رسیدن: 25.02.2012 ؛ نشر : 02.03.2012

بريالى روان

مونږ بايد ويښ شو!


دا منو چې مونږ افغانان د نړۍ دنورو ملتونو په شان يو ملت يو؛ خو دا هم بايد ومنو چې د هېوادجوړونې په ډګر کې تر نورو ملتونو ډير شاته پاتې يو؛ ځکه چې مونږ ټول نورو ته غوږ نيسو او دنورو ډولونو ته نڅاوې کوو. دغه ډول لوبوته ادامه ورکړو ؛ له سختو نورو تاريخي ورانونکو پېښو، بدمرغيو، ناخوالو او کړاوونو سره به مخامخ شو.

که د تيرو لسيزو خپل منځي جګړو او سياسي حالاتو ته ژوره کتنه وشي ؛ په ډاګه ترې څرګنديږي چې مونږ د نورو د ګټو د ساتلو او خوندي کولو لپاره عجيبې لوبې کړې دي ؛ خپل هېواد مو ټوټې کړ، او ملي ګټې مو د نورو  د ګټو  قربان کړې . د سيمې هغه هېوادونه چې ټولې تګ لارې ؛کړنلارې او موخې يې د کرکو، توپيرونو ؛ بشري ناورينونو په چوکاټ کې نغښتې دي ؛ په افغانستان کې داسې سياسي لوبې وکړې چې د ټولې نړۍ په تاريخ کې يې بېلګې شتون نه لري . چا د عقيدې له مخې افغانان استعمال کړل او چا د قوم ؛ ژبې ؛ سمت او رنګ په نومونو تير ايستل او خپل منځي جګړو ته يې وهڅول.او په دې هېواد کې يې داسې ويجاړۍ رامنځته کړې چې د نړۍ په نورو هېوادونو چا نه وې ليدلې . ان تر دې چې زمونږ د حکومتونو چوکۍ د دوى په قلمرو کې نصب شوې وې ؛ او بيراغونو دوى راته ټاکل او ملي ګټې د دوى له خوا را ته تعريف کيدلې . لنډه دا چې مونږ د پرديو په لمسون او اشارو خپل هېواد په هغه کچه وران کړى ؛ چې په نړۍ کې به بل ملت دومره تيروتنه نه وي کړې. خو لا هم مونږ په هماغه خوب ويده يو!

کله چې د نړيوالي ټولنې د فشار په پايله کې د لومړي بن څخه وروسته په افغانستان کې نوى سياسي بدلون رامنځته شو،نو ؛ ورسره سم د ځينو لوبغاړو يا لوبې پاى ته ورسيدې او يا د پردې تر شاه ورسره معامله وشوه.

هغه داسې چې په لومړيو وختونو کې داسې ارامي شوه ؛چې ټولو فکر کولو چې په دې هېواد کې هيڅ ډول بدمرغۍ او جګړې نه دي رامنځته شوې ؛ خو خبر نه وو چې يوه ورځ به پخوانۍ لوبه په بل ډول پيل کيږي .چې دا دي نن يې ټول جهان ويني چې لوبه څرنګه ؟ له کومه ځايه؟ د چاپه ملاتړ؟ د څه لپاره؟ او تر کوم وخت پورې ؟ پيل شوه او ادامه پيداکوي.

خو په دې ټوله نړۍ پوهيږي چې د روانې جګړې او بدمرغۍ رېښې له کوم ځاى څخه اوبه څښي ؛ دا چې ولې نړيوال په دې برخه کې کاڼه او ړانده دي ؛ ښکاري داسې چې دوى هيڅکله خپلې ګټې له لاسه نه ورکوي. خو مونږ افغانان اوس هم په دې نه پوهيږو او ورځ تر بلې دروانې لوبې په ترسره کيدو کې خپل حاکميت ؛ ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتيا او نورو تاريخي ارزښتونو ته زيان اړه وو. هغه په دې مانا چې اوس مهال د نړيوالو په اشاره سره په افغانستان کې د سياسي سولې د ټينګښت لپاره د پردې تر مخ او شا هڅې روانې دي ؛ خو مونږ لاهم نه پوهيږو ؛ چې د کومو اړخونو سره د سولې خبرې روانې دي؟

او د مذاکرې ميز په کوم هېواد کې او ولې د افغانستان څخه د باندې دى ؟ همدا اوس که په سيمه کې روان حالت او سياسي جريانونه تر ژورې لوستنې لاندې ونيول شي ؛ داسې ترې څرګنديږي ؛چې په دې هېواد کې روانه لوبه پردۍ او بهرنۍ ده ؛ ځکه چې د سولې د منځته راتګ ؛ ټينګښت او ساتنې لپاره د مذاکرې منل شوي اصول دا دي چې که په جګړه کې ښکيل اړخونه د سولې ټغر ته راځي ؛ ځاى ، هويت ، موخې ، شرايط او تګ لاره يې بايد څرګند وي . د روانو هڅو څخه معلوميږي چې د سولې د ټينګښت لپاره روانه ډنډوره يواځې په موقتي توګه د عامه افکارو بوخت ساتل دي . د جګړې اړخونه څرګند نه دي ؛په نامعلومو شرايطو ؛د اړخونو له توافق پرته د يوې مشخصې تګ لارې په نه شتون کې د سولې منځته راتګ ناشونى ښکاري.

مونږ بايد وېښ شو. که چيرې مونږ ټول افغانان د واقعيتونو پر بنسټ سوله غواړو،نو لومړى بايد په دې برخه کې خپل مسووليتونه وپيژنو،تيرو شخړو، ناخوالو، بدمرغيو او بې عدالتيو ته په کتو سره بايد نور له تاريخ څخه د پند او عبرت درس واخلو ؛ ټول هغه افغانان چې اوس مهال يې د جګړې لاره غوره کړې ده ، د دې مظلوم ولس د اوښکو پاکولو او ژغورنې لپاره دې خپلې وسلې له اوږو ښکته کړي ، او د خپل هېواد د جوړونې او ابادۍ لپاره دې مټې را ونغاړي . که په دې پيړۍ کې مونږ د خپل هېواد په جوړونه کې په ملي يووالي سره برخه وانه خلو ، نو کيداى شي زمونږ د هېواد په جغرافيه کې د نړۍ د نورو ښامارانو لوبې هم پيل شي.

نو مونږ ټول افغانان اسلامي او ملي مسووليت لرو، چې په خپل هېواد کې د پرديو لوبو د پاى ته رسولو په خاطر په خپل منځ کې سره يو شو يو او بل ته لاسونه ورکړو ؛ په خپل فکر، احساس او زيار سره د خپل هېواد تاريخ او جغرافيه له سترو سيمه ييزو او نړيوالو ننګونو څخه وژغورو . يواځې د فکر، قلم ، پوهې ، منطق ، ملت جوړونې او هېوادجوړونې لاره خپل کړو او په همدې لاره خپل راتلونکى مزل پيل کړو، لرې نه ده چې په دې تګ لارې به  دنړۍ په ورغوي کې به د يو سوله غوښتونکي ، متمدن ، ځيرک ، سرلوړي ، اباد،مترقي ، واکمن او ځواکمن ملت په توګه راڅرګند شو.

١٣٩٠-١٢-٣