لنډه پيژندنه
محمد اکبر کرګر په ۱۳۳۲هجري شمسي کال د کونړونو د مزار په دره کې زيږيدلی دی . په مزار دره کې د لومړنيو زده کړو د پای ته رسولو وروسته د کابل د ابن سينا عالي ليسه کې زده کړه وکړه او په ۱۳۵۳ د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې شامل او په ۱۳۵۶ کال کې د دغه پوهنځې د فلسفې او ټولنيزو پوهنو له څانگې فارغ شو . نوموړي د ښوونځي په دوره کې په ليکوالۍ پيل کړي دی ، يو شمير لنډې کيسې يي ليکلي او يو لړ ادبي فلسفې څيړني يي هم کړي دي .
محمد اکبر کرګر په يو شمير دولتي پوستونو لکه د راديو د خپرونو رياست ‘ د چاپ او خپرونو د دولتي کميټې رياست (د وزارت په سطحه كې ) او د ليکوالو ټولنې د مرستيالۍ په څنگ کې د تاريخ او فلسفې د پوهنځي د استاد په توگه هم پاتې شويدي . په هغه وخت کې يي يو لړ تصوفي اوعرفاني څيړنې هم کړي دي .
د محمد اکبر کرګر د يو شمير آثارو نومونه په لاندې ډول دي :
لنډې کيسې:
۱. شيبې چاپ کال ۱۳۶۳
۲. سينده ځه سينده بهيږه ۱۳۶۶
۳. د زمانو سندره ۱۳۷۰
۴. کله چې ماشومان سندره وايي ۱۹۹۸
۵. انځورونه که هينداره ۲۰۰۷
څيړنيز اثار:
۶. غني د شګو په محل کې ۱۳۶۵
۷. څو ادبي يادونې ۱۳۶۶
۸. په حالنامه کې د بايزيد روښان عرفاني او فلسفي څيره ۱۳۶۹ دويم چاپ ۲۰۰۶ م
۹. ادبيات او د انسان د نننۍ نړۍ ۲۰۰۵
۱۰. لويه جرګه او لويې پريکړې ۲۰۰۳
ژباړنې :
۱۱. ترورېزم او جګړه له انګليسي ژبې ۲۰۰۴
۱۲. استېتيک مقولې له فارسي څخه ۱۳۶۵
۱۳. يو شمېر څېړنيزې ادبي، فلسفي مقالې
۱۴. د افغانستان د جمهوريت فرهنګي پاليسي (له مهدي دعاګوی او استاد الهام
سره گډ کار) ۱۳۶۹-۱۳۷۰)
د لاس لاندې كارونه :
۱- له كيڼې كوڅې د شعر زمزمه
۲- د ميرزا خان انصاري په شعر كې فلسفي اوعرفاني ارزښتونه
۳- د لپ تاپ، كلاشينكوف او قران پاك د اثر پښتو ژباړه (له انگريزي ژبې )