د مالدیو په غونډه کې د حکومت او مخالفانو ترمنځ د پخلاینې لپاره دوه کمیسونونه جوړ شول
Monday, 02.01.2010, 09:21am (GMT)
تاند(دوشنبه/فبروري۱) د ولسي جرګې څو غړیو وویل چې دوی اویوشمېرنوروافغان سیاستوالوپه افغانستان کې د سولې اوپخلاینې لپاره د دولت له وسله والومخالفانوسره مخامخ خبرې کړي دي .
هغوی وویل پر یوې طرحې کار کوي چې پراساس یې د افغانستان د دولت له وسله والومخالفانو سره د حکومت د سولې د خبرو لار اواره شي .
د ولسي جرګې څو غړیو وویل چې په وروستیو کې دوی او یوشمېرنورو سیاسي شخصیتونوپه مالدیپ کې د افغانستان د دولت د مخالفو وسله والو له استازو سره خبرې وکړې چې په نتیجه کې یې دوه کمیسونونه جوړ شول چې یو یې د دولت له وسله والومخالفانو سره او بل له دولتي چارواکو په تېره بیا له ولسمشرکرزي سره خبرې وکړي .
د ولسي جرګې غړي او په دغوخبرو کې برخوال حاجي اقبال صافي ،چې په یوه نوي جوړ شوي کمیسون کې غړیتوب لري، وویل :
«د بین الافغاني مجلس په نوم غونډه جوړه شوې وه چې په هغې کې ملي شخصیتونو او د ولسي جرګې غړیوګډون وکړاو په دې یې خبرې وکړې چې د افغانستان مسلې افغانان په خپله حل کړي او ابتکار په خپل لاس کې واخلي چې ډېرې ښې نتیجې یې لرلې . هلته دوه کمیسونونه جوړ شول چې یو به یې له ولسمشرسره ګوري اوبل د پېښور لورته روان شو چې له طالبانو او حزب اسلامي سره وویني.همداراز د اوس لپاره په دوبۍ کې یو سکرتریت جوړ شو چې له خپلو غړیو سره پر له پسې کتنې وکړي او د افغانستان د سولې پر مسایلوکار وکړي .»
د مالدیپ په غونډه کې د ولسي جرګې ګډون کوونکوغړیو وویل چې په دې غونډه کې د ګلبدین حکمتیار د زوی فیروزحکمتیار په شمول د افغانستان د دولت د وسله والومخالفانو یوشمېراستازو برخه لرله او دوی هیله لري چې دا هلې ځلې به یې په هیواد کې د سولې لار اواره کړي .
په همدې حال کې د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر ډاکتراشرف غني احمدزی وايي چې له وسله والو طالبانو سره د پخلاینې لپاره خبرې اترې دوام لري .
د الجزیرې تلویزیون د راپورله مخې ،داکتراحمدزی ، چې حاضردمه د واشنګټن د بروکینګزانستیتیوت غړی دی، وايي چې له طالبانو سره په روانو خبرو کې سعودي عربستان فعال رول لري .
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ وروسته له دې چې ولسمشرکرزي په لندن کې د سعودي عربستان پاچا ته بلنه ورکړه چې د طالبانو او د ده د حکومت ترمنځ په خبرو کې منځګړتوب وکړي ، د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر سعود الفیصل وویل ترڅو چې طالبانو د القاعده له ملګرتوبه لاس نه وي اخیستی دا هیواد به له دې ډلې سره تماس ونه نیسي .
خو ډاکتراشرف غني احمدزي الجزیرې تلویزیون ته وویل چې سعودي عربستان او د دغه هیواد پاچا د منځګړتوب په پروسه کې شامل دي .
د شرق الوسط ورځپاڼې یوه محررحسین شوبوکشي ،چې په سعودي عربستان کې دېره دی،الجزیرې تلویزیون ته وویل چې د طالبانو په منځ کې ځینې ډلې باور لري چې اوس په افغانستان کې له سوله ییزې لارې د ستونزو د پای ته رسولو لپاره د جدي خبرو وخت دی .