رسیدن: 24.03.2012 ؛ نشر : 25.03.2012

دستگیر روشنیالی

کورنۍ ، دولت او سياسي نظام

 

په دولت کي د کورنيو نفوذ، دولت مافيايي کوي

په افغانستان کي د دولت په جوړښت کي پلارسالاري، نسب، وراثت، قوم، کورنۍ، ... ته وفاداري له هماغه پيله تر اوسه خپل رول او تاثير ساتلی دی او همدغه رول او همدغه تاثير نه پريږدي په افغانستان کي يو مدرن دولت ايجاد شي. په دولتي جوړښت کي د پورتنيو عنصرونو تاثير فرهنگي ځانگړتيا خپله کړي، کوم چي په سياسي فرهنگ او سياسي چلند کي په پيوسته توگه ځان ښيي.

تاريخ پوهان وايي، چي په پيل کي مافيا يون هضت وو چي په خپلوي يي تکيه کوله او د ايتاليا جنوبي برخي ددي نهضت په ولکه کي وي او هرې ډلې خپل معلوم قلمرو درلود چي د پلار پاترون له خوا يي لارښونه کيدله. کله چي مافيا دولت ننوتله، دولت هم د مافيايي کورنيو د سيالی په ډگربدل شو. په افغا نستان کي له پيړيو را پدي خوا او تر اوسه پوري دولت د کورنيو د سيالی ډگردی او په دولت کي د ننه د کورنيو نفوذ اوسياليو له يوي خوا دولت مافيايي کړی اوله بلي خوا يي هم له د دننه خوري او کمزوري کويي. د يوه کاري او پياوړي دولت ايجاد د کورنيو له تاثير او نفوذ د دولت ژغورل دي.


کورنۍ د ټولنيز ژوند ډاډمن بنسټ

کورنۍ د ټولنې ترټولو ثبات لرونکي ټولنيز بنياد دی او کورنۍ نه يوازي د ټولنيز ژوند، بلکي د فرهنگي ـ سياسي ژوند اساسي بنياد هم دی او همدلته دی چي د يوې ټولني د وگړو د ټولنيزو، فرهنگي او سیاسي ...اړيکو څرنگوالی او چلند پيل او جوړيږي.

په هغه کورنۍ کي چي پلار د يوه مطلق اعنان او قوماندان په شان عمل کوي اولادونه يي هم د مطلق اطاعت په روحيه لويږي. دا ډول چلند په طبعي توگه نه يوازي په کورنۍ کي، په ټولنه کي هم د استبداد، اطاعت او پيروي له اړيکو سره مرسته کوي. همدارنگه په کورنۍ کي د نجلۍ په پرتله هلک ته د برتري ورکولو چلند هم په کورنۍ او هم په ټولنه کي نابرابري، تبعيض او دنراو ښځي ترمنځ يو ظالمانه، يوبي رحمه او يو په جنسي نابرابري او اپارتايد ولاړ ويش را منځ ته کوي. لويه بدمرغي داده چي د مطلقيت، نابرابري اواطاعت فرهنگ په کورکي پيل کېږې او له هماغه پيله د ماشومانو په فرهنگي چلند بدلېږي اوپه طبعي توگه د اصل او فرع ترمنځ اړيکي د برابري په ځای په نابرابري او په اطاعت تکيه کوي.


برابري د پارلمان په ځای په کورنۍ کي پيل کېږې

که په کورنۍ کي د قناعت، کنترول او د برابرو ارزښتونو په بنياد د ماشومانو روزنه وشي او همدارنگه که په کورني ژوند کي د مشوري او جمعي تصميم درناوي وشي دا به په بنسټيزه توگه د بل هرتصميم او دبل هر قانون په پرتله په ټولنه کي د برابري د اصل له تامين سره مرسته وکړي. که په کورنۍ کي د هلکانو او نجليو ترمنځ د برابري د اصل درناوي وشي او د برابري په بنياد د هغوي روزنه و شي، دا به بي له شکه په ټولنه کي دښځې او نرترمنځ موجوده واټن او نابرابري له منځه يوسي، دا به په ټولنه کي د استبدادي، سوزونکو او وژونکو دودونو ريشې له بيخه وباسي او دا به د ښځي انساني موقف او انساني هويت پياوړي کړي.

همدادم په دواړو کورنی او ټولنه کي يو شمير نه بدليدونکي دودونه او اصول واکمن دي. هغه دودونه او هغه اصول چي بدليدونکي نه وي، يا بايد ورته تسليم شي او يا هم ورڅخه خپله لاره جلا کړي. له بده مرغه په افغانستان کي په ميليونونو انسانان او په ځانگړي توگه ښځو هغه څه ته د تسليمي سرټيټ کړی چي هره لحظه يي ټيټوی، هره لحظه يي ځوروي او هره لحظه يي د وژلو او سوزولو تر پولې پوري له رنگارنگ بدمرغيو سره مخامخ کوي.

دا يو استبدادي او غيرعادلانه چلند دی چي له يوي خوا په کورنۍ کي سړي ته د ښځي وهل ، ځورول او ټکول خپل حق ښکاري اوله بلي خوا ښځه هم دي حالت ته دخپل مقررشوی قسمت په سترگه گوري او ورسره يوځای ژوند تيروي. دي حالت په ميليونونو ښځې په خپل ځان بي باوره کړي دي. کله چي په يوه ټولنه کي ځورول، ترټل او وهل د نصيب په توگه ومنل شي، وگړي هم د بي عدالتي په وړاندي د مقاومت حق له لاسه ورکوي.

دکاراو تحصيل په ځايونو کي د ښځو او نرو د جلا والی په هکله د ملايانو وروستۍ اعلاميه اوله دې اعلاميي د کرزی ملاتړ په بشپړه توگه په اپارتايد ولاړ يواقدام دی. په جنوبي افريقا کي اپارتايد انسانان د بيولوژيکي توپيرونو په اساس له يو بل څخه جلا کول او که دا کار طالبانو ته امتياذ ورکول اوله هغوي سره مصالحه کول وي. پوښتنه داده، هغه څه چي د ټولنې د نيمي برخي د حقونو او ازاديو په بيه ترلاسه کېږې نوم به يي مصالحه او سوله وي؟؟


حقونه، نه سوغات دي او نه هم ورکول کېږې

بشري حقونه د نسبي حقونو په ځای يونيورسل حقونه دي او انسان د خپل انسانيت په بنياد دا حقونه لري. دا حقونه، نه د چا له خوا په سوغات ورکول کېږې او نه هم د چا او يا ددي او هغه فکري ښوونځی او سياسي سيستم مالکيت دي. بشري حقونه ابجکتيف ارزښتونه دي. ابجکتيف ارزښتونه هغه دي چي په خپله ارزښت لري يا ارزښت د هغوی په خپل جوړښت او فطرت کي وي. د بيلگو په توگه طلا او الماس يادولې شو. طلا او الماس د خپلو ارزښت له پاره پشتوانې ته ضرورت نه لري او دا ډول ارزښتونه نه ايجاد کېږې. . د ما له يوې ليکنې څخه.

له هغه ځايه چي انسان او انسانيت نه و‍يشل کېږې، په طبیعي توگه د انسانانو حقونه هم د ويش وړ نه دی. ښه خبره داده چي هرڅومره ژر حق او زور له يو بل څخه جلا شی.
سارتر ، د انسان ازادي غوښتنه، د ځانگړتيا په ځای د انسان ماهيت بولې.

برابري او حقونه د گدایی له لاري نه ترلاسه کېږې

برابري يو طبعي مفهوم نه دی. نه په طبعيت کي برابري شته دی او نه برابري په طبعي او له دي جملي په بيولوژيکي او فزيکي معيارونو سنجول کېږې. نازيزم د همدي معيارونوپه پيروي لويي انساني تراژيديگاني ايجاد کړي. اپارتايد هم د بيولوژيکي معيارونو، تور او سپين په بنياد په ميليونونو تورپوستان له انساني حقونو او ازاديو محروم کړي وو. د نر او ښځي برابري هم ددي دو تر منځ د بيولوژيکي او فزيکي توپيرونو په بنياد نه سنجول کېږې. برابري يو ټولنيز مفهوم دي. برابري يو انساني مفهوم دی او انسانان د يو بل په پرتله برتري نه لري. په يوه ټولنه کي عدالت د برابرو حقوقو په مراعات کولو سره پلی کېږې او له عدالت د برابري او له برابري د عدالت جلا کول، د دواړو بي معني کول دي. عدالت په برابري او برابري په عدالت کي تحقق مومي. په ځنگل کي معيار زور او مټې دي. د زمری اوغرڅي ترمنځ په اړيکوکي زورعمل کوي. په ځنگل کي حق له زور سره تړی دی او د ژوند کولو حق هغوي لري چي پلنې منگولې او تيره غاښونه لري. په بل عبارت دلته زور حق دی او په دي ډول چاپيريال کي نه برابري شته او نه هم عدالت شته دی. په يوه مدرنه او انساني ټولنه کي نه بايد ټولنيزي اړيکي او په تيره بياحق د زور اوطبعي قانون په بنياد تنظيم شي.

برابري او حقونو د گدايي له لاري نه ترلاسه کېږې. په افغانستان کي د دولت او قانونيت د کمزوري له امله په تيره بيا د ښځو د حقونو له پاره ملک ــ ملا ته گدایی کيږي، کوم چي په خپله د ښځو د بدبخت کولولاملونه دي. اول ښځې په بدي کي ورکوي او دوهم جبري او د ماشومو نجليو ودونو ته قانونيت ورکوي.


ټولنه د ماشين په زورحرکت نه کوي چي هميشه يو شان وي

لکه چي په تيرو ليکنو کي وويل شو، ټولنه د جوړښتونو او ارزښتونو په بنياد اداره کېږې او حرکت کوي، کوم چي بدليدونکي او بدلون منونکي دي. کله چي دا جوړښتونه او ارزښتونه د وخت غوښتونو ته په ځواب ورکولو کي پاتي راځي ټولنه هم له يوه سخت او هراړخيز او حتي له يوه ړنگونکی بحران سره مخامخ کيږي او په دي ډول حالت کي د نظم راوستلو له پاره د قانون په ځای توره، زور، زندان او وژل د اداره کولو په وسيلو بدليږي او واکمن هم ددي وسيلو په کارولو ته کله د سلطنت، کله د انقلاب، کله د امنيت او کله هم د شرعيت په نومونو توجيه ورکوي، خوپه عمل کي نه دي وسيلو او نه دي توجيو وکولاي شواي چي په ټولنه کي د يوې لحظي له پاره امنيت تامين او اداره کول واکمن کړي.

دا بايد ومنو چي په افغانستان کي واکمن جوړښتونو او ارزښتونه په ځای ددي چي د پرمختگ په لور د ټولنې لارښوونه وکړي، په ستونزو او بحرانونو غلبه وکړي، په خپله بحران راوړنکي او بحران پيدا کونکي دي. دا ارزښتونه نه د ځان بدلولو وس لري او نه بدلونونو ته لاره خوشي کوي او په واقعيت کي همدي حالت نه يوازي د هيواد په داخل کي د بحرانونو او جگړولوبه توده ساتلې ده، بلکي افغانستان يي له نړيوالو سره هم مخامخ کړی دی. له لسو کلنو وروسته هم د پرمختگ او دموکراسي په لور حرکت په کلکه کمزوري دی او دلته دموکراسي يوتيرودونکي حالت لري او هغه امکانات او زميني خورا پياوړي دي چي دموکراسي په گونډوکړي او ددي لسوکلنولاس ته راوړني په څولحظوکي له منځه يوسي.


له قانونه مافوق سرتيری

په افغانستان کي د امريکايانو پوسيله ورستي رسوايگاني او را منځ ته شوي ناورينونه هم پورتنی حالت په واقعيت بدلولاي شي. د يو سرتيري پوسيله د بي گناه ملکيانو او په تيره بيا د ماشومانو، ښځو وژل، د افغانانو د ديني مقدساتو سپکاوی او د جسدونوتوهين کول، يوازي د بربريزم په قانون کي توجيه پيدا کولاي شي او دا هر يوله يوی خوا د غرب او افغانانو ترمنځ د واټن له لويدو اوله بلي خوا د طالبانو د تگ لارو او دريځونو له پياوړتيا سره مرسته کوي. له افغانستان د باندي ددي وژونکی سرتيري محاکمه کول د افغانستان په حاکميت او قانونيت د تيری کولو په معني دی. په افغانستان کي غرب دواړه ذهنونه او زړونه بايللي دي.


سياسي نظام

په روشنفکري او سياسي محافلوکي د افغانستان د سياسي نظام په هکله تاوده بحثونه روان دي او دا په زړه پوري خبردی. په دي هکله بحثونه بايد او بايد اساس وگرزول شي. ټولنه، روشنفکران، سياست کونکي د بحثونو په نتيجه کي ښي پايلې ترلاسه کولاي شي او بحث کول د دموکراسي يوپياوړی بنياد دی. بحث کول ددي له پاره هم يو ضرورت دي چي د سياست او ټولني په هکله د نظريوسموالی په يوه لابراتورکي نه تجربه کېږې. همدارنگه په بحث کولو برسيره موږ کولاي شي له تاريخي تجربو او د نورو هيوادونو له حالاتو زده کړو. په دي هکله د پرمخ تلليو ټولنو تجربي موږ ته راښيي چي يوه ټولنه څه ډول خپلې ستونزي حل کړې، څه ډول له وروسته پاتيوالی را ووزي او څه ډول د پرمختگ په لور حرکت وکړي.


له بیخه د نظام ايستل يا د هغه بدلون

دلته يوې مهمي مسله ته توجه په کار دی، يو د سياسي نظام ړنگول اوله بيخه ايستل دی، چي افغانستان يي په وروستيولسيزوکي شاهد وو او دا د انقلابونواو سياسي افراط کاردی. بل د سياسي نظام بدلون او يا په سياسي نظام کي بدلون دي. سياسي تاريخ او د سياست علم نه بدليدونکي او نه ماتيدونکي سياسي نظامونه نه پيږني. سياسي نظامونه مطلق نه دي او نه د هميشه له پاره جوړشوی کوم سياسي نظام شته دی.

د شوروي نه ماتيدونکی سياسي نظام له اويا کلنو ورسته ولويد او ړنگ شو. په ايران کي د ايراني واکمنو الهي حاکميت چي په عمل کي دجهالت او وحشت واکمني ده هم په ړنگيدودی. سياسي نظامونه د ټولني او د زماني د ضرورتونو په بنياد بدليږي او بايد بد ل شي. او دا کار د زور، ټوپک او تا پای جان په ځای د خلکو د ارادي په بنياد ترسره کېږې.

د يوه دولت د دموکراسي درجه د هغه د نوم او نوعيت په ځای په دولت او حاکميت کي د خلکو په گډون سره اندازه کيداي شي. کله چي په يوه سياسي نظام کي رهبري د يوه سړی په وجود کي متمرکزه کېږې ورسره جوغت سياسي استبداد هم پيل کېږې. که دا سړی ډير نيک او دموکرات هم وي، دبشپړ واک درلودل هغه هرومرو د ديکتاتوري په لوری بيايي. په افغانستان کي هميشه واک د یوه سړی، يوې کورنۍ ، يوه گروپ په ولکه وو او دي ډول نظامونو ونشواي کولاي د ثبات په لور د افغانستان لارښوونه وکړي.

څه ډول ممکينه ده چي د پيړيو په اوږدو کي په افغانستان کي مسلط استبداد هماغه شان پياوړي پاتي کېږې څه شی او څوک ددي حالت ساتنه کوي؟ د يوې ټولنې په جوړښت کي دولت جوړول او هغه ته مشروعيت ورکول تر ټولو بنسټيزه مسله ده. په ننۍ نړۍ کي دواړه دولت جوړول او دولت ته مشروعيت ورکول په خپله د ټولني کاردی. له ټولنې ددي حق اخستل، ټولنه اطاعت کولو ته را بلل دی.
په ايران کي خلک د خامنه اي مطلق اطاعت کولو ته را بلل کېږې او په شمالی کوريا کي يوځوان هلک په ناڅاپي توگه هم په نابغه اوهم په گران رهبر بدليږي او خلک د هغه مطلق اطاعت ته اړکېږې. که کله ددي ډول ديکتاتورانو په وړاندي ټولنه د نه اطاعت کولو حرکت او مقاومت پيل کوي، په اوتومات توگه د زور حکومت د وينو او اور په حکومت بدليږي او د بشارالقصاب په شان د خپلو خلکو په ضد توره راباسي او څومره چي کولاي شي هغوي وژني.


د واک ويش

په يوه ټولنه کي د واک ويش دی چي د سياسي استبداد مخنيوي کوي اود واک ويش د يوه دموکراتيک سياسي نظام ځانگړتيا ده. د واک د دولت په دروگونو ارگانونو برسيره هغه وخت په ښه توگه ويشل کېږې چي سياسي گوندونه د دولت د رهبري کولو مسؤليت واخلي. په دي ډول حالت کي له يوې خوا په واک د يوه سړی، يوې کورنۍ ... ولکه له منځه ځي او له بلې خوا په ډاډمنه توگه د واکمنې الترناتيف روزل کېږې.

د واک د ويش بله لاره د مرکزي حکومت او د محلي حکومتونو ترمنځ د واک او مسؤليتونو ويشل دي او د محلي مسلو په هکله د پريکړي کولو حق محلي حکومتونو ته ورکول دي.


که فدراليزم قومي شي

فدراليزم هم د واک د ويشلو په معني دی. په بل عبارت فدراليزم د مرکز او محلاتو تر منځ د واک د ويشلو يو قانونمند سيستم دی چي د دواړو صلاحيتونه او مسؤليتونه مشخص کوي. په دي هکله د افغانستان ستونزه دادی چي فدراليزم به په جغرافيايي او یا هم په قومي بنيادونو را منځ ته کېږې. همدا اوس اوس له يوي خوا سياست کونکي په دي هکله د ملي غوښتنو په ځای قومي غوښتني را پورته کوي او له بده مرغه دا غوښتني ټولنيزه پشتوانه هم لري اوله بلي خوا په عمل کي د ملي هويت په پرتله قومي هويتونه برلاسي دي. په طبعي توگه د يوه هويت خپلواکي له بل هويت سره په سيالې او توربورگني کي انعکاس پيدا کوي.

پروفيسر پاول براس Paull Brass وايي، له قوم سره اړيکي د انسان له غيرعقلاني برخي سره تعلق لري چي عاطفي او غريزي ځانگړتياوي لري او په همدي اساس په بالقوه توگه د مدني ټولني ړنگونکي دي.

په افغانستان کي هغه امکانات او زمينې خورا پياوړې دي چي فدراليزم قومي کړي او په دي ډول حالت کي د قومونو ترمنځ نوی ويش او نوي پولې جوړل به د قومي جگړو لامل وگرزي او همدارنگه دا څومره ممکينه ده چي يوه ځانگړې سيمه د يوه ځانگړی قوم په اختيار کي ورکړل شي؟؟