رسیدن: 24.05.2012 ؛ نشر : 25.05.2012

نورمحمد غفوری

افلاطون او ټولنیز عدالت


    •    «خپله دنده پر وخت سرته رسول او ورته ژمنتیا عدل دی»      
    •    «ښه نظام دښو لوستو خلکو پرمټ جوړېدای شي »
    •    «دریاست ښه صفت، ښېګڼه عدل او انصاف دی»
    •    «په ریاست کې عدل او انصاف هغه وخت راتلی شي، چې لوړپوړي چارواکي له علم اوپوهې نه کارواخلي»
    •    «دښځې او نر ترمنځ په انساني لحاظ هېڅ توپیرنشته، له ښځو او نارینه وو باید دحکومت کولو په چارو کې په ګډه کار  واخستل شي»

افلاطون د ټولنیز سیاسی نظام او په هیواد کې د ټولنیز عدالت په اړه ډیرې په زړه پورې طرحې لری. دده په طرحو کې د دولتی واکمنانو پوهه، پاکی او انصاف لوړ ځای لری او د ټولنیز پرمختګ له پاره د عدالت شتون  اړین فکټور بولی.  د افلاطون په نظر تر هغه چې« فیلسوفان واک ته ونه رسیږي او یاواکمن فلسفي نه وي، ترهغې دریاست او د ولس ستونزې نه حل کېږي ... دکوم ریاست حکمران، چې فلسفي نه وي، دهغه ریاست پربنسټ اعتبارنه دی پکار.»  که د حکومت واګې د فیلسوفانو او پوهو کسانو په لاس کې ولویږی، د ملت له پاره ستر خدمتونه کولای شي، ځکه چې پوه کسان او فیلسوفان د ملت ګټې له خپلو شخصی ګټو څخه لوړې بولی، ریاست د حکم د چلولو او د پیسو او شتمنیو د راټولولو له پاره نه غواړی اود ټول ملت په خیر او دعدل او انصاف پر بنسټ ولاړ ټولنیز – سیاسی نظام را منځته کولای شی.  
د علم او پوهې څښتن واکمنان عادل، انصافمن، زړوه ور  او غیرتی وی او په  دولت کې د غلا، بډو اخیستلو او نورو ټولنیزو فسادونو په ضد د مبارزې لارې لټولای او موندلای شی. په حکومت کې باید بې علمه او بداخلاقه کسان  لار ونه مومی، ځکه چې  که « یوکس غل، بدفعله او بې عدالته وي، په ټول ریاست باندې بده اغېزه ښندي» دریاست واکمن بایدپوه او باشخصیته خلک وي.  دغه ډول پاک زړي کسان کولی شي چې ښه حکومت وچلوي؛ جهالت او خود غرضي له منځه یوسي، «ځکه چې دا ډول خلک انسانیت ته ژمن وي. دوی په ډېر امانت، ایمان او  دیانت  خپل کار ونه سرته رسوي، دا ډول خلک د بې ځایه دود دستور نه ازاد وي.» د افلاطون نظر دادی چې د حکومت واګې باید  دکومې ځانګړې ډلې په لاس کې نه وي، ځکه چې «ریاست د ټول ولس ګډ کوردی او ساتنه یې په ټولو یوشان فرض ده.  همدغه دریاست د اعتدال مانا ده، ځکه چې دریاست ښه صفت، ښېګڼه عدل او انصاف دی. له دې صفت نه باید ټول برخمن وي.

په ریاست کې عدل او انصاف هغه وخت راتلی شي، چې لوړپوړي چارواکي له علم اوپوهې څخه کارواخلي، دعدل او انصاف په خاطر فوځ هم دریاست لپاره هرډول قربانۍ ته تیاریږي.»
افلاطون پوهې او ښو اخلاقو ته  د انسان په شخصي او ټولنیز ژوند کې ډیر ارزښت ورکوی او وایی چې که عادل او د ښو اخلاقو څښتن د حکومت په اداره کې برخه واخلی او یا د عادی انسان په څیر په ټولنه کې ژوند وکړی ، نو په هغه باندې ټول ښار  په ښه نامه یادیږی او داسې کسان ذاتاً خپلو خلکو او ولس ته ژمن وی، د خپلو ملګرو سره غداری نه کوی، غلاوی او بې انصافی نه کوی.  پوه او عادل کسان پخپلو وعدو ولاړ وی، خپل قسمونه  نه ماتوی او دا ځکه چې دا ورته ستر اخلاقی جرم ښکاری. د پوهو او د ښو اخلاقو څښتنو کسانو سره هم د ځان د عزت د ساتلو فکر وی او هم د بل عزت او وقار ته درناوی کوی؛ د لویانو احترام کوی او په کشرانو شفقت لری. هر انسان ته د هغه له شتمنۍ د اندازې له په نظر کې نیولو پرته په درنه سترګه ګوری. افلاطون  په دې نظر دی چې د پوهې او ښو اخلاقو څښتن «که په خپله دهرمذهب پلوی وي، خو دخپل ښارخدمت ته ژمن وي او دخپل ریاست وقار په پام کې نیسي؛ سرکاري مذهب ته زیان نه رسوي اونه ورنه سرغړونه کوي اونه ورسره خیانت کوي. دا ځکه داسې کوي چې دا دعدل غوښتنه ده.»

عدالت د افلاطون له نظره یوازې خپلو اړوندو کارو ته  چې د خپل طبیعی استعداد او مینې سره سم یې ټاکلی وی ، د ملت د وګړو چمتو والی  او په هغو کې بوختیا ده.  دا ښه عدالت دی چې هرڅوک خپل کار ښه سرته ورسوی او د نورو په ژوند او کارونو کې مداخله ونکړی. له مداخلې څخه نه یواځې نوموړي ته زیان رسېږې، بلکې ټولنې ته زیان رسوی. په هغه څه کې چې مسلک یې نه وی، ځان لوړ ونه ښئی، غیبت ونه کړی او په شخصی او ټولنیزو چارو کې د نورو د عیبونو په لټولو او بیانولو پسې ونه ګرزی.  بې عدالتی هغه وخت رامنځته کیږی چې د دولت له خوا د ورسپارل شوو دندو پولې په نظر کې ونه نیول شی. عدالت هغه دی چې هر چاته د هغه سره وړ معامله وشی،«له دوستانو سره نیکی او له دښمنانو سره بدی وشی ». د عدل او انصاف په اړه د افلاطون نظر داسې هم دی چې «که هرشخص د قانون په چوکاټ کې خپل فرض په ښه توګه ترسره کړي، نو نور هم له دغه انسان څخه زدکړه کوي او هغوی هم خپل کارونه په ښه توګه ترسره کوي ځکه، چې انصاف د یوه عهد نوم دی هغه هم د نه لاسوهنې عهد.»
افلاطون لکه څنګه چې د نورو ټولنیزو ډلو ترمنځ د ورورولی او انصاف پلوی ؤ، په دې باور هم ؤ چې «ښځوته دې دنارینه ووپه څېر برابر حقوق ورکړل شي او له نارینه ووسره دې په یوځای دکارکولواجازه ورکړل شي، همداشان ښځوته دې هم دنارینه ووپه څېرد تعلیم حق ورکړل شي.... که موښځې له پامه وغورزولې،  داسې فکروکړی چې دریاست نیمه برخه مو له لاسه ورکړه؛  دښځې او نارینه ترمنځ په انساني لحاظ هېڅ توپیرنه شته؛ له ښځو او نارینه وو څخه بایدیوځای دحکومت په برخه کې ګټه واخستل شي او ددې ترڅنګ له ښځو څخه د فوځي انتظام په برخوکې هم کار اخستلی شو؛ ښځې باید ۴۰ کاله او نارینه ۳۰ کاله کاروکړي.  افلاطون به ویل، چې نارینه اوښځینه دواړه دتعلیم حق لري،  دواړو ته باید په یوه سترګه وکتل شي او  دواړو ته باید په یو ډول حقوقو قایل واوسو.

افلاطون د اولاد(ماشومانو) په ګډه روزنه ټینګار کړی او په دې نظر دی چې ماشومان هم د پیسو او نورو شتمنیو په شان د ټول ملت او دولت ګډ ملکیت دی. د افلاطون په نظر زده کړه د فرد او ټول ملت د متوازن او سم انکشاف له پاره خورا اړینه ده.  افلاطون وایی « ښه نظام دښو لوستو خلکو په مټ رامنځته کیدای شي،  ځکه چې پوهه په انسان کې ټولنیزشعور پیداکوي، نو کله چې په انسان کې ټولنیز شعور پیداشي نوانسان خپل ټولنیز مسئولیتونه پېژني اوپه ښه توګه يې ترسره کوي.»

د افلاطون په نظر په اشتراکی حکومت کې ټول افراد په حقیقت کې سره وروڼه دي. ټولو کوچنیانو ته به په یوه سترګه کتل کیږی، یو ډول تعلیم به ورکول کیږی او ټول به په یوه دسترخوان ډوډۍ خوری. دلته قومی، ژبنی، دینی او محلی توپیر او امتیاز  رول نه شی لوبولای. دولت ته د افرادو د شخصی ژوندانه (د خپل کور د ښکلا،  د جامو د ډول او اغوستلو او نور) په چارو کې د مداخلې حق نه ورکوی؛ خو دولت به څارنه کوی چې افراد دخپلو شخصی اهدافو دلاسته راوړلو پروخت بل چاته زیان ونه رسوي. د افلاطون د ښوونې او روزنې د پلان سره سمه د کوچنیانو «په ښوونه او روزنه کې جسماني ورزش اوموسیقي شامله وه، جسمانې ورزش ددې لپاره ، چې دماشومانو په جسم کې تناسب پیداشي او موسیقي ددې لپاره اړینه ده، چې دماشومانو د روح اوجسم همغږي  برقرار  وساتي.... څوک چې له موسیقي سره بلدنه وي،  پرهغو باندې هېڅ ډول اعتبارنه دی پکار؛ ځکه چې د موسیقۍ نه دناخبروخلکو جذبات غیرمتوازن وي، دموسیقۍ ماناهمغږی  ده، نو په همدې پار موسیقي دهر فردلپاره اړینه ده»

افلاطون د هیواد د امنیت او ځمکنی تمامیت له پاره د دفاعی  او امنیتی ځواک د جوړولو په خاطر هم د کوچنیانو د روزنې په پروګرام کې ټاکلو تدبیرونو ته ځای ورکړی دی. سره له دې چې دی د جنګ او جګړو پلوی نه ؤ، خو په دې هم پوهیده چې «دښمن هغه وخت زړور کېږي، چې کله خپل مقابل لوری له ځانه کمزوری وویني».

د افلاطون په نظر دعدل او انصاف له پاره هېڅ ډول جبرته اړتیانشته، ځکه چې دا هرڅه په خپله سل په سلوکې دفرد په ګټه دي. « عدل او انصاف دانسان روح ته ښکلابښي او دبدۍ ناروغي یې له منځه وړي. کله چې دانسان روح تندرست او آرامه وي، نو خپل فرایض په ښه توګه ادا کوي. لکه څنګه چې دښه صحت مند جسم لپاره مادي شیانو ته اړتیاوي په همدغه اندازه د انفرادي خوښۍاو مسرت لپاره روحاني پاکوالی ته هم اړتیا ده، له همدې نه موږ ه ښه نتیجه اخستی شو، چې عدل په خپله عدل کوونکي فرد ته څومره په ګټه تمامېږي.»

افلاطون د انسان په اروا کې درې عنصره وینی چې د جذبه، شهوت (اشتها) او عقل  دی،. دی وایی چې «که خپل فرضیات پېژندل او پرځای کول عدل وي، نو بیا خو په انفرادي ژوند کې د روح درې عنصره هم باید خپل کارونه په خپل ځای ترسره کړي او همدارنګه عقل،جذبه او شهوت دې هم خپل حدود وپېژني او په شخصي ژوندکې دې مناسبه همغږي او توازن پېداکړي.»

افلاطون د هیواد وګړی هم د افرادو د روح د عناصرو له مخې په دریو طبقو وېشی . افلاطون د ځمکې د کرکیلې دنده بزګرانو ته ور کوی او دا به هغه کسان وی چې دده د ښونیز پروګرام پر بنسټ له نورو کمې زده کړې کوی.  ددې له پاره چې د انسانانو د ژوند مادی اړتیاوې پوره شی، نو د هر څه ترمخه ښې ځمکې ته اړتیا لری چې ورپکې دکر هڼې چارې پرمخ بوزی.  په دوهمه درجه کې بیا بیلا بیلو فنی څانګو او کسبونو ته اړتیاده چې د انسانانو د ډول ډول اړتیاوو له پاره بیلابیل څیزونه او ارزښتونه تولید کړی.

دده په نظر د بزګرانو او کسبګرو ترڅنګ  د هیواد د ساتنې لپاره پوځی ځواک ته اړتیا ده چې  هېواد وساتی.  دا پوځي ځواک (اردو) باید  عسکري علوم او فنون لوستي  او ښه یې عملی کړی وی.  «ددغې اردو لپاره جذبی عنصر بسنه نه کوي، بلکې دوی باید په خپلو منځو کې  د وریښمو په شان نرم او د دښمن لپاره د فولاد غوندې کلک عظم ولري»  

دده له نظره بله طبقه د هیواد واکمنان دی چې تر ټولو زیات عقلی عنصر ته ډیره اړتیا لری او دده له نظره باید فیلسوفان وی. دده په نظر «ریاست څلور برخې لري: (۱) حکومت، (۲)  شجاعت او زړه ورتیا، ( ۳) عفت او (۴) عدل. مخکنۍ درې برخې د درېو طبقو ځانګړې برخې دي یعنې حکومت د واکمنو لپاره،  شجاعت داردو لپاره، عفت یا د نفس ضبط د هنرمندې طبقې لپاره دي.... عدل د کومې ځانګړې طبقې لپاره مخصوص نه دی، بلکې دا دټولو ګډ میراث دی... که ټول خلک په خپلو خپلو کارونو بوخت شي او خپل خپل کارونه په ښه توګه پرمخ یوسي، نو دغه وخت بیاپه ریاست کې عدل قایم کېدای شي . خپله دنده پر وخت سرته رسول او ورته ژمنتیا عدل دی».

د افلاطون په نظر دا د دولت دنده ده چې د خپلو ښاریانو د پرمختګ او هوسا ژوند له پاره مناسب، وړ او مطلوب شرایط چمتو کړی، په ټول هیواد کې عدالت راولی او له هغو څارنه وکړی. له دې کبله هغه ډیر په دې فکر کوی چې د خپل خیالی (اوتوپي) دولت له پاره تر ټولو ښه او ايډیال قانون طرحه کړی.  افلاطون د ښو څيړنو او پلټنو د تر سره کولو له پاره  د آتن په یوه برخه کې د (افلاطون اکادمی) جوړه کړه او له دې لارې یې د افلاطونیسم په خپرولو منظم لاس پورې کړ.  د افلاطون معنوی میراثونو ډیر یهودی، عیسوی او اسلامی فیلسوفان په بیلا بیلا ډولونو تر اغیزې لاندې راوستل. ارستو هم چې په لرغونو زمانو کې د افلاطون شاګرد او د هغو د اساسی نظریو مخالف و، تر ډیره  د خپل استاد تر اغیزې لاندې او د هغه له زیاتو مرستو څخه برخمن و.