رسیدن به آسمایی:  28.02.2009 ؛ نشر در آسمایی:  28.02.2009

 

دستگیر روشنیالی

 

 

ليږد نه، ليږدونه


نه يو شانتوب: د حقيقت موندنې تر ټولو ښه لاره


د ټولنې د پيږندنې او له شاخوا واقعيتونو څخه د يوه ښه تصوير او سم پاراديم Paradigm ورکولو په کار کي د افغان روشنفکرانو په بي وسي کلنو نه، بلکې پيړې تي
ريږې. سره ددي چي د سياسي او ټولنيزو چارو په کار کي د پخوا په پرتله د روشنفکرانو ونډه پراخه شوي، خو تر اوسه هم د ټولنې او ټولنيزو ستونزو د پيږندنې او بيا هغوې ته د حل د لارو د موندلو په چاره کي بری نه دی تر لاسه شوی. په طبعي توگه روشنفکران له هغه ذهنی حالت او فکري تصوراتو چي په ټولنه کي واکمن دي په پراخه اندازه متاثير کېږې او متاثير شوي دي او د افغانستان يو په بل پسي غميزې او يو په بل پسي تراژيدگانې په ټولنه کي د واکمنو ټولنيز ذهن او فکري تصوراتو په بشپړه بې وسي حکم ورکوي. همدادم د ټولنې په هکله او د پيښو د ارزونو په هکله د نوی تفکر او د سمو پاراديمونو د ورکولو ضرورت را منځ ته شوی دی. د ټولنيز ذهنيت په وروسته پاتي والی، ټمبلې او بې توپيري د غلبې وخت راغلی. د روشنفکرانو لمړنۍ دنده داده چي د ټولنيز ذهنيت له پرمختگ او فعال کيدلو سره مرسته وکړې تر څو د د بي توپيرې او انتظار له حالت څخه را ووزي اوپه راتلونکی کي بری د هغه چا دي چي د خلاقو فکرونو په بنياد همدا دنده تر سره کوې. پروني داستانونه او پرونې افسانې ددي کار له عملي کولو سره مرسته نشي کولاي.

راځې لارې بدلې او يو ذهني انقلاب پيل کړو
په افغانستان کي په پيړيو پيړيو په شعرونو کي، په سندرو کي، په ليکنو کي د زور، د تورې، د ټوپک، د جنگ، د وژلو، د کرکي، د توربورگنيو، د کينو او ځيلونو... ستاينه شوې او اوس هم کېږې. په دي ډول فرهنگ کي غيرتي، زورور او د ستاينې وړ هغه څوک دی چي ډير خشونت کولاي شي او د نورو په پرتله د انسانانو په وژلو او ځورولو کي د برلاس خاوند وي. په دي فرهنگ ډيرې وړې ستونزې هم د ټوپک او زور په ژبه حل کېږې. د زور، جگړو، کرکو... وسيلو نه يوازي ستونزې حل نه کړې او حل کولاي يې نشي، بلکې افغانستان يې د بي شميرو ستونزو په مرکز بدل کړي دی.
 موږ نويو لارو او نويواو انديښنو ته ضرورت لرو. موږ د ستونزو په حل کي د سولې، پوهای، ديالوگ وسيلو ته ضرورت لرو. دا وسيلې به نه يوازي د بری لاره همواره کړې، بلکي پلي کونکي به يې اخلاقي او معنوي برتري هم تر لاسه کړې. دا ډول وگړو ته تاريخ جوړونکي وگړي ويل کېږې او په تاريخ کي يې ځای تر هر چا اوچت دی.
 گاندي د جگړې او وژلو په ځای د هندوستان خپلواکي د سولې، پوهای، ديالوگ، استدلال او حوصلې... په وسيلو ترلاس کړ او گاندی دي لوی هيواد ته نه يوازي خپلواکې، بلکي ازادې يې هم راوړه. خپلواکي او ازادي دوه نه بيلدونکي مفهومونه دي. له بده مرغه په افغانستان کي له ازادي پرته خپلواکي خوښيږې.
په جنوبی افريقا کي نلسن مانديلا د انتقام په ځای، د وينو تويولو په ځای د بخښنې او پخلاينې لاره خپله کړه او د سولې او پوهای په زوريې د پيړيو زوړ اپارتايد ختم کړ. دواړو گاندي او مانديلا له بريو سره سره نه يوازي په خپلو هيوادونو کي، بلکي په ټوله نړۍ کي يې لوی اخلاقي او معنوي ځای هم ترلاسه کړ او ژور درناوی او احترام يې ساتل کېږې. د دوي قوت او زور په دي کي وو چي له ايديولوژې، راديکاليزم، وسلې، جنگ، خشونت او وژلو يې مخ واړاو. دوی د بل هر څه په پرتله انسان، د انسان ژوند، د انسان کرامت او انسانې ارزښتونو ته درناوی وکړ او مانديلا هغه څوک په غيږ و نيو چي دی يې په زندان کي ساتو.
زه نه پوهيږم ځوان نسل چي عملآ په صحنه کي دی او له بده مرغه له يوې خوا په جنگي چاپيريال او جنگي ذهنيت کي روزل شوی او له بلې خوا د احساساتو، عواطفو، قومي، ژبني او مذهبي اړيکو تر تاثير لاندي دي څومره ددي خبرو منلو چمتو دی، خو راتلونکي نسلونه په کلکه دي ته اړتيا لري چي په خپلو ارزونو او قضاوتونو کي احساساتو او عواطفو ته ونډه ورنه کړي او په دي کار کي ځانونه له قومي، ژبنی ... بندونو وژغوري.

د هوساينې او نيکمرغي په لور دليږدونو ضرورت .
-  له دوديزې او سنتي ټولنې، مدرنيتې ته ليږد. دلته د ليږد معنی د دوم پوسيله د اول نفي کول نه دي.
-  له جگړې، سولې ته ليږد.
-  له کرکې او کينې، باور او پوهای ته ليږد.
-  له شی، څوک ته ليږد. دلته له انسانانو په تيره بيا له ميليونو ښځو سره د شی په شان چلند کېږې او ښځه د " شی" له حالت څخه د "څوک" حالت بايد راووزي.
-  له خرافاتو او افسانو، خپلواکې انديښنې ته ليږد.

سنت او مدرنيته
افغان ټولنه يوه دوديزه ټولنه ده. په دي ټولنه کي په پراخه اندازه د خپلوي، ويني، قبيلې او قومي اړيکې واکمنې دي او دي ډول ټولنه ته اوليه ټولنه ويل کېږې او په ټولنه کي همدا اړيکي دي چي د انسان او انديښنې د خپلواکي لاره يې تړلې ده. په دي برسيره دي اړيکو او ددي اړيکو پاللو په ټولنه کي د فساد او بي کفايتي چاره هم پياوړي کړي ده او دليل يې دادی چي وگړي د وړتيا په ځای د پورتنيو اړيکو په بنياد ټاکل کېږې اودا وزارت او هغه رياست د يوې قبيلې او يوه قوم په مالکيت بدليږې.
 په افغان ټولنه کي د مدرنيتي نشاني او اثار هم شته دي او د ټولنې ته د اداره کولو او جوړولو په کار کي " ټولنيزو تړونونو" هم لاره موندلې ده. خو تر اوسه يې واکمن حالت نه دی تر لاسه کړی.
سنت او مدرنيته د فلسوفانو، پوهانو، ليکوالانو ... د بحث کولو ډيره مهمه او ډيره توده مسله ده. په دي هکله
او له دي جملې افغان روشنفکرانو څيړنې او ليکنې کړې او اوس هم دا کار دوام لري.
مدرنيه تر هر څه د مخه د انسان د خپلواک کولو او له خرافاتو د هغه ژغورولو ته ويل کېږې.
د افغانستان په شان يوه ټولنه کي د " سنت" او " مدرنيته" د مفهومونو سمه څيړنه او ددي دو تر منځ د اړيکو، ددي دو د مخامختيا، تضاد او په يوبل ددی دو د تاثيراتو په هکله څيړنه او ارزونه کول يو ټاکونکی اهميت لري. د مدرنيته او سنت په هکله نظريې يو شان نه دي او " نه يوشانتوب" د حقيقت موندنی له پاره په زړه پوري او تر ټولو موثره وسيله ده. " يوشانتوب" نه يوازي د حقيقت موندنې له کار سره مرسته نشي کولاي، بلکي حقيقت په خپل مالکيت بدلوي. همدارنگه ددي مفهومونو ساده کول او يا هم ورسره ساده چلند کول د حل او د يوې سمې ارزونې کار له ستونزو سره مخامخ کوي. دا بحث او دا مفهومونه نه په کوز او پاس، نه هم په تور اوسپين سره جلا کېږې.
نور بيا