رسیدن: 30.09.2012 ؛ نشر : 02.10.2012

نور مُحمَّـــد غـفـوري

سیاسی گـــــونـد

په پښتو کې د ګوند کلمه د عربی د حزب او لاتینی partis  سره مترادفه ده، چې د برخې، ډلې، ګروپ، حصې او قسمت مانا ورکوی(1). په سیاسی اصطلاح کې ګوند د انسانانو هغې ټولګې (تجمع) ته ویل کیږی چې پخپله خوښه د ټاکلو شریکو سیاسی موخو د پوره کولو له پاره په واحد فکر  په یوه سازمان کې را ټول شوی وی. سیاسی موخې که مادی وی او که معنوی،  د سیاسی مبارزې له لارې لاسته راتلای شی. سیاسی مبارزه په لومړی ګام کې د سیاسی ځواک او حکومت د ترلاسه کولو او یا د هغو د ساتلو له پاره هڅې او هاند دی.

په اصل کې په ګوند کې د یوې ټولنیزې طبقې او یا د ګډو ګټو لرونکو ټولنیزو قشرونو خورا پوه اود لوړ ټولنیز او سیاسی شعور څښتن فعال کسان را ټولیږی، د هغوی له ګټو استازیتوب کوی  او د هغوی نور غړی په سیاسی مبارزو کې رهبری کوی.

د دموکراتیک پلورالیسم او څوګوندیز سیستم په چوکاټ کې ګوندونه یوله بله سره سیالی کوی چې په سیاسی پریکړو کې غښتلی ځای ونیسی. سیاسی ګوندونه د ملت د سیاسی ارادې په جوړولو کې مرسته کوی او  د دموکراتیک دولت د جوړولو اساسی او خورا غوره ستنې (ستونونه) جوړوی. ګوندونه که له یوې خوا د دولت او ملت ترمنځ د پله حیثیت لری، له بلې خوا د ولسونو د سیاسی شعور په را و‎یښولو او لوړولو کې ستر رول لوبوی. همدا ګوندونه د مدنی ټولنې د ودې له پاره ښه شرایط برابرولای  او ولسونه د دموکراسۍ په کلتور او ټولنیزې ډلې یوله بله سره د زغم په روحیه روزلای او روږدی کولای شی. په هره کچه چې په ټولنه کې دموکراسی پخه او بنسټیزه کیږی، په همغه نسبت د ملت او مملکت په چارو کې د ګوندونو رول لوړیږی. په هر دموکراتیک هیواد کې د ګوندونو ترمنځ سیالی یو روځنئ او معمولی شئ ګڼل کیږی. په دموکراتیکو نظامونو کې د دولتی تشکیلاتو په جوړولو او بیا هر سیاسی او دولتی مقام ته د افرادو په ټاکلو کې د ګوندونو او مدنی ټولنو رول څرګند وی. خو ګوندونه د بشری ټولنې د تاریخی تکامل په ټاکلی پوړ کې رامنځته شوی دی،  د زیربنا ټاکلې وده غواړی او د هغو پر سر د راجوړې شوی روبنا مناسب شکل او مضمون ته اړتیا لری. 

د ټولنیز تاریخي تکامل په ټاکلې مرحله کې  پانګوالی نظام رامنځته شوی چې د هغې دوې غوره او متضادې طبقې، بورژوازی او کارګری طبقې دی. په همدې اقتصادی-اجتماعی فرماسیون کې د مدرنې دموکراسۍ بنسټ ایښودل شوی او د مدرنو دموکراتیکو ټولنیزو سازمانونو، مدنی ټولنو او سیاسی ګوندونو د ایجاد او تکامل شرایط، یوله بله سره د افرادو، ډلو او ګروپونو دمتقابلو دموکراتیکو اړیکو ټینګیدل او د زغم او تحمل چلند رامنځته شوی دی.

د پانګوالی نظام د غوره ځانګړتیاوو څخه د ټولنیز ژوندانه په اقتصادی، اجتماعی، کلتوری او سیاسی چارو کې د سیالیو (رقابتونو) موجودیت دی. د پانګوالو تر منځ د ژوندانه په بیلابیلو ډګرونو کې د سیالیو شته والی د هغوی د ګټو ترمنځ اختلافونه رامنځته کوی او د پانګوالې طبقې مختلف قشرونه منځته راوړی. د پانګوالو ترمنځ د ډول ډول قشرونو شته والی، د هغوی د عینی ګټو بیلوالی  او د سیاسی ځواک د نیولو له پاره هڅې او هاند، په پانګوالی نظام کې دڅو مختلفو بورژوازی ګوندونو او سیاسی سازمانونو د  جوړیدو سبب کیږي. د بورژوازی ګوندونو ډیروالی ددې سبب هم دی چې هر ګوند په ټاکلی سیاسی چلند او د کار د مشخص میتود له لارې د ولس د کتلو، زیارکښانو او په تیره بیا د کارګرانو په جلبولو او قناعت کې برخه اخلي.  په پرمختللی پانګوالی نظام کې  کارګره طبقه هم په بیلو بیلو قشرونو ویشل شوې او د هغې د ګټو ساتونکی ګوندونه هم بیلې بیلې موخې او د سیاسی فعالیت ډول ډول میتودونه لری.      

که ګوند د هرې طبقې او ټولنیزو اقشارو  د ګټو د ساتلو له پاره فعالیت کوی، د خپل جوړښت او د فعالیت د انتظام له پاره باید درې مهم شیونه ولري چې هغه د مرامنامې، اساسنامې او مرکزی لارښود ارګان (رهبرۍ) څخه عبارت دی.

الف: د ګوند برنامه (مرام ) د هغه بنسټیز  او تر ټولو مهم سند څخه عبارت دی چې په هغو کې د ګوند هدفونه او دندې ځای شوی وي او د ګوند هر غړی د هغو په منلو مکلف وی.  ګوند زیار باسی چې خپله برنامه د ټولنې د تاریخی تکامل د معینې مرحلې د غوښتنو له په نظر کې نیولو او د جامعې ترمخ پرتو ستونزو  د ژور تحلیل پر اساس جوړه کړی. د ګوند په برنامه کې د هیواد او ټولنې د اوږدې مودې د پرمختګ اساسی لوری تحلیلیږی او د اوږدې مودې په بهیر کې دهغو ټولنیزو طبقو او قشرونو هدفونه او ګټې ورپکې انعکاس مومی،  چې ګوند د هغو د ساتلو له پاره رامنځته شوی وی او په سیاسی ډګر کې دهغوی استازیتوب کوی. د همدې اساسی موخو په پولو کې د ټاکنو د هرې  دورې له پاره ټاکلی شعارونه راباسی، د هغو په شاوخوا د ولس تودې را جلبوی،  په سیاسی روانو پروسو کې برخه اخلی او د سیاسی قدرت د نیولو له پاره تدبیرونه جوړوی. که چیرې ګوند د انتخاباتو له لارې دسیاسی ځواک په نیولو بریالی نه شی، نو د قانون په چوکاټ کې اپوزیسیونی مبارزې ته دوام ورکوی.  

ګوندی مرامنامه د ائتلاف له برنامې څخه ژوره، دوامداره او د اوږدې مودې  موخې په ځان کې رانغاړی ، په داسې حال کې چې د ائتلافونو او جبهو برنامې مقطعی او په نسبي توګه د لنډې مودې (معمولا د یوې انتخابی دورې)  له پاره وی.

ب: د ګوند اساسنامه د هغو داخلی تشکیلاتی او سازمانی قوانینو، اصولو او مقرراتو له ټولګې څخه عبارت دی چې د ګوندی غړو او  د غړو او لارښودو ارګانونو تر منځ د سازمانی اړیکو او اداري هیرارشۍ ډول ټاکي. په اساسنامه کې د ګوند نوم، د هغو لنډیز، د مرکزی دفتر ځای او د فعالیت ډګر څرګندیږی؛ د نویوګوندی غړو د منلو شرطونه او د هغوی د دندو او حقوقو ذکر ورپکی کیږی؛ دګوندي اصولو څخه د سر غړونې په وخت کې د ګوندي غړو د مجازاتو لارې  او اقدامونه پکې ښکاره وی؛  د ګوندي پریکړو د نیولو واکمن ارګانونه او د پریکړو نیولو ډول پکې ټاکل کیږی؛ د لارښودو ارګانونو د جوړولو لارې او یو له بله سره د اړیکو او همداراز د مالی بنسټونو د جوړولو او غښتلی کولو طریقې او تدبیرونه ور پکې ذکر وی؛ د ګوندي فعالیت وسیلې،  د شوراګانو د جوړولو او فعالیت ډولونه، کنګرې او کنفرانسونه  او داسې نور ور پکښې په ګوته کیږي.

په ګوندی اساسنامه کې سجل شوی ګوندی تشکیلاتی آرونه او د فعالیت میتودونه ګوند ته په تودو کې د کار او فعالیت د امکاناتو په جوړولو کې اغیزه لری، د ګوندی دموکراسۍ په وده تاثیر کوی او د رهبرۍ جمعی چلندونه هم تر سیوری لاندې نیولای شی؛ نو ځکه لازمه ده چې د ګوند د اساسنامې په جوړولو کې ډیر دقت وشی تر څو چې د ګوند په داخل کې دشخصیت پرستۍ، فردی سلطې، اوتوریتار او توتالیتار  لارښودو میتودونو مخه ونیول شی. په اساسنامه کې  باید د ګوند په فعالیت کې د دموکراسۍ د  ودې او د ګوندي غړو د برخې اخیستنې چارې په نظر کې ونیول شی، د امکان تر کچې د ګوندي مشرتابه واکونه محدود شی او د ګوندی غړو له پاره په فعالیتونو کې د پراخه ګډون شرایط برابر کړای شی. په ګوندي اساسنامه کې د داسې اصولو ذکر اړین دی چې د ګوند غړو ته امکان چمتو کړی چې د خپل رهبری ارګان او په هغو کې د هر لوبغاړی کړه وړه تر نظر لاندې ولری، وئې څاری او وئې ارزولای شی؛ تر څو چې د نویو انتخاباتو په وخت کې د کاندیدانو په اړه سم قضاوت وکړای شی،  پخپل زړه تصمیم ونیسی  او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړی.

ج: د ګوند رهبری یا لارښود ارګان،  د ګوندی اساسنامې له اصولو او مقرراتو سره سم انتخاب شوی ارګان دی چې د ګوندی عمومی غونډو (کنګرو) ترمنځ د ګوند رهبری په غاړه اخلی.

په دموکراتیکو ګوندونو کې رهبری د یوه ځانګړی فرد په غاړه نه وی، بلکې رهبری ډله ایز (جمعي) شکل لري چې وخت پر وخت بدلون مومی. د رهبرۍ بدلون د غړو په خوښه دانتخاب په لرلو سره د انتخاباتو له لارې کیږی.  که انتخاب نه وی، انتخاباتو ته هم اړتیا نشته. په دې مانا چې د هر ارګان له پاره باید دوه او یا څو کاندیدان وی، چې د ګوند غړی د هغوی ترمنځ هغه څوک ټاکی چې د نورو کاندیدانو په نسبت یې محبوبیت ډیر او  زیاتې رایې تر لاسه کړی. په ګوندي رهبرۍ کې د افرادو د انتخاب په وخت کې له هغوی سره شخصی ملګرتیا او خپلوی په نظر کې نه نیول کیږی، بلکې ګوندي هدفونو ته د هغو ژمنتیا، لیوالتیا، هوښیارتیا او ځان تیرېدنه په پام کې نیول کیږی.
 

د رهبرۍ د پریکړو پلی کول د هر ګوندی غړی دنده جوړوی او د هغو په وړاندې هر یو فردی مسئولیت لری. ډله ایزه رهبری او فردی مسئولیت د ګوندي فعالیت له خورا مهمو رُکنونو څخه شمیرل کیږي. ډله ایزه رهبری چې د دموکراتیکو ګوندونو غوره ځانګړتیاده، د رهبر د فردی ارادې د تحمیل، ذهنیګرۍ او شخصیت پرستۍ مخنیوی کوی. جمعی رهبری په ګوند کې د ګوندي غړو د آزادې ارادې د څرګندولو، نیوکو او په ګوندی پریکړو کې د زغردې برخې اخیستلو شرایط چمتو کوی.

په ګوندونو کې د دموکراتیکې رهبرۍ غوره ځانګړنه د هغو بدلون (تعویض)  اونوبت (تناوب) دی. د رهبری بدلون او نوبت (تعویض او تناوب)  ګوند ته امکان ورکوی چې له نویو شرایطو سره سمه رهبری جوړه کړی،  وخت په وخت په نوې انرژي کار پیل کړی او د نویو کادرونو د روزنې،  څرګندونې، پیژندنې او را وتلو له پاره شرایط برابر کړی.
په دموکراتیکو ګوندونو کې رهبری د فعالو کادرونو ترمنځ د  آزادو انتخاباتو له لارې  رامنځته کیږی او په ټاکلی موده کې (په کنګروکې) د انتخاباتو پروسه بیابیا تکراریږي. د رهبرۍ له پاره په انتخاباتو کې د کاندید کادرونو تیوریکی لیاقت، د زده کړو درجه، ټولنیز شهرت، اخلاقی تقوی، د دندو د اجراعملی مهارت، په ګوند باندې باور او صداقت، صمیمی چلند، فداکاري، د کار شوق، صحی وړتیا او د ګوندی فعالیت له پاره د وخت او امکاناتو شته والی او داسې نور معیارونه په نظر کې نیول کیږی. په دموکراتیکو ګوندونو کې د رهبری ارګانونو له پاره شخصی ملګرتیا،  د عمر لوړتیا، وطنداری، ګاونډیتوب، خپلوي، مشری او کشری او داسې نورې اړیکې  په پام کې نه نیول کیږی، ځکه چې دا په مجموعی توګه پر ګوندي فعالیتونو منفی اغیزه کوی. په دموکراتیکو ټولنو کې چې دولتی واک د ولس د رایو په تناسب او له همدې لارې ویشل او ټاکل کیږی، لازمه ده چې د ګوند رهبر او د لارښود ارګان ټول غړی د ګوندي پولو ایخواپه ټولنه کې هم د ښه نامه، پراخو سالمو اړیکو او لوړ موقف څښتن وی، تر څو وکولای شی چې د ګوندي غړو سربیره د ولس د پراخه کتلو پام د ګوند د مرامی موخو  او رهبرۍ په  لوری راواړولای شی. 

د ټولو ګوندونو له پاره په نړیواله کچه ملګرتیا او ننګه د فعالیت مهم فکټور ګڼل کیږی. څرنګه چې زموږ د ګران هیواد افغانستان سیاست له نړیوالو سیاستونو سره ژورې اړیکی لری، ګوند او ګوندی غړو ته ښایی چې د هیواد دا ځانګړتیا تر عادی شرایطو ډیره په نظر کې ونیسی او داسې رهبر او رهبری رامنځته کړی چې په نړیواله کچه د ګوند د شریکو هدفونو لرونکی ځواکونه وپیژنی، له هغوی سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو په ټینګولو کې بریالی ګامونه واخلی، دپلوماتیک مهارت  او استعداد ولری  او دګوند له پاره په نړیوال ډګر کې  ښه فعالیت وکولای شی.  هغه ګوندي لارښود او  د لارښود ارګان فعالین چې د نړیوالو حالاتو څخه پوره خبر وی،  کولای شی چې په نړیواله کچه له ګوند سره د ګډو هدفونو لرونکو ځواکونو له متقابلو اړیکو، مرستو، همکاریو  او چانسونو څخه د ګوند د اوتوریتی د لوړتیااو عملی فعالیت د چټکتیا له پاره کار واخلی.

د ګوندي رهبرۍ ابتکار او فعالیت د ټول ګوند په سیاست، فعالیت، د ګوندي غړو ترمنځ د اړیکو په ساتلو او همداراز د ګوند او  ولسونو ترمنځ دروابطو په ټینګولو کې ډیر رول لری. که د ګوند رهبری کارپوهه، فعاله او  د ابتکار لرونکی وی، د ګوندي فعالیتونو له پاره ښه پلانونه جوړولای شی، دجوړو شوو پلانونو د عملی کولو له پاره وړ میتودونه موندلای شی او په روځنیو سیاسی چارو کې د خپلې طبقې او ګوند له ګټو فعاله ننګه کولای شی.  که د ګوند رهبری لازمه هوښیارتیا، د کار سره لیوالتیا او ابتکار ونلری، نو د ګوند په فعالیتونو کې سُستی راځی. که د ګوند رهبران تر ګوندي چارو زیات پر خپلو شخصی کارونوبوخت وی ، د ګوندی کارونو له پاره وخت او انرژی نه شی پیدا کولای او ګوندی کارونه شا ته پاته کیږی. که د ګوند رهبری لازم سیاسی او اداری مهارت ونلری، د ګوندي فعالیت له پاره د لنډو او اوږدو مودو پلانونه او تدبیرونه نه شی سنجولای او د جوړو شوو پلانونو د پلی کولو توان نه لری.  ټنبل  او بی ابتکاره رهبر او رهبری  ارګان  د ګوندی غړو ترمنځ ژوندۍ او فعالې اړیکې نه شی ساتلای، تشکیلات نه شی فعالولای، په پریکړو کې د ګوندې غړو نظر نه شی منعکسولای  چې په په پایله کې يې ګوندي ارتباطات سستیږی،  سازمانونه شړیږی او ګوند له فعالیته لویږی. له دې کبله لازمه ده چې د ګوند غړی د ګوندي رهبرانو په ټاکلو کې له خورا دقت څخه کار واخلی، تر څو چې داسې کسانو ته رایه ورکړی چې د هغوی په وجود کې د ګوند فعالیت چټک او په ټولنه کې یې اغیزې ښکاره شی؛ ګوند د حوادثو په لکۍ پسې ونه تړی، بلکې دپیښو په سر کې حرکت ورکړای شی.  

لنډه داچې د ګوند د مرامی اهدافو، اساسناموی آرونو او رهبری ارګانونو په جوړولو او ټاکلو کې د ټولو ګوندی غړو ډیر ژور فکر ته اړتیا ده. له دې سره سرسری چلنداو بې پروایی له خپل او د ټول ګوند له سیاسی ژوند او برخلیک سره بې پروایی او بې غوری ده. 

کابل افغانستان، ۱۳۹۱/۷/۶ او د ۲۰۱۲ میلادی کال د سپتمبر ۲۷ مه نېټه
 
***

(1)- حسن عمید، فرهنګ فارسی عمید، ۱۳۸۳ کال، ۵۲۲ مخ، مؤسسهء انتشارات امیر کبیر، تهران