رسیدن: 17.11.2012 ؛ نشر : 17.11.2012

نظرمحمد مطمئن

مشرحاجي صاحب هوښيار سړی دی،

خو والي صاحب!!!

د هلمند له پاره نوی والي د ګلاب منګل پرځای وټاکل شو، کله چي دروان کال د تلي مياشت پر پنځمه ورځ يې رسماُ په لښکرګاه کي په کارپېل وکړ، ډلي ډلي سپين ژيري يې مبارکي ته راتلل، د مبارکي له پاره به سپين ژيرو ډول ډول ډالۍ هم د والي صاحب د خوشالي له پاره له ځان سره راوړلي.

د ښاغلي کرزي صاحب د حکومت په راتګ چل، فريب، اختلاس، فساد، رشوت او ډول ډول نوري ناوړه کړني خپل اوج ته رسيدلي دي، د هلمند د نوي والي صاحب دمبارکي له پاره هم خلک په غوليدونکي ډول سره راغوښتل کيدل او دهغوی له ناخبري او ناپوهي څخه استفاده کيدله.

پخوا مي اوريدلي وو چي د رحمان بابا د ليسي زده کوونکي يوځل ددي له پاره کوم مشر بيولي وو چي هلته يې مسؤلو کسانو ته ښودلي وو چي دغه ځوانان د سولي د پروګرام سره يوځای شوي دي، او د ليسي څخه د تګ پرمهال يې تورپاجونه هم زده کوونکو ته ور په سر کړي وو.

د هلمند د نوي والي تورن جنران محمد نعيم بلوچ پخواني ملګري او دوست (مشرحاجي صاحب) غوښتل چي د هغه مبارکي ته له ډيرو نورو مشرانو سره يوځای د ولايت مقام ته ورشي، خو داچي ولس د ښاغلي کرزي صاحب د حکومت سره فاصله نيولي او ورځ په ورځ دغه فاصله نوره هم زیاتيږي، دغه د والي صاحب هوشيار دوست له ځان سره پلان جوړ کړ چي باید ټول د قوم مشران او سپين ژيري د والي صاحب د مبارکي له پاره له ځان سره بوځي او د والي صاحب مبارکي د شانداره مراسمو په ترڅ کي تر سره شي.

مشر حاجي صاحب له کابل څخه لا دخپلو کليوالو د مشرانو سره د ټلفون پرکرښه اړيکي نيولي چي نوی والي صاحب زما ملګری دی، زه درځم او چي کله درشم په ګډه به ولايت ته ورځو، پلانی او پلانی کار به پري کوو.

مشر حاجي صاحب هلمند ته د والي له تګ څخه وروسته ډير ژر لښکرګاه ته ولاړ، د خپل کلي له مشرانو سره يې پر ټلفون خبره وکړه چي سبا سهار دکلي ګرده مشران او سپين ژيري راټول کړئ او لښکرګاه ته راشئ، والي صاحب ته ورځو، د حاجي عبدالغفور له بند څخه دخلاصيدو ، او د پنبي د قيمت د لوړوالي په اړه به هم خبره ورته وکړو.

مشرحاجي صاحب کليوالو ته پر ټلفون داهم ويل چي والي صاحب له ډير پخوا څخه زما ملګری او دوست دی، انشا‌ءلله حاجي عبدالغفور به هم پري راخلاص کړو او د پنبي قيمت به هم پري لوړ کړو.

زموږ غريب او بيچاره ولس چي په کليو او بانډو کي اوسيږي اوس هم د پخوانيو پيړيو د خلکو په څير په زړه پاک او هره خبره مني او لاهم نه دي خبر چي دنيا ټوله چل او فريب نيولي.

ډير ژر دغه خبر د نادعلي ولسوالي د زرغون کلي او په مارجه کي د لويې څلورلاري سره نږدي د سليمانخيلو په کليو کي د ټولو سپين ژيرو او مشرانو ترغوږو ورسيد چي مشر حاجي صاحب له کابل څخه راغلی دی، سبا سهار يې ولایت ته ټول غوښتي يو، له نوي والي سره د حاجي عبدالغفور د بند په اړه او دا ډول د پنبي (پختي) د قيمت لوړيدو اړوند خبره ورسره کوي، والي صاحب د مشر حاجي صاحب ډير ټينګ انډيوال دی، سبا له خيره به ټول مشران او سپين ژيري لښکرګاه ته ځو او له مشرحاجي صاحب سره به يوځای والی صاحب ته خبره کوو.

دحاجي عبدالغفور ورور ډير خوشحاله معلوميدی، په کلي کي يې د هرچا دروازه ټکوله چي سبا سهار وختي چمتو وي او پاتي نه شي، دکلي هغو خلکو هم سبا لښکرګاه ته د تګ ښه کمپاين وکړ چي ډيره پخته يې درلودله او د لوړ قيمت په نيت يې په خپلوکورونو کې ساتلي وه.

مشرحاجي صاحب هوښيار سړی دی، داسي دوه مسئلي يې بيچاره کليوالو ته ور وړاندي کړي چي دکليوالو غوښتني وي، حاجي عبدالغفور چي څوکاله کيږي د نشئې توکو په تور نيول شوی او د پلچرخي د زندان له خوندکتلو وروسته اوس د لښګرګاه په محبس کي د خلاصيدو په هيله شپي او ورځي تيروي، دکليوالو سره د ښه چلند له امله کليوال ورته درناوی لري، دا ډول د زرغون کلي او زموږ د مارجي دوستان چي د ذراعت کار کوي، هر کور د يوه خروار (۴۵۰ کيلو ګرام) پنبي څخه زيات پنبه لري، او په دي هيله يې خوندي کړي چې ګوندي کومه ورځ به يې قيمت ښه شي.

سهار وختي ډلي ډلي مشران د نادعلي او مارجي ولسواليو د سليمانخيلو د کليو څخه لښګرګاه ته راورسيدل، مشرحاجي صاحب لا وار دمخه د راټوليدو او يو ځای کيدو ځای ورته په نښه کړی وو، په لښګرګاه کي هم د صافيانو او نورو سيمو څخه د سليمانخيلو مشران راغوښتل شوي وو، ښه لويه ډله مشران او سپين ژيري سره يوځای شول.

مشرحاجي صاحب چي سپين کالي، سپينه لونګۍ اوسپيني اوږدي ژيري يې دهرچا پام ده ته اړاوو، داچي د قوم ډله خلک ورپسي روان وو، دده په لور دهرچاه سترګي کږي وي.

ديوځای کيدو دځای څخه د ولايت په لور دروانيدو څخه مخکي سپين ژيرو ته مشر حاجي صاحب وويل چي والي صاحب خو نوی راغلی دی، ښه ده مبارکي به هم ورکړو او دابه لا ښه وي چي يوه لنګۍ پر سر وروتړو، والي صاحب به خوشحاله شي.

فکر کيږي چي مشرحاجي صاحب پرون ورځ لا د هلمند د والي صاحب سره خبره کړي وه او خپل پلان يې ورته ويلي وو چي ما د خپل قوم مشران راغوښتي او سبا سهار ولايت ته درځو.

بست هوټل ته د والي دمبارکي اوښه راغلاست له پاره له بېلابېلو ځايونو څخه دوالي خواخوږي راتلل، مشرحاجي صاحب هم د خپل قوم له مشرانو او سپين ژيرو سره بست هوټل ته ورسيدی، د رسيدو سره سم يې ځينو سپين ژيرو ته وويل چي دلته خو خلک ټول د والي صاحب د مبارکي له پاره راځي، او موږ به هم مبارکي ورکړو، لنګۍ به پرسر وروتړو ، د حاجي عبدالغفور د خلاصيدو او پنبي د قيمت په اړه به زه بيا مازيګر له والي سره خبره وکړم، اوس که مبارکي ورکوو او بيا دستي داخبره هم ورته کوو، مناسب به نه وي.

په زړه پاک کليوال لاهم نه پوهيدل چي زموږمشرحاجي صاحب والي صاحب ته پرون شپه لا ويلي چي ما خپل دقوم مشران ستاسي مبارکي ته راغوښتي او سهار مو مبارکي ته درځو.

دهلمند راډيو او ټلويزون کمره ګرځوونکي او خبريالان د نادعلي او مارجي ولسواليو د مشرانو د ناستي او انتظار سالون ته راغلل، خپلي کمري يې عياري کړي، ډير ژر نوی والي صاحب لوی سالون ته راننؤت او له ګردو مشرانو او سپين ژیرو سره يې پر لاس روغبړ وکی.

مشرحاجي صاحب لومړنۍ تشريفاتي خبري والي صاحب ته وکړي، او ويې ويل چي والي صاحب د نادعلي او مارجي څخه د قوم مشران اوسپين ژيري ستاسي مبارکي ته راغلي او ستاسي سره خپل ملاتړ اعلانوي.

محترم والي صاحب دغو مشرانو ستاسي د مبارکي له پاره لنګۍ راوړي او موږ غواړو چي دغه د فخر او وياړ لنګۍ د قوم د مشرانو پرلاس درپه سر کړو.

د ښاغلي کرزي صاحب حکومت چي له لويه سره پر تشريفاتو ولاړ دی، او هر والي او وزير د کار کولو پرځای په دا ډول ناسمو تشريفاتو خوشحاله کيږي، د هلمند نوی والي صاحب هم بي سده زيات خوشحاله ښکاريدی.

مشرانو ته د ډالۍ او تحفي په ډول لنګۍ پر سر ور تړل په تيرو يولس کلونو کي ډير عام شوي دي، دکابل حکومت لوړپوړو چارواکو خو دغه زموږ د نيکونو او پلرونو د وياړ لنګۍ او پټکي حتی زموږ د نيکونو، پلرونو، وروڼو، خويندو او ماشومانو قاتلينو او دښمنانو انګريزانو او امريکايانو ته هم د ډالۍ او وياړ په ډول ورپه سر کړي.

د والي صاحب له سالون څخه تر وتلو وروسته يو بوتل پاکي اوبه او يو بوتل پيپسي د سليمانخيلو د قوم پر مشرانو او سپين ژيرو وويشل شول، او والي معذورت وړاندي کړ چي نور خلک هم زبات راغلي اوکارونه هم زیات دي، نو ځکه درڅخه رخصت کيږم، لازم خو داوه چي زيات کښيناستلي وای او مجلس مو سره کړی وای، بيا به په کراره کومه ورځ سره کښينو.

مشر حاجي صاحب خبره ورغبرګه کړه چي: والي صاحب تاسي ته ډير خلک ناست دي، او ډير کارونه لرئ موږ يواځي ستاسي مبارکي ته راغلي وو، تر څو خپل ملاتړ درسره وښيو، دغه خلک او قوم خپل خلک وبولئ او ستاسي خلک دي.

سبحان الله، نړۍ څومره بدله شوي، خلک څومره فريب کاره شوي، د سليمانخيلو قوم چي د ښاغلي کرزي صاحب د حکومت له پېله تر اوسه يې هیڅ د قوم کوم ځوان او يا سپين ژيری له دولت سره د اړيکو په تور د چا له خوا نه دی زوريدلی، او د اربکيانو په جوړولو کي خو د نادعلي ولسوال او امنيه قومندان دومره په تکليف کړل چي هره ورځ به يې د دوی پر کورونو چاپه اچولي وه او بې ځايه به يې پرتکليف کول تر څو هغوی مجبوره کړي چي اربکيان ورکړي او په راتلونکي کي په خپلو منځونو کي په دښمنيو اخته شي، خو دغه قوم دا هر څه وزغمل او ترپايه يې دغه کار ونه کړ.

مشرحاجي صاحب دغه ټول قوم دخپل شخصي پروپوزل چي په جيب کي يې ورسره درلود خرڅ کړل. او ددغه قوم ناخبره او په زړه پاک مشران يې ځينې د بندي د راخلاصيدو او ځينې د پنبي د قيمت دلوړيدو په بهانه وغولول.

ماښام د هلمند دملي ټلويزون پر پرده د نادعلي او مارجي د سليمانخيلودقوم له خوا نوي والي صاحب ته د مبارکي او ملاتړ د غونډي او مجلس راپور ښه په زير او زور خپور شو.

والي صاحب پرخپله مخه ولاړ، مشرحاجي صاحب بيرته کابل ته ستون شو، حاجي عبدالغفور په محبس کي د ښه خبر اوريدو له پاره غوږ نيولي او پنبه په کورونو کي له خپل ټيټ قيمت سره پاتي شوه.

دهلمند والي صاحب او د ښاغلي کرزي صاحب لوړپوړو چارواکو! دا يو مثال او يوه پېښه ده چي د سترګو ليدلی حال دی، داسي ورته کړني ستاسي سره کيږي او خلک مو غولوي، دا ډول د ښاغلي کرزي صاحب ګردچاپيره هم ځينې داسي کسان را ټول شوي چي ناسمي مشوري او ناسم راپورونه ورته وايې، که دخبري حقيقت او د ولس اصلي څيري ته ځير شو نو د سليمانخيلو دقوم مثال يې يو درس او عبرت بللای شو.

پای