24 اگست 2015

غلام حسن گران

د ولسواکی او خپلواکی پلرونو وروستی ډیوه مړه شوه !

محترم محمد آصف اهنګ دهیواد  ددموکراسی او د مشروطه خواهی د نهضت د لړی وروستی ملی شخصیت د ۹۲ کالو په عمر پرون د کاناډا د ونکور په ښار کی ومړ- انا لله وانا الیه راجعون

پدی توګه زه د مرحومی د کورنی ټولو محترمو غړو، او د هیواد وټولو رښتینو منورینو او بدلون غوښتونکو ته د زړه له کومی تسلیت وایم او د لوی خدای (ج) څخه مرحومی ته جنت برین غواړم.

مرحوم محمد آصف آهنګ خپل د عمر زیاته برخه د ولسواکی او خپلواکی لپاره په مبارزه او زندان کی تیر کړی. آهنگ د مرحوم میرزا مهدی خان چندولی زوی دی ، چی د امانی نهضت یو فعال غړی او د غازی شاه امان الله خان سرمنشی ؤ . مرحوم میرزا مهدی خان چندولی د هیواد د نورو وتلو ملی شخصیتونو لکه مرحومان هر یو محمدولی خان دروازی د غازی شاه امان الله خان نایب السطنه ، غلام جیلانی خان چرخی ، جانبازخان چرخی او عظیم منشی زاده او نورو سره یو ځای دا نګلیس ضد شخصیتونو په توګه د محمد نادرشاه له خوا په یوه شپه اعدام شول. د مرحوم آهنګ ورور ، مرحوم محمد یونس مهدی زاده هم په ۱۳۵۸ کال کی اعدام شو.