمایی: 27.08.2009 ؛ نشر در آسمایی: 11.09.2009

آ. کټوازى

 

 

د سپتمبر يوولسمه،

اته كاله وروسته د افغانستان او امريكا د وضعيت قرائت

 

اته كال وروسته لاهم ډېر سوالونه او مبهميات داسې دي، چې نه د امريكا او نه هم د افغانستان وگړې پوره پرې پوهيږي، په امريكا كې د سپتمبر د يوولسمې د پېښې په اړه ډيرې داسې پوښتنې دي چې ډېر كم خلك پرې پوهيږي.

 ولي دا حادثه وشوه؟ چا وكړه؟ څنگه وشوه؟ او د څه لپاره وشوه؟

كه څه هم په نړۍ كې، حتى په امريكا كې د سپتمبر د يوولسمې په اړه مختلف قرائتونه او روايتونه موجود دي، خو دوه روايته ډېر مطرح دي، يو دا چې دا حادثه يوه معمولې اتفاق نه و چې تر شا يې څو سر ببري عربان وي او گويا د اسامه خلاقو افكارو دومره توان درلود چې د شپژو جازونو په اغوا سره يې ټول محرم رازونه، سريل نمبرونه، كوډونه مونده او بيا له مدرنه او دقيقو رادارونو څخه د ۳۷ څخه تر ۴۲ دقيقو پورې دغه ټول جازونه په يو وخت او يو زمان كې منحرفه شي او بيا په هماغه منحرف لين كې د خپل شكار پسې وځي او هلته د نړيوال تجارتي مركز په هغه سالون كې تصادم كوي كوم چې د همدې سقاو دنگو ماڼيو د پريوتو مهندسي خلاگانې ياديږي، او سل په سله د يوه بلد مهندس له نقشې سره سم، يو جاز په يوه او بل په بلې ماڼۍ تصادم كوي او پدې توگه لوبه ختميږي.

 د دې «غيررسمي روايت» پلويان په امريكا كې تر ۴۲ سلنې رسيږي، د زوگابي انترنشنل بنياد او د ډېرو هغو ليكوالانو او انتشاراتو چې پدې برخه كې يې ليكنې او څېړنې وړاندې كړې، لكه د the big lie يا ځينې نور...

بل خوا هغه رسمي روايت دى چې د بوش حكومت په خپل تعبير كې دغه پېښه له اسامه بن لادن او د هغه له شبكې «القاعده» سره وتړله، البته پدې روايت كې پخپله د اسامه او ملگرو اعترافات، تر امريكايي رسمي دلايلو او د حادثې د وقوع تر محل، چې امريكا ده، ډېر پام وړ دي. دا موضوع د ډېر تحليل ځاى لري خو زه پدې مبحث كې پر دې هيڅ نه وايم، ځكه چې په دې اړه ډېر زيات تحليلونه او كتابونه ليكل شوي، اما هغه څه چې زه پرې باور لرم دا دي چې د دې پېښې عاملين كه هر څوك و، ډېر لوى جنايت يې تر سره كړې ده، دغه پېښه د دې سبب شوه چې د ډېرو نورو بې گناه انسانانو د مرگ، نيونې، ځورونې او اذيت زمينه برابره كړې. په هر حال زه د عاملينو بحث يو تكراري بحث بولم ځكه نو دلته يواځي په څو عناوينو كې خپله تبصره وړاندې كوم:

 

 

آيا د ترهگرۍ په خلاف روان جنگ يوه اسطوره ده كه واقعيت؟

د امريكا په تاريخ كې د بوش حكومت د يوه داسې بې سارى حكومت دوره ده چې ډېرۍ امريكايان د ښه ښگون په سترگه ورته نه گوري، په همدې دوره كې د امريكا اړيكو ته له نړۍ سره شديده صدمه رسيدلې او د امريكا څېره يې په نړيواله كچه په خاصه توگه په عربي او اسلامي نړۍ كې منفوره كړې ده، آن تر هغه حده چې د اوباما حكومت هم د بوش پر غلطو سياستونو او دريځونو اعتراف كوي او هغه يې د امريكا لپاره «گواښمن، ناخردمندانه او زيان بښوونكي» بللي ځكه نو په هغو كې د مثبت بدلون  او له اسلامې نړۍ سره د بدفهميو د وركولو له لارې د امريكا د غلط سياست بيا سمون غواړي، دا پخپله ددې واقعيت څرگندوي كوي چې د ترهگرۍ په وړاندې روان جنگ، چې د يوه ستر زبرځواك او يوې خاكې، بې وسه او بې وسلې ډلې ترمينځ چې په هيڅ لحاظ د دواړو مقايسه نشي كيداى، دغه جنگ ته اسطورې شكل وركوي.

هغه ابزار، سياستونو او دريځونه چې پدې جنگ كې د امريكا لخوا نيول شوي او لاهم نيول كيږي، تر ډېره حده د جنگ د عواملو، انتقامونو، بې چاره گيو او د واقعي ترهگرۍ د پراختيا زمينې په مسلسله او سيستماتيكه توگه برابروي.

كه جنگ واقعاً له ترهگرۍ سره وي نو ولې يې له عواملو سره مبارزه نه كيږي؟ موږ چې گورو، تر ډېره حده جنگ له هغه چا سره روان دى چې امريكا يې خپل دښمن بولي، ولو كه دوى ترهگر هم وي، خو داسې جنگ قطعاً له مرض سره نه، بلكې له مريضانو سره جنگ ده. پداسې جنگ كې چې څومره سرونه وهل كيږي، تنه او بيخ يې لا زياد بنياد نيسي او په بل بل سر، تازه دمه او تنكې احساسات راپورته كيږي او بيرته په همدې جنگ كې خاوري كيږي او كورونه او نسلونه خواروزار كيږي.

په دې جنگ كې مړه لاشونه د هرچا وي، خو ترشا يې يوه كورنۍ په غم لړلې پاتې كيږي، هغه كه د يوه امريكايي كورنه ده او كه د يوه طالب.

طبيعي ده چې دا غم لړلې كورنۍ د خوابدۍ او انتقام په روحيه خوى اخلي او پرې روږدي كيږي.

د ترهگرۍ امحا ممكنه ده، اما وروسته له اتوو كلونو جگړو او تعقيب، بيا هم د هغه سړي سر نه معلوميږي چې دستار يې پر سر دى، آيا دا جنگ اسطوره نه ده؟

آيا امريكا په ټوله هغه مدرنه جنگي تكنولوژۍ چې لري يې د يوې محدودې سيمې د ونو تر سيورې لاندې وگړې نشي تعقيبولى؟ دا هغه ډېرې ابتدايي پوښتنې دې چې عام وگړې يې كوي، اما كه دغو سوالونو ته سم ځواب نه وي، نو د نورو هغو سختو پوښتنو ځواب به څه وي، چې د هيوادونو پاليسي جوړونكي او تصميم نيونكي رهبران پرې نه پوهيږي؟

هر څومره چې د عامو وګړو سوالونه له ويرې او ياهم د مصلحت له مخې د دوى په ذهنونو كې ناويلې پاتې شي او اظهار نشي، دا له هغه خطرناك سكوت سره مشابه ده چې كه يوه ورځ د خولو د خلاصيدو موقع راشي نو كم سلامت سړي به پكې بې ملامتۍ پاتې كيږي.

ښايي مقصد مو د امريكا بد ويل نه وي، امريكا يو ډېر مهم او ستر هيواد دى چې د افغانستان په څېر له بې وسه هيواد سره ډېر څه كولى شي او د وركولو لپاره ډېر ښه او مفيد څه لري، اما دوى بيا هم بايد پوه كړى شي چې دغه روان جنگ د وخت په تيريدو سره خپل جذابيت، مفيديت او مشروعيت له لاسه وركوي، بيا نو بله چاره پكار ده، داسې چاره چې هم دوى ته او هم افغانستان ته په گټه وي. اوس په نړۍ كې اكثريت وگړو د امريكا مظلومه او تر تجاوز لاندې څېره هيره كړې، اته كاله وروسته خلك د امريكايي جګړو ترشا نه بلكې په وړاندې يې قدم علم كوي او ترينه بيزاري ښيې.

 

 له سپتمبر وروسته په نړۍ كې د امنيت مفهوم

د سپتمبر پېښه كه د هرچا وه، خو ډېره بده او كرغېړنه پېښه وه، دې پېښې څومره چې امريكا ته تاوان رسولى تر هغه يې سل چنده زيات د نړۍ نورو هيوادونو ته رسولى، په خاصه توگه اسلامي عربي هيوادونو ته، د دوى استقلال ته، د دوى وحدت ته او د دوى سوكالۍ، رفاه او پرمختگ ته.

كه د سپتمبر حادثه د اسلام په نوم شوي وي، نو د دې حادثې تبعات او عواقب په مراتبو د اسلام او مسلمانانو په زيان تمام شوي، د دغه حادثې په انتقام كې چې په تيرو اته كلونو كې څومره مسلمانې ارواگانې تللې، څومره كورنيو خپل عزيزان له لاسه وركړل، څومره آبادۍ په ويرانو بدلې شوي او څومره ماتمونه چې پر ولسونو راكوز شول، د هغو حساب په مراتبو د سپتمبر تر پېښې زيات دي، په اتو كلونو كې د هغو بې وزله افغانانو چې يا د القاعدې د فتواوو په نتيجه كې مظلومانه شهيدان شوي او يا هم د ړندو بمباريو او مزايلو له كبله وژل شوي، ښايې ضايعات يې د نړيوال تجارتي بورجونو له مظلومو مړو څخه پر مراتبو ډېر وي.

پخپله د سپتمبر پېښې او تر سپتمبر وروسته دريځونو او عملونو د نړۍ هر وگړى په ويره او خوف كې واچاوه، دغه ويره دومره پراخه او عوامگيره ده چې هر انسان او هر هيواد يې اړ كړ تر څو خپل امنيتي تدابير، امنيتى مصارفات، پوليسي دسپلين، استخباراتي تعقيبونه او جگړه ييز وسايل او تجهيزات تر بل هر وخت زيات كړي.

دا چې په هوايي ډگرونو كې له مسافرو او ميليمنو سره څه ډول چلند كيږي، د فردي مصئونيت د زيانمن كيدو لپاره كافي مثال دى.

له سپتمبر وروسته د هيوادونو په كچه د امنيت مفهوم كافي متغيير شوى، دا چې لوږه، فقر، جهالت، جگړې او د وسلو كاروباري پراختيا تر څه حده د امنيت مفهوم منحرف كړى، په ډېرو تحليلونو كې ورته اهميت نه وركول كيږي، ځكه چې د سيالانو ترمينځ ټكري بيروبار دومره زيات دى چې د نورو مسايلو تحليل ته خلاصيداى نشي. د نورو مسايلو تحليل ډېر ضروري ده. د جنگ يو نواخته تداوم او پدې باور چې حتماً د عسكرو او باروتو په قوت پر دښمن غلبه حاصليداى شي هغه خطا او غلطه تجربه ده، چې هيڅ توجيه كيداى نشي، كه دا تجربه سمه واى نو په نړۍ كې به د يوې كاميابې جگړې مثال موجود واى، جگړه ډېر بد شى دى، او هيڅ خير پكې نشته، جگړه پرته له شر بل څه نشي راوړلې.

په حسابي او علمي تحليل كې چې، د امنيت په مطمئن او دوامداره او واقعي تامين كې، څومره نقش فقرزدايي، اقتصادي پراختيا، د بې علمي وركول، د وگړو د سر او روزۍ تامين څومره نقش لري، جنگ يې قطعاً نلري، كيداى شي په جنگ كې دښمن نابود شي، كيداى شي په جنگ كې ميدان فتحه شي او د دښمنيو سلسله قطعاً نه ختميږي. دا واقعيت ده او تر څو پورې چې دغه واقعيت ونه منل شي، مطمئنه او دوامداره امنيت به د هيچا په نصيب نشي، د امريكا په سياست كې تر ټولو ستره غلطى دا ده چې دوى د جنگ او دښمن په فلسفه كې د القاعدې په څېر سوچ او فكر لري، القاعده په حاضر وخت كې تر ډېره حده د تكفيري جماعت په څېر فكر لري، دوى په هرې صغيره گناه انسان كافر باسي او د اسلام د دښمنانو په صف كې يې دروي او بيا دغه دښمن د مرگ تر بريده تعقيبوي او تر هغه په كمه بسنه نه كوي، پدې ترتيب سره د دوى په تعبير جهاد او قتال تر قيامته نه ختميږي او د انسان د اصلاح او هدايت پر ځاى د هغه مرگ او نابودۍ ته ډېر ليوال دي. پداسې حال كې چې د دښمنيو د دوام لپاره مرگ او مير تر ټولو غټ دليل دى، چې مرگ او مير وي نو دښمنۍ به دوام مومي او كه غواړو چې دښمنۍ ختمي شي، نو پخلاينه، پر يو بل باور، يو بل ته غوږ ايښودل او يو بل ته احترام پكار دى، دغه ستيج ته د رسيدو لپاره جنگ نه سوله او حوار پكار ده، د ژوند د شرايطو ښه كولو ته ضرورت دى او دا په جنگ نه كيږي. د امنيت منحرف مفهوم دا هم ده چې هر هغه مقطعي مخالف، سياسي مخالف او مشكوك مخالف سړى چې ترسترگو كيداى شي هغه د امنيت ضد بلل كيږي او ترجيحاً يې نابودول او نيول د مسئلې د حل او د امنيتي گواښونو د كنترول ذريعه بلل كيږي، پداسې حال كې چې دا فرضيه سمه نه ده، بايد د پايداره او واقعي امنيت د ټېنگښت لپاره، داسې امنيت چې نور پكې هيڅ مسلم او غير مسلم انسان ته د ويرې، لوږې، تجاوز، توهين، د آزاديو سلبيدل، جنگ او انتقام اخيستنه نه وي. د داسې وضعيت لپاره جنگ او محوه كول نه، بلكې يو پراخ فرهنگي حوار، د تمدنونو پخلاينه، زغم، سياسي اصلاح، اقتصادي همكارۍ او له يو بل سره هر اړخيز تعاون پكار ده، ځكه نو په زغرده ويلاى شو چې روان جنگي سياستونه او د يو بل د محوه كولو پروسه نه د افغانستان لپاره او نه هم دنړۍ لپاره سوله، سوكالې او نيكمرغي تضمينولى نشي.

 

تر سپتمبر وروسته د روان جنگ توجيه او د عامه رايي اغوا

په تيرو اتو كلونو كې چې څومره د عامو ولسونو او روڼ آندو پر ذهنونو جبونانه سكوت حاكم دى او د حقايقو له بيان څخه عاجز دي، هغه په تاريخ كې سارى نلري، تقريباً د بلشويكي دورې له استبداد سره مشابه يو حالت دى، په تيرو اتو كلونو كې افغانانو هر څه توجيه كړل، هرڅه يې پدې اميد وزغمل چې گوندې له دې راغلې جريان سره د هيواد لپاره خير او بركت ډېر متصور دى او نور بايد انقلابونه او بغاوتونه ونشي، اما پدې وروستيو كې د دې نښې نښانې ليدل كيږي، چې افغانان يوځل بيا له حالاتو څخه ستومانه او مايوس كيږي.

په تيرو اتو كلونو كې ډېر څه پر افغان ولس ومنل شوو او هغوى پر دې قانع كړى شوو چې راغلى موجوده حالات په مراتبو غنيمت او بهتره دي، تر دې چې پخوا وو، ولس هم قناعت كړى او د صبر او زغم خاصه يې ورخپله كړې ده، دوى په هرې هغه پروسې كې ونډه اخيستې چې د هيواد عليا گټو ايجابول، خو كه چېرې دغه مصنوعي توجيهات او د عامه نظر اغوا له موجوده حالاتو او واقعيتونو سره په متناقضه او مغايره ډول دوام ومومي، نو يقيناً چې ډېر ژر به د ولس ترڅنگ د دوى حكومت او سياسيون هم لاس د ولس له توجيه كولو او د هغوى د ديد او نظر له اغوا څخه لاس واخلي او كه داسي وشي نو دا به د امريكايي طرحو او پاليسيو په وړاندې د افغانانو (ولس او حكومت) وروستي طواف وي او بيا به بله ژبه وي.

 

جنگ به نور څومره دوام مومي؟

دا هغه سوال دى چې د هر افغان په ذهن كې موجود دى، آيا يواځي جنگ دى چې ولسونو ته بريا راوړلى شي؟ دغه سوال تر تير پرون موجود نه و، خو تر سپتمبر وروسته دغه سوال په ډېر شدت سره مطرح دى، جنگ به نور څومره دوام مومي؟ هغه څه چې د پاليسي جوړونكو او سياسي رهبرانو لپاره په مستقبلي سياستونو لازم دي د دې سوال ځواب دى. هر تصميم چې په سياسي يا عسكري ډگر كې نيول كيږي، د هر عادي افغان ترڅنگ له هر سياسي څېړونكي، له هر عسكر او له هر چارواكي سره دا سوال په جدي توگه مطرح دى چې آخر دغه جنگ به نور څومره دوام كوي؟ او آيا بس همدا افغانستان به د جنگونو او جنگي آزمايښتونو لابراتوار وي او هره وسله او سياسي پروژه به همدلته تجزيه او تجربه كيږي؟

 

   آيا جگړه گټونكى لري؟

تر سپتمبر اته كاله وروسته چا جنگ گټلى؟ آيا القاعده ختمه شوه؟ متلاشي شوه؟ او آيا طالب او نور چې د جنگ او بدبختيو اصلي او بنيادي عاملين دي، ختم شوي؟ كه دغه جنگ د واقعي سولې او ثبات لپاره لږ گټه هم رسولې وي، نو دوام يې افغانانو ته د توجيه وړ ده، اما كه داسې نه وي، نو دوام يې د توجيه وړ نه ده.

ښايي تر سپتمبر وروسته په لومړيو څو كلونو كې چې موږ افغانانو ډېر څه ترلاسه كړل، ډېرې برياوو مو په برخه شوې او له يوه ډېر خطرناك حالت څخه مو نجات پيدا كړ او د نابودۍ له كندې راوژغورل شو او په كور كې روانه كورنۍ جګړه، نسل وژنه او د يو بل حذفول او لنډه دا چې هغه د باروتو او اور لوبه ختمه شوه، دا هر څه ښه و، هغه وخت ولس د ملي او بين المللي سياستونو ترشا ولاړ وو، ولس اوس هم په نړيوالو باور لري او پوهيږي چې د هيواد لوړې گټې پدې كې دي چې له نړيوالو سره موثره او صميمانه پيوندونه ولرو، له هغوى سره متبادله گټې ولرو او هغوى ته اطمينان وركړو چې نور به له دې وطن څخه د باغي ډلو ټاټوبۍ نه جوړيږي، خو ددې ټولو لپاره د جنگي سياست دوام لازم نه دى، جنگي سياست ناكام او د ناچارۍ له مخې وي!!

تر سپتمبر اته كاله وروسته بايد اعتراف وكړو چې په ذهنې او رواني لحاظ د افغانانو او نړيوالو په ديد كې ډېر بدلون راغلى، له امريكا سره د ولسونو هغه غمشريكي چې په ۲۰۰۱ كې موجوده وه هغه اوس هومره نه ده، ځكه نو اوس كه په جنگ كې د هيڅ گټونكي لپاره ولس چكچكې نشي وهلى، ولس پوهيږي چې نورې دېرې لارې شته چې بايد د جنگ د تورې بلا د ختميدو لپاره وكارول شي.

 په نړۍ او افغانستان د سپتمبر پاتې شوى ميراث

له دې واقعيت افغانان انكار نه كوي، چې تر سپتمبر وروسته په افغانستان كې راغلې حالات په مراتبو تر هغه بهتر دي چې پخوا وو. د عراق او افغانستان فرق دا دى چې هلته امريكا لاړه او يو ښه حالت يې په بد حالت بدل كړ خو په افغانستان كې يو بد حالت په ښه حالت بدل شو. افغانان شديداً ليوال دي چې دغه ښه حالت نورهم ښه شي او ادامه پيدا كړي.

تر سپتمبر وروسته ډېر بنيادي گټې چې زموږ ولس ته رسيدلې د گڼو آزاديو تر لاسه كول او د معيشت بهتره كيدل  او په نړيواله ټولنه كې د افغاني هويت دوباره ژوندى كيدل دي.

پخپل نوعه كې د موجوده ديموكراسۍ راتگ او په نتيجه كې ولس ته د دې فرصت او حق مهيا كيدل چې خپل سياسي سرنوشت په خپله وټاكې دا لويې برياوي دي.

خو لدې سره سره ځينې نورې نوى پديدې هم د سپتمبر يوولسمې موږ ته او نړۍ ته پرېښې، چې پرته له تفصيل يې د عناوينو په توگه يادوم:

دا مبحث پدې ارادې ليكل شوى، تر څو د فكر او تدبير د خاوندانو زړه سوي موجوده واقعيتونو ته راوگرځوم او د قضاياوو د لا خرابيدو په ځاى د هغوى پام يوې داسې هڅې او تلاش ته راواړوم چې ټولې نړۍ ته پكې خير وي، افغانانو ته پكې نيكمرغي، سوكالې، عزت، ثبات، پرمختگ او د نورو له نياز څخه استغنا وي.

تر سپتمبر اته كاله وروسته ډېرۍ افغانان دې نتيجې ته رسيدلى دي، چې نړيوالو زموږ سره ډېر څه وكړل او لگيا دي زموږ د فلاح لپاره يې كوي، خو واقعيت دا دى چې دوى د افغانستان د بنيادونو د ټېنگښت مرجع لا هم نه ده موندلى، د افغانستان بنيادونه هغه وخت ټېنگيداى شي، چې نړيوال د افغانستان د حكومت له لارې خپلې اقتصادي، سياسي او ټولنيزې هڅې وكاروي، يو مقتدره، منظم او پياوړوى حكومت كولى شي پر كشالې غلبه حاصل كړي. خو كه داسې ونشي نو تر بل سپتمبر پورې به ډېر نور څه هم له لاسه تللي وي.