تاریخ نشر در آسمایی : 05.09.2008
منبع : د تاند ویپاڼه

د آصف علی زرداری لنډ ژوندلیک

تاند - ټاکل شوې ده چې ښاغلى زرداري به د شنبې (سپټمبرشپږمه نيټه) د پاکستان د اولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پروېزمشرف په ځاى ولسمشرغوره شي.


د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر، دوه پنځوس کلن آصف علي زرداري چې په خټه بلوڅ دى د پاکستان د سند ايالت له يوې معتبرې فيوډالې او تجارې کورنۍ سره تعلق لري. دۀ د کراچۍ ښار په سينټ پيټرک ښوونځي کې له لومړنيو زده کړو ورسته په لندن کې هم څۀ زده کړې کړې دي خو دا څرګنده نه ده چې دۀ آيا خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې او که څنگه؟



په نولس سوه اوه اتيايم کال کې د پيپلز ګوند مشرې بېنظير بوټو سره واده ، په هغه وخت کې د نهه ويشت کلن آصف علي زرداري لپاره چې د پولو لوبه او اسونه يې خوښ وو، يوه ژوند بدلونکې پيښه وه. له واده يو کال پس بېنظير بوټو په لومړي ځل د پاکستان صدر اعظمه وټاکل شوه. خو له دوو کلونو وروسته ولسمشر غلام اسحاق خان د دې حکومت ړنګ کړ او آصف علي زرداري د درغليو په تورونو بندي شو.



په نوي يمه لسيزه کې بېنظير بوټو يو ځل بيا واک ته ورسيده خو په نولس سوه شپږ نويم کال کې د دې د حکومت له ړنگيدو سره، آصف علي زرداري يو ځل بيا د درغليو په تورونو ونيول شو. په دۀ باندې دا هم تور وو چې گواکې د خپل اخښي مير مرتضى بوټوپه وژلو کې يې لاس درلود.



په تيرو شلو کلونو کې آصف علي زرداري د درغليو په تورونو په مجموع کې يولس کاله په بند کې تير کړي خو د دۀ خلاف په پاکستاني محکمو کې يو جرم هم ثابت شوى نه دى.



د بريتانيا فنانشل ټائمز ورځپاڼې په يو راپور کې ليکلي چې د امريکا په نيويارک ښار کې د يوې محکمې اسنادو څرگنده کړې چې په تيرو درو کلونو کې آصف علي زرداري ډير رواني مشکلات لرل او ډير ذهني فشارونه او ناروغۍ يې ګاللې.


تير کال د دسمبر د مياشتې په اوه ويشتمه نيټه په روالپنډۍ ښار کې د بېنظير بوټو وژنې له سياست څخه گوښه شوى آصف علي زرداري مجبور کړ چې د پاکستان تر ټولو لوى ګوند واگې په خپل لاس کې واخلي.



د پاکستاني سياست ډيرو کار پوهانو فکر کاوه چې د ميرمنې له وژل کېدو وروسته به آصف علي زرداري ونه شي کولى چې خپل ګوند يو ځاى وساتي او انتخابات وگټي. برعکس پيپلز ګوند د فبرورۍ د اتلسمې نيټې په انتخاباتو کې تر ټولو زياتې څوکۍ وگټلې او د خپل پخواني سيال مسلم ليگ نواز ډلې گوند، عوامي نيشنل گوند او جمعيت العلماء اسلام په مرسته يې مرکزي او ايالتي حکومتونه جوړ کړل.



سره له دې چې د آصف علي زرداري د کاميابۍ سياسي ستراتژۍ په نتيجه کې ولسمشر پرويز مشرف استعفا ورکړه، خو تير کال د مشرف لخوا د شړل شويو قاضيانو بيرته په خپلو دندوګومارلو په سر نواز شريف د ائتلاف څخه وووت. نواز شريف په آصف علي زرداري تور ولګاوۀ چې په وار وار يې له هغو لاسليک شويو موافقو څخه يې سرغړونه وکړه چې د قاضيانو د بيا ګومارلوهوډ يې پکې کړئ وو.

په لندن کې ميشت د پاکستاني سياست کارپوه شاهد سعد الله آزادۍ راديو ته وويل چې د پاکستان سياست د پيپلز ګوند او عوامي نيشنل گوند په شان کڼ لاسو گوندونو او د مسلم ليگ نواز ډلې او جماعت اسلامي په شان ښي لاسو ګوندونو ترمينځ ويشل شوى دى.



دۀ زياته کړه چې دا ويش د تروريزم ضد مبارزې په سر رامينځته شوى ځکه چې ښي لاسي گوندونه غواړي چې يوازې د طالبانو او ورته ډلو سره د مذاکرو له لارې په هيواد کې د امنيت د ټينګېدو هڅې وشي.



خو کيڼ لاسي ګوندونه سخت دريځې ډلې د هيواد امنيت ته لوى گواښ بولي او غواړي چې د خبرو اترو، له ګاونډي هيوادنو سره د اړيکو په ښه کولو، اقتصادي او سياسي اصلاحاتو او د پوځي عملياتو په مرسته په پاکستان کې د ترورزم گواښ له مينځه يوړل شي.



شاهد سعد الله زياتوي چې دې حقيقت په پام سره چې د مسلم ليگ نواز ډله په پنجاب ايالت کې ډير پلويان لري او هم له دې ايالت څخه يې زياتې څوکۍ تر لاسه کړي دي، د ولسمشرۍ را روان انتخابات کيدى شي چې د پاکستان درې واړه ايالتونه د پنجاب په مقابل کې ودروي.


ښاغلى شاهد زياتوي : ((زه هيله لرم چې اوس به داسې حالت رامينځته نشي چې يوې غاړې ته پنجاب وي او په بلې خوا ته د پاکستان نور ايالتونه ولاړ وي. دا ځکه چې تاسو وليدل چې د صوبه سرحد ايالتي پارلمان وويل چې دوى د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د آصف علي زرداري ملاتړ کوي. په غالب ګومان به د سند ايالت پارلمان هم ورته پريکړه ليک تصويب کړي. که چيرې د بلوچستان پارلمان هم دا کار وکړي نو دا به د پاکستان درې واړه ايالتونه د پنجاب په مقابل کې ودروي. زما په فکر دا به يو سم پرمختگ نه وي.))


د ولسمشر په توگه د ټاکل کيدو په صورت کې به پر آصف علي زرداري فشار وي چې په اټومي وسلو سمبال، د پاکستان د يو سلو پنځه شپيته مليونه نفوسو هغو جدي ستونزو ته چې امنيت او بې وزلي يې په سر کې دي ژر ځواب ووايي .