رسیدن: 14.12.2012 ؛ نشر : 15.12.2012

سهیلا حسرت نظیمی


طالبان- جګړه که سوله

که له افغان طالبانو سره سوله ونشی نو آیا داسې کومه بله لاره شته چې افغانستان له جګړې خلاص شی؟

ډیر کسان په دې باور دی چې له افغان طالبانو سره سوله نشی کیدای، ځکه د دوی لاسونه په ډیرو وینو ککړ دی. د افغانستان مدني ټولنو او د بشري حقونو ټولنو، په وار وار له طالبانو سره د خبرو او پخلاینې مخالفت کړی او ډېر ځلي یې په دې ټینګار کړی چې له طالبانو سره د سولې په صورت کې به د نجونو او ښځو حقونه تر پښو لاندې شي. د بشری حقونود دفاع او څيړنې ډلې هم له طالبانو سره د سولې پلوي نه دی. دوی ادعا کوی چې ښځي له طالبانو سره د سولي په خبرو اترو کې ننداريزه ونډه لري ځکه طالبان په دې خبرو کې د ښځو ګډون نه خوښوی. دا اندیښنه پر ځای هم ده. د طالبانو د حکومت په دوران کې په هرډول ټولنیز فعالیت کې د ښځو ونډه منع کړای شوې وه. په ۱۹۹۲ کال کې هم د مجاهدینو په راتګ، لومړنی ګوزار پر ښځو وشو. دادي بیا به هم د سولې په خاطر لومړی ښځې او نجوني قرباني ورکوی.

د ملی امنیت پخوانی مشر امرالله صالح هم وایی چې د تعصب هر ډول جرړې یی له وجوده ایستلی خو له طالبانو سره سوله، شرموونکې بولي: « پیشبرد مذاکرات با آنهایی که اعمال تروریستی انجام میدهند و مردم بی گناه را به قتل میرسانند - عمل شرم آور می باشد که برای ستراتیژی دولتی مرگبار محسوب میشود.» (له لمر او طلوع سره تلویزیونی مرکه).

د امریکا د متحدو ايالتونو په ټاکنو کي د جمهوري غوښتوونکو مخکښ کانديد مت رومني، هم د امریکې د ولسمشرۍ د ټاکنو د بهیر په یوه مناظره کې وويل چي هغه له طالبانو سره د هر ډول خبرو اترو پر خلاف دئ: «په داسي حال کي چي طالبان زموږ پوځيان وژني امريکا بايد له هغوی سره خبري و نه کړي».

دغه کسان له طالبانو سره پخلاینه نه غواړي، په داسې حال کې چې لا طالبان هم سولې ته حاضر نه دی. طالبانو په ښکاره تل د سولې خبرې اترې رد کړي او ویلي یی دی، تر څو چې بهرني پوځیان له افغانستان نه وتلي نه وي خبرې به ونه کړي.

بهرني پوځیان د القاعده د تروریستې ډلې د له منځه وړلو په نامه افغانستان ته ننوتل. دوی د القاعده جرړې په افغانستان کې لیدلې او طالبان یی د هغو یوه برخه بلله. خو د اسامه بن لادن تر وژل کیدو (؟) وروسته نور د القاعدې نوم نه اخیستل کیږی او طالبان یی هم ځانته په دوو برخو ویشلی چې له یوې «منځلاری» سره یی سوله غواړی او د بلې «تندلاری» له منځه وړل. آیا د سولې د امکان په صورت کې به دوهمه ډله طالبان بیا هم د جګړې لامل نه وی؟

په لس کلنه جګړه کې چې د ناټو په قدرت او توان پرمخ بیول کیده، طالب جنګیالي له منځه یونه وړل شول، آیا له دې وروسته به له منځه یوړل شی.
په دې لس کلنه جګړه کې یوازې د افغان بچیانو د وژل کیدو شمیر څومره وو؟ د بربادیو او ورانیو کچه څومره وه؟ په راتلونکو لسو کلونو کې به دغه مرګ ژوبله او ورانۍ دوه چنده نشی؟ او آیا نور افغان خاوره د دې دومره ناتار د زغم توان لری؟

خو څه شی د دې سولې خنډ ګرځیدلای شی؟

له دې ټولو مخالفتونو سره سره د افغانستان حکومت هڅه کړې څو له طالبانو سره د خبرو اترو لار پرانیزی. د افغانستان حکومت د سولې د خبرو لپاره د سولې د شورا په جوړولو، لومړی استاد برهان الدین ربانی له لاسه ورکړ او دادی اوس اسداله خالد. خو بیا یی هم څوک د خبرو سیال نه بولی.

د ښاغلي عبدالباری جهاني د «سوله له چاسره؟» تر سرلیک لاندې مقاله کې لیکی: «طالبان وایی د کرزي حکومت د پردیو ګوډاګی دی او دوی خبري نه ورسره کوي. اوس نو له دوی څخه څوک پوښتنه وکړي چی که کرزی د امریکا د هوایی او ځمکنیو قواوو په زور قدرت ته رسیدلی وي، تاسي خو هم، د ۱۹۹۴ کال د سپټمبر په میاشت کی، د بینظیر بوټو د داخله وزیر نصیرالله بابر او د آی ایس آی د صاحب منصبانو، کرنیل امام او میجر ګل سره د کندهار په ښار ننه وتلاست او د پاکستاني امرانو، سلاکارانو او پوځیانو په زور مو د مجاهدو داړه مارانو پوستې یو په بل پسې ونیولې. زه وایم، که طالبان، چی همدا اوس هم د پاکستان په مدرسو کی روزل کیږی او حمایه کیږی، د سولي او امنیت د ټینګیدلو او د افغانستان د سرنوشت په باب خبرو کی د برخي اخیستلو حق لري. په همدغه اندازه د کرزي حکومت هم د برخي اخیستلو حق لري»

دا خبره جوته ده چې پاکستان هیڅوخت په افغانستان کې سوله نه ده غوښتې. د دې خبرې لامل ښکاره دی. د پاکستان سیاسي دریځ دا دی، چې دوی د وسله والو پر ضد جګړې او په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د امریکا پر مشرۍ د ناټو ځواکونو ملاتړ کوي. خو په عین حال کې د پاکستان یو شمیر جګ پوړې امنیتي چارواکي د طالبانود هغو افراطي عناصرو ملاتړ کوي، چې د دې هیواد له استخباراتي ادارې (ای. اِس. ای) سره د اوږدې مودې اړیکې لري.
که فرض کړو چې طالبان د پاکستان د آی اس آی خبره و نه منی او له افغان حکومت سره سوله وکړی، آیا دا آی اِس آی به بیا کومه نوې ډله او حیله د جګړې لپاره راته جوړه نکړی؟